د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ځينې امريکايي ديپلوماتان هم اپلاتی وايي

حبيب الله غمخور 13.08.2010 04:58

ټوله دې په دې پوه وي چې دافغانستان وېش به دنړۍ وېش وي !

موټی خاوره د وطن به پرې ورنکړم
که په سر د ځمکې هر وطن ختن شي
خپله خاوره به پخپلو وینو ساتم
که حاجت يي قرباني زما د تن شي

 

دجولاي پر اتمه مې دشپې ناوخته دتاند ويب پاڼي اوبياپه ټولوپښتو ويب پاڼو کي دعجيب  خبرولوست چي ليکلې ئي وه : (( امریکايي دیپلومات د افغانستان د تجزیې وړاندیز وکړ))
له ځان سره مي وويل اوس داسي وخت دی چي سفيران هم اپلاتي وايي . داخبره مي له ځان سره ځکه وکړه چي ليونۍ هم داخبره نه کوي داښاغلی که له مقام نه گوښه سوی وي اوياځان تر امريکايي چارواکو هوښياربولي نوبيا څنگه داسي چټيات ووايي ؟

پدې هکله هغه دښاغلي غفور  ليوال صاحب خبره ده((اصلاً د رابرت بلك ويل د خبرو زيان پخپله امريكا ته واوښت چې په يوه حساسه مساله كې يې زموږ د ولس حساسيت راوپاراوه ، او د افغان ولس ذهنيت يې تر ډيره حده په همدې خبره پر خلاف واوښت. ))

اوپه افغانستان کي دامريکا سفير هم له ويسا ورځپاڼې سره په مركه كې په هند كې د امريكا د پخواني سفير خبرې چټيات وبلل .

ترکومه ځايه چي دافغانستان دويش اوکله ناکله دمځکې دکرې څخه د کاملأ محوه کولوخبري مودومره تر غوږسوی چي اوس ورسره عادي سوی يواودبلې خواداترلمر روښانه خبره ده چي داسي احمقانه خوبونه هيڅکله هم نه رښتياکېږي. افغانستان نوردوېشلو وړنه دی اووېشل ئي نړی له سترگواښ سره مخامخ کوي .

دلته مي د علامه اقبال خبره راپيادسوه چي وايي :

اسيايک پيکراب وگل است

ملت افغان دران پيک دل است

زفساداوفساد اسيا

وزگشاد اوگشاد اسيا

دافغانستان ويش خبره اوعملي کول به  ايران ،عراق ،ترکيه ،پاکستان ،ازبکستان ،تاجکستان ،ترکمنستان ،هندوستان ، چين اوکه نور ئي ژوروڅېړوفدرالي روسيه  هم سره وښوروي  ،ځکه نونړيوال ليونې نه دي چي دې دمچيو ښورگنې ته لاس وروړي .

ددغو فکتونواوټکوپه پوهېدوسره مي ځان ته ډاد ورک چي دايوه بله تبلغاتي لوبه ده غواړي خلک مصروف وساتي . داځل يیادکومونوروموخولپاره دډند اوبه خړېږي چي خپل ماهيان  پکښي ونيسي .

ددې سره له نيکه مرغه داخبره په ډله ايزورسنيوکي دچټک اوکلک غبرگون سره مخامخ سول ،غوڅ اکثريت دويش دطرحې خبره سوچه  ليونتوب وباله، چالاداديوې بلې دسيسې پيل وگاڼه اويوشمير خوارکيان بياورته خوشحاله سول اوپه پاي کوبې ئي شروع وکړه .فکر ئي وکړي  دامريکاهر سفير چي هر څه وويل هغه کيږي.

