د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په جنت کې مسافر (لومړۍ برخه)

عبدالهادي حیران 28.09.2010 13:36

(په اروپا کې د افغانانو ژوند څنګه تېرېږي؟ یو ریښتونی انځور)

په هغه اوږده او پراخه میدان کې چې د یو ناسینګار شوي تالار په څېر ښکارېده، چې چپې خوا ته یې د مرکز کوچنی غوندې دفتر و، ورسره څنګ کې مخامخ نسبتاً غټ رستوران و چې په مرکز کې مېشته پناه غوښتونکو به پکې ډوډۍ خوړله، ښي لوري ته یې د کوچنیو کوچنیو خونو لومړی کتار او ورسره څنګ کې ښځینه تشنابونه ول، د هغو پناه غوښتونکو څخه ډک و چې د هالنډ د پناه غوښتلو په دې مرکز کې ایله ثبت شوي ول. دوی په کتار چوکیو ناست ول او مخامخ دېوال ته لګیدلي تلویزیون ته یې سترګې لکې کړې وې. په دوی کې داسې کسان هم ول چې تازه د خپلو هېوادونو څخه رارسېدلي ول مګر زیاتره هغه مسافر ول چې په میاشتو میاشتو یې د ډېرو هېوادونو په غرونو، سمندرونو، او دښتو کې سفرونه کړي ول او بالاخر یې تر دې مرکز ځانونه رارسولي ول. ځینې پکې داسې هم ول چې په اروپا کې یې کلونه کلونه کمپ په کمپ په اوسېدو او کلیسا په کلیسا ډوډۍ خوړلو تېر کړي ول مګر په دې نه ول توانېدلي چې قبولي ترلاسه کړي. دوی تلویزیون ته کاته او ورسره یې په خپلو کې خبرې هم کولې. هر څوک ډېر خوشحال معلومېده ځکه چې هر تن له ډېر اوږده سفر او سختو تکلیفونو وروسته دې مرکز ته ځان رارسولی و. هغوی چې د پخوا نه په اروپا کې اوسېدل نوې هیله یې پېدا شوې وه چې قبولي به ترلاسه کړي. دوه دوه، درې درې، څلور څلور کسان داسې معلومېده لکه جلا جلا هېوادونه چې وي. یو څنګ ته ایران، بل ته افغانستان، اخوا ترې سوډان او ایتوپیا، دېخوا ترې مقدونیه او بیا نیپال، نایجیریا، کانګو او خدای خبر کوم کوم. د دوی ژبې له یوه بله بدلې وې؛ د دوی کولتورونو له یوه بل سره تضاد درلود؛ د دوی دینونه له یوه بله جلا ول؛ او بدني جوړښتونو یې د خپل خپل نسل استازیتوب کاوه. دا د ماسختن وخت و او په مخامخ تلویزیون باندې د هالنډ او هسپانیې ترمنځ د ۲۰۱۰ د فوټبال د فیفا د نړیوال کپ اخري سیالي ښودل کېده. ناستو ټولو خلکو دا ارمان درلود او دوعاګانې یې کولې چې دغه لوبه هالنډ وګټي.
