د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ګونګه شپېلۍ

پوهنمل ر. ځواکمن 02.04.2011 23:59

هسي دروغ ده
هسي دروغ ده
لا سپرلى نه دى راغلې
لا د سوړ ژمي له کړنګه
غاټول خاورو دى خوړلې
لا د تورى شپې په زړه کې
سهار پروت دى لکه مړې
هسي دروغ ده
هسي دروغ ده
لا سپرلى نه دى راغلې
....................
هسى دروغ ده
هسى دروغ ده
لا  کوچى ساړه سوېلي کا
د اېلبند په ارمان ناست دى
رب ته سوال د پسرلي کا
لا کېږدۍ د اور ده  وږي
په کې پروت سوړ نغرى دى
لا کوچۍ د اوبو تږي
مات يې زړه مات يې منګى دى
د اېلبند لاره ترې ورکه
ګام په ګام اغزى اغزى دى
دښته وچه ده غر وچ دى
سپېره باد پرې لګېدلې
هسي دروغ ده
هسي دروغ ده
لا سپرلې نه دې راغلې
..............
لا شپېلۍ د شپانه ګونګه
ورته غرونه ګډا نه کا
لا سپوږمۍ ورېځو کې ډوبه
تته تته ، رڼا نه کا
لا مې څانګو کې د ونو
ځالې تشي له مرغيو
لا مې بڼ کې د ګلونو
ځاى نيولې دى اغزيو
په کې شور او غوغا نشته
چغار ورک د توتکيو
د بهار وږمه ويده ده
خوب يې نه دى تښتېدلې
هسي دروغ ده
هسي دروغ ده
لا سپرلې نه دې راغلې