د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حسن مبارک مقام پرېښود که مصريانو ته ستونزې؟

حبيب الله غمخور 13.02.2011 22:55

  حسن مبارک ولاړ خودمصرراتلونکې لاتراوسه نامعلومه ده !

 دفبروري پر ۱۱ مه دډله ايزورسنيو دخبر له مخې دمصرپر محلي وخت دماذديگرپر شپږو بجواوپنځوسودقيقو دحسني مبارک مرستيال ښاغلی عمر سليمان د مصر پر ټلوزيون راڅرګند شو او ويې ويل چې ولسمشر حسني مبارک پرېکړه کړې خپله دنده پرېږدي . ښاغلي عمرسليمان په خپلي وينا کي وويل: ((د هيواد د ستونزمنو شرايطو په پام کي نيولو سره ولسمشر حسني مبارک تصميم ونيو چي  د مصرد عربي جمهوريت د ولسمشر په توګه استعفاء وکړي. هغه د مصر د وسلوال پوځ له عالي شورا څخه غوښتنه وکړه چي د هيواد دواکمنی  چاري پر غاړه واخلي . ))پدې ډول ددې اعلان په اورېدوسره دحسني مبارک دېرش کلنه واکمني دتل لپاره پاي ته ورسېده .  

دهمدې اعلان  په اورېدوسره د التحرير په ميدان  کي د۱۸ ورځوراپدې خوادېره سووپه سلګونو زره مصريانو ترمنځ د خوښۍ چيغې او نارې پورته شوې .دغه په سلګونو رزه مصريان چې څه د پاسه دوو اوونيو راهيسې يې مظاهرې کولې اوس د پخواني ولسمشر مبارک داستعفاپه اعلان د خوښۍ لمانځنه کوي .

ددغه اعلان تر خپرېدو څوساعته وروسته دمصردپوځی شورادمشرچي دمصردملي دفاع وزير دنده پر غاړه لري وياندد دتلويزيون له لاري خلکوته  دپوځی شورالومړی اعلاميه اوډاډگېرنه واورول . په اعلاميه کښي راغلي  وه چي د مصر پوځي شورا به د راتلونکيو کارونو په اړه نورې اعلاميې هم خپروي اوهمدا رازپدې ويناکي ويل شوی چي  د مصر  وسلوال پوځ په هيواد کي د آزادو او عادلانه ټاکنو لپاره ژمنه کوي  اودا ((۳۰))کلن زاړه اضطراري  مقررات به لغوه شي . هغه خلکوته ډاد ورکړ چي اردوبه دخپل هيوساد ملي گټوته وفادار اوهيڅ داسي پرېکړه به ونکړي چي دمصردخلکو دناخوښۍ لامل وگرځي . پوځ د عادلانه او آزادو ټاکنو ژمنه وکړه. دځينوپه وينا د مصر انقلاب له اتلس ورځو مظاهرو په پاکې بریالی شواودحسني مبارک دېرش کلنه دديکتاتوري پاي ته ورسېده .

حسني مبارک په ۱۹۸۱ ع کال ، وروسته له دې چې انورالسادات ووژل شو واک ته ورسېد. هغه درې ځلې بې له دې  نه چې په انتخاباتوکې سیال ولري ځان ولسمشرۍ ته کاندید او بریالی اعلان  شوی دی .

ديادولووړده ،په هغه وسله واله حمله کښي چي په ۱۹۸۱کال پر انورالسادات وسوه حسني مبارک ورسره وو ،ليدونکي وايي چي په حمله کي انورالسادت مړسو،خو حسني مبارک خپله کورتۍ اوکالي له خاورواودوړونه وڅنډل  اوران سو،هغه ووچي بيائي دولتي واک ترلاسه کړ . داسي گنگوسې اوس ترغوږوکېږي چي ممکن حسني مبارک ياپدې بريد خبراويائي هم لاس پکښي درلود،خوداپه ماپوري اړه نلري  چي څه وه هغه وه ،ددې مسلې څېړل دمصريانوکاردي .

