په جنت کې مسافر (دیارلسمه برخه)
21.10.2010 12:18ما ورته وویل "نه."
ځواب یې راکړ "یره تا ته قبولي نه درکوي. زه چې اول راغلی وم په ناروی کې مې کېس ورکړ. راته وې ویل لېسنس راوړه. که لېسنس راسره وای قبولي یې راکوله. اوس مې کېس جوړ کړی دی...ډېر..." ما یې خبره ورغوڅه کړه تر څو بله کیسه پېل نکړي، او پوښتنه مې ترې وکړه چې څه ډول کېس دې جوړ کړی دی. هغه وویل: "دا ډېر قوي کېس دی. ډېرو خلکو پې قبولي اخستې ده. د افغانستان د صدر څه نوم دی؟... هو، رایاد شو... رباني! داسې کېس ورکوم چې زما ماما د رباني سره غټ قوماندان و. هغه طالبانو مړ کړو. په دې کېس ډېرو خلکو قبولي اخستې ده." ما ورته ښه وخندل. په زړه کې ډېر افسوس هم راغی چې دې ځوان خپل ژوند هسې د اروپا په نوم برباد کړ. په وطن کې به یې کورنۍ تمه کوي چې ځوان په اروپا کې دی، ډېرې پېسې به راوړي او ټول کارونه به جوړ شي. خو د دې نه خبر ندي چې ځوان په څه حال دی. د ځوان نه کار شته او نه ژوند. د دې نه هم خبر ندی چې په افغانستان کې څه تېر شو او څه تېرېږي. هغه فکر کاوه چې برهان الدین رباني اوس هم د افغانستان جمهور رییس دی. خدای خبر دا خبره به یې څومره کلونه پخوا د چا نه اورېدلې وي چې که ماما دې د رباني سره قوماندان وي او طالبانو مړ کړی وي نو په اروپا کې قبولي اخستلی شې. بېرته د دې نه خبر شوی نه و چې د رباني ریاست هم ختم شوی، او د طالبانو امارت هم. ما ترې پوښتنه وکړه چې"د کرزي نوم دې اورېدلی دی؟" ځواب یې راکړ "هو ولا! لندن کې مې په ټي وي لیدلی و. په خدای قسم ښه کېس پې جوړېدای شو خو زر مړ شو." په زړه کې مې وویل د وږي په غوږونو کې هر وخت د ډوډۍ ټپار خېژي. خدای خبر د څومره خلکو په نامه یې کېسونه جوړ کړي ول. رباني ځانله یو کېس و، کرزی تر هغه بهتر کېس و. او طالبان خو ټول کېسونه ول. د حکمتیار او دوستم په نومونو خو بوجۍ بوجۍ کېسونه جوړېدل. هسې فکر راغی چې دې رهبرانو، یا په صحیح مانا رهزنانو، په افغانستان کې خو هیڅ ندي کړي، مګر دا یوه خبره ښه ده چې د اروپا افغانانو ته یې ښه ډېر کېسونه برابر کړي دي. خو دا د کرزي د "زر مړ کېدو" خبرې ډېر په حیرانتیا کې واچولم. پوښتنه مې ترې وکړه چې دا د کرزي د مرګ خبر دې کله او د چا نه اورېدلی دی. وې ویل "ولا هغه وخت زه په پېښور کې وم. په خدای قسم طالبانو ورسره ظلم کړی و. د افغانستان صدر و، څه معمولي سړی خو نه و. دوی اول مړ کړو او بیا یې ورله مړی په چوک کې رازوړند کړو." پوه شوم چې د ډاکټر نجیب نوم ترې هېر شوی دی او د کرزي نوم یې په ذهن کې دی نو دواړه یې د یو بل سره ګډوډ کړل. په پېښور یې هم لکه چې د لندن او په لندن د پېښور ګومان کړی و. ځکه په پېښور کې یې د مرګ نه خبر شوی و خو په لندن کې یې بیا په تلویزیون لیدلی و. کیسه ترې ټوله ګډه وډه شوې وه. هغه د ننګرهار د والي په اړه یوه ټوکه رایاده شوه چې د جلال اباد یو ملګري راته کړې وه. ویل یوه ورځ بابرزی د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي سره ناست و څه ګپ شپ یې ورسره لګولی و. څو ورځې وروسته چیرته د ملنګ جان تلین و او شېرزی ورته غوښتل شوی و. نو د تلین په وخت چې کله سټېج ته د خبرو لپاره وغوښتل شو، ډېر په خفګان سره یې وویل "دا ملنګ جان خو بالا ډېر شه سړئ و. همدا څو ورځې د مخه زما و څنګ ته راغلئ و. شه بانډار مو سره وکئ. ډېر شه شه شعرونه یې راواورول. زما ډېر خوش سو، په مرګ یې ډېر خواشینی سوم. د تاسو شاعرانو څه هم ناراض یم چې ولې مو دده د جنازې خبر نه کئ را...." په بابرزي یې د ملنګ جان ګومان کړی و!
