د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د روزگان ۲۳ او ۲۴ گڼه چاپ شوه

حبيب الله غمخور 13.09.2010 02:46

دروزگان مهالنۍ ملي خپرونه
Monthly News in Ruzgan

2006--۱۳۸۵
Afghan Democratic Publication in Swede

د روزگان مهالنۍ ملي خپرونې دڅلورم نشراتي کال دپيل  پرله پسې درويشتمه اوڅلر وشتمه ځانگړې گڼه  له چاپه راووتله.

دروزگان مهالنۍ ملي خپرونې پدې گڼه کښي چي دسويډن دمالمو په ښار کي دځوانوليکوالو، شاعرانو،اديبانواو فرهنگيانونړيوال کنفرانس ته ډالی شوېده ، تاسو کولای شئ په پښتو، دري اوسويدني   ژبو د هيواد او نړۍ په هکله په زړه پوري نوی  علمي، تاريخي، سياسي معلوماتو سربېره دخپلو پياوړاوځوانو ليکوالو ، شاعرانواو يوشمير ويب پاڼو د چلوونکو په هکله او دغه نړيوال کنفرانس ته پيغامونه ،ليکنې اونور په زړه پورې مطالب ولولئ .

درنو هيوادوالو!

روزگان کومه سيمه ايزه خپرونه نده اونه  هم يوازي په روزگان پوري اړه لري . دروزگان په نامه داخپرونه دهر ډول سياسي،  ملي ، ژبني ،قومي او سيمه ايز توپير اولوړتيا غوښتنې سره نه پخلا کېدونکې خپرونه ده .

 دا خپرونه  دټولوهيوادوالو دسياسي ،ادبي علمي ،فرهنگي عقيدواونظريودخپرولوخپلواک تريبون دی . 

روزگان خپرونه کومه تجارتي رسنۍ نده او نه هم زموږموخه دپيسو پيداکول دي ، مگردچاپ ، علمي او فرهنگي مؤسسواوکتابتونوته دوړيا لېږلو دمصارفو دپوره کولو لپاره له افغانانو څخه مالي مرستې ته اړتيا لېدل کېږي ،پدې خاطر ددې خپرونې کلنی گډون په لاندې توگه په نظر کې نيول شوې  :
الف : په اروپا،امريکا متحده ايالاتو،کاناډا،استراليا،هند، ايران اوپاکستان کې ((۴۰۰ ))سويډني کرونه يا(( ۵۰ )) ايورو .
ب : په بهرکې له درنوهيوادوالو اوفرهنگپالوڅخه په درنښت غوښتنه کوو چې  پرموږ خپلې مادي اومعنوي لورېنې او پيرزوينې ونه سپموئ  .

په نړۍ کي هر افغان کولاي  شي خپلې ليکنې  او دافغان ولس سره دزړه خواله ، شعرونه ادبی  مطالب  اوطنزونه موږ ته راولېږي ،موږ هرڅه په ورين تندی منو اوتر افغان ولس پوري ئې  په پوره امانتداری  رسوو.

که  غواړي  چې  د ((روزگان))  هره ګڼه  ستاسو دکور اويا دفتر پر آدرس  درورسیږی ، زموږ سره پدې برېښنا ليک تماس ونيسی :

برېښنا پتي  :

ghamkhor@hotmail.com

ghamkhor@gmail.com

داړېکو لپاره تليفونونه :

0046(0)736511569