که رښتيا ووايم دايوچا کوم پاليسي مېکر دهمدې ښاغلي سفير په خوله غوښتل داسي يوه خبر جوړه ونکې خبره وکړي  چي له يوې خوا افغان روڼ اندې پدې مسله کي ښکيل وساتي ترڅوله نوروناخوالوله څېلونه دڅه وخت لاره ليري پاته سی اودبلې خوائي داهم غوښتل چي دقومي اوژبني اختلاف اورتازه وساتي .داچي ځني وايي دوي غواړي پدې هکله دافغانانوغبرگون معلوم کړی داډاډمنه اوکره خبر نده.ځکه پدې هکله دافغانانودغبرگون له داستانونه  تاريخونه ډک دي اودوي ئي ترموږ اوتاسو ډير په غورسره لولې  .

دجولاي پر ۳۱  په افغانستان کي  د سيمه ايزو مطالعاتو مركز په هند كې د امريكا د يوه پخواني دپلومات رابرت بلك ويل د څرګندونو په اړه يو كنفرانس جوړكړ هلته  زموږ تکړه ليکوال اوپه تاريخي مسالو خبر اومسلکي  ښاغلي باوري  په خپله ويناکي څرگنده کړه (( له نيكه مرغه زموږ په ولس كې د تجزيې پر ځاى د هيواد د بشپړتيا احساس او غوښتنه زوروره ده، زموږ اكثريت ولس د تحميل شويو كرښو د ماتيدو په هيله دي نه د بيليدو او تجزيې .

باوري په تيرو پنځو كلونو كې څو ځلې د هيواد د تجزيه كيدو د ډنډورو راپورته كيدو بهير ته اشاره وكړه، وې ويل چې هر وخت د افغانستان مركزي حكومت كمزورى شوى دى ځينو كړيو د تجزيې خبرې راپورته كړې، ځينو سياسي څېرو هم داسې هيلې ښودلې خو افغان ولس بيا دا هيلې ناكامې كړې دي.))

دكنفرانس  نورو ويناوالو لکه  د دپلوماسۍ د انستيتيوت رئيس ډاكتر سخي غيرت،جعفر مهدوي، دادنوراني په يوه اوازه داخبره وکړه چې سره له دې چې په افغانستان كې اوږده موده بحران او جګړې وې خو بيا هم زموږ ولس يو موټى او د هر ډول ويش او تجزيې خلاف دى، وينا والو وويل چې كه په افغانستان كې په دې اړه ټولپوښتنه وشي نو تر ۹۹ سلنې زيات هيوادوال به د تجزيې پر خلاف رايه وركړي.

سخي غيرت او جعفر مهدوي هم پردې ټينګار وكړ چې د افغان ولس سره اوبدلې او د تجزيې امكان يې نشته، كه بهرنيان هر څو وغواړي دا هيله يې نشي پوره كيداى .

داد نوراني وويل چې زموږ ولس خپل ملي وحدت ساتي خو سياسي ډلې ټپلې شته چې اختلافونو ته لمن وهي، نوموړي څرگنده که  چې د سمدستي لپاره د افغانستان د تجزيې خبره مطرح نه ده، خو د امريكا په راتلونكيو پلونونو كې به خامخا وي .

تردې وروسته داگست پر دوهمه  ديوه افغان ليکوال  ښاغلي ولی احمد نوری لخوايوه ليکنه په افغان جرمن انلاين کي خپره اوبياددې سايټ لخوانظر غوښتنې ته وړاندي سول .تراوسه پردي ليکنه د((۷۰))په شاوخواکي تبصيرې شوي اوټولودليکنې له هغې روحيې سره چي پکښي دويش مسله مطرح ده ملاتړ کړی اوپريوشمير نور وڅرگندونوئي  گوت نيونه کړې  ،فکرکوم نوموړی ليکوال به ديوه ليکوال په توگه په رالونکو ليکنوکښي دې ټکې ته متوجه وي چي دکومومسائيلو مطر ح کول زموږدملي يوالي اوملي تفاهم په گټه دي ،نه يوازي دويش بلکي دملي نفاق مخه نيسي . زه نه غواړم پردې اړخ ئي تبصر وکړم ځکه ډير ښي اوکره تبصري پر سو دي . دليکوال له دغې روحې سره کاملأ همږغی يم چي دهيواددويش اوملي بي اتفاقيوپر خلاف  بايدټول  بيله کوم قومي ،ژبني ،يامذهبی توپير اړکوودرېږو.