په دوی کې چې کوم مسلمانان ول هغوی لږ ساعت مخکې د ماښام لمونځ کړی و او باوري ول چې د هالنډ لپاره خدای ته کړې دوعاګانې او زارۍ به یې قبولې شي؛ کوم چې مسیحیان ول هغوی د عیسی مسیح نه غوښتنه کوله چې هالنډ ته پر هسپانیې فتح ورکړي؛ نیپالیانو د هندو دېوتاګانو څخه د مرستې درخواستونه کول؛ او هغوی چې په هیڅ کوم مذهب یې ایمان نه درلود وچ په وچه هیله لرله چې هالنډ به دغه لوبه د هسپانیې نه وګټي. په دوی کې داسې ماشومان – تور، سپین، غنم رنګي – هم ول چې د مذهبونو نه خبر نه ول خو د خپلو مشرانو په مخونو خوښۍ ته په کتلو خوشحالېدل او اخوا دېخوا یې منډې وهلې. مونږ، زه او درې نور افغانان، په اخري کتار کې ناست وو. شاکر (نومونه اصلي ندي)، چې شاوخوا یوویشت کاله عمر یې درلود، او په همدغه ورځ مرکز ته رارسېدلی و، او ما سره احسان الله معرفي کړی و ځکه چې دواړو مخکې د یونان په کوم کمپ کې یو ځای وخت تېر کړی و، زما ښي طرف ته ناست و. احسان الله، چې د هغه نه څو کاله مشر معلومېده او ډېر خبرلوڅ و، زما چپ لوري ته او زما سره په یوه کوټه کې ملګری یو هزاره افغان، چې د ایران نه پولینډ ته او د هغه ځای نه هالنډ ته راغلی و، د احسان الله څنګ ته ناست و. تر دغې وړاندې، ماښام ناوخته، شاکر په ما پسې زما خونې ته راغی او د لوبې د کتلو لپاره جوړې شوې دغې غونډې ته یې بوتللم. زه ښايي یواځینی تن وم چې د خلکو د دغې غونډې نه بهر وم. مونږ خپل منځ کې په پښتو خبرې کولې؛ زمونږ ښي طرف ته یوه ډله ایرانیان ناست ول، هغوی فارسي ویله. زمونږ مخې ته چې کومې ښځې او سړي ناست ول په عربۍ لګیا ول څه بحث یې کاوه. چپ لوري ته، لږ لیرې، رانه دوه نیپالیان، چې یو یې کابل کې د ناټو ځواکونو سره د اشپز په توګه دوه کاله کار هم کړی و، ناست ول چې خپل منځ کې یې نیپالي ویله خو مونږ سره به یې په هندۍ خبرې کولې. دوه نرۍ نرۍ تور رنګې پاکستانۍ مسیحي انجونې، چې غبرګونې ښکارېدلې، هم زمونږ مخې ته لږ لیرې ناستې وې او یو سړي سره په انګلیسي لګیا وې. داسې نورې ډېرې ژبې هم ویل کېدې چې مونږ پرې نه پوهېدلو: افریقايي، منګولیايي، روسي، کردي، چینايي، او نورې.
ناڅاپي په تالار کې چړچکې شوې. ټول خلک تلویزیون ته متوجې شول. شاکر ورسره لږ جیګ هم شو. کوم هالنډي لوبغاړي نږدې وه چې ګول کړی وای خو خطا شو. زما د لوبې سره فکر نه و؛ دې سوچ اخیستی وم چې دا ټول خلک د هالنډ فتح ولې غواړي. اخر مې د شاکر نه پوښتنه وکړه. "ستا لکه چې د هالنډ ټیم ډېر خوښېږي؟"
"نه" شاکر لنډ ځواب راکړ.
"نو فوټبال دې خوښېږي؟" ما ترې بیا پوښتنه وکړه. هغه د تلویزیون نه مخ راواړاوه او ماته یې په غور وکاته. بیا یې وویل: "نه، زه فوټبال هم نه ګورم."
دا خبره زما لپاره حیرانوونکې وه. ما پخپله چیرته د فوټبال لوبه په تلویزیون نه وه کتلې، یواځې چې ماشوم وم نو کله کله به مې د ګاونډ د هلکانو سره کوله. زه د کرکټ شوقي هم نه وم، یواځې چې په دې وروستیو کې د افغانستان د کرکټ ټیم نړیوالې لوبې ګټلې نو یو څه شوق مې ورسره پیدا شوی و. مګر شاکر لوبه په داسې شوق او توجو کتله چې ما ګومان کاوه پوخ شوقي دی. هم هغه زه دې غونډې ته د خپلې کوټې نه راوستی وم. زما تلوسه زیاته شوه. بیا مې ترې پوښتنه وکړه: "نو بیا یې ولې ګورې؟ او زه دې دلته ولې راوستلم؟"
"د دې لپاره چې دوعا وکړو او هالنډ لوبه وګټي. خدای دې وکړي چې هالنډ یې وګټي" هغه ځواب راکړ.
