د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کندز کې د بصير سالنګي مليشو يو بل پښتون ځوان هم وواژه

بسم الله وردګ 17.08.2010 11:42

د کندز ولايت د خان اباد په ولسوالۍ کې پرون يکشنبه د پښتنو د ترور او وژنې سلسلې په دوام يو بل پښتون ځوان هم په شهادت ورسيد، په ګور يې رڼا روح يې ښاد.

د دې ولسوالۍ يو قومي مشر اغا ګل او ميوند ساپي د پيښې پخلى وکړ او ويې ويل، چې نوموړى ځوان ميرويس نومېده. چې د خان اباد ولسوالۍ د چاريکاريانو د کلي اوسيدونکى و.

د نوموړي قومي مشر په خبره چې دلته په پښتنو باندې د زور زياتي جګړه شپږ مياشتې کيږي روانه ده، زوراك وسله وال خپلو شومو موخو ته د رسېدو په خاطر د سيمې پر پښتنو تحميليږي او په دې وسيله قومي شخړو ته لمن وهي.

نوموړي قومي مشر زياته کړه، چې د اورپكو مشري بصير سالنګي او مير عالم کوي او ټول تاجکان يې په سپکو او درنو وسلو سمبال کړي او ورته ويلي يې دي چې هر پښتون په مخه درځي ويې وژنئ تر څو دوى مجبوره او د سيمې پرېښودلو ته اړ شي.

د دغسې يوې اورپكې ډلې مشري په نوموړې سيمه كې نويد نامى په غاړه لري او د شپږو مياشتو په در شل کې يې نهه بې ګناه پښتانه شهيدان کړي چي پرون يکشنبه يې يو بل بې ګناه ځوان هم د تعصبونو ښكار او په شهادت يې ورساوه، چې په دې سره نوموړې سيمه كې د بې ګناه انسانانو وژنې شمېر لسو ته ورسېد.

د يادولو وړ ده چې ياد شوي تاجکان د اربکيانو تر نامه لاندې يوازې او يوازې د خلكو ځورولو او وژلو لپاره ګومارل شوي دي چې په څه ډول پښتانه دسیمې پرېښودلو ته اړباسي.

د افغانستان د شمالي سيمو څخه د طالبانو له سقوط څخه وروسته هم په سلګونه زره پښتانه له خپلو کلو او بانډو څخه په زوره وشړل شول چې اوس په کندهار او هرات کې د مهاجرينو په توګه په کيمپونو کې اوسېږي.

د دې خبرونو پخلی نورو سرچينو لا ندی کړی او ټول افغان ژورناليستان هڅوي چې د دې خبرونو په اړه پلټنه وکړي او هېوادوال یې له حقيقت څخه خبر کړي.

ټول افغان افغان حکومت هڅوي چې د داسې پېښو مخنيوی وکړي او داسې نه وي چې د رابرټ بلکويل او پيټر ګالبريټ د استعماري او افغانستان ويشنې د پلان يوه برخه وي چې شورای نظار یې پلي کوي.