د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

که پښتون یې نو ضرور یې ولوله!

رومان خان 30.10.2010 16:26


که پښتون یې نو ضرور یې ولوله!!!

(رومان خان د هندوستان پونه ښار کې د حقوقو پوهنځي څلرم کال محصل)

هر څه د مخه خپل رنځور ولس ته چې نړۍ کې ساری د بیچارګۍ ،فقر او بیرته پاتې نه لیدل کیږي او څوک چې پدې زبه پوهیږي سلام او درناوی وړاندې کوم.

په افتخار د یویستمی پیړۍ انساني تمدن... او د وینا آزادۍ، هیله ده ما وبښئ که لږ و ډیر ووایم پریږدئ د زړه بوج لږ کړم او بې د سانسور زما خبرې ټولو ته ورسوئ .

او بیا یو درد په زړه لرم غواړم هر چا لکه ما دردیدلي سره ګډ کړم ،آ چې تور ته تور او سپین ته سپین وایي او د آسمان لدې نامردیه په زړه داغ لري چې ګیدړان او دالخوران یووخت د پښتون د ښکار لاشخواره ول نن پیښې د زمري کوي، د بل په مټو او الوتکو وزر لاندې داسی له کینی ډک ګزارونه په پښتون کا ګندی که بیا د زمری ساه واخیسته نو د پیشکانو ګیډړانو او دال خورانو زوند به پری حرام کړی ،ما غوښته دا زهر هم لکه زرګونه زهر چی په تیرزوند مو له ستونی تیر کړی دا هم له ستونی تیر کړم ،خو بیا وایم نور نو بس..... دی، زه خو وایم داسی چپ ،مړتت ،بی ننګ او بی غیرته انسان او قوم خو د خدای هم نه وی خوښ !!

کله چی د ګډ درد خبره کیږی زاړه ، منځنی او اوسنی درد سترګوته راسی ، زه به زاړه درد نه څه نه وایم چی څنګه د بګرامیو ولسوالی او د پغمان ولسوالی پښتنو سره نسو لیدای په لاره به درې څلور رنګه عجیب و غریب انسانان چی څیره ، رنګ او زبه یی نا آشنا وه ، هر ځای پاټکونه جوړ کړی ول چا به په ناموس لاس اچوه ، چا به جیبونه او کالی سرک په سر تری باسل ، چا به په سر میخونه ټک وهل او چا به هم په کوتۍ نصوار هم څوک په ګولی ویشته ، اود منځنی درد به هم څه نه وایم ، طالبانو څخه روسته چور او تالان زموږ په مالونو او د کابل ښار په هر ګوټ د پښتون وهل او ټکول بند ته اچول په دی ګناه چی پښتون دی (اوغان) دی ، او اوسنی درد خو همدا درد دی چی هر انسان احساس ولری نو په آسانۍ دا درد حسوی ، دا درد هغه درد دی چی که پرون سوال د بګرامیو او د پغمان د پښتنو په سر وو نن د ټولو پښتنو په سر دی ،ما ته دی یو څوک ووایي چی کوم داسی ځای د پښتنو دی چی هغه نه وي بمبارد سوی ؟ داسی کوم پښتون دی چی د هغه په زبه حمله نه وی سوی ؟داسی کوم پښتون دی چی د هغه په ننګ ناموس حمله نه وي سوي ؟ کوم داسی پښتون دی چی د هغه افغانیت او دین سره یی غرض نه وی نیولی ؟ زه پښتنو ته دا وایم .... داسی چپ ولی یی ؟ زاړه دښمن انګریز اول په دوه برخه جدا کړئ نیم آخوا کارغه او دالخور پنجابي ته لاس کی ورکړئ ، په زبه ،دین، افغانیت ،هویت او غرور سره لوبه کیږی! او نیم دېخوا هماغه شان داستان ؟ زوړ دښمن (انګریز) ښکاره له خپل داخلی او کورني یارانو سره څه ښکاره کارونه او خپل د میوند جنګ او د کابل چنګ د شرم پر ځای کولو او غچ اخیستلو لپاره څه رنګارنګ ډرامه او لوبې زموږ په سر چې نه جوړوي ؟ تاسې لږ وګورئ دا څونه بار او فشارونه زموږ په سر چې نه دي ؟تاسې ولې غږ نه باسئ ؟ چیرې دی ستاسې ننګ او دا غیرت ؟

