د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د يورين گاگارين لنډ ژوندليک

حبيب الله غمخور 11.04.2011 02:36

ژباړونکی : حبيب الله غمخور

يوري گاگارين د نړۍ لمړنی کيهانورد

 

پنځوس کاله وړاندي انسان کيهان ته سفروکړاودلومړۍ ځل لپاره دمځکې پرشاوخوا راوگرځېد

دپيل خبره :

پدې ورځوکي ديورگاگارين دلومړنی پرواز دياد تازه کېدو په اړوندپه روسی مطبوعاتوکي يوپه بل پسې جالب مطالب خپرېږي .دهغوپه لوستلودافکرراسره پيدا سوچي ددې نوميالي اوپه نړيواله کچه مشهور هوا باز،هغه څوک چي دلمړی ځل لپاره ئي په هوايي بېړی کښي کيهان ته سفروکړ اودمځکې دکرې پر شاوخوا راوگرځېد په انترنت کښي په پښتوژبه کوم معلومات سته اوکنه ؟ يابه زه دکمپيوټر له استعمال سره پوره بلد نه يم اوياخوداده چي په پښتو ژبه ديوري گاگارين په هکله هيڅ شی نسته .ددې لپاره چي  په پښتو ژبه کښي هم دهغه په اړونديوڅه معلومات وي ، ديوري گاگارين لنډژوند ليک مي راوژباړه اودپښتو ژبې درنولوستو نکوته ئي ډالی کوم . پدې بهانه غواړم څرگنده کړم په هراندازه چي پښتوژبې ته له نوروژبو ژباړنې وشي په هغه اندازه داژبه غني کيږي .

له نېکه مرغه  اوس زموږ يوزيات شمير ځوانان چي دښه قلم خاوندان دي په بهرنيو ژبو پوهېږي له هغوي نه غوښتنه کوو چي وخت عبث تيرنکړي اوخپلې مورنۍ ژبې ته له نوروژبونه هرډول مطالب چي دوي ئي زموږ ژبې ته گټوربولي راوژباړي .

 

ديوري گاگارين لنډ ژوند ليک

لومړنۍ هوابازيوري گاگارين د ۱۹۳۴ز کال دمارچ پر ۹ دشوروي اتحاد دسمولنسک دويلايت د گژاتسك دښار دکلوشينو د کلي ديوه دهقان اوغريب سړی په کورنۍ کي دنياته سترگي  پرانستلې . د گژاتسك  ښارپه ۱۹۶۸کال  کي دگاگارين په نامه ونومول سو.

گاگارين پلارالكسي ايوانويچ گاگارين( ۱۹۷۳-۱۹۰۲) Алексей Иванович Гагарин اومورئي  آنا تيموفيونا ماتيوا Анна Тимофеевна Матвеева (۱۹۸۴-۱۹۰۳) دواړوپه  کلخوزکي  ددهقان په تو گه کارکاوه . گاگارين يو وروراودوې خوندي درلودې دگاگارين پلار ډير غريب وو،ټوله ورځ په دهقانی مصروف ووله همدې امله دگاگارين روزنه دهغه دمشري خورپر غاړه وه .

ددوهمې نړيوالي جگړې په دوام کي دگاگارين کورنۍ هم لکه دشوروی نوروگړي  داقتصادي ستونزو سره مخامخ وه . ددې ستونزوترڅنگ دهغه ورور اوخور جرمني نازيانوپسله هغه چي ددوي داوسېدوسيمه ئي ونيوله داجباري کارلپاره په زورجرمني ته بوتلل اوددوهمې نړۍوالي جگړې تر پايه پوري هلته پاته سول،دجگړې تر پاي ته رسېدو وروسته  خپل هيوادته راستانه  شول  .

يوري گاگارين په ۱۹۴۱ کال دسپتمبرپه لومړی نېټه ښوونځۍ  ته شامل سو،مگردهمدې کال داکتوبرپر ۱۲ جرمنيانودغه سيمه ونيوله اوښوونځۍ وتړل سوې  .

