د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ملالي جويا ته امريکايانو ويزه ورکړه

خالد افغان عسيري 30.03.2011 00:37

په افغان پارلمان کې د فراه د خلکو پخواني استازى او وکيلي ملالي جويا ته امريکايانو د امريکا رسمي ويزه ورکړه چې پدې سره به ملالي جويا د دريوو هفتو لپاره په امريکا کې پاته شي ملالي جويا به ددغه سفر په ترڅ کې به د امريکا په بيلابيلو سيمو کې امريکايانو ته خبرې کوي د Fox News د تلويزن په حواله چې د امريکا د خارجه چارو د وزارت مطبوعاتى سکرتر (تونير) ويلي چې ملالي جويا ته پس له هغې د امريکا ويزه ورکړل شوه چې ډيرو حقوقي نړيوالو تنظيمونو يې لدوى څخه غوښتنه کړې وه خو په تيرو اونيو کې په کابل کې د امريکا سفارت ملالي جويا ته د ويزې ورکولو څخه معذرت غوښتى وو او ملالي ته يې ويلي وه چې تاته ځکه ويزه نه درکول کيږي چې کارنلري او په پټه ژوند کوي او مالي مدارک هم نلرې ځوانه ملالي جويا چې گومان کيږي د شعله جاويد د گوند او بالخصوص د سازمان رهايې ازادى بخش زنان عضوه وي خو دا مهال يې تقريباً د ښځو د مدافعه وکيلې ترچتر لاندې دروا گوند(شعلهءجاويد) رهبري کوي خو دا چې هغه د شعله جاويد يادروا گوند نوم په خوله نه اخلي دا بيله خبره ده زه پدې لنډ او گنډ فرصت کې د روا او شعلۀ جاويد گوند پر تاريخ نه غږيږم خو دومره ويلاى شم چې دغه گوند يو اشتراکي کمونست گوند دى چې د چيني کمونستي گوند سره تړاو لري په عقيدوي لحاظ مارکسيستان په فکري لحاظ افراطي په اخلاقي لحاظ کاملا ازاد او بې بند وبارخلک دي ددغه گوند قيصې ډيرې په زړه پورې او عجيبې دي دغه گوند داخلي او کورني ترکيب د يوې ډيري ازادي او بيبا کې امريکايي کورني ته ورته ترکيب دي.
دغه گوند په خپل تنظيمي ترکيب کې له ښځو او انجونو اعظمي استفاده کوي او د ښځو له لارې خپل سياسي د عوتي پروگرامونه پرمخ وړي ځکه ښځه نسبت نارينه ووته په اساني کولاى شي چې ددغه گوند منشورات اومطبوعات هرځاى ته ورسوي خو د دوى نارينه رهبران اوز عماء بيا د پردو ترشا ددغه تنظيم د رهبري چاري پرمخ بيايي د شعله جاويد گوند څه نا څه د ايران د مجاهدين خلق گوند ته ورته والى لري خو توپير يوازې دومره دى چې د ايران مجاهدين خلق گوند يو منظم عسکري او سياسي تنظيم دى اما د شعلۀ جاويد گوند د اولى ورځې نه تر ننه ورځ پورې په خفا او دپر دوشاته قرار لري وخت نا وخت نومونه او شکلونه بدلوي خو کله هم د يوه منظم پياوړي تنظيم په شکل ندى څرګندشوي اوخپل مخالفين په پټه دترورله لاري له مينځه وړي دغه گوند د افغانستان په ټوله روانه ددرى لسيزو غميزه کې د افغان ملت ترڅنگ ندى ودريدلى او دهيڅ ډول ملي مسئوليت احساس يې ندى کړى او دا يوه جوته او څرگنده خبره ده کوم تنظيم او حزب چې د قوم ترڅنگ نه وي او د قوم او اولس په غم ښادي کې شريک نه وي حتمى ده چې د سياسي زوال کندې ته به غورځيږي د شعلۀ جاويد گوند هم همدغه مثال دى د روسانو د اشغال پر وخت دوى د افغان ملت ترخوا ونه دريدل او ډيره زياته بې تفاوتي يې وکړه او دادى د امريکايي لس