دا زور زیاتی او فشار آن بهر کی هم پښتانه تری نه دي خلاص ،
ګرانو لوستونکو ! زه رومان د کابل ولایت د بګرامیو ولسوالی او د راباز کلا کلي اوسیدونکی اوسمهال دهندوستان –پونه ښار – پوهنتون څلرم کال حقوقو پوهنځي محصل له سلګونو نورو پښتنو سره چې سراسر هندوستان په زده کړه بوخت دي یوه ورځ هم په آرامه روح او فضا کې لوست کړی نه دی ، یو خو د بورس شرایط ډیر سخت خراب دي بلې خوا دهند حکومت په ګډه د افغان کنسلګرۍ ممبی کې او افغان سفارت په ډیلي کې او یا هم که هره مرجع وي چې داسې هڅونې کوي ، راز راز فشارونه او ناآرامي او اندیښنې په یوه طبقه افغان زده کوونکو (پښتنو) باندې راولي ،زه نه پوهیږم سفارت او کونسلګري چې هغه هم یوه طبقه مامورین لري (غیر پښتانه) ددوۍ موخه هڅونواو دونه فشار راوړلو نه څه دی ؟

۱- کله چې کوم کلتوري پروګرام پوهنتونو کې پیل سي غیر پښتنو ته په تیره بیا تاجک ته سفارت ، کنسلګري یا نه پوهیږم کوم بل مرجع چې افغانستان کی دي له خوا ویل کیږي چې ملي سرود (چې پښتو دی) ګډون ونکړي او پر ځای یې کومه پاړسي تراڼه ده هغه ووایي او یا هم په پښتو سرود ښکاره مسخرې کیږي

۲- کله چې فرهنګی ښودنه کې ملی آتڼ کیږي نو ترڅنګ یې دوی کورسک نومی ګډا د آتڼ پرضد تر سره کوی

۳- کله چی کوم فسټیوال کی کوم پښتو اعلان ولیکل سي نو د هغه په سر خط وهی او یا هم څیروی، ددی په سر جنګونه کیږی خو زور کونسلوالو سره دی

۴-دلته غیر پښتانه په تیره بیا دري زبي (تاجک) ځان بهرنیانو ته افغان نه خراساني پیژنی موږ او بهرنیان دواړه حیران یو چی خراسان یانی څه؟ دلته موږ هر څوک افغان پیزني او داسی حالاتو کی باور وکئ د شرم او خجالت خولو کې ډوب یو ، بهرنیان وایی ستاسی وطن افغانستان دی تاسی ټول افغانان یی ، نو دا څوک دی ؟ ، نه پوهیږم یو څوک دی ماته ووایی دا څه بهیر دی ؟ او موخه یی څه ده ؟

۵-کله چی پښتانه محصلین سفارت ته ځي لمړی شرط خو دا دی چی پاړسي خبری وکي ! زه شاهد یم چی یو ننګرهاری هلک په پښتو عریضه وړاندی کړه
نو هغه پښتو عریضه څیرې کړه او ویې ویل سمه انسانی زبه ولیکه ،...... آخر ولې ؟ موږ دلته پوهنتون کی او د حقوق پوهنڅی کی د یوویستمې پیړۍ انسانی تمدن د کورني او نړیوال بشری قوانین او ډمکراټیک اصولو ډیری پراخ لوستونه کوو ، ددی پر مختللې او متمدنې زمانی بشری اصولو پر بنسټ پر موږ دا حالت غوڅ ظلم او بربریت دی ......
خیر !
موږ وایه دا حالت هم په مړه غوږو او ټیټ سترګۍ لکه هر بل پښتون وزغمو ( نه پوهیږم دا ټیټ سترګي اوسنی خوی د پښتنو دی که دا خوی یی مخکی هم لرو ) بس خپل غریبی او روزګار چلوه !! خو د وخت په تیریدو سره ددوی زړه سوړ نسو ، اوس یی بله کانه راخیستی هغه پښتانه محصلین ډیپورټ کوي ، ډیپورت مانا داده چی محصل ویزه او تحصیل کینسل سي ، دا کینسل او ډیپورټ هم بی د کوم دلیل ! ډیپورټ هم د اوچت پښتانه محصلینو !

