د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغان ولس د چا له لاسه چا ته وژاړی؟

سباون زرمل 07.11.2010 11:45

په پښتو کی دا متل ده چی کله یو څوک له هره طرفه تر تحدید لاندی وی او یوی خوا ته هم د خلاصون لاره نلری نو بیا وائی چی د پاڼ او پړانگ تر منځ یم او معنی ئی دا وی چی که د پاڼ لور ته ځی هم په پاڼ کی لویږی او مری او که د پړانگ لور ته ورځی هم مری او پړانگ ئی خوری البته د دی متل سره ورته متل په دری کی هم شته چی وائی ( بین دو سنگ اسیا قرار دارم). زما په نظر خو اوس د افغانستان خلک او روشنفکران او په خاص ډول پښتانه د همداسی شرایطو سره مخامخ دی. له یوی خوا د ناټو او بین المللی قواوو بیرحمانه بمباریو او وژنو خلک تر دوو سپږمو رسولی او دی ته ئی مجبور کړی چی یا خو هیواد پریږدی او یا هم له مخالیفینو سره یو ځای شی. او له بلی خوا د طالبانو نه هم خلک خوش نه دی ځکه خلکو د طالبانو د واکمنی دوره په یاد لری چی له ملا محمد عمر نه نیولی تر علاقدار پوری د هری اداری مسئول ملا ټاکل شوی وو او د کابل ښار د جبری پټکیو د په سر کیدو له کبله په کاریکاتورونو بدل شوی وو او همدارنگه خلک پو هیږی چی د طالبانو تر شا د پاکستان د استخباراتو ISI جاسوسی اداره ولاړه ده او د پاکستان په اهدافو او کرغیړنو موخو هم خلک خبر دی.

نو د پورتنی متل سره سم د خلکو نه لاره ورکه ده او نپوهیږی څه و کړی او د چا له لاسه چا ته وژاړی.هغه خلک چی په دی جگړو کی ئی خپلوان او کورونه له لاسه ورکړی اویا هم د دولتی و اکمنی او د کرزی صاحب له فاسدی اداری څخه با الکل نا امیده شوی نو ئی د مخالیفینو ملا تړلی او له هغو سره ملگری شوی دی زما په شخصی نظر خو د طالبانو د جبهی قوی کیدل او له هغو څخه د خلکو د ملاتړ دلیل تر ډیره زیاته حده د کرزی صاحب څخه د خلکو او په خاص ډول د پښتنو مخ اړول دی او خلک په کرزی باندی نور هیڅ اعتبار نلری او شاید د پاکستان ملاتړ له طالبانو او دهغو مداخله هم تر یوه حده پوری دطالبان د تقویه کیدو عامل گرزیدلی وی خو زما په اند اصلی خبره د کرزی صاحب اداره او د بون له کنفرانس څخه شروع تر نن ورځی پوری د بین المللی قواو او په سر کی دامریکا د غلطو پالیسیو نتجه ده چی طالبان ورځ په ورځ تقویه کیږی. تاسی و گوری چی سمدستی د طالبان له ماتی وروسته امریکا او بین المللی ټولنی د طالبانو مخالف گروپ د نظار شورا او شمالی ټلواله په خلکو حاکمه کړه او د دی ټلوالی مشهور کسان لکه قانونی فهیم عبدالله ربانی دوستم خلیلی ، محقق ، عطا ، اسمعیل خان او نور ئی د دولت په رائس کی په مهمو دولتی پوستونو کی وټاکل او دا هغه ډله وه چی د دوی له لاسه په همغه وخت کی هم خلک مجبور شول چی د طالبانو ملا وتړی ځکه دی ډلی په خلکو داسی شرایط راوستی وو چی نه د چا سر په امن و نه دچا مال او نه د چا ناموس د کابل ښار په څو برخو ویشل شوی وو او هره برخه ئی ځانته مملکت گرځیدلی وو ملی شتمنی لکه بانکونه موزیمونه فابریکی ، وزارت خانی ، سلاح کوټونه او هر هغه څه چی د دولت مال وو ټول د نظار شورا ، حزب و حدت ، دوستم او حزب اسلامی د ډلو له خوا چور شول.

