د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سوله د هر چا سره کېدای شي، چې اخلاص او صداقت پکښې وي

حبيب الله غمخور 24.02.2011 03:01
په خبريال ويب پاڼه کي مي ديوه پاکستاني ليکوال ښاغلي سلیم صافی يوه ليکنه د(اياله طالبانوسره سوله کېداي سي)) ترنامه لاندي ولوستل. ډيره جالبه وه اوزمالپاره ئي جالب ټکی داووچي دامريکا يي مامورڅوک وواوپه رښتياهم دسفارت يوعادي ماموروو؟ اوښاغلي سلیم صافی دغه ډول کسانوسره دالومړی ځل وو چي کتنه اوخبري کوي ؟ داهم راته جالبه ده چي دکوموموخولپاره سلیم صافی صاحب وغوښتل دغه ليدنه چي ډيره رسواليدنه به نه وه دخبريال ويب ويپاڼي اويابلې هرې ډله ايزي رسنی له لوستونکواويا اورېدونکوسره شريک کړي . په هر حال زه ئې پردې مسله ليکنه نلرم غوښتل مي دپيل تر خبرووروسته د سلیم صافی صاحب ليکنې ته راسم اودهغه پر خبروخپل نظر ورعلاوه کړم . دپيل خبري : په پښتوکي يومتل دی وايي (( وينه په وينه نه پرېولل کيږي)) ،زموږ په هيوادکي دڅلورلسيزي دقدرت پر سرجگړه روانه ده،خودغه دجگړې دوارنغری ته تل زموږ ليري اونږدې گاونډيانولرگی اوتيل ورغوځولي دي . يووخت دسړې جگړې په نامه دنړۍ دزبرځواکوترمنځ زموږ هيوادسيمه ايزوگټوته درسېدوپه موخه ددوي دزورآزمينې ميدان وو. دشوروی نظام دامريکاداستخباراتي شبکودڅوکلنې پټې اوښکاره مبارزې په پايله کي دمخائيل سرگويوچ گرباچوف په مټ اوزيار دباريس نېکولايويچ په مرسته دابدلپاره ړنگ سو. دشوري ميراث خوری روسې ته اودنړيوال سرمايداري نظام مشرتابه اوديکه تازی ميدان اوسوپر پاور لقب امريکاته پاته سو. دشوري نظام په ړنگېدوسره امريکاځان په نړۍ کښي سوپرپاورهيواد ،پوځی اوسياسي زبرځواک احساس کړ . ترډيره وخته روسې دشوروی دميراث خورپه توگه دامريکاسره دسيالی توان نه درلود،ځکه له کورنيو مشکلاتو، اختلا فا تواودشوروي نظام نه پاته سوي ميراث پر سر په جنجالوسره اخته وه . موږ داسي فکر وکړچي نوربه نوددې نړېوالوسياليودسيالدارانوله زورآزمونې نه نجات ومومو . مگر زموږ دولس له توره بخته دآرامي ساه مولانه وه ايستلې چي په افغانستان کي ئي دسياسي نظامونويوپه بل پسې ړنگولوته ملاوتړل ،يونظام په يوه اوبل په نامه دهمدې زبرځواکوپه پټه اوښکاره مشوره ړنگ سول .وارتر طالبانوچي دپاکستان په مدرسوکي روزل کېدل ورسېد.هغوي ته هم ددولت کولونوبت دشمالي ټوالي دظالمانه اوغير انساني کړنوپه برکت ورسيد. داچي طالبانوکوم ښه اوکوم بدوکړه اوس ئي پدې ليکنه کي ځاي نسته ،ددوي حاکميت هم ښه اوهم بداړخونه درلودل . خوددوي په حاکميت کي دپاکستاني استخباراتي کړيوپه سلااومشوره ددې لپاره زمينه برابره سول چي امريکادنړيوال تروريزم دجرړودايستلوپه پلمه ددې هيوادترهر کلې اوکورپوري راورسېږي . اوس دنړيوال پوځ شمير تر يوسل اوديرشزره اوړي . دادی لس کاله جگړه روانه ده ،پدې جگړه کي ترهر چازيات افغان وژل کيږي اوترهرچائي افغانستان ته زيان رسيږې . دافغاني چارواکوپه گډون ټول نارې وهی چي جگړه مارله پاکستان څخه افغانستان ته رالېږل کيږي،ددوي پټن ځايونه اوروزنتونه هلته دي .البته ددې ترڅنگ په ايران کي هم يوشمير روزنتونه شته چي دطالبانوسره مرسته کوي اوپدې بڼه په افغانستان کي نه يوازي له امريکاسره دښمني دافغان دسرپه قيمت پر مخ بيايي بلکي غواړي دلته دتل لپاره دپښې اېښودلو ځاي ولري اودافغانستان په سياسي برخليک کي يومطرح هيوادپاته شي .