د هند پولیس دفتر بهرنیانو د پاره د افغان کونسلګری سره په ارتباط تر اوس پنځه لس نه زیات پښتانه محصلین ډیپورټ کړی ، دا ځکه وایم چی آ بله ورځ د ریاض نومی پښتون هلک د ننګرهار ولایت څخه د بد بختۍ ورځ وه چی باید ډیپورټ سي ، ریاض سادات په سیمبایسس پوهنتون او پوني ښار کې لوست کوی ، ویل کیږی هغه تکړه او با استعداده هلک دی ، هغه لسانس دوره نه روسته د پوهنتون لخوا د ماسټرۍ دورې بورس ورکړل سو ، او امکان لری دا ډیپورټ هم دده د لیاقت لپاره وو ...،
بیا پښتانه هلکان ممبی ته افغانی کونسل دفترته ورغلل ، او ددی بی دلیل ډیپورټونو نه یی شکایت وکی ، کونسل دفتر ویل موږ څه مرسته نسو کوی ، بیا هلکانو ویلی وو کیدای سی موږ لاریون وکو ، نو په بله ورځ د یکشنبه ورځ چی لوست می کوه ( حقوق پوهنځی دلته سخت دی او ډیر پراخ سلیبس لری ) یکشنبه دلته رخصت وی ، نو په دی ورځ ماته د پونی ښار پولیس دفتر بهرنیانو لپاره له خوا زنګ راغی ویل یی خپل پاسپورټ او نور ټول اسناد واخله پولیس دفتر ته راسه ! ( ما فکر کوه ما هم ډیپورټ کوي ) الته ورلم ګورم چی فهیم د واډیا پوهنتون محصلینو مشر یی مخکی له ما الته غوښتی وو ، دفترته ورلم د پولیس مشر ویل د پښتنو محصلینو مشري ته کوې ؟ ما وی نه ! بیا یی وویل : نوتاسی لاریون ونکئ پنځه کسو نه زیات را ټولیدل د هند د قانون خلاف دی ، ما په ځواب کی ورته وویل : سمه ده زه ژمنه کوم هیڅ لاریون کی به ګډون نکوم ، خو دا ما ته ووایه چا درته ویلی زه د کوم ډلې یا پښتنو مشري کوم ؟ هغه په ځواب کی وویل : چپ ! نور څه مه وایه ... ځه !ما وی تاسی ولی مزاحمتونه کوئ ؟ سبا بل سبا ازموینه لرم او دلته ستاسی تشویشونه ګوره چی جوړوئ ؟
هغه هیڅ ونه ویل خو داسی وښوده چی راتلونکی ډیپورټ کی به ته یی ، ملګرو ! زما یوازینئ ګناه همدا ده چی زه پاړسي نه پوهیږم ! ما دو خلکو سره له وخته اړیکه نه لرله ، ما ښوونځی په ایکسچنج پروګرام امریکا کی لوستی ، او بل می خوی همداسی وو چی یو شی سره می طبع ونه لګي هغه نسم زده کوی ،زه دلته نه د کوم ‌‌ډلې مشری کوم او نه کوم ډلې کی یم ،ما ته حقوقو پوهنځي دا پراخ سلیبس نه دونه فرصت راکوی او نه زه غواړم خپل وخت ضایع کړم ، له دی امله دونه آشنایان نه لرم ، آن خپله پښتانه هم یو څو پیزنم ، او کله چی دا دري زبو سره مخامخ سي نو سم د لاسه درته وایی ته پاړسی نه پوهیږی ؟ ولی نه پوهیږی ؟ ولی نه پوهیږی نو داسی بده اغیزه کوی چی ... سم بی ادبی چی مخامخ کوی ، ددوی هریو بس یو خبره ده ولی نه پوهیږی ؟