دوه نيم کاله گاگارين  دتعليم نه محروم پاته سو، پسله هغه چي کله شوروي لښکروپه ۱۹۴۳ کال داپريل پر ۹ دغه سېمه له هټلری لښکرونه ازاده کړه دلته دوباره ښوونځۍ فعالي اوگاگارين هم ښوونځۍ ته ولاړ اودرس ويلوئي پيل کړ .په ۱۹۴۵ کال ئي کورنۍ دگژاتسک ښارته راکډه سوله ،چيري چي گاگارين دښونځۍ شپږ م ټولگی پاي ته ورسوله . البته گاگارين د ۱۹۴۹ز کال دمی په مياشت کي ابتدائيی تعليمات  پاي ته ورسول .

يوري گاگارين له ماشوم توب نه دالوتکوسره مينه درلوده اوتل به ئي دالوتکومډلونه  رسمول   اود الوتکوپه هکله ئې کتابونه لوستل .ديوري گاگارين درياضي اوفزيک ښوونکی هم ددوهمې نړيوالي جگړي په وخت کي پيلوټ وو. ممکن دهغه سره اړېکو هم دپيلوټی سره دهغه پرعلاقې او هڅومثبت تاثير ښندلی وي.

د۱۹۴۹ کال دسپتمبرپر ۳۰ مه دمسکوولايت د لوبيرڅ په ښارکي  دځوانوکسب گرو لسم لمبر تخنيکم  ته شامل سوچي دهغه سره يوځاي ئې  دشپې لخوا دآهنگری تخنيکم کي هم  په زده کړو مصروف وواوپه ۲۱۹۵۰ کال  په عالي درجه ترې فارغ سو .يوري گاگارين په ۱۹۵۱ کال هوايي خدماتوتخنيکم هم خلاص کړله .

۱۹۵۱ز کال داگست په مياشت کي دسراتف دښار صنعتی تخنيکم ته شامل سواود۱۹۵۴ کال داکتوبرپر ۲۵ مه دلومړی ځل لپاره دساراتف هوايي کلوب ته لارپيداکړه .په   ۱۹۵۵کال هغه په عالی درجه تعليم خلاص کړاو دلومړی ځل لپاره ئې په ياک Як-18۱۸ الوتکه کښي مستقل پرواز وکړ.  هغه په ۱۹۶ پروازوکي ۴۲ ساعته او۲۳ دقيقي پروازکړۍ  دی .

د۱۹۵۵ کال داکتوبرپر ۲۷ هغه اردوته جزب شواودپيلوټۍ دمسکي عالي زده کړولپاره  دارينبورگ په ښارکي دچکالوفسک په هوايي تخنيکم کښي زده کړه  پيل کړه .يورگاگارين  دغه تعليمي موسسه هم د۱۹۵۷ کال داکتوبرپر ۲۵  په عالي درجه پاي ته ورسوله اوترفراغت وروسته دوه کاله  دشمالي بحری قواووپه  هوايي ۱۲۲ نمبرغونډکي دپوځۍ بم اچونکو ميگ ۱۵۶ايس ((МиГ-15бис)) الوتکي دپيلوټ په توگه  دنده سرته ورسول .  يوري گاگارين په ۱۹۵۹ کال نږدې ۲۶۵ساعته پروازوکړ ی دی .

يوري گاگارين په ۱۹۵۷کال د ديوې روسی  انجلی ((والنتينا گُرياچوا)) Валентине Ивановне Горячевой. سره واده وکړ  .

يوري گاگارين په ۱۹۵۹ کال ددسمبرپر ۹ دشوروي اتحاددکسمنافتانو(فضائې پيلوټانو) ډلې کښي دشاميلېدولپاره خپله عريضه اړونده مقاماتوته ورکړه چي پسله يوې اونۍ دهغه غوښتنې ته مثبت جواب وويل سواويوري گاگارين دروغتيايي معيناتولپاره مرکزی شفاخانې ته ولېږ ل سو . تر اړينو روغتيايي معايناتواوڅېړنو وروسته يوري گاگارين دفضايي پروازودپيلوټانوډلې ته شامل شو،داهغه ډله  پيلوټان وه چي فضاته دهوايي بېړئ پوسيله دپروازلپاره تربيه کېدل .ژ

په ۱۹۶۰ ز کال دمارچ پر دريمه دشوروي قواوودعمومي قوماندان دامرله لخې  هغه دهغو يولسو کانديدانوپه

جمله کي شامل سوکوم چي فضاته دهوايي بېړۍ پوسيله دالوتنې لپاره ترروزنې لاندي نيول سوی وه اودهمدې

کال دمارچ پر ۲۵ مه پروازته داماده گۍلپاره دنوی کارځاي ته ولاړ اوهلته تر دوامداره معينې زده کړې اوتحقيقاتي  کارونووروسته دلومړني فضانورد(هواباز) ياکسمنافت په توگه وټاکل  سو.