د خلکو په عزت او ناموسونو لوبی و شوی او د دی بی ننگه او بی پته ډلو په پاټکونو او پوستو کی د خلکو نجونی اوښځی بی عزته شوی د هر پل تر لاندی او په مکتبونو او پوهنتونو کی د نجونو جسدونه چی تجاوز ورباندی شوی وو پراته وو د نظار شورا یو بی ننگه قوماندان یوه ورځ ماته په ډیر افتخار و ویل چی دوی د هزاره قوم نه 38 جنکی او ښځی نیولی او ټولی ئی په پوسته کی ساتلی دی او په هغوی باندی چی ټولی ئی لوڅی دی ډلیز تجلوز کوی او بر بنډی ئی رقصوی. د هزاره قوماندانانو له خوا د ښځو د سینو پریکیدل او د نارینه وو د مړو د رقص داستانونه خو ټولو اوریدلی دی. د کابل ښار هره ورځ له څلورو خواوو په توپونه وهل کیده او هر خواته به د خلکو ټوټه جسدونه پراته وو نو په همغه وخت کی د پاکستان د استخبارتو له خوا طالبان را پورته شول او د شر او فساد له منځه وړل ئی خپل شعار و گرځاو او خلکو هم د نظار شورا ، گلبدین ، مزاری او دوستم د ظلمونو له لاسه طالبانو ته هرکلی ووایه او دهغو ملاتړ ئی و کړ زما په نظر که په هغه و خت کی بل هر څوک هم وائی او دشر اوفساد له منځه وړل ئی شعار گرځولای وای نو خلکو به ئی سمدستی ملاتړ کړی وو. زما په یاد دی چی په هغه وخت کی به خلکو او په خاص ډول د کابل خلکو ویل چی که هندو راځی که یهود راځی که نصارا راځی دوی به ئی هرکلی و کړی خو په دی شرط چی دوی دشر او فساد د ډلی له ظلمونو خلاص کړی ولی بین المللی ټولنی بیا همغه ډله په خلکو وتپله او د دولت ټول قدرت ئی هغو ته وسپاره او د دوی په رائس کی کرزی صاحب راوست. کرزی صاحب هیڅ د دولت داری تجربه نه درلوده او حتی په دولتی چوکاټ کی ئی پرته له یو دوو میاشتو هیڅ کار نه وو کړای او له بلی خوا ئی په خلکو کی هیڅ محبوبیت نه درلود او نه هم کومه پیژندل شوی څیره وه د کرزی تر مشری لاندی ټول واک د نظار شورا د فاسدی ډلی په لاس کی وو او هغو امریکا ته د طالبان په ړنگولو کی له یوی خوا مرستی کړی وی او له بلی خوا ئی په ملیونو ډالر تر لاسه کړی وو هر څه ئی چی غوښتل هغه ئی کول او د هغو په نزد ټول پښتانه طالبان ول نو ئی یوځل بیا د پښتنو په ټکولو او بی عزته کولو لاسه پوری کړی او په سلگونو بی گناه پښتانه ئی په زندانونو کی واچول خلک بیرته مجبور شول چی ددی ظلم او بی عدالتی په مقابل کی طالبانو ته مراجعه وکړی

زه پوهیږم چی خلک د دی په خاطر د طالبانو ملاتړ نکوی چی گویا دوی د طالبانو رژیم غواړی اویا دوی د طالبان د رژیم ننگه کوی او بل په دی هم ښه پوهیږی چی دا ځل بیا هم طالبان د پاکستان له خوا حمایه کیږی او لکه د لمړی ځل په شان پاکستان ورسره مالی او لو جستکی مرستی کوی چی البته دا ځل یوازی پاکستان هم نده بلکه د سیمی نور دولتونه هم ور سره پراخی مرستی کوی. ولی خلکو ته بله لاره نشته څه و کړی یا به د کرزی صاحب د اداری چی د نظار شورا او نورو جنگسالارانو تر کنترول لاندی ده او د پښتنو ورکه غواړی اطاعت کوی اویا به د طالبانو د اداری سره همکاری کوی. ما د ډیرو پښتنو مشرانو او پښتنو تعلیم یافته کسانو نه پوښتنه وکړه چی تاسو خو د طالبان رژیم لیدلی ده او تاسو د هغو د واکمنی دوره په یاد لری او هغوی اوس هم په ولایتونو کی خلک د تلویزیون په لیدلو ډبوی او د جنکیانو او هلکانو مکتبونو ته اورونه اچوی نو تاسو ولی د هغو ملاتړ کوی. ایا تاسو غواړی چی یو ځل بیا طالبان په دی حکومت کی واکمن شی. د دوی ځواب دا وو چی دوی له یوی خوا د امریکا او خارجی قواوو له بمباریو او بی عزتیو څخه په تنگ دی او هره ورځ بی گناه خلک وژنی او د خلکو کورونو ته ننوزی او خلک بی عزته کوی خو تر ډیره حده دوی د کرزی ضاحب په حکومت کی د پخوانیو جنگسالارانو او غدارانو شتون ته گوته نیسی او وائی چی کرزی د طالبانو مخالف گروپ او هغه خلک چی د ددوی دلاسه د خلکو مال او سر ته تاوانونه ورسیدل او د دولت ټوله شتمنی لوټ شوه او دخلک په عزت لوبی وشوی بیرته په قدرت راوستل او هغوی اوس هم په چور او لوټماری لگیا دی او په زرگونو بی گناه پښتانه ئی گوانتانامه او نورو محبسونو ته ولیږل او هر یو په سلهاو داسی مثالونه راوړی چی د هغو لپاره زما سره ځواب نه وی هغه خلک چی د هغو وروڼه پلرونه او خپلوان په مزار او قندوز کی پس له تسلیمیدو ووژل سول او یا هم په کنترونو کی ووژل شول او یا هم په دښت لیلی کی ژوندی تر خاورو لاندی شول او کرزی صاحب بیا د هغو قاتل ته د سر قوماندانی د درستیزوال رتبه ورکړی نو دوی به څرنگه د طالبانو ملاتړ نکوی.

