د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ایران یو ځل بیا افغانان په بې رحمۍ سره وژلي دي

محمد سپيڅلی 01.01.2011 13:18

تیره شپه د طلوع په تلویزون کې داسې انځورونه او ویډو خپره شوه چې پکې لیدل کیږي یو زیات شمیر افغان کډوال چې د ایران په سرحدي سیمه کې د ظالمو ایراني سرتیرو لخوا په رحمي سره ویشتل شوي دي لیدل کیږي چې ډيری یې مړه او ډيری یې په ټپي حالت کې ټوپونه وهي خو ظالم ایرانیان چې د دوی په پرتله د داسې یو حالت په لیدو به اسراییلو او امریکایانو ته هم د یو انسان انساني کرامت ښه و وايي خو نه ده د اسلام په نوم د دې خرافاتي او ظالمو مسلمانانو. دا ویډیو چې پټه ډکه شوې او بیا په افغانستان کې د طلوع تلویزون لاسونو ته ورغلې دې ټلویزون تیره شپه خپره کړه، خو د دې ویډیو له خپریدو سره سم په افغانستان کې د ایران سفارت غبرګون وښود او ویې ویل چې یاده شوې ویډیو تر ډيره جعلي ده او مونږ دا تکذیبوو، خو د دې ویډیو تکذیب په داسې حال کې چې د دې هیواد په خاوره کې د دوی ظالم پوله ساتي سرتیري هم ښکاري دروغ ګڼل به په خپله دروغ او یو حماقت وي، ځکه چې داسې ډيرې پیښې د دې هیواد لخوا شوي دي او لا هم کیږي. خو دلته د ایران جاسوس او پلوي افغان دولت بیا داسې چپ دی چې هیڅ هم نه شي ویلای ځکه چې دوی ته د ایران لخوا د پیسو بوجی ان د ولسمشري تر ماڼۍ پورې را رسیږي او دوی ترې جیبونه ډکوي، څه موده وړاندې په ایران کې په سلګونو افغانان په اعدام محکوم شول او ډير یې اعدام هم شول چې مړي یې په سرحد کې خوارو افغانانو ته وسپارل شول. او افغان دولت یې په ډيره بې شرمي سره ننداره وکړه او یوازې یو څو ورځې یې هسې د درغو نارې سورې پيل کړې او په پای کې هیڅ هم ونه شو څو ځلې له رسنیو څخه رپوټونه خپاره شول چې له ایران څخه افغانستان ته ترهګرې ډلې او چاودیدونکي توکي را استول کیږي خو بیا یې هم په اړه افغان دولت هیڅ داسې غبرګون نه دی ښودلی چې عام افغانانو ته د منلو وړ وي. ډيری افغانان چې ایران هیواد ته ځي یوازې په دې هیواد کې د کار لپاره ځي نه د دوی په څير چې په کوم هیواد کې خپلې شومې سیاسي، فرهنګي او اقتصادي موخې لټوي، که چیرې دوی ستاسو هیواد ته په غیر قانوني توګه درځي نو د داسې وژلو او ټپي کولو حق د کوم قانون له مخې لرې، ستا د خرافاتي دین له مخې، د نړیوالو قوانینو له مخې او که د کوم بل قانون په رڼا کې. په افغانستان کې د ایران لاسوهنه دومره اوج ته رسیدلې چې بیخي یې اټکل نه شي کیدی په کابل کې په ډيری هزاره میشتو سیمو کې د خمیني او خامنه یې دومره ډير انځورونه لګیدلي دي چې ډيری وخت ما غوندې نا بلده کس خو د دې خیال کوي چې کیدی شي دا تهران وي خو چې شا او خوا ګډ کورونه او ککړې هوا ته پام وکړې نو بیا سړی ویلای شي چې نه دا کابل دی، مذهبي مراسم په دې څو کلونو کې ډيری د ایران له لوري تمویلیږي او دوی یې په داسې شور او ځوګ تمویلوي چې هیڅ اټکل یې نه شي کیدی خو د نورو مذهبونو پیرو افغانان بیا د مذهبي ازادي لپاره هیڅ کله د دوی د دې کړنو مخه و نه ونیوله، په کابل کې د محسیني له لوري د میلیونونو ډالرو په ارزښت چې د ایران نیغ په نیغه مرسته ده دومره لویه دیني مدرسه جوړه شوې چې اټکل یې ما غوندې نیم لوستي سړي ته ناشونی وي خو بیا هم نور افغانان په هیواد کې د میشتو شیعه د درناوي لپاره دوی ته هیڅ هم نه وايي او زمونږ زیړسترګي ولسمشر خو محسني دومره نیژدې ور کینولی وي ته به وایې چې پلار یې دی او دی یې سکنی زوی دی. خو همدې قومونو او د ایران فرهنګي یرغل منونکو اوس ولیدل:
عاقبت ګرګ زاده ګرګ شود
ګرچه با ادامي بزرګ شود
