د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

قربان خوست والو،وياړ په تاسو غيرتی قومونو!

حبيب الله غمخور 11.02.2011 16:24

 ستادبېلتون شېبې پر زړه داسي دردونه شيندي

لکه گاونډ چي دافغان پر تن بمونه شيندي

عادل اځکزی

دکرزی او احمدي نژاند په وړاندي يوډول دريزته اړتياشته .

دامنم چي زموږ ولس نالوستی دی  خودانه منم چي په ملي گټواودگاونډيانوسره دراکړي ورکړي په اړيکو نه پوهېږي.

 

نن دفبروري پر ۱۰ مه داروپاپر وخت دشپې پر اتو بجومي دافغانستان د ډله ايززورسنيو په مټ خبر ترلاسه کړچي په خوست کې يو شمېر قومي مشرانو او د مدني ټولنو،د بېلابېلو بنسټونو غړيو ديوې غونډې په ترڅ کې د افغانستان او افغانانوپر وړاندې د ايران اوسنى غير انسانی سياست وغانده . پدغه غونډه کي چي  دخوست  دقومونو پيوستون شورا په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، ګڼ شمېر خوست مېشتو قومي مشرانو، سپين ږيرو او د مدني ټولنو د بېلابېلو بنسټونو غړيو پکې برخه اخيسې وه ،دوي په خپلو ويناو کي د دايراني چارواکولخوا دافغان کډوالوسره  دغير اسلامي او غير انساني کړنوپه وړاندي مفصلې خبري وکړې .

په تاندويب پاڼه کي خپاره سوی خبرله مخې غونډې ته د افغانستان د قومونو پيوستون شورا مشر غازي نوازتڼي وويل، چې ايران د افغانستان په کورنيو چارو کې ډېرې لاس وهنې کړي او د ولسي جرګې ټاکنې هم د ايران په لاس وهنه په درغليو تورنې شوې.

نوموړي له افغان حکومت نه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د ايرانی چارواکو ددغوکړنو په اړه غبرګون وښيي اوخپلې اقتصادي اړيکې دې ورسره پرې کړي .

نوموړى دغه راز له نړيوالې ټولنې هم غوښتونکى شو، چې پر ايران د خپلو بنديزونو کړۍ نوره هم تنګه کړي، څو دغه هېواد له نړيوالو قوانينو څخه د سرغړاوي توان له لاسه ورکړي .دا په داسې حال کې ده، چې د ايران پوليس هر سوړ ژمى په دې هېواد کې افغان مېشت کډوال نيسي او په ډېره بې رحمۍ سره يې خپل هېواد ته راشړي .

دخبر له مخې همدا ډول غونډې ته د يادې شوې شورا مرستيال، مدير ميرزمان وويل، هر وخت موږ په ايرانی چارواکو تېروتي يو او د ايرانی چارواکو د دوه مخی سياست په اړه موقاطع پرېکړه نده کړې .

هغه وويل، چې له يوې خوا د ايران دولت، افغان حکومت ته له خپله اړخه د همکارۍ ژمنې ورکوي، خو له بل لوري په دې ساړه ژمي کې افغان کډوال په زور نيسي او خپل هېواد ته يې راشړي . بايد پرزيات کړوچي پر خپل سرئي اعداموی اوجسدونه ئي په ډيره بې رحمی په کوڅوکي غورځوي داچي دهغوي دبدن غړې باسي اوبيائي پلوري داخولابله غأيزه ده .

نوموړي له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د ايران پر وړاندې دې خپل دريځ څرګند کړي او له دې هېواد سره دې هر ډول اړيکې وشلوي .البته ټول افغانان په يوه اواز هر چيري چي اوسېږي له ښاغلي  کرزی نه غوښت نه کوي ،سره له دې چي دايراني چارواکو رشوتونه اخلي بايددايران په اړوند زموږ دولتي دريځ څرگندشي که داچوپتيادوام پيداکړي افغان ولس بايد لکه دنړۍ نور ملتونه دخپل حق نه ددفاع په خاطر راپورته اودهر زبرځواک چي ددوي ملي گټواوغروته زيان رسوي لاسونه لنډ اوله واکه بې واکه کړي . پدې هيله چي دچارواکو نوکران مي په کفر ونه نيسي .