"ښه ښه، نو هالنډ دې خوښېږي!" ما هسې تبصره وکړه. هغه بیا ماته مخ راواړاوه او مسکی شو. وې ویل: "دا د خوښې ناخوښې خبره نده، دا ټول خلک غواړي چې هالنډ یې وګټي ځکه چې د هالنډ په ګټه کې زمونږ ګټه ده."
"ستاسو څه ګټه ده؟"
"ګوره، هالنډ تراوسه پورې چرته کوم ورلډ کپ ندی ګټلی. که دا ورلډ کپ یې وګاټه نو زمونږ ډېره ګټه ده. دا به د هالنډ لپاره ډېره غټه خوشحالي وي. او مونږ ته به پکې مفته قبولي راکړي." په دې وضاحت زما سر خلاص شو. د ځان سره مې فکر وکړ: ښه، نو دا خلک ځکه دومره خوشحاله دي او د هالنډي ټیم ګټه غواړي. مګر زما بیا هم باور نه راته چې داسې به وشي. دا په دې مرکز کې زما درېمه ورځ وه او د ډېرو خلکو سره مې اوږده بحثونه کړي ول. د هغو خلکو سره هم چې په اروپا کې یې لس لس کاله شوي ول خو قبولي یې نه وه اخیستې. د هغوی د خبرو نه راته معلومه شوې وه چې په اروپايي هېوادونو کې قبولي اخیستل اسان کار ندی. او بیا قبولي غوښتونکي زر یا دوه زره یا درې زره خلک ندي، په لکونو دي. نو څنګه به هالنډ وکړي چې د یوې لوبې په ګټلو هر چاته، د شاکر په وېنا مفته، قبولي ورکړي. شاکر لکه چې زما ذهن لوستلی وي، راته وې ویل: "ته په دې یقین نه کوې؟ په اروپا کې داسې کېږي. د ورلډ کپ ګټل غټه خوشحالي وي، ځینې ملکونه خپلو خلکو ته نورې ډېرې اسانتیاوې هم ورکوي. جشنونه جوړېږي. حکومت هر څه ارزانوي. که لوبه هالنډ وګټله پخپله به یې ووینې. تاته پته ده زه هالنډ ته ولې راغلی یم؟" هغه زما نه پوښتنه وکړه.
"دې لپاره چې دلته قبولي واخلې" ما ځواب ورکړ.
"هو، هغه خو ده، مګر زه اول په بلجیم کې وم. هلته زما مشر ورور دی، هغه قبول شوی دی. هغه زه دلته راولیږلم. راته وې ویل ځان رسوه، که هالنډ ورلډ کپ وګټي کیدای شي مفته قبولي درکړي."
"افففففففف! ستا مور...!" احسان الله چیغې کړې. شاکر هم څه وویل او ورسره جیګ شو. شور او غوغا شوه. بیا کوم هالنډي لوبغاړي نږدې وه چې ګول کړی وای خو یو هسپانوي لوبغاړي یې مخه ونیوله. هغه لوبغاړی چې د ګول مخه یې نیولې وه د احسان الله او نورو ډېرو خلکو لخوا په بیلابیلو ژبو کې په غټو غټو ښکنځلو ولمانځل شو. زما فکر هسپانیې ته لاړ: ایا هلته به هم داسې د پناه غوښتونکو مرکز وي چې خلک پکې راغونډ شوي وي او د هالنډ هغو لوبغاړو ته به ښکنځاوې کوي چې د هسپانیې د ګولونو مخه نیسي؟ که د پناه غوښتونکو مرکز نه وي نو داسې خلک خو به خامخا وي چې د هسپانیې د ټیم د ګټې سره یې ګټې تړلې وي! هغوی به هم د خپل خپل دین له مخې دوعاګانې غوښتلې وي چې هسپانیه یې وګټي! د نړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې د انسانانو څه عجیبه عجیبه عقیدې او ذهنونه دي چې هر یو پکې خپل دین د دې مسوول ګڼي چې د هغوی د ګټې او د نورو د تاوان لپاره به کار کوي. لوبې په همدې ترتیب تر ناوخته دوام وکړ. شور غوغا، چړچکې او ښکنځاوې، بحثونه او خنداګانې. زما زړه نور توان ونکړ، شاکر او احسان الله ته مې وویل: "ځئ چې بهر سګرټ وڅښو". هغوی راسره وومنله او بهر ووتو.