همدا اوس حسني مبارک له خپلې کورنۍ سره له قاهرې وتلی او د سيناء ټاپوزمه کې د سره سمندرګي استراحت ځای شرم الشيخ ته تللی اوهلته اوسېږي .

د مصر د ولسمشر حسني مبارک دمرستيال تر  وینا وروسته د نړۍ مشرانو د مصر د حالاتو په اړه خپل غبرګونونو ښوولي دي .

دالمان لومړی وزيري انګلا مرکل د مصر د دغه تاريخي بدلون په هکله خوښي څرګنده کړه وئې وويل: ((هغه  د مصر ټولني لپاره د سولي او سوکالي هيله لري، هغه ددې ولس لپاره داسي يوه ټولنه غواړي چي  په هغې کي اختلاس ، زور زياتی، سانسور،نيول او ربړول نه وي.))

د سي ان ان د يو رپوټ له مخي  د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ته د مبارک د استعفاء خبرمخکي له مخکي ورکړ شوي ؤ، چي  مبارک استعفاء کوي.  د متحده ايالاتو د ولسمشر مرستيال جو بايدن دا د مصر په تاريخ کي يو پريکړنه شيبه وګڼله .

  د مبارک د استعفاء له خبر څخه د اروپا  اتحاديي دانگلستان حکومت هم هرکلي وکړ. د اروپا د اتحاديي د بهرنيو چارو مسوولي، کاترين اشتن په يوي وينا کي وويل چي  مبارک « د مصر د خلکو غږ ته غوږ ونيو» او  د اصلاحاتو لپاره يي لاره اواره کړه.  

د مصر د حکومت مخالف سياستوال او د نوبل د سولي د جايزي ګټونکي محمد البرادعي وويل چي دا « د هغه په ژوند کي تر ټولو بختوره ورځ ده.  د مصر اخوان المسلمين، ايران او په غزه کي  د حماس ريدکالي ډلي د انقلاب د برياليتوب خبره وکړه.  

د اسراييلو حکومت  څرګنده کړه چي هغه  په مصر کي د سولي د پايښت او له ستونزي او ګډوډيو څخه پرته د قدرت د انتقال لپاره هيله لري .  

د ملګرو ملتو عمومي منشي بانکي مون هم په خپله لنډه ويناکښي دخوښی په څرگندولوسره وويل (( د مصر د ولس ږغ بالاخره واوريدل شو.))

دسويډن دبهرنيو چارووزير وويل چي دمسر پوځی شورابه دموکراسی تقويه اودازادوټاکنولپاره به زمينه برابره کړي . خودهغه په وياددې کارلپاره پوځی شورايوڅه وخت ته اړتيالري .

دپوځی عالي شوراتر خپلي غونډي وروسته په خپله دوهمه اعلاميه کښي خلکوته خبرورکړی چي : ((دغه  اضطراري مقررات به « وروسته له هغي ليري کړای  شي چي اوسني کړکيچن او ستونزمن حالات پاي ته ورسيږي.))

ددې تر څنگ دهغه قانون له مخې چي دحسني مبارک دحاکميت په وخت کي دپوځی کودتاگانوڅخه دمخنيوی په خاطر تصويب شوی پوځ نه شي کولای دحکومت چارې په کنټرول کې واخلي. په همدې اساس  سره له دې چي دولتي واک پوځی عالي شوراته سپارل سوی  دحسني بارک مرستيال  عمر سلیمان ټول هغه دولتي صلاحيتونه پلاس کښي لري کوم چي دحسني مبارک لخواورکړه سوی وه .