کله چي مادايرانی چارواکو دانساني ضد کړنوپر خلاف دخوست دټولوقومونودعالي شورادغبرگون غونډي يوه برخه دتلوېزيون په مټ ولېدل ،په لېدوئي ووياړېدم اوپه رښتيامي پرې  افتخار وکړ، چي دادی دټولو ستونزواوکړاونوسره بياهم دخوست اوسيدونکي  پدي هکله فکر کوي چي ايراني چارواکي ددوي له هيواداو گډوالوسره بېله دې چي هغوي  په کوم قوم اوژبه يامذهب پوري تړلې دي څومره بې شرمانه، غير انساني اوداسلامي اصولوخلاف کړنې نه يوازي داچي په کلکه غندي له دولتي چارواکونه دايراني حاکميت په وړاندي دکلک غبرگون غوښتنه  هم کوي  .

بيا هم وياړپه تاسوگرانووطنوالو! دا تاسو ياست چي په ملي احساس ، غيرت اوشهامت ،موپه خپله ننۍ غونډه کي چي دفبروري پر ۱۰ موجوړه کړې وه ټولي نړۍ ته دا ثابته کړه ،بېله دېنه چي څوک، څوک دی ،پښتانه ددې هيواد دولس اصلي وارثين اوداوسېدونکودحقه حقوقومدافعين دي . موږ سوله اوپه سوله کي دهرچاسره دگډو اودوستانه ژوند علاقمندان يو.

پرېږدی  چي نړيوال ئي ستاسوله درايت ،ملي او انساني احسانه زده کړي ..

داوطن زموږ اوستاسودی .ددې لپاره چي ايراني اجنټان بيازماپر خلاف نشرات ونکړي يعني  هدف مي داچي دا وطن پدې جغرافيايي حدودوکي داوسېدونکو افغانانودي  اوپدې وطن کي اودسېدونکي  زموږ وروڼه دي . موږټول يوځاي بايد دهرهغه جابر خوله ورماته کړو ،کوم چي زموږ پر ولس دتيری اوياهغه دسپکاوی لاري چاري لټوي  .

افغانان ملي مسوليت لري چي دوطن اوافغان ولس دعزت په خاطردهر تيری کونکي اوهرهغه زبرځواک، اوچاروا کوخوله ورباندي ماته کړي کوم چي زموږ دولس دبې عزتی اوسپکاوي لپاره هڅه کوي . ايراني اخوندان پدې خبردي چي ددوي په هيوادکي افغان کډوال اوسېږي،اوددغې اوسېدوپه تړاودملگروملتودکډوالودنړيوال سازمان څخه معينه بودجه ،مالي اومادي  مرسته  ترلاسه کوي ،نوبياولي له دغه مجبوريت نه دخپلو کرغېړنو اوافغان دښمنه موخونه دافغان ولس سزورونوپه خاطر ناروااوسلام ضداستفاده کوي ؟؟؟؟

که رښتيا ووايو دافغاني چارواکودريځ دايراني اوپاکستاني  چارواکوپه وړاندي  يوډول  دی .دغه بيگانه پروره دخپل ولس دعزت اوگټو په وړاندي دظالمو گاونډيانوددولتي چارواکوڅخه په يوه اوبل نامه، ياپلمه دفاع کوي،ځکه دوي ددغوهيوادود چارواکو، استخبارتواو شبکو په يوه اوبل ډول زموږ  غيرتی ولس  زوروي اويو شان ئې ددې قهرمان ملت دبې عزتی اوسپکاوي لپاره مټې رانغښتي دي .