نو دوی که هرڅه د ایران ، خمیني او شیعه ایزم لپاره مبارزه وکړي او په کورنو او موټرو کې هرځای د خمیني او خامنه یې انځورونه ولګوي بیا هم دا ایران د هم هغه زوړ لیوو زوی دی ځکه په ایران کې د افغانستان شیعه ګانو ته دوی بربریان وايي، اوس ټول عام افغان اولس ته دا په کار دي چې د ایران په وړاندې را پاڅيږي او د ایران دا ظالمانه کړنې په کلکه وغندي او زمونږ له خدای رسول وهلي او لاسپوڅي ولسمشر کرزي څخه په کلکه غوښتنه وکړي چې د دې ډول مرګونو، فرهنګي یرغلونو مخه ونیسي که یې مخه نه شي نیولی نو د خدای په خاطر دې د ولسمشري له څوکۍ تیر شي او واک دې یو با احساسه او ریښتوني افغان ته وسپاري، ځکه ( این وطن بې ما وطن کی میشود) خبره ده. راځۍ ایران په اقتصادي او فرهنګي لحاظ تحریم کړو داسې نه چې د دوی فرهنګي یرغل ته وخاندو او په دې نوم چې ګواکې دا زمونږ هم ژبی هیواد دی د دې ژبې یرغل دې ومنل شي له طلوع ټلویزون څخه د یو افغان په توګه د دې کار له کولو څخه یوه نړۍ مننه او دوی ته د داسې افغاني ضد د فعالیتونو د لا بریا غوښتنه کوم خو ترڅنګ یې غوښتنه ترې کوم چې د خدای په خاطر او د دې افغانستان په خاطر د ټلویزون، خبري سایټ او نورو خپرونو له مخ نه دې ایراني (بازرګاني، بانو، دادستان کل، خرداد مه مهرماه، پزشک ..........) کلیمې لرې کړي ځکه دوی نه یوازې افغانستان ګواښوي بلکه تاسو هم ګواښوي ځکه د ایران د سفارت د رسنیو مسول ستاسو پر ټلویزون هم نیوکه کړې. نو ای په لوی افغانستان کې پرتو افغانانو راځی د دې دیني ، فرهنګي او اقتصادي دښمن مخنیوی که د اسراییلو په لاس هم ویې کړی، تر داسې ګاونډي او مسلمان وروره مونږ ته اسراییل، امریکا، عراق او نور ښه دي ځکه له هغو سره خو که نور نه وي عقیده تړاو نه لرو له دوی سره د عقیده وي تړاو له لرلو سره سره دا دی داسې په بې رحمي مو وژني، ویډو ترې اخیستل کیږي او بیا ویډیو نه مني، ښه به دا وي چې افغان دولت د ایران سفیر د پوښتنو ګرویګنو لپاره ور وغواړي او ان که نه کیږي د ایران سفارت دې په هیواد کې وتړي او د ګرګین د زامنو له هیواد څخه دې خپل ایراني پلوه سفیر را وغواړي او هلته د خوبونو د کولو له امله دې سمدستی په اعدام محکوم کړي.
څو کاله وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د واکمني پرمهال کله چې د ایران څو تنه جاسوسان د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا په خپله سزا ورسول شوه نو ایران د افغانستان په پوله کې پوځې مانورې پيل کړې خو د دې هیواد هم هغو غیرتي بچیانو د ډران، بي ۵۲ او ۴۲ هیوادونو له مرستې پرته د دوی دې ګواښ ته نیغ په نیغه ځواب و وایه او داده تر ننه یې سترګې زیړې دي.ښه به دا وی چې په دې برخه کې پخپله نړیواله ټولنه او امریکا مداخله وکړي او که زما ومنی نو یاده شوې ویډیو په افغانستان کې د امریکا سفارت، یوناما ته وسپارل شي چې دوی یې په اړه پلټنې وکړي او د ایران ټول سوداګریز توکي دې تحریم شي هغه توکي چې له ایرن څخه افغانستان ته راځي بند دې شي او که د بندیدو امکان یې نه وي دومره ټکس دې پرې ولګول شي چې نور یې څوک د اخیستلو توان ونه لري. په هیواد کې دې ټول ایراني پلوه ډلې، رسنې او مذهبي ډلې په کلکه وځپل شي او ان په دې برخه کې باید وسله وال طالبان هم ښکیل شي ځکه په اوس حال کې د امریکا پر سفارت تر بریده افغانانو ته د ایران پر سفارت برید ډير حتمي دی او پّ هرځای کې د ایران سیاسي او فرهنګي یرغل د طالبانو لخوا تر کلکو بریدونو لاندې ونیول شي. ځکه چې نور نو افغانان د کرزي له بې غیرتي او لاسپوڅي توب څخه په تنګ شوي دي او وسله وال طالبان دې د دې ملت سره ودریږي او پر ایران دې بریدونه وکړي. د طلوع تلویزون په شهامت د یو افغان په توګه آفرین وایم او که دوی ایراني کلیمې ونه کاروي نو د دوی ډير څه د ستایلو وړ دي په طلوع نیوز ټکي کام کې زه ډير خبرونه وینم پښتو، دري او انګلیسي تنده مې پرې ماته شي خو دا ایراني کلیمو کارول دې پریږدي تاسو وکوری د دوی د سایټ په لومړۍ برخه کې د میاشتو نومونه هم ایراني شوي دي.
د یو لوی افغانستان او د لوی احمدشاه بابا او میرویس نیکه په څير د یو ننګیالي افغان د بیا را ټوکیدو په هیله ترڅو دا دا ظالمان او وحشیان تر اصفهانه او مشهده پورې وځغلوي.
د طلوع نیوز په پاڼه کې د بشپړ خبر د کتو او ویډیو د کتلو لپاره کولای شی دا لاندې لینک خلاص کړۍ:
http://tolonews.com/afghanistan/1471-iranian-border-forces-mistreat-afghan-refugees?lang=pa