د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

معين مرستيال په کندوز کې چل او فرېب کوي

کندوزی 12.09.2010 15:56

معين مرستيال يو هغه كانديد دى چې د كندوز د پښتنو په سترګو كې خاورې اچوي، په تيرو پارلماني انتخاباتو كې به يې د كندوز د چوك پر سر د پښتو او پښتنولۍ خبرې كولې، خلكو ته يې ژمنې وركولې چې سركونه به يې قير كړي، پلونه، سربندونه او لارې به يې جوړې كړي، اونور سهولتونه به ورته برابر كړي، خو كله چې وكيل شو په دغو تيرو پنځه كالو كې يې د خپلو موكيلينو يا هغو خلكو چې رايي يې وركړي پوښتنه هم ونه كړه، كندوزيان په دې خوښ وو چې يو خوله ور او تكړه سړى يې پارلمان ته ليږلې خوكله چې يې په دغه تيرو پنځه كالو كې له هغه څخه كومه ښيګړه ونه ليده، اوس يې عقل سر ته راغې چې وړ كانديد يې پارلمان ته نه دې ليږلى.

ددې ټولو كارونو تر څنګ د كندوز فرهنګيانو فكر كاوه چې معين مرستيال به ددوي لپاره ګټور ثابت شي، او فرهنګيانو ورته په شخصي او انفرادي توګه كمپاينونه كول، خو معين مرستيال فكر كوم تراوسه هم له دې نه دى خبر چې دغو فرهنګيانو ورته كمپاين كړى او كنه، ځكه د كندوز فرهنګيانو دا خپله دنده بلله چې يو ښه څوك پارلمان ته وليږي.

خو كله چې په كندوز كې كلنۍ مشاعره ((ريدي ګل )) جوړيده مرستيال صيب!!! ته يې احوال وركړ چې له دوي سره په مشاعره كې ګډون وكړي، هغه ورته وويل: (( زه څه دوكاندار خو نه يم چې څادر په اووږه كړم اودرشم)). معين په دغه وخت هغه فرهنګي شخص ته چې ټليفون يې ورته كړى و نورې ډيرې بې منطقه خبرې هم كړى وې چې په اړه يې ليكنې هم شوى وې.

د كندوز ټول فرهنګيان په دې طمعه ووچې د مرستيال په ګډون به يې مشاعره لا ښكلي شي خو ددوي هيلې له خاورو سره خاورې شوى.

اوس چې معين مرستيال ځان د پښتنو په مينځ كې ناكام وليده له يوه بل چال نه يې كار واخيسته هغه په هغو پوسټرونو كې چې د ځان د پيژندګلوۍ په اړه يې خپاره كړي دي، ليكلي دي چې: (( د معين مرستيال كورنۍ له زابل ولايته، بدخشان ته كډه شوى او دې په اصل كې تاجك او هوتك قوم پورې تړاو لري، او په اصل كې د زابل ولايت اوسيدونكې دى بلكې په قوم باجوړى نه دى، له دې پرته يې نور څه نه دي ويلي، خو په تيرو پارلماني انتخاباتو كې يې ځان د باجوړي په نامه ښوده او ويل به يې چې دده نيكونه له باجوړ نه كندوزته راغلي دي او دې غواړي په كندوز كې د پښتنو له حقوقو دفاع وكړي چې په نتيجه كې پارلمان ته لار ومونده.

خو اوس يې په زغرده په كابل كې د يوې ډلې خلكو په مينځ كې ويلي چې : (( معين مرستيال د پښتنو رايو ته ضرورت نه لري، ځكه زه يو ملي شخصيت يم كه پښتانه رايه راكړي او كنه ماته تاجك، اوزبك او ټول كندوز ميشتي قومونه رايه راكوي)).

په تيرو پارلماني انتخاباتو كې يې د باجوړي په نامه د كندوز ټول باجوړى قوم راټول كړى و، او معين مرستيال به يې په اووږو ګرځاوه، خو كله چې په دې پوه شو چې په تيرو كلنوكې يې د خپلو موكيلينو پوښتنه نه ده كړى، هغوي ته يې كار نه دې كړى، نو له نوي چال نه يې كار اخيستل پيل كړي دي، ځان يې تاجك، او بيا هوتك معرفي كړ.

خو زه د كندوز پر خلكو غږ كوم چې بايد د كانديدانو په اړه لومړى فكر وكړي، هغه وپيژني د هغه د كار وړتيا وګوري او په دې مطمين شي چې په راتلوونكې كې ورته خدمت كولاې شي بيادې رايه وركړي.