داژوندخوزمونږهم دمحبت لپاره کم دی
06.03.2011 10:29دا ژوند خوزمونږ هم دمحبت لپاره کم دی
حیران یم چی نفرت ته وزګاریږی خلک څنګه
نن ډیره موده وروسته مې بیا هغه پخوانی شعرپه زړه کې وګرځیده ځکه چی نن ماته داسی محسوسه شوه چی اوس دپښتنو په ټولنه کی مینه نه ده پاته شوې اونفرت دومره زیات شوی چې لاتردې چې اوس مونږ دماشومانو څخه هم کرکه کوواوهمدارنګه هر څوک دډوډوی اورزق په لټه کې دې اوغواړې چی خپلو بچیانواوخپلې کورنۍ ته رزق پیداکړې يواځی دا نده ډیری شمیر داسی ستونزی شته چی پښتانه ورسره لاس اوګریوان دی نن تاسی وګوری چی یوخوا دامن اوسولې ستونزه پخپل ځای پرته ده خوخیر ترټولو ستره ستونزه درزق دپیداکولو ستونزه ده چی ټول پښتانه ورسره لاس اوګریوان دی دهمدی وجی نه تاسو وګورۍ په بازارونوکی ، هډو کی ، چوکونو کی او دسرکونو په سر په سلهاوو ماشومان چی داعمر یی دتعلیم اوزده کړې دی ګنډیرۍ خرڅوي موچیتوب کوی دمستریانوسره شاګردان دي موټرې پاکوي باوجود ددی نه داسی بې رحمه خلک هم شته چی دغوماشومانوته په غصه کیږی اولاتردی چی وار هم پرې کوي کنځل هم ورته کوي اورټي یې .ددغوټولو غبرګونو نو پایله به څه وي پایله یی دماشومانو نفرت دی چی دټولنی دخلکوڅخه یی کوی اودټولنی دخلکو په مقابل کی جدي غبرګون ښیی اوترخپله وسه پورې هڅه کوی چی په هره طریقه وي پیسی لاسته راوړي اودهری لارې نه چی وي ځان مالدار کړي اوهمداوجه هم ده چی دوی دداسې ډرامو لیدلوته لیواله وي چې پکې غریب دخان په مقابل کې جنګیږې اوبیاټوله ټولنه هم داسې ارزیابي کوي اوغواړي چې همداسې عمل په ټولنه کې اجرا کړي چی نتیجه به یې دفساد څخه ډکه اوناآمنه ټولنه شي.ای زمونږ ه پښتنو لږ خو فکر وکړی چی ددغی ماشومانو راتلونکی به څه وی اوټولنی ته کوم ډول ستونزی پیداکولای شی .ددی کار دمخنیوی پخاطر باید موژ جدی ګامونه واخلوهغه دا چی تر خپله وسه پورې دخپل خپلوانواوګاونډیانو سره مرسته وکړواوکچرته دهغوی وس نه رسیږي چی په خپلوبچوتعلیم وکړي نو ورسره بایدلازمه مرسته وکړوترڅودهغوی بچي هم دتعلیم څخه برخمن شي مونږبایدهرکوچني اوماشوم ته دخپل اولاد په څیروګورواودهغه خیرنې جامې اویاغریبي دهغه څخه دنفرت سبب ونګرځي نوځکه زه وایم
چی داژوند خوزمونږهم دمحبت لپاره کم دی
حیران یم چی نفرت ته وزګاریږي خلک څنګه
مننه
تاج محمدتمکین
دکوزې پښتونخوادصوابۍ دکمپ څخه