د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې دامریکا ددایمي اډو په هکله د حکمتیار دريځ!

نويد احمد احمدي 24.02.2011 15:04

څه وخت مخکې دکابل دګوډاګي حکومت تش په نامه جمهور رییس حامد کرزي چې له خپل یو بهرني سفر نه راستون شو له ځانه سره افغان ولس ته یوه نويې ډالۍ هم راوړه!

حامد کرزي وویل:امریکایان په افغانستان کې دایمي اډې غواړي! او ددې لپاره چې دولس دحساسیت له څپو نه يې ځان یوې خوا ته کړی وي نو دا کار یې دولس تر واک او اختیار پورې تړلی وبللو، او داسې وښودله چې دی یوازې یو قاصد دی او دلوبي اصلي لوبغاړي امریکا او افغان ولس دي! که څه هم په هېواد کې دشته ډلو ټپلو له خوا په رسنیو کې په دې اړه رسما کوم ښکاره غبرګون تر سترګو نشو مګر دګوډاګي حکومت ددفاع وزیر عبد الرحیم وردګ يې په زغرده او ډکه خوله کلک ملاتړ وکړ، او دابو او بريښنا وزیر محمد اسماعیل یې بیا کلک او ټينګ مخالفت وکړ، او ځينو نورو ډلو چې ځان دافغانانو دراتلونکي برخلیک ریښتنيې وارثان بولي بیا دویبپاڼو لخوا له خلکو نه نظرونه وغوښتل او په دې سره يې دخپل خالق او خپل ولس په وړاندې خپله بنده غاړه خلاصه کړه!

یوازې طالبانو په زغرده سره رسما دیوې اعلاميې په خپرولو سره دغه کار ناشونی وبللو، او دامریکایانو شړل یې دخپل ځان دیني او ملي دنده وبلله، دسوال ځای دلته دی چې حکمتیار په دې اړه کوم رسمي غبرګون ونښود، او دا په داسې حال کې چې حکمتیار وخت په وخت حالاتو ته په کتو سره بیانونه او اعلاميې خپروي، او ګومان کوي چې دی دامریکې تر ټولو کلک، قسم خوړلی او غښتلی دښمن دی! خو دا چې دلته يې ولې دافغانستان په تاریخ کې دیو نوي او خورا لوي خبر په اړه له خبرو کولو نه تر اوسه پورې روژه نیولې، او په رسمي توګه کم تر کمه دیو ې اعلاميې خپرول هم دځان مسولیت نه بولي؟ دغه پټ راز او ګونګه پالیسي ټول ولس یو ځل بیا دحکمتیار او دده دراتلونکو مجهولو پالیسیو او پروګرامونو په اړه دتشویشونو ډنډ ته ور غور ځوي؟!

ظاهرا داسې ښکاري چې حکمتیار امریکایانو ته دطالبانو په څېر نه ښکاري، او دی خپله هم امریکایانو ته په هغه سترګه نه ګوري په کومه چې طالبان ورته ګوري ځکه خو یې په امریکا او اروپا کې درسمي نماینده ګیو دپرانستلو اجازه ورکړې ده، او وخت په وخت یې رسمي نماینده ګان غربي او اروپايي هېوادونه ته سفرونه کوي، او څه وخت مخکې ده خپله په خپل سر دفرانسې پارلمان دافغان ولس په نماینده ګۍ! په یوه درانه لیک باندې ونازولو!!

په افغانستان کې دامریکې ددایمي اډو جوړلو په هکله دحکمتیار پټه خوله پاتې کېدل هغه آوازو ته یو څه د حقیقت جامې ور اغوندي کومې چې ادعا کوي حکمتیار له امریکا سره دافغانستان دراتلونکي په اړه یوه نوې سیاسي لوبه پیل کړېده.

له همدې کبله به دی مناسب بولي چې په دې اړه غبرګون ښودل دځان مسولیت ونه بولي، تر څو هغه پیل شوې لوبې ته څه تاون ونه رسېږي، مګر هر څوک باید پوه شي چې ددیني ارزښتونو او ملي ویاړونو پر سر هر رنګه معامله کله هم افغان مسلمان، غیرتي او په دين مین ولس ته په هېڅ ډول دمنلو وړ نه ده.