يوري گاگارين لمړنۍ انسان وچي په ۱۹۶۱  زکال داپريل پر ۱۲ ئې  دواستوک په نوم هوايي بېړۍ په(Vostok 3KA-2) لمبربېړۍ کي  د((سروی درخته)) په مستعارنامه  کيهان ته  دبايکانورله توغونکی ستېشن څخه وتوغول سو. يوري گاگارين دمځکې پر شاوخوايوساعت او۴۸ دقيقې  پروازوته دوام ورکړ دورسپارل شوی دندې دسرته رسولونه وروسته  په بری سره  مځکې ته روغ رمټ  راستون شو .

هغه د۲۷ کالو وو چي فضاته ئي سفر وکړ کله چي بيرته راوگرځېد دشوروي ولس دتودهرکلی سره مخامخ شواوهغه ئي دخپل هيواد دقهرمان په توگه دژوندتر ورستيو شېبوپوري نازاوه .

 يوري گاگارين  دژوند تر وروستۍ شېبودشوروي اتحاددعالي شوراافتخاري غړېتوب درلود.

همدا ډول د۱۹۶۳ کال ددسمبرپر شلمه دفضايي تحقيقاتودپيلوټانو (کوسمنافت ) دروزلودمرکزدرئيس دمرستيال په توگه وټاکل سو. په عين وخت کي د((سيوز)) دفضایی بېړۍ دپيلوټ  ولادمير ميخایيلويچ  کماروف چي ټاکل سوې وه   د ۱۹۶۷ کال داپريل پر ۲۳ ئې فضاته پروازوکړي ددوبليور پيلوټ په توگه اړين تمرينات ترسره کول .

سفرونه :

يوري گاگارين له فضانه په بری سره مځکې ته په راستنېدوسره نه يوازي په شوروي اتحادبلکي په ټوله نړۍ کي مشهورسو،دپخواني شوروي اتحادپر ښارو اوجمهوريتوسربېره ئي دنړۍ زياتوهيوادوته لکه  ايتاليا، چكسلواكيا،انگلستان ، آلمان، هنگري ، فرانسې، بلغاريا، گانا، كوبا، مكزيك، برازيل، ناروي، هند، مصر، ليبريا، كاناډا وجاپان ته  سفرونه وکړه ،پدغوښارواوهيوادوکښي دعاموخلکو،پوهانو،سياسي اوټولنيزوسازمانونولخواپه عالي بڼه هرکلی  وسو.

ستاينه : د۱۹۶۱ کال داپريل د۱۴ دشوروي اتحاددعالي شورادفرمان له مخې دشوري دقهرمان لقب ورکړه شو .

په ۱۹۶۱ ز کال دچکسلواکيا دولسمشردفرمان له مخې دسوسيالستي کارقهرمان لقب ورکړه سو .په همدې کال داپريل پر ۲۸ دبلغاريادوزيرانوشورادفرمان له مخې دسوسيالستي کاردقهرمان لقب ترلاسه کړ، همدا ډول دويتنام ددموکراتيک جمهوريت دکاردقهرمانی لقب ترلاسه کړ.په ۱۹۶۱ داپريل پر ۱۴ دشوروي اتحاد دعالي شورادمشرتابه لخوادلنين عالي نښان ،دهمدې کال  داپريل پر۲۳ مه  دبلغاريا هيواددگيورگي ديميتريف نښا ن  ورکړه سو . همدا ډول ئي دپولنډ،کيوبا، هنگري ،اوپه ۱۹۶۲ زکال دجنوري پر ۳۱  دعربی متحده عماراتو،  ليبريا،شرقی المان ، اندونزيا هيوادودمشرتابه لخواپه عالي نښانواومډالوونازول شو،دا ډول  هغه ته دفنلنډ دکمونست گوند دمرکزی کمېټې طلايي مډال ورکړه سو. په ۱۹۶۱ دجولاي دمياشتي په ۱۱ دبريتانيا دنړيوالو اړېکودټولنې لخوادطلاپه مډال وياړ سوی دي . همدا ډول يوري گاگارين ته د اطريش ،سويډن ،ايتاليا ،فرانسي ،هندوستان اودنړۍ له يوشميرهيوادو اوهمدا ډول دشوروی اتحاد دمختلفو سازمانواوډله زيزو رسنيولخواپه عالي مډالو اونښانووياړل سوئ دی .