زه پدې باوريم  چي داوطن دټولوافغانانو دی ټول افغانا ئي بايد وساتی ،په هرنامه اوهره بڼه ويش ئي دافغانستان دهيڅ ميشت قوم ،سياسي ،مذهبي اوژبني جوړښت  اودسيمې دهيوادو په گټه نه دی .

راځم دې ته چي غواړم په تاند ويب پاڼه کي پدې هکله نشر سوی خبرباندي په لنډو ټکوتبصره وکړم .ځکه زماپه نظرپردې بې ځايه  خبره دډيروخت ضايع کول کومه گټه نلري .

پدې خبرکي چي دجولاي پر اتمه  خپورسو راغلي :په هند کې د امریکا پخواني سفیر«رابرټ بلک ویل» د امریکا حکومت ته  چي د امریکا په پولیتیکونشریې او د هند په ټایمز ورځپاڼه کې خپور شوی وړاندیز کړی ، افغانستان دې موقتاً په دوو برخو وویشي، د جنوب پښتني سیمې دې پرېږدي او د کابل په شمول شمال او لوېدیځ دې د دغو سیمو د اوسېدونکو په همکارۍ وساتي .

په دوړانديز  کې ویل شوي چې د بلوا ضد اوسنۍ ستراتیژي نتیجه نه لري ځکه چې طالبان په دې خاطر چې د جګړې په میدان کې نه دي مات شوي خبرو او پخلاینې ته حاضر نه دي .نو امریکا باید د افغانستان د جنوبي ولایتونو کنټرول طالبانو ته ورپرېږدي .

رابسودېته چي دابې خبره سفير پدې نه پوهېږي چي ټول پښتانه ددولت دمخالفينو شاته ندي ولاړ اونه ددولت مخالفين دهغوي استازيتوب کولاي سي .عام ولس له دواړوله کړنوڅخه  پزې ته راغلی .هغوي پدې طمع دي چي يوه ورځ پر دې ملک خداي رحم وکړي  اوله دغودواړو بلاوو ئي خلاص کړي .هغوي پدې اميد شپې سباکوي چي يوه ورځ به ددوي په خوښه اوددوي په گټه دملي ارادې اوملي گټو ساتندوي دولت جوړېږي.نوپه کوم عقل يوه اويابله ډله پر پښتنو تپل کېږي اوپدې نامه خپلو اپلاتو اوياچټياتوته معقوله اوفلسفی  بڼه ورکوي .

 

په بل ځاي کي رابرت بلک ویل وايي په افغانستان کې د امریکا له کلونو- کلونوناسمې پالیسۍ وروسته د دغه هیواد له خرخوړۍ څخه د وتلو لپاره اسانه، چټکه او بې مصرفه لار نشته خوله ټولو ستونزو سره سره د امریکا لپاره د ستراتیژیکې ماتې ترټولو ښه بديل دا دی چې افغانستان تجزیه کړي .

دی وايي که امریکا د افغانستان جنوبي سیمې طالبانو ته ورپرېږدي ، خپل پام به شمالي او لوېدیځو سیمو ته واړوي چې د کابل په شمول د افغانستان شاوخوا شپېته فیصده نفوس پکې دېره دی .د دغو سیمو د اوسېدونکو اکثریت پښتانه نه دي او د امریکا له هلوځلو سره ملګري دي .  والله عالم .هيڅ پښتونه به دومره بې پته نسي چي دخپل قوم اودسفيرپه  خيالي وړانديز  جلاسوی جنوبي افغانستان پر خلاف دې  دبهرنيانو اويابل چاسره  ودرېږي .

