د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مجاهد او دهشت ګرد

نورلبشر نويد 03.04.2011 23:49

پاکستان کې هر ټکی خپلې ماناوې ژر ژر بدلوي. لکه دا وخت د مجاهد دوهمه نوې مانا دهشت ګرد )ترهګر( عامه شوې ده. د افغانستان مجاهدينو ته د پنجاب وزير اعلی دهشت ګرد ويلې دي او د بهرنیو چارو وزارت ېې ترديد کړی دی. په هر حال! د زړه خبره شونډو ته راغله او په دې خبره باندې افغانانو سخت احتجاج)لريون( کړی دی. د افغانانو په احتجاج د طالبانو حکومت هم پاکستان ته د دهشتګردۍ خلف د تعاون )مرستې( یقین ورکړی دی ، خو سوال دا راوچتېږي چې څوک دې په مجاهد او دهشتګرد کې فرق)توپیر( وکړي ؟ هسې خو دا وخت فرق کول په هېڅ څیز کې نه شي کېدی ، لکه سګرېټو ، دوايانو )درملو(، چايو ، مصاله ، او نورو ډېرو څیزونو کې دويم نمبر څیزونه راوتي دي او د اول )لومړي( بییه او شکل خرڅېږي . د څیزونو دغه عمل چې موږ د ننني انساني ژوند طرفته راوړو نو انسانان هم ډېر رنګونه ، شکلونه ، او عملونه لري . د پاکستان په انساني، اخلقي، مذهبي همدردۍ )خواخوږۍ( کې څو کاله پخوا د افغانانو نوم مجاهد و ، او اوس ورته دهشتګرد وايي. ددې نوم بدلولو دپاره امريکې او پاکستان مذهبي هغه ډلو نه هم سرټیفیکېټ )ستاينلیک( اخیستی دی چې د افغانانو دپاره ېې په )جهاد( کې کمک)مرسته( کوله ، او هغوی سره د مجاهدينو په نوم يوروپي ملکونومرستې کولې د کمکونو دغه سلسله هغه وخت بنده شوه چې سوويت يونین )پخوانۍ متحده روسیه( مات شو او په عالمي )نړېواله( توګه اعلن وشو چې اوس په افغانستان کې جهاد ختم شو پس ددې نه فساد دی. د جهاد مانا ورله يوروپي ملکونو د اسلمي ملکونو په خولې کړې وه او هم د هغوی په خولې ېې ورله نوې مانا ٫فساد، ورکړه . د افغانستان مجاهدينو نه اوس دهشت ګرد جوړ شو چې دلته په ډېرو واقعیاتو او وارداتو )پېښو( کې افغانان ملوث دي. د شکلونو د ژبې او د دود دستور په حواله خو د لر او برو پښتنو فرق ګران دی. ږيرې د هغوی هم شته او زموږ د خلقو)خلکو( هم شته. په کراچۍ کې د انډين مهاجرينو )هندي ماجرو( هم ږيرې شته ، خو د انډين مهاجرينو او افغان مهاجرينو فرق به په ژبه ، پهرنګ،پهخویخصلت،پهکړووړووشي. خوزموږدافغانانوفرقګرانکاردینوداځکهچې په هغوی د دهشتګردۍ الزام)تور( لګي او دغه الزام د پنجاب له طرفه راځي نو موږ به ورته د پښتنو خلف سازش وايو خو دې سازش ته څو کاله وړاندې ل پخوا وګورو نو پنجاب زموږ نه )څخه( دغه پښتانه د مجاهدينو په نوم اخیستي و او اوس ېې راته د دهشتګردو په نوم واپس راکړل. موږ ترې نه په هغه وخت کې انکار کړی و چې دلته په پېښور کې دهماکې )چاودنې(کېدلې او نه ترې اوس ځان بېلولی شو چې پنجاب ورته دهشتګرد او فسادي وايي . د پنجاب او پښتنو دهشتګردو ترمنځ يو بل توپیر هغوی داسې کوي چې په ټیلي وژن )ټلويزيون( اشتهار )خبرتیا، اعلن( کې پنجاب د خپلو اشتهاري دهشتګردو دپاره انعامونه مقرر کړي دي او دا مهلت هم ورکوي چې د مخبر نوم به په صیغه راز کې ساتو. د پنجابي دهشتګرد د سر قیمت لکونه کروړونه روپۍ او د ښه ملزمت په شکل کې دی او د پښتنو دهشتګردو د سر قیمت نشته. هغوی ته پته ده چې که ددې ځای پښتانه دي او که د افغانستان افغانان دي په خويونو کې يو شان دي په يو بل به خامخا د
د نورلبشر نويد لیکنه ماته غوږ شه
دهشتګرد اواز کوي او هغه ياد به تازه کړي چې اسلم اباد د مختلفو حاکمانو په دورونو کې موږ پسې زموږ پښتونخوا ته خلک رالېږي چې زموږ سیاسي و مذهبي ، او ادبي مشران واخلي او ښه په ارزانه بیه ېې واخلي د بهټو په دور کې چې قومي اتحاد د نظام مصطفی نعره راپورته کړه نو سابقه وزیر اعظم )مرستیال ولسمشر( ذولفقار علي بهټو مولنا کوثر نیازی دلته مذهبي عالمانو لیډرانو)مشرانو( پسېراولېږلو،مولناکوثرنیازیپهخپلکتاب)اورلينکټګیي()نورلیکه وشلېده( کې د پښتونخوا د مذهبي خلکو د اخیستو په هکله تفصیل کې ويلي دي ، چې ماته صوبايي )وليتي( حکومت د صوبه سرحد )پښتونخوا( عالمان راټول کړل ما د هغوی نه دبهټو د پاره بیعت واخیستلو دغه شان د پنجاب انقلبیان راځي زموږ انقلبیان په بیه اخلي . ترقي پسند مصنفین هم د پنجاب نه راځي زموږ ترقي پسند اخلي ، هغوی ځان له نوي هیروګان )اتلن( جوړوي ځکه چې خپل هیروګان نلري نشته ، هغوی محمد بن قاسم ته د اسلم مجاهد او زموږ احمدشاه ابدالي ته ډاکو وايي. د ځان دپاره مانا بدلوي موږ له نوې ماناوې راکوي ، زه افغان له د مجاهد مانا نه غواړم ځکه چې دا نوم ورله د پښتو تاريخي دښمنانو بدنام کړی دی زه ورله زړه تاريخي افغاني مانا او نوم غواړم فقط افغان! يا انقلبي افغان !.