مونږ "سنټروم" ته ورسېدو. ما غوښتل چې هماغه د چینایانو یا کوریایانو کیفې کې پرې ښه ډوډۍ وخورم. خو مخکې لدې چې کیفې ته ورننوځو، هغه وویل "یره زه خو پېسې نلرم. په خدای قسم چې راتلم پېسې راسره ډېرې وې خو ټولې رانه بلجیم کې ولګېدلې." ما ورته وویل "راځه خیر دی، د پېسو کیسه کې مه کېږه. دا خلک مونږ پېژني، ډوډۍ په پور راکوي، کله چې دې کار وکړ او پېسې دې وګټلې بیا به یې ورته راوړې." هغه په دې سُوچه درواغو کلک باور وکړ او کیفې ته رارسره ننوت.
دننه چې کېناستو نو د ښې درنې ډوډۍ امر یې ورکړ. بیا یې ماته وویل "په خدای قسم دا چېنه (چینایان) ډېر بېعقله خلک دي. زمونږ د مسافرو څه پته لګي چې بیا دلته راځو او که نه، خو بیا هم په قرض ډوډۍ راکوي." ما ورته وویل "خبره داسې نده، دوی ما پېژني، زما کارټ ورسره دی. که ته رانشې د دوی پېسې باید زه ورکړم." هغه د لومړي ځل لپاره ماته رابرګ غوندې شو او ښه په ځیر ځیر یې راته وکاته. د کتلو د انداز نه یې داسې معلومېده چې څه شک یې راباندې پېدا شوی و. ښايي ګومان یې کړی و چې جاسوس به یم. ما تمه کوله چې اوس به راته ووايي چې ته جاسوس یا بل کوم شی یې، خو هیڅ یې ونه ویل، بس غلی کېناست او خبرې یې لږې کمې کړې. د کیفې کارکوونکې هغه شیان چې مونږ ترې غوښتلي وو راوړل. زه پخپله هم ښه وږی شوی وم او هغه خو د بېګا نه پرته له هغه لږې ډوډۍ او پنېر هیڅ نه ول خوړلي، نو داسې خوراک مو وکړ لکه د خوراک په کومه نړیواله مقابله کې چې ناست یو.
د ډوډۍ له خوړلو وروسته چې راپاڅېدو نو ما پېسې ورکړې. هغه یو ځل بیا ماته په شکي انداز وکاته خو څه یې ونه ویل. د کیفې نه چې بېرون راووتو نو سګریټ مو هم وڅکل. بیا اخوا دېخوا لږ وګرځېدو، د یو دوکان نه مو نوره ډوډۍ، پنېر او څه نور شیان راواخیستل او بیا د بازار نه څو قدمه لیرې یو شین چمن ته ورغلو چې پکې کېنو. د چمن سره نږدې یو ډنډ و او ګېرچاپېر ترې ونې ولاړې وې. د یو څه ساعت دمې لپاره ښه ځای و. په ډنډ کې ښې ډېرې هیلۍ هم ګرځېدلې. دلته په هالنډ کې دوه شیان د دوو شیانو سره لازمي دي: په کوم ځای کې چې انسانان وي هلته به بایسکلونه خامخا وي، او چیرته چې اوبه وي نو هیلۍ به هم پکې وي. په زړه پورې خبره دا ده چې دا ټول شیان په هر ځای کې وي ځکه چې هالنډ یو اباد وطن دی نو هر لوري ته چې لاړ شې خلک لږ یا ډېر خو په نظر راځي. او چې خلک په نظر راتلل نو د دوی د خوښې سپرلي بایسکل به هم ورسره ښکاري. کله کله دوه نفري بایسکلونه هم لیدل کېږي چې ښځه او خاوند پکې ناست وي، توله یې یو تن نیولې وي خو پېډلونه یې دواړه په شریکه اړوي. د دې خلکو عام ژوند هم د دغه دوه نفري بایسکل په څېر دی: پېډلونه یې دواړه په شریکه اړوي نو زور پرې کم او ارام یې زیات وي. په همدې وجه د خلکو ژوند هم زیات او تر ډېره حده ارام وي.
