د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ((هلمند دمرستو اوهمکاريو)) ټولنه جوړه شوه

حبيب الله غمخور 27.09.2010 01:08

دروان ۲۰۱۰ ز کال دسپتمبر دمياشتي پر ۲۵دورځې  پر يونيمه بجه  دجرمني دهامبورگ د ښار په يوه سالون کښي په اروپا اوسکندنويايي هيوادوکي دمېشتو هلمندي کډوالو په نوښت د هلمند ولايت اوهيواد دنوروسيمو دخلکوسره دمالي اومادي مرستو دراټولولو دهلمند ولايت دبيارغونې په کاروکښي دفعالي ونډي اخيستنې په موخه د((هلمند دمرستو اوهمکاريو)) په نامه يوه مرستندويه ټولنه  جوړسول .

ددې ټولنې دجوړيدودلويي غونډي  کار دښاغلي حاجي عبدالله سنگر لخوادقرانکريم دڅواياتو تر تلاوت  وروسته دافغانستان دملي سرودپه اورېدووروسته پيل   سو .

دغونډي کاردغونډي دبرخه والو په غوښتنه په سويډن کي مېشت افغان حبيب الله غمخورپه مشرتابه پر مخ بېول کېده .

دغونډي برخه والوته دښاغلی غمخورلخواترهرکلی وويلووروسته  دغونډي داجندا مسوده  دلويي غونډي برخه والوته وړاندي سول چي تر بحث او وړانديزونووروسته درايوپه اتفاق ومنل سوه.

دغونډي په پيل کښي داجندا مطابق دښاغلي حاجي عبدالله سنگر صاحب نه غوښتنه وسول چې ددې خيريه ټولنې دجوړېدولپاردکاردپيل پر تاريخچه رڼاواچوي .

ښاغلي حاجي صاحب سنگردغونډي برخه والوته دټولوهغوکسانودهڅواوتلاښونوپه کله معلومات ورکړکوموچې په خپل زيار اوزحمت ددې ټولنې دجوړېدولپاره امکانات برابرکړل .

ورپسې دحبيب الله غمخورلخوادغونډې دجوړېدود تدارک دکميسيون داستازي په توگه له هغې غونډې نه چي دروان کال داپريل پر دريمه دډنمارک هيواد داغوس په ښارکي جوړه سوې وه بياددې  لويي اومؤسيسې غونډې تر جوړېدوپوري دتدارک دکميسيون دکار اوفعاليت په هکله لنډ رپوټ وړاندي کړ .رپوټ  تر اورېدوسره دداسي يوې خيريه ټولنې دجوړېدوپر اړتيا ترهر اړخيز بحث وروسته  د((هلمند دمرستو اوهمکاريو)) په نامه ديوې خيره ټولنې پر جوړېدوټينگاروسو.

دغونډې په دوهمه برخه کي چي تر يوې وړې دمې وروسته پيل سودحبيب الله غمخور لخوادهلمند دمرستو اوهمکاری ټولنې دکړنلاري اوبسټپزواصولوجوړه سوې مسوده چي پخوادغونډي برخه والوته لېږل سوې وه دغوراوهراخيزبحث لپاره ولوستل سوه .

دغونډې برخه والوددې مسودې پر هر ماده تردقيق اوگټور بحث  نه ورسته درايوپه اتفاق د((هلمند دمرستو اوهمکاريو)) ټولني بنسټ کښېښود .

په دې لويه اومؤسيسه غونډه کي دټولنې رئيس،مرستيال  ،وياند اودمشرتابه جرگې نوروغړو په ټاکلو سره ئي پرېکړه وکړه چي ددې مرستندويه ټولنې مرکزي دفترپه  اروپااودڅانگودفترونه ئي داروپاپه هر هيواد اوافغانستان کي دهلمند ولايت لښکرگاه په ښارکي پر انستل سي . همداډول دټولنې داروپايې څانگو دپرانيستلوپه موخه په غونډه کي گډونوالوته سپارښتنه وسول چي په خپل مېشتو هيوادوکښي ژرترژر دغونډوپه جوړېدوسره دټولنې څانگې پرانيزي اودهغه  هيوادودمروجه قوانينوپر بنيادئي  دبانکي حساب په پرانستلوسره  ثبت اوراجسترکړي .

غونډه چي دورځې پر يونيمه بجه پيل سوې وه دماذديگر پر پنځوبجودصميميت اودوستۍ په فضاکي ديوې دعايي په ويلوسره پاي ته ورسېده .