داسي ويل کيږي چي ممکن عمر سليمان په راتلونکو ټاکنوکي واک ترلاسه کړي اودټاکنوتروخت پوري به هم واک پلاس ښي ولري .مگرددې تر څنگ دروسې دتلويزنوني نشراتواوپه محل کي ددوي  دژورنالستانوپه وينا دحسني مبارک مخالفين دعمر سليمان داستعفاغوښونکي هم دي اوهمدا اوس چي هلته شپه رارسېدلې وه دالتحريرپه ميدان کي لاريون کوونکودعمر سيلمان داستعفاغوښتنه اودهغه پرخلاف هم شعارونه ورکول ،ددې ترڅنگ ددوي په وينا يوشمېر اکسترمستانوداشعارهم ورکاوه چي حسني بارک دي دالتحريرپه ميدان کي په داروځړېږي .

ډېر احتمال دادی چې مظاهره چیان به عمر سلیمان ونه مني اوددې غوښتنه به وکړي چې دټولومخالفوګوندونو په ګډون دې یو موقت حکومت جوړ شي او دهغه ترسیوري لاندې دې انتخابات ترسره شي .

داسي خبرونه رارسېږي چي ممکن حسني مبارک جرمني ته ددرملې په نامه ولاړسي ،ځکه دهغه لپاره په جرمنی کښي يوډير عالي روغتون په گوته سوی دي،دهغه درملنه به ډير وخت ونيسي ترهغوبه هرڅه معلوم اوڅرگند سي .

ددې ترڅنگ داخبرهم رارسيدلی چي دسويس بانک دحسني مبارک ټوله شتمني کنگل کړې ده،خوداخبردډيرو معتبره منابعولخواتراوسه نه دی تائيد سوې .

په هر حال پوځی شورابه ډير ژريعني همدا نن ياسبا پارلمان اودولت منحل اعلان کړي اواوديوه ائيتلافي حکومت دجوړېدولپاره به چي اپوزيسيون هم پکښي برخه ولري زمينه برابره اوسوله ايزوټاکنودسرته رسولوتروخته به دچارومشرتوب پر غاړه ولري .

دادی حسني مبارک له واکه گوښه سو،ولي چي پايلي به ئې څه وي څوک پرې نه پوهېږي او وړاندوينه يوڅه مشکله ده .پدې خوښيوکي دمصرله خلکوسره ايراني چارواکي ،دمصر اخوان المسلمین اودنړۍ  په يو شمېر هيوادوکي مذهبي گوندونه اوسازمانونه ځانونه شريک بولي ،سره له دې چي ځيني څېړونکي پدې باوردي چي گوياد د مصر اخوان المسلمین اوس هغه پخوانۍ دريز نلري اوځانونه ئي بدل کړي اوياوايي چي ايران ئي وارخطاکړي .خوزه ددوي سره هم نظره نه يم زه پدې باوريم چي ايراني اخوندانودخپلو اجنټانوپوسېله پدې پروسه کي رول درلوداوداحالات ئي په زياته هوښياری سره څارل .ايراني اخوندان پدې پوهېږي کي خلک پدې پوه سي چي دټولومذهبونوديووالي دسياسي حرکت پر بنيادکېداي سي حسني مبارک غوندي حاکم له واکه بېواکه سي نوداهم کېداي سي چي دايراني اخوندانوحاکميت چي لوي ايران ئي پردې ولس تورزندان گرځولی اوهر شېبه خپل يوعادي مخالف ل لاري گوښه کوي دايرانيانودهمت او يووالي دسياسي غبرگون اوبغاوت په پايله کي دغه تور نظام هم دتل لپاره چپه اوله منځه ولاړ سي .په همدې خاطرپه هيڅ صورت ايراني چارواکي حاضرنه وه اونه هم دي چي په سيمه اومنځني ختيځ کښي دسياسي بهيرونواوحالاتويوازي نندارچيان اوسي . دبېلگې په توگه کله چي خميني له فرانسي نه ايران ته راوستل شواودرضاشاه پهلوی نه دولتي واک هغه ته وسپارل سو،که موپه يادوي هغه وخت دوي هم ټولوسياسي گوندونوان دايران دتودې گوندته په دولتي چاروکي دگډون بلنه ورکړه ،مگرهغو لاپه ددولتي چاروکي دگډون مزه نه وڅکلې چي ايراني اخوندانوټول نابود اوزيات شمير ئي له تېغ نه وايستل .هغه وخت پوهانوداخبره کول چي دوي (ايراني اخوندانو)داکارپدې خاطروکړ چي ددغوسيالو سياسي گوندونوپه ټولوکړواوطرحو خبرسي اودهرچاادرس ورته معلوم وي ،په همدې خاطردوي وکولاي سول په يوه شپه  ئې ټول ونيول اوحساب ئي ورسره تصفيه کړي،چي داپه تاريخ کي دسياسي گوندنويوه لويه اوتاريخي تيروتنه وه .