کلن اشغال پروخت هم پرځاى ددى چې د افغان ملت ترخو او دريږي د يرغلگرو ترڅنگ ودريدل ددغه گوند ځينې وزيران لکه رنگين دادفر سپنتا او ځينې نوردي دا چې اوس ملالى جانه امريکا ته ځي او بيا په ډرامايي شکل ورڅخه ويزه منعه کيږي او بيا پرې رسنۍ خبريږي او گورو چې دوه هفتې وروسته ملالي ته امريکايان ويزه ورکوي دا ټول يو ډول تيروتنه اوغولونه ده افغانان ښه پوهيږي چې ملالي څوک ده او د څه لپاره اودچالخوا استعماليږي؟! هيره دې نه وي چې ملالى ډيروخت په غرب کې پاته شوې او په طلاقت سره په انگليسي ژبه خبرې کوي او د بريطانيې د گارډن ورځپاڼې يوه له هغه ١٠٠ سلو ښځو حساب کړي چې د ښځود نړيوالو حقوقو لپاره مبارزه کوي خو مونږ وايو چې ملالي به څرنگه د نورو افغانو او نړيوالو ښځو د حقوقو ساتنه اوننګه وکړى چې خپل ذاتى ښځينه حقوق يې ضايع کړي وى ملالى په خپل ازاد ژوند کې د ښځو پرپا که لمن يوداغ دى تاسو به هغه عکسونه ليدلي وي چې پکې ملالي جويا د خپل تور زنگې (زنجى) امريکايې ملگرې سره څنگ په څنگ لاس په غاړه ولاړه ده ايا د داسې ښځې څخه د افغان ښځو چې د پت او غيرت ټيکرى يې چاندى ليدلى د حقوقو دا عادي او ساتنې توقع کيداى شي؟! ملالى جويا دا وخت د ١٢ ځوانانو باډي گارډانو لخوا حمايه کيږي او په دې باندې په نمايشى حملو کې څو ځله حمله شوى خو هر ځل هغه د چا خبره په معجزانه ډول له مرگه ژغورل شوې، حقيقت دادى چې ملالى باندې دغه ټولې حملې نمايشى حملې دى که نه نو اوس به مرحومه ملالى جويا ورته ويلى داټول کارونه دملالي دلاويات شهرت اوڅرګندوني لپاره ترسره کيږي چې دافغان ملت دميړنيوبچيان بشپړپام ته اړتيا لري پدې هم ټول افغانان پوهيږي چې ملالى جويا امريکا ته د څه لپاره او د چا لخوا غوښتل شوې؟! بالتاکيد چې د امريکا د حکومت لخوا د ملالى جويا د حرکاتو او سکناتو داسې جوتيږي چې يوه ورځ به ملالى جانه د افغان دولت جمهورى رياست ته ځان کانديد کړى او امريکايان به يې په غوڅ اکثريت کاميابه هم کړى
د ملالى جويا لپاره د غرب دا دومره لويه مطبوعاتى پروپاگنډه ددې غمازې کوي چې ملالى جويا د غرب لپاره څومره سياسي اهميت لري دغه ښځه يوه ورځ په افغان پارلمان کې غږيده او افغان پارلمان يې غوجل و بللو چې د حضرت صبغت الله مجددي لخوا له پارلمان څخه اخراج او په بښنې غوښتلو اړشوه.
زه تردې اخوا د ملالى جويا په رابطه څه نه وايم خو که ملالى رښتيا هم افغانه وي او افغانيت ته ځان منسوبوي نو له ځانه دې د شرم او عار څادر لرې کړي او د حيا پردې غيرت افغانيت څادر دې واغوندي ملالى دې د غرب په برق او رزق نه غوليږي ځکه غرب تر ټولو زيات د ښځو پر حقوقو تيرى کوى غرب ښځه د يوه تجارتى توکي په توگه استعمالوي دکار او روزگار په بهانه يې له کوره اوباسي ترڅو د هغې پر عزت او ابرو تيرى کول اسان شي که دا دعوى غلطه او ناسمه وي نو تاسو او خداى چې په غرب کې د ښځې د ژوند او حقوقو حيثيت او حقيقت څه دى؟؟ د ښځې عزت او حقوق ټول په اسلام او افغانيت کې دي د افغانو مسلمانو پښتنو ښځو دلاعزت پت او غيرت په هيله.