ديادولووړده چي په پخواني شوروي اودنړۍ په يوشمېرهيوادوکي ميدانونه ،واټونه اوکوڅې دگاگارين په نامه نومول شوې دي  .همدا ډول دبلغاريا ددرو ښارو،په يونان کي  دافين دښار،کيپر کښي دوښارو،فرانسې اوچکسلواکيا په هيوادوکي ددغوهيوادوديوه ښارافتخاري اوسېدونکی (تابعيت) وياړاوهمد ډول دمصر هيواد دقاهرې اوالکساندرې دښارد دروازوطلايي  کيلي ورکړل سوې ده .

په ټوله نړۍ کښي شاوخوا ۳۶ مختلفې علمي موسسې ميدانونه او واټونه ،۳۷دښارو کوڅې ،۱۶ پارکونه ،په مسکو ښارکي دميترودوې  استگاوي (تم ځاي ) او ۱۷ ښوونځۍ ،کلتوري مرکزونه  ديوري گاگارين په نامه نومول سوی دي .

د۱۹۶۱ کال نه تر ۱۹۶۸ کال دفبروري تر ۱۷ مي پوري يوري گاگارين دنيکولاي  ايگور  ږوکوفسکي  ((Н. Е. Жуковского)) په نامه پوځی هوايي انجينری اکاډمی کښي تحصيل وکړاودطلايي مډال په ترلاسه کولوسره ئي دغه اکاډمي پاي ته ورسول . يوري گاگارين  د۱۹ ۶۸ کال د مارچ پر ۲۷ دفضايي الوتنې لپاره په ميگ ۱۵  الوتکه کښي دتمرين په وخت کي دهوايي حادثې له مخې چي الوتکه راولويدل  له خپل مربی سره يوځاي له منځ ولاړ اواوجسد ئې د کرملين دماڼۍ بغل ته ښخ سو.

ديوري گاگارين دلومړني پروازنه سږکال داپريل په ۱۲ پنځوس  کاله پوره کېږي ، ددې ورځې اويوري گاگارين په ياداودرناوي به په روسيه کښي ځانگړې غونډي جوړي  شي.

يوري گاگارين دروسې دخلکو دوياړلو افتخاراتوڅخه شمېرل کيږي اودهغه خاطره تل ددوي په زړونوکي پاته ده. همدا اوس هم چي کله يوپيلوټ هواته پروازکوي ديوري گاگارين دغه جمله  (( په يې خلې)) يعني ولاړو   له ځان سره تکراروي . روسان يوري گاگارين دخپل هيوادسترافتخاربولي اوپه نامه ئي وياړي .

 

له همدې ځاي اوهمدې ډول دستگاه په مټ يوري گاگارين د۱۹۶۱ ز کال داپريل پر ۱۲ فضاته وتوغول سو.

 

داهغه سفينه (سپوږمکۍ )ده چي يوري گاگارين په هغې کښي فضاتر پروازوکړاودمځکې دکرې پر شاوخواراوگرځېد.

Спускаемый аппарат, тот самый, на котором Юрий Гагарин

облетел земной шар и вошел в плотные слои атмосферы.

Как видно на фотографии, редактор ХРОНОСа Вячеслав Румянцев

буквально прикоснулся к этой космической святыни.

Город Королёв, РКК "Энергия", Музей космонавтики.

Фото Сергея Горбунова.

 

Таков интерьер спускаемого аппарата.

В центре виден иллюминатор.

دبېړۍ داخلي برخه دلته ښه ښکاري

 

هغه دومره ونازول سوچي دشوروی په ټولوښارواودنړی په يوشمير هيوادوکي دهغه په عکس ښکلي سوی پوستي ټکټونه چاپ سول .

 

دپوستي ټکټ يوه بېلگه

Почтовый конверт, посвящённый

Ю. Гагарину

 

ترکمنستان کي دهغه عکس په قالينه کښي واوبدل سواوهغه ته ډالی سو .

Туркменский ковёр-портрет Ю. А. Гагарина

 

د يوري گاگارين فضا ته د سفر مستند فلم