دا زما په دې مرکز کې دریمه ورځ وه. دا په هالنډ کې د پناه غوښتونکو د نوم ثبتونې اولنی دفتر و چې د المان د پولې سره نږدې د تراپل په نامه یوه لیرې او تقریباً شاړه سیمه کې پروت دی. ځايي اوسېدونکو ماته ویلي ول چې که سړی نیم ساعت پیاده لاړ شي نو اخوا المان دی. هر څو که دا سیمه د هالنډ د نورو سیمو په څېر شنه او ښکلې وه او امنیت یې هم ښه و، خو د مرکز شاوخوا تر درې کیلومیترۍ پورې کورونه په نظر نه راتلل؛ ځايي خلک هم چیرته خال خال په مخه راتلل؛ زیاتره تګ راتګ د پناه غوښتونکو کډوالو و چې د نړۍ د هر غریب هېواد څخه راغلي ول. د مرکز سره ګېرچاپېر غټې غټې ودانۍ ډېرې وې چې ټولې د همدې پناه غوښتونکو نه ډکې وې. ښي طرف ته یې د پولیسو دفتر و چې د پناه غوښتلو د پروسې په پېل کې یې د هر چا نه ګوتې اخیستلې او عکسونه یې ایستل. ورسره څنګ کې د هالنډ د عدلیې وزارت د هغې ادارې وداني وه چې د پناه غوښتونکو سره یې مرکې او د هغوی په قضیو یې څېړنه او په پای کې منفي یا مثبته پرېکړه کوله. دې ادارې ته یې ايي این ډي ویل. مخامخ ورته یو کمپ و چې د ګوتو او عکسونو څخه وروسته ورته ځینې کډوال ورلیږل کېدل. هغې ته مخامخ ښي لوري ته زندان و او یو بل طرف ته پکې د هغو خلکو لپاره یو بل کمپ و کوم چې د هالنډ د دولت لخوا خپلو هېوادونو ته لېږل کېدل. دې ته یې ډیپورټ سنټر ویلو. په ډیپورټ سنټر کې زیاتره خلک د افریقايي هېوادونو، مقدونیې، رومانیې، ترکیې او نورو ځایونو ول. ماته د خپل تحقیق په وخت معلومه شوې وه چې د افغانستان، ایران او صومالیې اتباع نه ډیپورټ کېدل. یواځې هغه خلک دغو هېوادونو ته بیرته لېږل کېدل چې پخپله خوښه یې تلل غوښتل.
د پناه غوښتونکو دې مرکز ته د راتګ نه مخکې ما د دغې پروسې په اړه پوره تحقیق کړی و. ما د هالنډ د عدلیې وزارت هغه معلوماتي کتابچې کتلې وې چې د دې پروسې په اړه یې نږدې په هره ژبه کې لري. ما د هغوی وېبپاڼه هم کتلې وه. په کتابچو او ویبپاڼه کې چې کوم معلومات ورکړای شوي ول د هغوی له مخې دغه میاشت هالنډ د پناه غوښتونکو لپاره یو نوی پروسیجر پېل کړی و. په زاړه پروسیجر کې د پناه غوښتلو په پروسه کلونه لګېدل؛ مګر نوی پروسیجر نهه یا لس ورځې و: په اوله ورځ د نوم ثبتول، په دویمه د پولیسو سره ګوتې او عکسونه، په دریمه طبي معاینه، په څلورمه د وکیل سره کتل، په پنځمه اوله مرکه، په شپږمه بیا وکیل سره لیدل، په اومه دویمه مرکه، په اتمه بیا وکیل سره لیدل، او په نهمه یا لسمه ورځ فیصله، چې یا به مثبته وي او یا منفي. د مثبتې فیصلې مطلب د هالنډ د دولت لخوا قبولي ورکول او د منفي مطلب د قبولۍ د درخواست رد کېدل وو. وکیل د دې لپاره و چې د دې ټول پروسیجر پر مهال د قبولي غوښتونکي سره مرسته وکړي. په هره مرکه او لیدنه کې یو ترجمان موجود و چې د پناه غوښتونکي او وکیل یا افسر خبرې یو بل ته وژباړي. وکیل، ترجمان، ډاکټر، او نور خیریه کارکوونکي ټول یا د دولت او یا د نورو خپلواکو ادارو لخوا مقرر شوي وي. خواړه او د ضرورت نور شیان هم د دولت لخوا ورکول کېږي. پناه غوښتونکی د دې ټول پروسیجر پر مهال خپل هیڅ لګښت نه کوي.