ځکه ښاغلي کرزی شمالي ټلوالي ،محقيق ،خليلي اونوروخپلو پخوانيو او اوسنيو دوستانواوپلويانوته دايورواوډالروډکې خلطې رالېږي چي با لاخره ټوله نړۍ پر خبره سول . دپاکستان په وړاندي دافغان چارواکواونړيوالي ټولني دريځ يوازي دسياسي شعارونواوسياسي گوتڅنډنوپه ساحه کي بندپاته سوئ دی .په عمل کښي کوم داسي گام چي په رشتيادي په پاکستان کي ددولت اوسولي دمخالفينوروزنتونونه له منځ يوسي اويادي پاکستان دې ته مجبورکړي چي دافغانستان په کورنيوچاروکي دلاس وهنواودلته دوسله والواوځان الوزونکورالېږلونه لاس په سرشي کوم کارنه دی سوی . پاکستان هره ورځ همدا يوه خبره کوي چي پاکستان دافغانستان دمسلې په حل کي لوي رول لوبولاي سي، خو دانه وايي چي څنگه ئي لوبولاي سي او ولي ئې نه لوبوي .دليل څه دی چي ددولت مخالفينوته په خپله خاوره کي دروزلواوپه وسلوسمبالولوامکانات برابروي؟ پاکستاني چارواکي له يوې خواځان دافغان ولس دوستان بولي خوپه عمل کې ددوي په برکت اوهغودسرپه قيمت چي ددوي په مدرسوکي روزل کيږي افغانان دغم پر ټغرناست وي . له دې نه هم اوس افغان نفرت لري چي ښاغلي کرزی پاکستاني او ايراني چارواکوته ددوستانوخطاب کوي . زموږ دولس لپاره ددواړو هيوادودولتي چارواکي ددوست بڼه نلري اونه ئي ددوي کومه عملي دوستي ليدلې ده .که پاکستان ځانمرگی رالېږي ،ايران بيا له بلې لاري زموږ ولس دويرپر کمبله کښېنوي ، چي داڅوکاله افغادښمنه کړنې ئي تولي نړۍ ته لمرغوندي روښانه دي . ددې ټولو ناخوالوسره موږ پدې پوهېږوچي دجگړې په دوام کي زموږ خيرنسته اودجگړې له دوام نه يوازي زموږ گاونديان ،يوشمېرنورهيوادونه اودنوي رازېږېدلي ساړه جنگ سيالداران ترې گټه پورته کوي . ځکه خوموږ پر ټولوناخوالوافغان وژنې سربېره له دواړوخواوواودهغوي له بهرنيو ملاتړونه غوښتنه کوو چي نورزموږ په هيوادکي خپل مينځی سياليوته دوام ورنکړي اودافغان وژنې داورلمې مړې کړي . رابه سودېته، په اسلام آبادکي يوپاکستانی لیکوال سلیم صافی صاحب ليکي ((اياله طالبانوسره سوله کېداي سي؟)) بلې،کېداي سي که طالبان په رښتياسولي ته غاړه کښېږدي اوله هغوشرطونوتيرسي کوم چي پلي کول ئي دهيچالپاره دمنلو وړنه دي اوبل لوری هم طالبانوته دخبرو مطمين اوډاډمن شرايط برابرکړي اوددوي سره په خبروکي هغه څه ومني کوم چي دسولي دبهير اوخبرودپوره اغېزمنتوب سره مرسته کوي ډاډمن يم چي سوله له طالبانواوددولت له بل هر مخالف سره کېداي سي . سلیم صافی ليکي : امریکا حیرانه ده چې اوس افغانستان او پاکستان په څه ډول قابوکړي . که څه هم دنړۍ دغه زوره ور هیواد لا اوس هم په پوره غرور پر هر ډګر ولاړ دی، خو بیا هم کله کله دومري بې وسه شي چې زما غوندي زدکوونکي څخه هم دستونزي دحل لاري پوښتنه کوي . نوموړی وايي څو ورځي وړاندي زما دفتر ته یو امریکا يي سفارت کار راغلی ، له مانه دروانو حالاتو په اړه پوښتنه وکړه . ما ورته وویل چې یاره لومړی خو تاسو راته ووايي چې ستاسو موخه څه ده ؟ ستاسو په موخه خوپه سیمه کې ستاسو ترټولو زیات ملاتړی حامد کرزی او پاکستاني چارواکي هم نه پوهېږي نوبیا به زما غوندي زدکوونکی څه پوهه شي ؟ دابايد صافی صاحب ومني چي دامريکالخوا پاکستان نورنه قابوکېږي اوبل داچي زه فکرنه کوم دامريکاڅخه دي په افغانستان اوسيمه کي دخپل حرکت لوری ورک سوی وي . امريکا اوپرمخ تللي هيوادونه دخپلو کړنواو موخوته رسيدوپه خاطردنړی په مختليفو هيوادوکي له خپلودوستانواوهغونه چي دوي پوهېږي مسايلوته ورنږدې دي اوڅه ناڅه معلومات به ولري پوښتنې اوله هغوي سره ليدنې کوي .چي دغوليدوپه لړکښي ئي دصافي صاحب سره هم ليدنه کړې . ممکن ددوي سره دبهرنيانودالومړی ليدنې نه وي . پدې ټول پوهېږي چي دامريکاموخه ښاغلي کرزی اوښاغلي زرداري ته معلومي دي، خوسياسي چوکاټونه اوسياسي مسوليتونه دوي ته دا اجازه نه ورکوي داپه ډاگه کړي چي امريکا څه غواړي . دواړه چارواکي دامريکاپه ملاتړ دغه مقام ته رسېدلي اوهمدا اوس هم ددوي تر نېغې حمايي لاندي دي .کنه يوله دوي نه پر حاکميت نسي پاته کيداي . ښاغلي زرداري په خپل هيوادکي خپلې ستونز لري اوښاغلي کرزی صاحب خواوس دهيچا لپاره دمنلو وړنه دي،دښاغلي کرزی په وړاندي تاسو اوټوله نړی دافغان ولس غبرگون اونظر هر ورځ لولي او اوری . نوموړی ،له دغه امريکايي نه پوښتنه کوي چي ولي تاسو په افغانستان کې دپاکستان ،ایران او روسیې دګټو په خلاف کړنو ته لاره ورکړه ؟ صافی صاحب ،که نړيوالواړيکوته وگورواودهغواساسي پرنسيبونو او اصولو ته نظر واچوو نويوهيوادپه بل هيوادکي گټې لري ،ځکه دهيوادونوترمنځ اړېکي اوراکړه ورکړه داکه اقتصادي وي يافرهنگی اوسياسي هرومرودگټوپر بنياد راچورلي .مگر کله کله غښتلې اوپر مختللي هيوادونه په کمزوروهيوادوکي دکمزوري هيوادترگټوځان ډير مستحق بولي ،همدا دليل دی چي دکمزوري اوغښتلي تر منځ اختلاف رازېږي اونه غواړي چي زورورئې زيات وځبېښي . موږ پدې پوهېږو چي دافغانستان دجگرافيايي اوجيوپوليتيکی موقعيت له مخې پدې هيوادکي نه يوازي گاونډيان اودغه هيوادونه چي تاسو ئي نومونه په گوته کړي بلکې که مي ډيرنه وي ويلي ټول پر مختللي هيوادونه خپلې گټې دلته په افغانستان کي لټوي چي ددغوگټولټولوبلگې ئي زموږ دهيواد تاريخ له ځان سره دڅوپېړيو راپدې خواله يوه نسله بل ته لېږدوي . ممکن چي دلته هم دغو هيوادو زموږ په هيواد کي ترامريکازياته ونډه غواړي اوداچي موږ خوارانوته به څه پکښي رسېږي فکرکوم يوازي مرگ ژوبله اوهډو کي . پدې خاطر ښه به داوي چي ستاسو لخوا يادسوی هيوادونه او امريکاددې بېچاره ولس گټواوملي غرورته هم يوڅه پام واړوي .داملت که دسياسي مشرتابه له کمښت ،اقتصاد،علمی اوتخنيکي ستونزواوغربت سره مخامخ دی،خويوڅه لري چي وطن ورباندي ډير گران اودسرپه بدله ئې گټې ساتي .خداي مکړه چي زموږ دغه بهرني مهربان اونامهربان دوستان افغان ولس دې ته مجبورکړي چي دخپلو گټواوملي غروردساتلوپه موخه دتيري کوونکوپه وړاندي سرونه کښېږدي اوترخپل ژوند تيرسي . ښه به داواي چي صافي صاحب دغه امريکايي ته ويلي واي چي تاسو دايران اوروسیې گټې ددوي په هيوادو او دنړۍ په نوره سيمه کي وساتی اوهغه له خطرسره مه مواجه کوی . موږ ته گيله ودرېږي چي زموږ دپاکستان يوشمير ليکوال هم دزبرځواکونه داپوښتنه کوي چي ولي موددې ياهغه هيوادگټي په افغانستان کي ندي ساتلي . داچي دغه هيوادونه په افغانستان کي څه گټي لري اواياافغانان دامني چي يوپردی هيواد دي دنورو هيواددگټوپه خاطرزموږ هيواد رښکۍ رښکۍ کړي اوکنه ؟