د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

لنډه کيسه وېره

مجيب احساس 16.01.2011 17:39

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

هغې بياخپل سر له کړکۍ راويوست واوره اوس نه ورېده خو سخت سوړبادچلېده ،يوه شېبه له ځان سره په فکر کې شو ژريې کړکۍ بنده کړه ښځې ته يې نارې کړې:تاته وايم څه شوې !
ښځه يې چې په پخلنځي کې په کارلګياوه ژرراغله اوويې ويل ...........څه دې ويل !
سړى چې دجرابو په پښوکولو لګياوو پرته له دې چې هغه ته وګوري ځواب يې ورکړورشه دسودا بوجۍ راوړه ځم بازارته
ښځې يې په حيرانتيا وويل په دې ناوخته ! داساړه نه ګورې څه خبره ده سباسهاربه ولاړشې
-درته ومې ويل چې سباسهار بايد کابل ته ولاړشم درې ورځې مې په رخصتۍ هم وواوښتې سبابايدضرورلاړشم
ښځې يې نورڅه ونه ويل اودسودابوجۍ يې راوړه سړي له کوټبند نه خپله کورتۍ ورواخسته ګوتې يې پرې راتررې کړې لږلمده ورته ښکاره شوه خو ژريې واغوستله پټويې ترځان راتاوکړ بوجۍ يې په تخرګ کې ونيوله اوپه بيړه له کوره ووت.
مازديګرناوخته بازاته ورسېده بازارله خلکو تش ښکاررده ځېنې دوکانونه تړل شوي وو او ځېنې نو روددوکان دمخه خپل سامانونه دوکان ته دننه کول .دى ديوه دوکان ترمخ ودرېد ددوکان نه ديو پاخه عمرسړى راووت چې دسوداکڅوړه يې په لاس کې وه په ده يې چې سترګې ولګېدې خوشاله شو اودستړي مشي لپاره يې غېږه پرانسته .....اه رحيم اوستاده په دې ناوخته چېري
ده خپل پټوله ځانه يوځل لرې کړ او بېرته يې ترځان ټينګ راوپېچا ويې ويل لږ سودامې په کاروه سباوظيفې ته ځم ماوې ماشومان واړه دي په دې يخنۍ کې بيا تردې ځايه نه شي راتلاي دوکانداربيرته دوکان ته ننوت او رحيم ته يې ژر،ژر سودابرابره کړه . رحيم جيب ته لاس کړ دوکاندار په خنداو ورته وويل فرق نه کوي خيردي .......
رحيم له جيبه دپيسو بنډل راويوست اوويې ويل ژوندي اوسې فضل لالااوس پېسې لرم چې نه وي بياخو همداسې هم دنه وړم دوکانداروخندل پېسې يې ترې واخېستې او زياته يې کړه ولې نه زما ټول دوکان ستا په خدمت کې دي رحيم مننه ترې وکړه دسودابوجۍ يې ورواخسته دمخه ښې لپاره يې لاس و رکړ اوله دوکانه راووت
اوس نولمر هم لوېدلي وو اوسوړ بادهډوکوته رسېده دى په بېړه کلې ته په غزېدلې نرۍ لار چې دواړو خواووته يې دواورې انبارونه پراته ووروان شو نيمايې لاره به يې وهلې وه چې دماښام داذان غږ يې ترغوږ شو څوګامه به نورنه ووتللي چې يو ډول ټک ،ټک يې ترغوشو کله به چې تېزشو نودټک ټک اواز په هم ورسره تېز شو اوکله به چې ورو شو نو داآوازبه هم ورو شو تياره مخ په خورېدووه په زړه کې يوډول وېره ورسره پيداشوه اووړاندې لاره چې ترګڼو ونو لاندې تېره شوي وه ده ته ويرونکې ښکاره شو ه ځاي په ځاي وردرېدچې ورسره دټک ټک آواز هم غلي شو يوځل بياروان شو اودټک ټک غږ يې بيا ترغوږ شو وېره يې نوره هم زياته شوه په ماشومتوب کې يې دپېريانو او شيشکو ډېري کېسې اورېدلې وي ولاړې ونې به يې ترنظر بل ډول ورغلې ژر،ژر يې آيت کرسي وويله اوپه ځان يې چوپ کړه خوآوازبياهم غلي نه شو هرڅومره کليمې يې چې په ځان چوپ کړې گټه يې ونه کړه په تيار ه کې يې شاوخواپه ځيروکتل خو هيڅ يې هم ترنظرورنغلل بياودريد آوازبياغلي شو پوه شو چې آواز دده دګامونو سره يوځاي پورته کېږي پښوته يې وکتل پام يې شو چې لمدې شوې پايڅې يې يخ کلکې کړې او دتلو په وخت له يوبل سره لګېږي او دټک ټک آواز ترې پورته کېږي.