د قبولۍ پروسیجر ته له ورننوتلو مخکې ما دا هم غوښتل چې د یو څو داسې افغانانو سره مرکې وکړم چې په هالنډ کې قبول شوي وي. خو هالنډي ملګري مې مشوره راکړه چې دا کار به وروسته وکړو. تر دغه وخته ما فقط د یوه افغان سره تصادفاً لیدلي ول. هغه هم زه په ټیکسي کې یو ځای ته تللم چې د خبرو پر مهال راته معلومه شوه چلوونکی یې افغان دی. پوښتنه مې ترې وکړه چې په هالنډ کې ژوند څنګه دی. ځواب یې راکړ: "بې خونده او زړه چاودی!" ما ویل ولې؟ ویل: "یوولس نیم کاله مې وشول چې په هالنډ کې ژوند کوم. بس کار شته خو نور ژوند نشته. فامیل مې په افغانستان کې دی او زه دلته. د هالنډ د خلکو سره زما او ما سره د دوی روح نه ګډېږي". بیا یې په ډېره غمجنه لهجه وویل: "هالنډ جنت دی خو مونږ پکې مسافر یو". ورته ومې ویل چې په هالنډ کې خو افغانان هم ډېر دي. ویل "مړه دلته څوک د یو بل نه نشي خبریدلای. دا یو موټی وطن دی خو بیا هم مونږ د یو بل نه ډېر لرې یو. دلته بس ژوند همداسې دی". ما ویل: نو افغانستان ته ولې نه ځې؟ ویل: "څو ځل مې اراده وکړه چې لاړ شم خو مرګ د سترګو مخې ته ووینم نو بیا ووایم چې هالنډ کې که ژوند هر څنګه دی خو بیا هم ژوند دی د مرګ نه ښه دی." په پای کې مې ترې پوښتنه وکړه چې ستا په فکر افغانستان کې به وضعه څنګه ښه شي؟ لږ چورت کې شو، بیا یې وویل: "خدای پاک چې دنیا پېدا کړه او فرښتو پکې ملکونه جوړ کړل نو بیا یې فرښتو ته وویل ځئ چې دا ملکونه ووینو. نو هر مملکت ته چې به ورتلل فرښتو به ورته ویل چې دا فرانسه ده، دا سویډن دی، دا ناروی ده، دا کاناډا ده، دا پلانکی او دا پلانکی. کله چې افغانستان ته راورسېدل نو خدای پاک په خپله وویل چې دا افغانستان دی. فرښتو پوښتنه وکړه چې څنګه. خدای پاک ځواب ورکړ: دا چې څنګه ما پېدا کړی و هماغسې پروت دی، چا یې د جوړولو غم ندی خوړلی." بیا یې پخپله په ډق ډق وخندل، ویل: "او تراوسه یې چا د جوړولو غم ندی خوړلی."
پرته د دې یو ټیکسي چلوونکي نه مې د بل کوم افغان سره ونه لیدل خو د قبولۍ د پروسیجر په اړه مې یو څه نور معلومات د یو څو هالنډیانو نه ترلاسه کړل. دا مو هم معلومه کړه چې پناه اخیستلو لپاره د نوم ثبتولو مرکز په تراپل کې دی چیرته چې سړی د امسټرډام نه په درې نیم یا څلور ساعته کې رسېدلای شي. او د دې هر څه د معلومولو نه وروسته زه او هالنډی ملګری مې د تراپل په لور روان شو.
(ادامه لري)