د اوبو هم څه کمی نشته. ویالې او نهرونه هر ځای کې په نظر راځي. دا هېواد سمندر ته بېخي نږدې دی او داسې ویل کېږي چې په ډېرو ځایونو کې هالنډیانو سمندر اخوا کړی او ښارونه یې پرې جوړ کړي دي. نو چې وړې ویالې وي هلته پکې هیلۍ بې لدې خطر او وېرې چې څوک به یې ښکار وکړي ژوند کوي. ځای په ځای خلک لیدل کېږي چې هیلیو ته ډوډۍ او نور شیان اچوي. چې کوم غټ نهرونه دي په هغوی کې هیلۍ ژوند نشي کولای خو غټې او وړې کښتۍ او بېړۍ پکې د همدې هیلیو په څېر روانې لیدل کېږي.
مونږ لږ ساعت هلته ناست وو، په ډنډ کې موجودو هیلیو ته مو لږه ډوډۍ هم واچوله او بیا مو بېرته د مرکز په لور حرکت وکړ. دا ځل ما ډېر کوښښ وکړ چې د موسی نه یو څه نورې خبرې راوباسم خو هغه بېخي غلی غوندې شو. بالاخر مې زړه ته راغله چې د کیفې د هغه هلک او انجلۍ په اړه ترې پوښتنه وکړم چې د ده په نظر به ښځه او مېړه که خور او ورور وي. نو ورته ومې ویل "په کیفې کې خو دې هغه هلک او انجلۍ ولیدل؟ هغه مونږ ته چې یې خواړه راوړل؟" هغه مخ ماته راواړاوه او پرته لدې چې څه ووايي په ډق ډق یې وخندل. زه پوه نه شوم چې ولې خاندي، نو بیا مې ترې پوښتنه وکړه "هغه کیفې چې مونږ پکې ډوډۍ وخوړه، هغه هلک او انجلۍ خو دې ولیدل کنه؟" هغه نور هم په زوره زوره وخندل. زه یو څه حیرانتیا واخیستم چې ولې به خاندي. ما خو کومه ټوکه یا د خندا خبره نه وه کړې، تراوسه مې احسان الله سره د لګولي شرط په اړه هم ورته څه ویلي نه ول. نو همداسې مې ورله مخ ته کاته او کوښښ مې کاوه چې د مخ د تاثراتو نه یې د خندا لامل معلوم کړم. خو په خپل دې کوښښ کې بریالی نشوم. اخر یې په داسې حال کې چې خندل یې هم وویل "هو ولا، هغه جینۍ خو وړه ده، دا چېنه ټول همداسې دي.... د نور کار نده خو که کارډ لري نو ښه کېس پې جوړېږي." بس نو بیا زما د خندا نوبت و. ښه مې وخندل. په زړه کې مې وویل ده ته اوس په هر څه کې کېس ښکاري. پوښتنه مې ترې وکړه "څه رقم کېس پرې جوړېدای شي؟" وې ویل "همدا د قبولۍ کېس. چې واده ورسره وکړې اوس درته قبولي درکوي. په خدای قسم دی د مېز په سر درته وايي چې ځه قبول شوې. په لندن کې ټولو خلکو همداسې قبولۍ اخیستې دي. ټول کېسونه همداسې جوړېږي..."