ایا د طالبانو مشران له دوستم ، ربانی ، مسعود ، خلیلی ، محقق او نورو څخه زیات جنایات کړی وو چی طالبان ژوندی تر خاورو لاندی کیږی او د نظار شورا او شمال ټلواله په ډالرو او چوکیو نازول کیږی. آیا څوک دا ویلای شی چی که فرضاٌ طالبان نه وای پیدا شوی او مسعود په قدرت کی پاته وای او د ربانی حکومت وای نو اوس به د کابل او افغانستان څه حال وو خو دا معلومه خبره ده چی د کابل پاته نیمائی به هم له منځه تللی وو او په لکهاو نور کابلیان به وژل سوی وو او هدیری به د خلکو په مړو ډکی وی او د خلکو په ناموسونو به تجاوزونه شوی وو خو همدغه طالبان ول چی په هغه وخت کی د کابل ښار په اوسیدونکو کی ساه و چلوله او د دوی له سره ئی د شر او فساد رژیم لری کړ. خلک لکه څرنگه چی د مقالی عنوان ده د پاڼ او پړانگ تر منځ دی خو معلومیږی چی خلک بیا د کرزی له حکومت نه او بین المللی ټولنی نه بیزاره شوی او د طالبانو لورته روان دی. کاشکی دی نابللی میلمنو د طالبانو د حکومت دواړه خواوی په یوه اندازه ټکولی وای او د طالبانو په څنگ کی ئی ملی خائینین اوجنگسالاران هم ټول گوانتانامو ته لیږلی وای نو اوس به داسی حالت منځ ته نه راته. اوس هم که په جدی توگه و غواړی د دی امکان شته چی یو څه امیدواری پیدا شی او په دی ملک سوله راشه خو په دی شرط چی لاندی ټکو ته پاملرنه وشی:

1. ټول پخوانی جنگسالاران چی تعداد ئی شاید تر 100 نفرو زیات نه وی د محاکمی میز ته را کش کړی او په یوه آزاده او عادلانه محکمه کی محاکمه کړی او په دوی باندی هیڅ رحم و نشی او د دوی ټولی سرمائی او دارئی بیت المال ته وسپارل شی.
2. کرزی صاحب نور د دی ملت له سره لری کړی او هغه پیسی ئی چی په پټه له ایران او نورو هیوادو اخیستی د هغو حساب ورسره وشی.
3. داسی یو شخص ته قدرت ور کړ شی چی د هغه لاسونه د خلکو په وینو سره نه وی او ښه کاری او علمی تجربه ولری اوپه دی و طن کی ټولو قومونوته پرته له تبعیض خدمت و کړی او و کولای شی چی د پښتنو لپاره د کرزی او ملا عمر متبادل و گرځی او هغه خلک چی د کرزی له فاسدی اداری څخه طالبانو ته تللی د ځان لور ته را جذب کړی او پښتانه قومونه د هغه شاته را ټول شی.او د عدالت او خدمت په لاره کی د هیچا نه و نه ډارشی.
4. د هیواد د آبادی په خاطر د هیواد 34 ولایتونه نا بللی 34 مملکتو ته و سپاری او هر مملکت ته یو ولایت ورکړی چی خدمت ور ته وکړی.
5. د پاکستان ISI رهبری یا له منځه یوسی اویا ئی دی ته مجبوره کړی چی په صادقانه ډول د افغانستان په سوله کی مرسته وکړی.
6. د تروریزم سره جنگ باید پاکستان ته منتقل شی او د هغو ځالی په کلکه په پاکستان کی و ځپی.
7. د کرزی ، ملا عمر او د پاکستان د ISI په موجودیت او اختیاراتو کی سوله نشی راتلای .
8. د بهرنیو قواوو بی وخته او مخکی له سولی نه وتل دافغانستان دتراژیدی د حل غلطه لاره دی چی عواقب به ئی د افغانستان خلکو او نړی ته ډیر و خیم وی او د افغانستان خلک به یو ځل بیا د اور په لمبو کی و سوځی او افغانستان به یو ځل بیا د القاعدی او د ISI د تخریبی اعمالو په اډه بدل شی.

په درناوی