یو دري زبی لالا چی افغانستان کی د کوم پوهنتون ښوونکی دی چی هغه سره مخامخ سوم زما پښتو ته په خندا خندا بیرته په هندی او اردو څه ووی چی زه پوه نسوم ( داسی یو چلند لکه زه چی ورته سړی نه ښکارم او زما زبه د سړي نه ده ) ما ووی پښتو نه پوهیږی ؟ هغه په انګلیسی ځواب راکه : نو ! خوما چی ورسره انګلیسی پیل که سم انګلیسی هم نه پوهیده ما ته وایي ستا امریکایی ده سخت ده ، دوی انګلیسی صحی نسی ویلی ځکه انګلیسی هم پښتو غوندی ټ‌ ،‌‌‌ډ ،ړ ... توري لري چی دوی نسی تلفظ کوی ، دا لالا اردو، هندی، مراټي د هند زبې زده کړې خو زما پښتو ته نو ! وایي ،
بیا یی مخ ما ته کړ وویل : ښه نو ته ولی پاړسی نه پوهیږی ؟؟
ما چی د پوهنتون یو استاد او ښوونکی په دی ډسپلین او فکری وضع ولید یو خواشینی سوم بل غوسه او دا ولی می چی واوریده ، ما په ځواب کی ووی : زه هم په څلور کتابه مسلمان یم ، بس همدومره نو زه یی همدی لپاره د پولیس دفتر ور معرفی کړی وم، نور نو څنګه چی د دري زبو محصلیونو ( کونسلوالو ) او کونسل سر شاری او حاکمیت زیات دی تارونه او اړیکی سره لری نو ویلی راځه نور خو څوک نه دی پاتی دا هلک چی پاړسی نه پوهیږی دا تر فشار او تهدید لاندی راوله او په درس کی خنډ او تشویش ور پیدا کړه ،ملګرو ! دا خو مطلق او غوڅ استبداد او وحشت دی ! تاسی به ددوی حیوانیت او وحشت له نزدی نه وی لیدلی ، موږ چی افغان سفارت ډیلی ته ورځو داسی چلند موږ سره کیږی لکه یو بنګالی سره چی کیږی ، موږ داسی احساس کوو چی نه دا زموږ سفارت او نه موږ د افغانستان یو ،
ملګرو ! آخر ولی ؟
زه نه پوهیږم دا څو کلیمې چی وایم کوی سي زما دا لوی درد تاسی ته ورسوی ؟ نه پوهیږم په کومه زبه ووایم ! ولی داسی غلي یئ ؟چیرې ده ستاسی د ننګ او غیرت دعوه ؟ ننګ خو پریږده یو انسان که لږ احساس هم ولری نو ظلم ته داسی چپ نه کیني ، خیر ځان ته به پښتون با ننګ او غیرتي نه وایو ، بس یو انسان چی لږ انسانی احساس پکې وی ، نو د انسانیت په لحاظ ددی وحشت اوبربریت پر ضد ودریږی ، څه نا څه خپل غږ راوباسئ ....او چارواکو ته زموږ دا درد ورسوئ که وسي د هغو زړه لږ ودردیږي زموږ د لوست بهیر ته نور خنډونه جوړ نسي ، او پریږدئ چی په آرامه خپل لوست وکو ، او ددی افغانی اپارټایټ لیرې کولو ته لږ څه وکی ،.....خدای دی نکي موږ دی کینې او دښمنۍ کی لوی سو ، که نه دا به خطر ناک وي ...
رومان –راباز کلا کلی - بګرامۍ ولسوالي – کابل – اوسمهال د هندوستان پونه ښار کې د حقوقو پوهنځي څلرم کال محصل