ما ترې پوښتنه وکړه "نو تا سره چې کومې جینۍ واده کول غوښتل، په هغې دې ولې کېس جوړ نه کړ؟" وې ویل "یره هغه خو هیڅ د سړي لور نه وه. ما ورته وویل چې راځه یو کېس به جوړ کړو نو هغې رانه چل زده کړو او بیا یې بل سړي ته ورکړ. غټه دوکه یې راسره وکړه. په خدای قسم ډېرې پېسې مې پې لګولې وې!"
مونږ په همدې خبرو کې هغه پله ته راورسېدو چې د عمومي سرک نه ترې مرکز ته لاره ستنه شوې وه. یو بس همدغه وخت رارسېدلی و او نهه لس کسان ترې کښته شوي ول. یو تن پکې افغان و او نور د افریقې او نورو ځایونو ول. په هغوی کې چې کومو د لارې پوښتنه کوله مونږ ورته وویل چې همدا لاره ده، اخر سر ته چې ورسېږئ یوه وداني مخې ته درځي هلته به د نوم ثبتولو مرکز هم په نظر درشي. ما نه غوښتل چې مونږ هم د دې خلکو سره یو ځای لاړ شو ځکه چې بیا راته د افسرانو پام کېده، نو موسی ته مې مشوره ورکړه چې باید کرار کرار لاړ شو تر څو د نورو خلکو نه لس دقیقې وروسته ورسېږو.
مرکز ته په رسېدو مو ښه پام وکړ چې کوم افسر خو ښکاري نه، او بیا په هماغه پټه لاره ننوتو. دننه مرکز د تل په څېر د خلکو په ګڼه ګوڼه اباد و. ځای په ځای ماشومانو لوبې کولې او نور خلک ډلې ډلې د یوې کوټې او بل دېوال څنګ ته یا ناست یا ولاړ ول. ځای په ځای بدلې بدلې ژبې ویل کېدې، نظرونه تبادله کېدل، د غم او مصیبتونو ډک داستانونه ویل کېدل، او نوې دوستانې جوړېدلې. ډېر داسې خلک چې د یو هېواد نه راغلي ول خو په خپل هېواد کې ورته د یو بل د لیدو موقع په لاس نه وه ورغلې دلته یې ځانونه اشنا کول او پخې دوستۍ یې جوړولې. په داسې ځایونو کې جوړې شوې دوستۍ پخې او تر ډېره وخته دوام کوي، نو ځای په ځای دغه نوې انډیوالۍ جوړېدلې او وده یې کوله. ځینې داسې خلک هم ول چې عقیدو او مفکورو یې د یوه بل سره تضاد درلود او که په خپلو هېوادونو کې یې یو بل لیدلي وای ښايي چې د یوه بل پر ضد یې جارحانه اقدام کړای وای خو دلته یې د هغو جذباتو څرګندونه نه کوله. ښايي په دې پوهېدلي ول چې دلته قانون د سمو خلکو لپاره سم او د ناسمو لپاره د اوسپنې پټه ده، چې یو ځل د چا په غاړه کې پرېوتله بیا ترې وتل نشته.
دننه راباندې سمدستي د مصطفی نظر ولګېد. رامنډه یې کړه او د سګریټو غوښتنه یې پېل کړه. سګریټ چې مې ورکړل نو بیا یې زما په لاس کې ډوډۍ او پنېر ولید، وې ویل "دا شیان دې ډېر ښه وکړل چې دې راوړل. زه سهار وختي نشم پاڅېدلی، لږ ناوخته بیا اشپزخانه بنده شوې وي. نو همدا به خورو." ما ورته وویل "سمه ده، سهار بیا کوټې ته راشه." بیا یې راته وویل "هغه یو پښتون انډیوال دې درپسې ګرځېده." هغه چې کومې نښې وښودلې نو راته معلومه شوه چې نعیم ښيي. نعیم نن سهار د سینې د اکسری لپاره بوتلل شوی و، ماسپښین یې د دې مرکز نه داسې کمپ ته لېږلو چې د مرکو پروسیجر یې پېل شي.