داهغه سوال دی چي صافي صاحب اوټول بهر ميشت ئي بايد له ځانه وکړي . صافي حب امريکايي مامورته گوت څنډنه کوي چي ولي تاسو دترهه ګري ضد جګړه کې دپاکستان غوندي کلیدي کردارلرونکي هیواد په اعتماد کې نه اخلئ؟ زه پرې پوه نسوم چي امريکادافغانستان په خاطرنورله پاکستان سره څه وکړي اوڅه ورکړي ؟پاکستان په افغانستان کي تردريولسيزوزياتي مودې جگړې په برکت پاکستان اودهرڅه خاوندسو. صافی صاحب ښه پوهېږي چي دافغان ولس دسرپه قيمت پاکستان اټومي قدرت سواوهمدا اوس هم هر ه ورځ پدې برخه کي دهغوپيسواونړيوالي چوپتياپه برکت خپل اټومي قدرت زياتوي اوادټومي گلولوشمېرئي يوپه بل پسي ډيرېږي کوم چي دافغانستان په اړوندپاسکتان ته ورکول کيږي .پاکستان دشوروي په مقابل کي افغا نانوته دځاي اوجنگي ټرېننگ ورکولوپه نامه دنړۍ له ټولوهيوادونه راغلوپيسواوسلو يوه لسمه هغوته ورکول چي افغانستان ته ئي دجگړې لپاره لېږل ترڅوجگړه دوام ومومي اوافغانستان له خاوروسره خاوري سي،نورهر څه پاکستان ته پاته کېدل .دالس کاله پاکستان دنړيوالوسره دتروريزم پر خلاف جگړه کي دملاتړ په نامه کومې ډرامې جوړي نکړي ؟ پښتانه ئي دپاکستاني طالبانوپه نامه په خپلواستخباراتي روزل سووکسانوله منځه يووړل اوافغانستان یې دافغان دولت دمخالفينوپه نامه دالس کاله نا ارامه ساتلی .خوپه مقابل کي پاکستان هره مياشت سل ميليونه ډالرترلاسه کوي اوپر دغو پيسو سربېره يوازي تيرکال دامريکالخوادراتلونکوپنځو کلولپاره تر اونيم ميليارډه ډالرومرستوسندونه ترلاسه کړه . داخولاپرېږده چي په افغانستان کي لوي اوماشوم نارې وهی چي دافغانستان دورانۍ چينه په پاکستان کي ده هغه وچه کړي اودامريکا اوپاکستان دوست ښاغلي کرزی هم هره ورځ وايي چي ترهگرله بهرنه راځي اوهلته روزل کيږي ،هلته ئي روزنتونونه اوپټن ځايونه له منځه ولاړ سي ،مگرامريکادپاکستان دگټوپه خاطر غوږونه کاڼه اچوي،پدې باوريم چي صافي صاحب ته هم هرڅه معلوم دي خودپاکستان دگټوپه خاطرپر هرڅه سترگي پټوي . په يوه خبره داټول غمونه موږ ته له پاکستان څخه راپېښ اوزموږ په عزاب کي دوي دځان عزت ويني ، دوي هغه څه زموږ ددې زورېدلي ولس نه غواړي چي موږ ئي نسوورکولا ي . دبېلگې په توگه ،دغه څو ورځي وړاندي خپله زردادري صاحب داومنل چي دمرحوم ډاکتر نجيب الله دحاکميت په وخت کي پر ننگرهارتيری ددوي لخواوسو،خودده دکوروداني بېنظيربوټوخوښه نه وه . دتاند ويب پاڼه ليکي د فبروري٢٠ مه ولسمشر اصف علي زرداري په اسلام اباد کې د يوې وينا پر مهال له ځينو هغو رازونو پرده پورته کړه چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د جگړو د اوږديدا سبب شول . هغه وايي،دپاکستان ادارو له ډاکټر نجيب سره په سوله ييز ډول د مسايلو حل رد کړ او پر جلال اباد يې د مجاهدينو بريد غوره وبالۀ خو د وخت لومړۍ وزيرې بېنظير بوټو وويل چې " لړم په لړم " بايد ونه وژل شي. ښاغلي زرداريزياته کړه د دۀ ميرمن بېنظير بوټو چې هغه وخت ( ١٩٨٩ ) د پاکستان لومړۍ وزيره وه له دې سره سخته مخالفه وه چې پر جلال اباد دې د افغان مجاهدينو له خوا بريد وشي . پاکستاني ولسمشر زياته کړه چې د دۀ ميرمن هغه وخت يوازې پاتې شوه او ځينو