بلې ! پدې اتلس ورځوکي دالتحريرپه ميدان کي ټول يوځاي سره ولاړ وه اوپه اروپاکي ددې يووالي خوراتبليغ کېده چي دادي مسلمانان ،عيسويان اودنورواديانوپيروان يوځاي اوږه پر اوږه دحسني مبارک پر خلاف سره ولاړدي .رښتياهم داسي وه ،خداي دي وکړي چي تل همداسي اوسي ځکه په يوه هيوادکي دولسونوتر منځ يووالي اودوستی ددوي دپر مختگ لامل گرځي . حقيقت داوو چي دوي ټولوته نورحسني بارک دزغملو وړنه وو،ځکه خوټولو په يوه خوله دهغه پرخلاف شعا ورکاوه ،مگرچي کله ددولتي واک خبره سي ،نوهغه سياسي شعاراوپرنصيب دی چي هر سياسي ځواک دسياسي قدرت دترلاسه کېدولپاره مبارزه کوي. دلته ده چي سياسي  گټې  ټکر سره کوي ، اوبهرنيانوته دلاس وهنې زمينه برابريږي .زه پدې باوريم که چيري موږ دالتحرير دميدان دلاريون اوسياسي بغاوت په وړاندي  دامريکااو اروپايي نړی دمشرتابه غبرگونونه دقيق وڅېړودابه له ورايه راته څرگنده سي چي دوي هم ددې مسلې په باريکی تررچاښه پوهېدل ،ځکه ئي  هره شېبه څرگندونو تغير کاوه ،کله به په ډير احتياط څرگندونه کېدل اوکله به بياويل کېده چي حسني مبارک بايد ډير ژرواک خلکوته پرېږدي . دغه احتياط ماته دا رازده کول چي امريکااواروپايي نړ ۍ هم د مصر اخوان المسلمین له نفوذته جدي پام کاوه . تاسو پام وکړئ البرادي له اطريش نه په چټکی سره راغلی خوډير ژرڅرگنده سول چي په عام ولس اولاريون کوونکو کي کوم دډاډوړ اعتبار نلري ،که نودغربی نړۍ لپاره دالترناتيف پدا کول حتمي وه ،چي يوازنۍ الترناتيف داوس لپاره همدا پوځی شورااوکه ئي خلک ومني عمر سليمان دی .پدې موده کښي چي دټاکنو لپاره زمينه اوشرايط برابرېږي غربی نړۍ بايد خپل کانديدورته پيداکړي .

داچي دغه دانتظار او انتقال مرحله به څنگه تيرېږي اومصريان به وکولاي سي  لکه دالتحريرپه ميدان کي دحسني مبارک په وړاندي چي سره  يو وه اوس هم په يووالي سره دراتلونکي حکومت دجوړېدوجوگه سي اوکه به دايران غوندي اخوندانودلاسوهنوقرباني . دابه ډير ژرتاريخ روښانه کړي .

که په مصر کې اوسنی بحران  هرڅومره ژر حل شي اوهلته  یوه باثباته او دیموکراتيک نظام حاکم سي دابه نه يوازي دمصر بلکي دسيمي اوټولواسلامی هيوادوپه گټه وي . داوس لپاره همدومره. ومن الله التوفيق