سوال پيداکېږي چي دوي دڅه لپاره راغلي ؟په لومړيو وختو اوکلونوکښي ئي ويل چي په افغانستان کي دسولي اودموکراسی تامين اويوه غښتلي ملي حکومت دجوړېدولپاره راغلي يو، اوغواړو دترهگرو دسازمانو جرړي وباسوکومې چي په سيمه کې غځېدلې دي . داچي داغوښتنې تر کومه بريده عملې سوې دابله خبره ده ،ولي اساسي سوال تراوسه لاپر ځاي اوبې جوابه پاته دی .

ددوي له خولې  د واشنگټن ټایمز ورځپانې د اگست د اولې نیټې په گڼه کې په افغانستان کې د امریکا د اهدافو په هکله خپاره سوی مضمون  کي  لیکي، د اوباما اداره او همدارنگه د دموکرات گوند مهمو غړو هڅه کوي د افغانستان د جنگ اهداف محدود کړي، او وايي چې دوی په افغانستان کې یواځې دومره غواړي چې تروریزم ختم کړي خو د ملت جوړولو له پروژې نه لاس اخیستی دی .

واشنگټن ټایمز لیکي، د سي بي اس تلویزیوني شبکې د اوباما سره یوه مرکه خپره کړیده. په دې مرکې کې اوباما وايي:

هیڅ څوک دا فکر نه کوي چې افغانستان دې د جفرسن د دموکراسۍ یوه نمونه شي. ده زیاته کړه، هغه مسئله چې مونږ ورپسې گرځو، سخته ده، خو دا یو عادی هدف دی یعنی ترورستان مه پریږده چې د سیمې نه فعالیت وکړي، دوی مه پریږده چې دلته د نورو ترورستانو د روزنې لپاره زمینه برابره کړي او بیا په امریکا باندې بې له دې چې د عواقبو نه یې وډارشي حملې وکړي .

واشنگټن ټایمز د اوباما له قوله لیکي  ، که چیرې خطر زمونږ ملک ته نه وای، نو ما به د افغانستان نه د عسکرو په ایستلو همدا نن پیل کړی وای.

تر دې لاجالبه اونوې خبره چي  دامريکاددفاع د وزيرله خولې  ورځپاڼه لیکي، امریکا په افغانستان کې ددې لپاره نه ده تم شوې چې په دغه ملک کې د جوړونې او بیا جوړونې پروژې عملي کړي. گیتس وویل:

مونږ په افغانستان کې په دې سبب یو چې په مونږ باندې حملې له افغانستان نه وشولې، نه دا چې مونږ ددې لپاره ورغلی یو چې هلته یوه ښه ټولنه جوړه کړو. خوترهغه وروسته بياوايي چي موږ په  په عین حال کې داسې چارې سرته رسوو چې هلته د حکومت کارونه ښه شي، د افغانستان پرمختگ گړندی شي .

ددوي خبرې هم په حقيقت کي  گډي وډې دي . سی نه پوهېږي چي دولې دومره گډې وډې خبري کوي ؟ له دغه گمراه کوونکی سياست نه ئي موخه څه ده ؟  ټوله نړئ ئي له يوه عجيب اوغريب حالت سره مخامخ کړې .

دوي په تکرار داوايي :موږ راغليو چي دالقاعدې جرړي وباسو ،نودغه القاعده يوازي په جنوبي افغانستان کي فعاليت کوي ؟ ښاغلی سفيراو اوبامادې سره سپينه کړي چي دوي په څه پسې راغلي؟اوهغه چي دوي پسې راغلي هغه چيري اوسېږي ؟

دوي  همدا اوس دامني چي ددوي دمخالفينو زالی په پاکستان کي دي اوداهم مني چي پاکستان په همدغه جغرافيايي موقيعت کي يومستقل هيواددی نو بياولي دوي دغه خپل دښمن په جنوبي افغانستان کي  لټوي ښه  به دا واي چي په  شمالي پاکستان کي ئي  لټولاي اوهلته ئي له منځه وړی واي نه داچي دهغوي سره دمبارزې په نامه په زرهاو بېگناه افغان له ژوند محروم سول .