کسانو يې خبره ونه منله او ويې ويل چې په يوې اوونۍ کې به جلال اباد او په ٢٥ ورځو کې به کابل نيسي . اميد چي صافي صاحب ته پته وي چي دپاکستاني جنرالانو،اواي ايس اي اودهغوي بهرنيوملاتړودغه خوب رښتيانه سواوپه ننگرهارکي ئي شرمېدونکې ماته وخوړل اولنگونه ئې دجلال ابادپه درختوکي بندپاته سول . دښاغلي کرزی وياند وحيدعمر دايوه اونۍ تردغوويرجنو پېښو وروسته دکرزی له خولي په تکرار رابلل سوو ژورنالستانوته همدا يوه خبره کوي ،وايي : ((دترهگروسره مبارزه اغيزمنه نه ده ،دترهگروزالي چي دپولي پیوري غاي دي بايد له منځه ولاړ سي ،هغه ځاي کي چي زموږ دامنيتي چواکولخوانيول سوی ترهگریې په گوته کوي . نوصافي صاحب دغه دپولي پورې غاړه تاسوکوم ځاي بولئ؟ صافي صاحب هم خپل پاکستانی احساس نه پټوي اوله امريکايي نه پوښتنه کوي چي ښه بیا داراته ووایاست چې تاسو په افغانستان کې پاتېږئ که وزئ؟اوخپله پوښتنه اوږدوي وايي :ستاسو دولسمشر دوعدې پر بنسټ ستاسو دپوځونو دوتلو لړۍ به په افغانستان کې دروان ۲۰۱۱ کال له جولای میاشتي نه پیل شي او بیا به تر ۲۰۱۴ م کال پوري دا لړۍ بشپړه کېږي خو ستاسو له لوري افغانستان ته دوړونکو توکو ټېکې تر ۲۰۱۸ کال پوري ورکول شوې دي ، نو بیا چې تاسو وزئ دغه ټیکه داران دا پاتې نور څلور کلونه دچا لپاره افغانستان ته توکي وړي ؟ دغه ډول پوښتنې اوجروبحث ديوه عادي سړي کارنه دی اودايوعادي پوښتنه هم نه ده.ماته خپله داڅرگنده ده چي دپاکستاني چارواکوپه دواړوحالاتوکي گټه ده،که بهرنيان ووزي داوطن به بيادوي اوايراني اخوندانو ،عربي وهابيانواوشيخانوته پاته اوکه بهرنيان دلته وي پاکستان ئي لوشلاي سي . نه پوهېږم چي داجاره دارانوله گټوسره ليکوال څه علاقمندي اوخواخوږي لري ؟ً که امريکا وزي کېداي سي اجاره دارانوته ووايي چي موږ وزواونوردقرارداد دوام ته اړتيانشته ،داکومه لويه اونړيواله ستونزه نده اونه هم دافغانستان دبرخليک سره پيوندلري . صافی صاحب! چي کله حامد کرزي دجنگسالاروپه عوض پر خپل ملت اوددوي پر اراده تکيه وکړي ،هغه به دهر عمل داجرأ کامل واک ولري . افغانان داتوان لري چي کله وويني چي مشرئي په رښتيا ملت ته وفاداردی مگر کوم زبرځواک غواړي دخپل هيواد دملي گټوپر خلاف ئي ترخپل سياسي تاثير لاندي راولي اوپه زوريوڅه پرې منل کيږي داغښتلی اوپياوړی ولس به دغه زبرځواک دتيری لاس لنډکړي .مگرمتاسفانه کرزی صاحب دهغوکورنيواوبهرنيوکړيوپه جال کي راښکيل دی کوم چي زموږ ملت له هگوي نه نفرت لري اونه غواړي دغه کړی زموږ دهيوادپه سياسي برخليک کښي ځاي ولري . صافی صاحب،ښه به داوي چي که په رښتيا غواړی ديوه ليکوال په توگه له افغانانوسره خواخوږی اوسئ له کرزی صاحب نه غوښتنه وکړی چي دملت خبرې ومنې اوهغوي ته غوږ ونسي ،نه دزرداري صاحب اوياايراني اخوندانواودهغوي دکورنيولاسپوڅوخبروته . ليکوال امريکايي ته وايي طالبان اوس هغه طالبان نه دي چې تر ۹-۱۱ وړاندي موجود وو. اوس طالبان بدل شوي دي . هغه مهال طالبانو زه په دې تور بندي کړی وم چې ددوی تر ولکې لاندي سیمه کې مي کیمره له ځانه سره وړې وه او نن هغوی پخپله هم عکاسیاني کوي او آن تر دې چې کیمره یې خپله یوه زوره وره وسیله جوړه کړې ده جګړه په ګټي . يوخوددولت مخالفين يوازي طالبان نه دي