زه کوټې ته لاړم، او د بازار نه راوړي شیان مې په المارۍ کې کېښودل. په کوټه کې مې علي هم ولید. راته وې ویل چې په لیست کې یې نوم راغلی دی او سبا به پولیسو ته د ګوتو لګولو لپاره ورځي. ما ورته وویل "ځه اخر دې هم دوعا قبوله شوه." ډېر خوشحاله و نو مبارکي مې ورته ورکړه.
د کوټې نه چې بېرته راووتم نو اخوا دېخوا مې پام وکړ چې نعیم پېدا کړم. هغه په نظر رانغی خو هغه د غور والا ښځه او مېړه یې مخې ته راغلل. سلام دوعا مې ورسره وکړل نو راته وې ویل چې په لیست کې یې نوم راغلی دی او سبا به د ګوتو لپاره ځي. په مخونو یې داسې خوښي ښکارېده لکه بېګا چې یې واده شوی وي. هغوی ته مې هم مبارکي وویله. بیا لاړم او د رستوران نه پورې غاړه واوختم، هلته مې نعیم، جعفر، احسان الله او یو بل هلک په شنو کبلو ناست ولیدل. زما په لیدو ټول راپاڅېدل، ستړي مشي مو سره وکړه او بېرته کېناستو. کوم نوی هلک چې ورسره و هغه هم په پښتو کې خبرې راسره وکړې نو ما ویل ځه که د پښتنو د ډلې نه نعیم کم شو نو یو بل پکې زیات شو. نعیم راته وویل "زه په تا پسې ډېر وګرځېدم، کوټې ته هم درپسې درغلی وم. لږ ساعت وروسته بس راځي، مونږ به ځو. ما ویل چې مخه ښه درنه واخلم، بیا خدای خبر چې وینو او که نه." بیا یې راته د ټرانسفر پاڼه هم راوښودله. د واخیننګن په نامه ځای کې یې یو کمپ ته د تګ امر ورکړی و. ما ورته وویل "خامخا به وینو. هالنډ خو په نړۍ کې داسې هېواد دی لکه په تراپل کې دا مرکز. که په دې مرکز کې یو بل پېدا کولای شو نو بېرون هم ناممکنه نده."
نوی راغلی هلک لدې امله چې احسان الله سره ډېر جوخت ناست و نو پوه شوم چې هغه یې پېژني. نو غوښتنه مې ترې وکړه چې راته معرفي یې کړي. هغه وویل "د ده نوم شاکر دی، مونږ یونان کې په یوه سرای کې دوه میاشتې یو ځای تېرې کړې وې." ما ورته د کرزي صیب په لهجه وویل "الله دې راوله، شاکر جانه الله دې راوله." ټولو په شریکه وخندل. بیا مې ترې پوښتنه وکړه چې د کوم ځای یې. هغه خټ خټ په خندا شو خو ځواب یې رانکړ. ما ورته وویل "شرمېږه مه، مونږ ټول سړي یو او د یو وطن یو. سفر مو په بېلو بېلو لارو کړی خو منزل مو یو دی." هغه بیا په خندا شو خو نور یې هیڅ ونه ویل. ما جېب نه د سګریټو قوتی راواخیست او ټولو ته مې وړاندې کړ. شاکر زر وویل "ماما ښه چل دې زده کړی دی، خلکو ته سګرټ ورکوې او خبرې ترې وباسې." ټولو په ډق ډق وخندل. ما هم ښه وخندل. پوه شوم چې احسان الله، جعفر او نعیم ورته زما په اړه څه ویلي دي. ورته ومې ویل "د شېطانانو په خبرو مه تېروځه. د دوی ذهنونه هسې شکي دي."
