د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سياسي پوهې نه شتون او سياسي ليکنې

نسيم کمال ځاځى 24.08.2010 18:22

له نيکه مرغه په تيره يوه لسيزه کې چې افغانستان د انټرنيټ له آسانتيا څخه برخمن شوى او په عصري ډول د چاپي خپرونو پر ځاى ډيرى ليکنې د انټرنيټي سايټونو له لارې خپريږي او د نړۍ په هر ګوټ کې يې هغه څوک چې انټرنيټ ته لاس رسى لري لوستلى شي.

خو څه ولولي ؟ او د څه لپاره يې ولولي ؛ په داسې حال کې چې په اوسني عصر کې وخت هر انسان ته ډير ارزښت لري او هر څوک نه غواړي چې تش په نامه ليکنو باندې خپل وخت ضايع کړي.

خداى مه کړه زما موخه دلته دا نه ده ، چې ګويا زه د بل چا د پرمختګ په مخ کې خنډ جوړول غواړم او يا هم دا چې په يو چا په دې خاطر دا نيوکه کوم ، چې زه د بيان د آزادۍ مخه نيسم.

نه ! زه په ټول هيواد او بيا په ټوله کې د اسلامي نړۍ په کچه په دې ډير خوشحاله کيږم ، چې د مسؤلو کسانو پر ناغيړيو او د ټولنې په ستونزو خبرې ، شننې او بحثونه وشي او هغوى دې ته اړ کړي ، چې خپل ځان په لاره برابر کړي.

دلته زما موخه داده ، چې د يوې ليکنې ليکوال ( نوى ځوان ليکوال ) دې د خپلې پوهې د کچې سره سم ليکنه وکړي او د هغه څه په اړه چې کره او په ځاى معلومات لري د بشپړ پلټنو وروسته يوه لنډه او په زړه پورې ليکنه د يو تاند او خوښوونکي سرليک لاندې وليکي ، تر څو يې هغه کسان په ډير غور ولولي او واوري ، کوم چې اړتيا ورته لري او ليواله يې دي.

په ټولو سياسي بحثونو ، سياسي شننو او ليکنو کې ډيره کمه غلطي او خطا ليکوال له لويې بدنامۍ سره مخامخ کوي او په راتلونکي کې هيڅ يو لوستونکى د هغه ليکنه نه لولي ؛ نو ځکه اړينه بولم چې ووايم ، تر هرې سياسي ، ادبي ، ټولنيزې او روزنيزې ليکنې نه وړاندې د څو مهمو آثارو ژوره مطالعه ، د هيواد او سيمې له روانو خبرونو ، تازه رپوټونو او د سياستوالو له دندې څخه پوره خبريدل په هره سياسي ليکنه کې د ليکوال لپاره اړينه او د پام وړ

ده ، چې دا ټول عناصر په مستقيم ډول د هر سياسي تاند ځوان ليکوال چې نوى يې په همدې موخه قلم راپورته کړى وي مهم حتمي دي.

له لرغونو زمانو څخه متل دى ، چې وايي ترکاڼي د بيزو کار نه دى او يا هم دا چى تش د بوزې په تورولو سړى ټټار يا آهنګر نه شي کيداى ، نو يو ځل بيا نويو هڅانده ځوانو ليکوالو ته د يو ورور په حيث دا څو سپارښتنې اړينې بولم ، چې دوى يې بايد د هر ډول ليکوالۍ له پيل کولو مخکې عملي کړي :

 ١:- هڅه وکړئ په هره برخه کې مطالعه خپل عادت وګرځوئ او ځان داسې پرې معتاد کړئ ، چې هيڅکله مو هم له کتاب څخه زړه تور نه شي.

٢ :- د خپلې ليکوالۍ لپاره سبک او د ليکوالۍ ځانګړې لاره ومومى او تر پايه په هماغه برخه کې د پرمختګ لپاره وړاندې ولاړ شئ ، لکه ادب ، سياست ، اقتصاد او ....

٣ :- هڅه وکړئ له ډير کمزوري سبک څخه خپله ليکوالي پيل کړئ خو پام مو وي چې تقليد و نه کړئ !.

٣ :- د هر کتاب د مطالعې پر مهال له خپل ځان سره د ياددښت کتابچه ولرئ او د هر مضمون له لوستلو وروسته هغه معلومات ، چې تاسو په ذهن کې ددې مطلب له لوستلو پاتې او ذخيره شوي وي ، له ځان سره يې د منبع سره ياددښت او وساتئ.

٤ :- هڅه وکړئ د ژوند خوږې او ترخې ټولې خاطرې ، له ملګرو سره کوم ځاى ته په سفر تلل ، د يو چا هغه تجربې چې تاسې ته يې په خپلو کيسو او خبرو کې ويلي وي او تاسو ته يې خوند درکړى وي د هغه په حواله وليکئ او له خپل ځان سره يې د يو ډير با ارزښته څيز په توګه وساتئ.

٥ :- هڅه وکړئ د خپلو معلوماتو د زياتولو ، له لوړوشخصيتونو سره د پيژندګلوۍ او د هغوى له ژوند ، کارونو او هڅو څخه د خبريدو په اړه له هغه کس سره د ليدلو او خبرو کولو هڅه وکړئ او د راډيو ، ټلويزيون او ورځپاڼو خبرونه ډير ولولئ او د سرليکنو په ګډون هغه ليکنې ولولئ کومې چې په دې خپرونو کې چاپ شوي وي.

٦ :- په ټول ژوند کې له نهيلۍ خپل ځان په کلکه وژغورئ ، که څه هم خداى مه کړه کوم عيب ولرئ او يا هم دا چې په يو کار کې مو ناکامي په برخه کيږي.

٧ :- هيچا ته په کرکه مه ګورئ او که يو چا له تاسو سره ډير بده هم کړي وي ، د خپل لوړ شخصيت د څرګندولو لپاره هغه وبخښى او که کوم چا د هغه غيبت تاسو ته کولو او تاسو يې معلومولئ ، هڅه وکړئ د هغه خبرې ور پرې کړئ او ورنه لرې شئ ؛ ځکه ليکوالي او سياست په لوړ شخصيت کيږي او شخصيت جوړول له هر چا سره د دوستۍ او نرمۍ چلند ته وايي.

٨ :- له داسې کسانو سره مه کښينئ ، چې د نيکو کسانو پر وړاندې ستاسو حيثيت ټيټ او زليله کړي او شخصيت ته مو زيان ورسوي.

٩ :- هيڅکله د هغه څه په اړه چې له شپيتو په سلو کې زيات معلومات نه لرئ په اړه يې ليکنه مه کوئ.

١٠ :- خپله ليکنه مخکې له خپرولو څو ځلې ولولئ او په دې پوره ځان ډاډمن کړئ ، چې کومه غلطي نشته پکې.

د ټول ځوان کهول د لابرياوو په هيله

ستاسو ورور نسيم کمال ځاځى