نوري ډلې هم شته ځکه نويوازي دوي ملامت نشو بللاي اوکه دسولي خبره کوو ټولونه بايد غوښتنه وکړواودبلې خواپدې وروستيوکښي ديوشمير ډلوپه تاکتيک اوکړنوکي تغير راغلي ،چيري مثبت اوچيري منفي موږ پدې هيله يوچي هر لوري مثبت اوگټورتغيرات راسي ترڅوافگان ولس له دغې ورپېښي ناخولي اوملي ناورين څخه نجات ومومي . بلې ! هر څه په تغير کښي دي دوسله والوډلوپه تاکتيک اودفعاليت په بڼه کي به هم تغير راغلي و ،مگرنه چندان زيات ،خبره پر کامرې اوټايپ اورېدونه ده . داسي انگېرل کيږي چي دغه تغيرات دپاکستان داستخباراتي شبکوپه مرسته اوددې لپاره چي دغه ډول استدلال ته لاره خلاصه شي راغلي دي. مگرپه عمل کي دادی کرزی صاحب وايي چي دوي ستاسو له هيوادنه راځي اوتراوسه ئي دخپل هيواد اوولس ددښمنانوپه نامه سره لدې يادوي چي ډير بياپردې نيوکه کوی چي کرزی صاحب دمخالفينودحملو اوبريدونوپه وړاندي چوپه خوله پاته دی . دبېلگې په توگه دوې ورځې وړاندي په خوست کي دفبروري پر ۲۲ مه په هغه غونډه کي داڅرگندونې وسوې کوم چي دځوانانو،فرهنگيانواومدني ټولنولخواجوړه سوي وه ،چي افغان دولت تراوسه دوله والوډلواوبريدکوونکو په وړاندي خپل دريځ نه دی څرگند کړی .يوازي دمخالفينودملاتړوهيوادونه دکرزي ويانداوخپله کرزي په خپلو ويناو کي غواړي چي دافغانستان دخلکود دښمنانوڅخه ملاتړ ونکړي اودافغا نانوپه وړاندي له دغه زور آزموينې اوافغان وژنې نه لا س واخلئ اوهغه پاي ته ورسوئ . داټولوته څرگنده ده چي دولت په عامه توگه اوښاغلي کرزی په خاصه توگه دعامووگړودوژنې په وړاندي چوپه خوله پاته شوی دی ،داچوپتيا دسياسي شينونکوپه وينادهغوي څخه دملاتړ معنالري. په غونډه کي پر ښاغلي کرزی پړه واچول سول چي دملت ددښمنانوسره دناسالمومصلحيتونوترڅنگ دادي له بهرنه رالېږل سوو ترهگرواوځانمرگي بريدکونکوته هم څه نه وايي . ټول افگانان دايوه خبره کوي وايي موږداسي شواهدلروپاکستاني چارواکي ددولت مخالفيوته دخپلواک عمل اوپرېکړې حق نه ورکوي .کله چي ددولت دمخالفينوپه ليکه کښي ديوچاسره دسولي اوسياسي لاري دمسلې دحل فکر پيدا کېږي سمدواره هغه نيست اونابودسوی دی . موږ پد ې باوريوچي ددولت زيات شمېر مخالفين دپاکستاني استخباراتي شبکوپه منگلوکي داسي راښکيل دي هرڅه چي هغوي ورته وايي هغه بايدترسره کړي . که داسي نه ده نودکوم نړيول نورم له مخې افغان دولتي اړونده چارواکي نسي کولایاي دخپلو خوابدو اويا ددولت له مخالفينوسره چي هغوي هم افغانان دي دپاکستان له اجازي ،شتون اوگډون څخه پرته خبري وکړي ؟ پاکستان غواړي په هرڅه خبرو ترڅوخپله لعنتي پاليسي دافغان ولس په وړاندي پر مخ بوزي ،که په رښتيا پاکستاني چارواکو غوښتلاي چي په افغانستان کي سوله راشي ډير پخوابه داکارسوی واي .نه به جگړې دوام درلوداي اونه به تاسو دامريکايانوڅخه دغه ډول سوالونواړتيادرلوداي . زموږ گيله له تاسو داده چي تاسو خپل دولت له افغانستان سره په دوستۍ کي گډژوندته نه رابولی اودپاکستاني چارواکودهر ډول ظالمانه کړنوپه وړاندي دتصديق سرښوروی . موږ په کوزه پښتنخواکي دټولوهغوليکوالونه چي وايي دسولي اوپه افغانستان کي دام پلويان يوغوښتنه داده چي دافغانانودخپل مينځی دخپلاينې دمخالفينوپه واندي ليکنې وکړي . پاکستاني جنرالان اوچارواکي