احسان الله چې سګریټ بل کړ نو راته وې ویل "وروره خفه کېږه مه خو زما اوس هم په تا شک دی. زه غواړم چې ستا پاسپورټ ووینم. ځه چې اوس دې اطاق ته لاړ شو، پاسپورټ دې راته ښکاره کړه." ما ترې پوښتنه وکړه "زما په پاسپورټ کې ته څه کتل غواړې؟" ځواب یې راکړ "اول دا کتل غواړم چې ستا پاسپورټ د افغانستان دی که د هالنډ. که د افغانستان وي نو بیا پکې دا کتل غواړم چې د هالنډ ویزه پکې شته که نه." ما ورته وویل دا خو دومره غټه خبره نده، څه وخت زما کوټې ته راشه درته وبه یې ښیم. بیا مې شاکر ته وویل "په عربۍ کې یو متل دی چې المرءُ یقیسُ علی نفسه، هر څوک چې پخپله څنګه وي په نورو هم هغسې ګومان کوي. کېدای شي دوی په خپله جاسوسان ول نو په ما هم ځکه دغه ګومان کوي." هغه یوه لمحه غلی و، بیا یې وویل "زه په دې خبرو نه پېږم خو ډېر غریب سړی یم، ډېرې پېسې مې لګولې دي او په ډېرو سختو لارو راغلی یم. څو ځل د مرګ د خولې نه راوتلی یم. په داسې کوټو کې مې شپې کړې دي چې لړمان پکې ګرځېدل، په داسې ځایونو کې اوده شوی یم چې ماشو او مېږانو مې څرمن سورۍ کړې ده. د داسې اجنټانو سره راغلی یم چې انسان ورته هیڅ د انسان بچی نه ښکاري. دوه دوه ورځې مې په کانټینرو کې دننه تېرې کړې دي. که هغه سختې دې ولیدلې بیا درته پخپله معلومېږي چې په مونږ څه تېر شوي. اوس دلته رارسېدلي یو، نو که کار دې راته خراب کړ د خدای قهر به درباندې نازل شي. خدای خو هغه هر څه لیدلي دي چې په مونږ تېر شوي دي!"
زه پوه شوم چې احسان الله زما خلاف څومره پراخه پروپاګنډه کړې ده. شاکر په عمر کې د احسان الله نه لږ کم معلومېده خو ساده زیات و. ما نه غوښتل چې دا خبره نوره هم پسې وغځوم ځکه پوهېدم چې زه هر څومره ورته سپیناوی کوم، د هغوی نور هم باور جوړېږي چې زه د ايي این ډي جاسوس یم او د هغوی ریښتیا درواغ معلومول غواړم. په دې دوران کې یو څو نور کسان چې د نعیم ورسره په دې ورځو کې دوستي جوړه شوې وه هم زمونږ خوا ته راغلل او د هغه نه یې پوښتنه کوله چې څه وخت به ځي. هغه ورته وویل چې د بس د راتګ په انتظار دی، هر وخت چې بس راشي نو ځي به. ځینو خو ورسره هماغلته مخه ښه وکړه او لاړل؛ ځینې هلته مونږ سره کېناستل تر څو د بس د روانېدو پر مهال ورته مخه ښه ووايي. د شاوخوا نیم ساعت د انتظار نه وروسته بس راورسېد. خلکو د خپلو خپلو کوټو نه کالي، چې د مخکې نه یې تیار ایښي ول، راواخیستل او دروازې ته راووتل. شاوخوا دېرش تنه نورو کمپونو ته لېږل کېدل. یو افسر د نومونو د لیست سره راغی او په دروازه کې ودرېد. بیا یې د یو یو تن نوم یاداوه او بېرون یې لېږه. کله چې یې د نعیم نوم یاد کړ نو مونږ ټولو نوبت په نوبت غاړه ورکړه او کلکه مخه ښه مو ورته وویله. په لسو دقیقو کې ټول خلک بس ته وختل او لاړل.
مونږ بېرته ستانه شو او په هماغه ځای کې کېناستو د کوم نه چې راپاڅېدلي وو. خو همدغه وخت هغه د غور والا ښځه د خپل مېړه سره راغله او غوښتنه یې وکړه چې زه یا احسان الله ورسره دفتر ته ورشو ځکه غوښتل یې سبا پولیسو ته د ورتګ په اړه څه معلومات ترلاسه کړي. ښه شوه احسان الله زر ورپاڅېد او ورسره لاړ. جعفر هم په څه کار پسې لاړ، نو زه او شاکر یواځې پاتې شو.