غيرتي خوستوالواوپکتياوالو!ستاسو په ننۍ غونډه کي چي تاسو له افغان چارواکونه ددې خبري دسپناوي غوښتنه کړې وه ،چي ولي ايراني چارواکي  دافغانانودبې عزتۍ اوسپکاوي په لټه کي دي اوياسربيره پردي چي تر ۲۰۰۰  زيات ټانکرونه تراوسه لاهم سره له دې چي دوي اودکرزی ادادرې اعلان وکړ چي پرابلم حل سواوبېله کومي ستونزي به افغانستان ته ستانه شي دايران په خاوره کي تراوسه بند پاته دي ،دادئ بې شمېره کورنۍ په دې سره ژمې کښي يوځل بيا دغير قانوني اوسېدونکوپه پلمه له  ايران څخه وتلوته اړباسي .

دتأسف ځاي دي چي دکرزی دادارې دبهرنيو چارو وزارت يوازي دکرزی پر پلو قدمونه ږدي اودافغاولس دعزت پرواځکه نلري چي ددې وزارت مشرتابه همدې ښاغلي کرزی لخوا ټاکل سوی دي .

له بده مرغه ايراني چارواکي ځکه برلاسي دي چي په دوامداره توگه  احمدي نژاددخپلو افغان دښمنو کړنو دسرته  رسولوپه خاطر  له ډير پخوانه  دايرونه ډکې مشهوري توري خلطې ښاغلي کرزي ته دهغه دامنتی  چارواکي پرلاس ورلېږ ی  .

غواړم داټکی په گوته کړم ،که ايراني چارواکي فکر کوي چي کرزي صاحب اودهغه انډيوالانوته  په څولېږل سووتورواوکرغېړنو خلطوبه دافغان ولس خوله ټپه سي ،دالامهال خبره ده، تاريخ ددې شاهد دئ هرهغه چاچي تاسو ښاغلو ايراني  چارواکوته وعده درکړې درواغ ئي درته ويلي دي،ځکه دوي دملت استازي اومنلې څېرې نه دي، پر دوي پيسې مه لگوی ،کوښښ وکړی چي خپل زورېدلي ملت ته ازادي اوديموکراسي ورکړی اوخپل هيواد جوړ کړی ، دخپلونوکرانوپه وسيله  موږ ته  رازده کول مودوخت ضايع ده اوبس ،که ئې نه منۍ دصفويانو اونادرافشار تاريخ اوښه لاداده چي تر هغه وړاندي ددې ملت وتاريخ ته مراجعه وکړئ هرڅه به درته روښانه سي.

دامنم چي زموږ ولس نالوستی دی  خودانه منم چي په ملي گټواودگاونډيانوسره دراکړي ورکړي په اړيکو نه پوهېږي.

موږ په هرڅه پوهيږو خوکله ناکله پدې خاطر  دصبراوحوصلې نه کار اخلوچي ممکن گاونډيان  پدې پوه سي چي موږ احمقان اوغلامان  نه يو عقل اوفکر لرو.

داچي  دافغان ولس سره ددښمنۍ په خاطر،پدې تاريخي ،دغېرتونواو حماسوپه هستونکي هيواد کي داڅولسېزي ايراني چارواکو هڅه  کړې اوکومې لومې ئي ايښي دي  اويا همدا اوس کله دفارسي ژبو هيوادو اوکله دگډکلتورلرونکوهيوادو اوکله بياهم په ډيره بې شرمی دښه گانډيتوب ترنامه لاندي په يوه اوبل هيوادکي په اصطلاح نړيوال کنفرانسونه دايروي اوهلته فعاله ونډه اخلي ،ددوستۍ خبري کوي  اوزموږ ښاغلی کرزی  صاحب هم په هغوکنفرانسونوکي دايران اوپاکستان دسره ددوستۍ په خبرونه مړېږي ،موږ له نږدې څارو اوکه رښتيا ووايو،پردغو څرگندونونه يوازي موږ بلکي ټوله نړۍ   خاندي  .ځکه پدغه غونډواوکنفرانسوکښي دايران مشرتانه احمدي نژاد پدې فکر چي دايران په کوم ميدان  کي ولاړ دی دافغان ولس سره  ددوستۍ خبري کوي .احمدي  نژاد دافغانستان اوسيمه ايزو مسائيلودمطرح کېدوپه هکله هڅه کوي ،پاکستان غوندي له امريکااونړيوالي ټولنې نه امتيازونه تر لاسه کړي . ومن الله التوفيق