پدې پوه کړي چي ددغو دواړوولسونوحياتي گټه په سوله يز ژونداويودبل سره په ښوفرهنگی،سياسي اواقتصادي اړېکوکي رانغښتې ده . که افغانان له ستونزوسره لاس په گرېوان وي هرومروبه ئي پاکستان ته هم زيان رسېږي . علامه اقبال وايي : اسيايک پيکراب وگل است ملت افغان دران پيکر دل است زفساد او فساد اسيا زگشاداوگشاد اسيا دليکنې نه داسي برېښي چي متاسفانه ليکوال ته دافغانانواوعوامي نیشنل ګوند دوستانه اړېکي دقبول وړنه دي اوپر هغوي دپاکستاني چارواکوپه گټه تورونه لگوي،وايي ((تاسو خبرنه یاست چې په تېرکې دعوامي نیشنل ګوند ځیني مشران په کابل کې ناست وواوهمداډول یې په مردان او ځینو نوروسیمو کې په بمونو خلګ وژل . . . خو نن هغوی دحکومت برخه ده او دعدم تشدد فلسفه عملي کوي او هرڅه سم روان دي . نن قاید اعظم هم مني او آن تر دې چې دکشمیر دآزادي ورځ لمانځي .)) دليکوال تخلص خو صافی دی مگر پاچاخان اودهغه فلسفې ته چي اوس ترډيره بريده زيات شمير سياستوالوته دمنلو وړده دپاکستاني چارواکودخوشحالېدوپه خاطر په سپکه سترگه گوري اوپرې ملنډي وهي،افسوس پر داسي پښتون ليکوال! زه دومره ويلاي سم چي افغانستان هيڅ وخت نشل عوامي گوند اويادپښتنواوبلوڅوبل کوم گوند دپاکستان پر خلاف نه دی استعمال کړي اونه ئې په هغوي په پاکستان کي بمونونه ستاسو په اصطلاح پټاوکړي دي .موږ ټولوسياسي گوندونه ته ديوه سيسي گوندپه سترگه گورو،نه په استخباراتي مدرسوکي دترهگروډله .داچي هغه وخت هم پاکستاني استخباراتوددغوگوندونودبدنامه کېدوپه خاطرپه خپلواجنټانو ددوي دگوندپه نامه انسانان وژل دابله خبره ده اويابه ئي دغه ډول تبليغ کاوه لکه صافی صاحب دليل ئي داووچي دوي افگانستان خپل کورباله اوپاچاخان خوخپل قبرهلته جوړ کړ چيري چي پاکستاني استخباراتوساوجنرالونوڅه موده پخوا غوښتل له خاوروسره ئي خاوري کړي .دغه نظردپاکستاني استخباراتي کړيودی کوم چي صافی صاحب ئې په هکله دامريکايي سره پرې بحث کړی . هيله منديم چي دعوامي نیشنل ګوند مشرتابه دغه ښاغلي ليکوال ته هغه جوابونه ورکړي کوم چي داي ايس اي جنرالانوته ئي ورکوي،ترڅوپدې پوه سی چي دغه ډول نظرديوه عادي اوبې پرې ليکوال نه ،بلکي دهغه چادی چي دليکوال اوژورناليست په نوم نوري موخې سرته رسوی .متاسفانه دايونړيوال معمول گرځېدلی چي استخباراتي کړۍ ليکوالان اوژورناليستا ن دخپلومخولپاره استخداموی اويادهغوي په نامه خپلي طرحي اوکړنلاري تبليغوي . په افغانستان کي دمخالفينوسره دخبرواوسولي کېدوليوال تياشته اوپدې لارکي که تراوسه نېمگړې گامونه پورته کېږي . د سولې عالي شورا استازي يوه اوبل هيوادته روان دي ،پاکستان ته درغلي وه دادی اوس ترکيې اوبيابه گونتانامواونورواړيوځايوته ولاړسي،ترڅومخالف ځواکونه ددولت سره خپل دښمنې دسياسي هلو ځلواوعام ولس زړه ترلاسه کېدوپه مټ پر مخ بوزي ،ځکه سياست اوسياست کول وژل اوورانول نه دي دايو اجتماعي سياسي حرکت دی چي يوه ډله ياگروپ ئي دخپلواعلان سوو مخولپاره په يوه هيوادکي پرمخ بيايي . له پاکستاني اوايراني چارواکونه موستاسو صافي صاحب پوسيله غوښتنه داده چي پر افغان ولس دمرگ ژوبلي ډرامه ودروي ترڅودصبرکاسه ئي ډکه نسي. پدې پوهېږوچي کله دافغانانو دسياسي فشارپه نتيجه کښي دولت اونړيوال دېته اړسي ترڅودمخالفينواو خوابدوسره دسولي خبري پيل کړي ، پاکستاني استخبارات ځانمرگی بريدونه رامخ کړي اويوپه بل پسې دهيوادپه ښارونوکي ځانمرگی بريدونه پيل سي .