د یواځې پاتې کېدو سره سم شاکر ماته وویل "ماما ته په خدای یقین وکړه چې ډېرې سختې مې تېرې کړې دي. دروغ نه وایم. خو دا احسان الله ماته دروغجن ښکاري. زما یقین نه راځي چې ته به جاسوسي کوې."
ما ځواب ورکړ "دغه یقین دې سم دی. زه جاسوسۍ والا نه یم. د جاسوسۍ خلک بېل معلومېږي." هغه وخندل، وې ویل "په خدای زه هم دغه وایم. چې ریښتیا درته ووایم زه د بټي کوټ یم. د بټي کوټ نوم خو به دې اورېدلی وي؟" ما ورته وویل بټي کوټ مې لیدلی هم دی او دوستان هم پکې لرم. د خپلو یو څو دوستانو نومونه مې ورته یاد کړل خو هغه ونه پېژندل. کېدای شي هغه پېژندل خو په کلي کې یې نومونه هغه نه ول په کومو چې ما پېژندل. دا ستونځه زیاتره وخت د شاعرانو او لیکوالانو سره پېښېږي. مونږ یې په درنو درنو نومونو پېژنو خو د خپل کلي ولس عام خلک یې په نورو (اصلي) نومونو پېژني. زه پخپله څو ځل د داسې تجربو سره مخ شوی یم. یو ځل پېښور نه په صوابۍ کې د روښان یوسفزي کلي ته د یوې مشاعرې لپاره لاړو. یو ملګری بل هم راسره و. کوچنی غوندې کلی و؛ پوښتنه مو پکې وکړه چې د روښان یوسفزي کور چیرته دی. هیچا نه پېژندلو. لومړني سړي نه چې مو پوښتنه وکړه، راته وې ویل "دومره غټ او دروند نوم خو په دې کلي کې د چا نشته. کېدای شي تاسو غلط ځای ته راغلي یئ." مونږ ورته وویل چې همدا کلی دی او همدا یې نوم دی. هغه سړي د خان حجرې ته بوتلو. هلته څلور پنځه کسان ناست ول، هغوی نه مو پوښتنه وکړه نو هغوی هم وویل "په دې نوم خو دې کلي کې څوک نشته." یو سړی پکې لږ اوښیار و، هغه وویل دا سړی چې تاسو ورپسې ګرځئ څه کار کوي او څه ډول سړی دی؟ مونږ ورته وویل چې پېښور کې په "مشرق" ورځپاڼه کې کار کوي. نښه مو ورته دا وویله چې وجود نه نری دی او چې په لاره روان وي نو کرار کرار ځي او ګوتې شماري. هغوی ټولو په یوه غږ وویل "ښه ښه تاسو دیار خان یادوئ." مونږ ورته وویل چې نه، نوم خو یې روښان یوسفزی دی خو کېدای شي تاسو یې په دې نوم پېژنئ. هغوی وویل چې نوم یې دیار خان دی خو تاسو یې په غلط نوم پېژنئ.
نو شاکر ته مې هم وویل چې ستا په کلي کې زما کوم دوستان دي کېدای شي زه یې په غلطو نومونو پېژنم، ځکه چې شاعران په کلي کې یو شان او بهر بل شان نومونه لري. هغه راته وویل "ښه ماما نو ته شعرونه جوړی (جوړوې)؟" ما ورته وویل "نه، د جوړولو کار مې پریښی دی، اوس یې اخلم خرڅوم." هغه یوه اوږده ساه راښکله او وې ویل "ښاااا، نو شاعرانو نه یې اخلې او په ډمانو یې خرڅی!" ما په دې خبره ښه وخندل، خو هغه جدي و. وې ویل "په نغمه او نازیه اقبال دې شعرونه خرڅ کړي دي؟" ورته ومې ویل "نه، زه هغه شعرونه نه یادوم، دا یو بل شی دی." هغه یوه دقیقه چورت وواهه چې بل به لا څه شی وي خو نوره پوښتنه یې ونکړه.