لکه دغه تيره اونۍ چي دشهيدانوشمرئي يوازي په کندهار،ننگرهار کنړ،خوست اوکندوزکي تر ۲۵۰ واوښت . چي وژونکی ئي ځانونه غازيان اومړه سوی بيا ځانونه شهيدان بولي،دغه فتواکوم عالم ونکړه چي داسلام له مخې کوم غازي اوکوم شهيد دي .يوازي پرون ښاغلي گلبدين حکمتيار داخبره کړې چي (( بدمغزه مفتيان غلطي او شیطاني فتواگاني ورکوي چي عام ولس ته مرگ ژوبله اړوي.)) تاند ۲۳ فبروري دانه يوازي کنړ،کندهار ننگرهار کندوز،خوست دی بلکي هره ورځ دهيوادپه نوروسميوکي دېته ورته پېښې کېږي .مخالفين ځانمرگی ورلېږې اودبې وسلې خلکوله کورونه دپټن ځاي په توگه استفاده کوي ياهلته چي خلک راټول سوی وي ځان الوزوي او بهرنيان بيا الوتکي هواته پورته کړي، دواړه سره ښکر په ښکرسي اوپه منځ کي بېگناه خلک په شهادت ورسېږي . تر وژلو ورسته امريکايان وايي چي طالبانو مړه کړه ځکه دوي دهرې حملې پړه پر غاړه اخلي اوطالبان وايي امريکا يان و ه . په هر حال دابيگناه کسان په شهادت ورسېدل داچي داکارچاوکړ اوس هغوي اودهغوي کورنيوته کومه گټه نه رسوي . صافي صاحب! فکر کوم پاکستاني استخبارات داکارددي لپاره کوي چي دسولي اوخبرودپروسي په وړاندي خنډونه راجوړ سي ،ځکه خو په خپلو روزل سووبريدونوته زور ورکوي ،ترڅوعام خلک له مخالفينوسره دخبرو دپيل پر خلاف راوپارېږي .خلک تل او همدا اوس هم وايي،هغوي موږ وژني اوتاسو له همدغو قاتلانواوسړو وژونکوسره سوله کوی . اويادهغوي په وړاندي کرزی چوپ پاتېږي . دېته دپاکستاني استخباراتوسياسي لوبه وايي چي ددوستۍ په جامه کښي افغانان دوير پر لمڅی کښېنوي . بل لورته بهرنيان اوافغان چارواکي دخوا خوږی دپيغامواوڅوپيسوچي غم هيڅ کله نه رانيول کېږي په ويش ددي پر ځاي چي بايد عملي گامونه واخلي په شعارونواوسياسي خبروخلک غولوي .خلک وايي هرڅومره چي ژرکېږي دسولي اوپخلاينې لپاره عملي اوصادقانه زمينه برابره کړي . اساسي مسله دافغانانوپه وړاندي داده چي څنگه کېداسي ددې ملي ناورين مخه ونيول سي ؟ زماپه عقيده ددې پر ځاي چي دتونس ،مصر ،ليبيا،الجزاير اويابل کوم هيوادپه هکله عالمانه تبصرې کوو سره له دې چي دهغو وطنو خلک په پښتواودري نه پوهېږي ښه به داوي د دغو نړيوالوحوادثوله مثبتواړخونونه دخپل هيوادپه گټه استفاده وکړو. دادهر هغه افغان چي په يوڅه پوهېږي او وايي داوطن راباندي گران دی ملي ،انساني او اسلامي دنده بولم چي دخپل هيواد دناخوالوپاي ته رسېدوپه خاطر ژورفکروکړي اوهرڅومره ژرچي کېږي ددې ناورين اوافغان وژنې مخه ونيول سي . افغانان يوه غښتلي ملي اوسياسي ځواک ته اړتيالري ،داسي يوه ځواک ته چي له يوې خوادغوځڅ اکثريت لپاره دمنلو وړ وي اودبلې خواوکولاي سي خپل هيواد دسياسي هوښياری اوعلمي پوهې په مټ له دي لانجمنې کشالې نه روغ رمټ راوباسي .بايد زموږ ځوان نسل اوهغه چي په رښتيائې پر وطن او وطندارانوزړه خوږېږې نه سياسي سوداگر ،دداسي يوسياسي خوځښت اوځواک دجوړېدولپاره لاس په کاراومټي راونغاړي . دا وطن دافغانانودی افغانان ئي بايد جوړکړی ،بل څوک زموږ نوکر نه دی اونه به ئي راته جوړ کړي . ومن الله التوفيق