مونږ دغلته د ماځیګر د ډوډۍ تر وخته ناست وو. په منځ منځ کې به نور څوک هم راغلل او څو دقیقې به راسره کېناستل خو بیا به بېرته لاړل. زما لپاره دا هر څه د یو دروند او اوږده خوب په څېر ول؛ د نوم ثبتونې په دې محدود مرکز کې د نیمې نړۍ د خلکو نمونې راغونډې شوې وې. دلته هر څو که د دغو ټولو خلکو د اصلي ژوند کړه وړه نه معلومېدل خو یو څرک یې بیا هم په نظر راته. دوی سره څنګ په څنګ اوسېدو د دوی عقیدې او مفکورې راښودلې؛ ورسره په یو رستوران کې خوراک د دوی د عادتونو او اخلاقو سره اشنا کولو؛ او د یوې کوټې او یوه تشناب په شریکه استعمال راته د دوی ښه او بد اړخونه څرګندول. ما به کله کله د هر تن مخ ته په غور کاته او هغه کیسې مې پکې لټولې چې په هره کرښه کې نغښتې او پټې وې. په هر تاثر کې بې شمېره کیسې وې او هره کیسه یو پوره ژوند و: هغه ژوند چې په یو پړاو غم وي او په یوه خوښي؛ هغه ژوند چې دې خلکو ورته سترګې د نړۍ په یو ګوټ کې پرانستلې وې خو اوس یې بل ګوټ ته رارسولي ول. د دغه ژوند د سبا سترګې اوس د هالنډ د عدليې وزارت ته غړېدلې خو سبا معلوم نه و چې څنګه به وي. هر چا په زړه کې دا تمه لرله چې د هالنډ حکومت به یې په ستونځو ځان پوهوي او په دې هېواد کې به د ژوند کولو اجازه ورکوي. د دوی ټولو نن د اوسپنیز جال په دې څلورو دېوالونو کې بند و، خو سبا ته یې تمه وه چې ګرده نړۍ به یې په مخ خلاصه وي.
د ماځیګر د ډوډۍ له خوړلو وروسته زه خپلې کوټې ته لاړم او لږ ساعت لپاره د کتاب له لوستلو وروسته ویده شوم. ماښام ناوخته شاکر له خوبه راجیګ کړم. چې سترګې مې پرانستې نو هغه وویل "ماما پاڅه ناوخته دی، مېچ شروع کېږي." ما ترې پوښتنه وکړه "د څه شي مېچ؟" وې ویل "د فوټبال مېچ! د هالنډ او هسپانیې مېچ دی. ټول خلک راغونډ شوي دي." زه راپاڅېدم. دې نه وړاندې چې د فوټبال کومه لوبه شوې وه هغه هالنډ ګټلې وه او هغه وخت زه په هند کې وم. ما لوبه نه وه کتلې خو په کومه خبري خپرونه کې مې خبر کتلی و. بیا مې دا هم اورېدلي ول چې وروستۍ سیالي به د هالنډ او هسپانیې ترمنځ وي. خو دا راته نه وه معلومه چې نن به وي. او که راته معلومه وای هم نو زه د لوبو کتلو داسې ډېر شوقي نه یم. خو شاکر ټینګار کاوه چې باید ورسره لاړ شم ځکه چې ټول خلک لوبه ګوري. ټولو غوښتل او دوعاګانې یې کولې چې لوبه هالنډ وګټي. وروسته راته معلومه شوه چې دوی ځکه د هالنډ ګټه غواړي چې حکومت به ورته "مفته" قبولیانې ورکړي. نه پوهېږم چې په هالنډ کې به د پناه غوښتونکیو شمېره څومره وي او په هسپانیه کې څومره. خو ښايي د هسپانیې والا دوعاګانې زورورې وې، په دویم پړاو کې هغوی یو ګول وکړ او ورلډ کپ یې وګټلو. نه پوهېږم چې د هسپانیې حکومت به کومو پناه غوښتونکیو ته "مفته" قبولي ورکړي وي او که نه، خو په هالنډ کې یې د ټولو خلکو په شوق او ذوق یخې اوبه واړولې. زه د دې ټول تفصیل نه سهار، چې په دې مرکز کې مې څلورمه ورځ پېل کېده، خبر شوم.
(ادامه لري)