بېلگې په توگه داگست په شپږمه د ناټو دغه چارواکي په کابل کې يو شمېر رسنيو ته ويلي چې د وسلوالو طالبانو مشر ملا محمدعمر په پاکستان کې ژوندکوي . هغه په ځانگړي ډول کوېټه يا کراچۍ ښارد هغه د استوگنځي په نامه ياد کړي دي.

دجنرال حميد گل څرگندونې اووکالت  ،دښاغلي زرداري  ،دپاکستان دلوي درستيز اواستخباراتو درئيس په کراتواودانوی څرگندونې ددې ښکارندوي دي چي ددوي لاس ورسره پټ اودو په هر څه خبردي . ولې له دغوسره چي په هرڅه خبردي حساب نه کېږي ؟

دوي دامني چي  د طالبانو مشران له پاکستانه د طالبانو مشري کوي.

د دغه چارواکي په وينا د طالبانو له لوري د افغانستان بېلابېلو ولايتونو ته ټاکل شوي واليان په سلو کې نوي په پاکستان کې ژوند کوي.د ناټو دغې څارګرې سرچينې دا هم ويلي له پاکستانه يې د طالب مشرانو د نيولو غوښتنه کړې خو په دې برخه کې ور سره مرسته ونه شوه .د ناټو دغه چارواکي ټينگار کړى چې د ايران او پاکستان څارګرې ادارې په افغانستان کې دجگړې اور ته لمن وهي اودحکومت وسلوال مخالفان پياوړي کوي.

نوچي داسي ده ؟دلته دافغاني عامو وگړو اوپه ځانگړې توگه دپښتنو څه گناه ده ؟ که افغانستان تقسيم هم سي دوي په اوسنې پاکستان کي دي،دادسفير پلاس نوی جوړسوی افگانستان ته نه را اوړي .

ښه خبره داده چي پاکستان ووېشل سي اوله دغه شره ځان خلاص کړي . دغه خوارکی سفيرلکه چي پدغه نه پوهېږي چي داسي دماشومانو وړانديز ئي کړی اويوشمير ئي ډار ولي  خوهوښياران ورباندي خاندي  .

دجون پر ۱۳ په فارسي ژبه ويب پاڼه ((خبر گزاري صداي افغان )) کي داخبر نشرسو (( بر اساس یک گزارش جدید، ادارهء استخبارات نظامی پاکستان نه تنها جنگ جویان طالبان را آموزش می دهد بلکه رسماً در شورای رهبری این جنبش نقش دارد. درین گزارش که توسط انستیتوت اقتصاد لندن امروز نشر شد، آمده است که تحقیقات نشان می دهد که حمایت از طالبان، پالیسی رسمی ادارهء استخبارات نظامی پاکستان، آی، اس، ای، را تشکیل می دهد. از مصاحبه با قوماندانان طالبان در برخی از نا آرام ترین مناطق افغانستان، چنین بر می آید که پاکستان از طریق تمویل، تسلیح و تجهیز، وسیعاً به حمایتش از شورشیان ادامه می دهد.))

که داپنځه دېرش کاله پخوانی  تاريخ پسي راواخلوله لومړی ورځې تر ننه په هره اونۍ کښي دنړۍ په يوه خپرونه کي داخبر خپورسوی چي پاکستان ،ايران اويوشمير نوروهيوادونه په افغانستان کي څنگه اودچاپوسېله لاس وهنو اوجگړوته دوام ورکوي .البته لس کاله پخواپه يوه نامه داخبر خپرېده اوس بياپه بل نامه داپروسه پر مخ  درومي .خوزموږ لپاره حياتي خبره اومسله داده چي داپنځه دېرش کاله هلته اودلته دهغه اودغه په ليکو کي خوار اوبېچاره ناخبره افغان ژوند دلاسه ورکوي .

دجولاي پر ۲۸ د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون پاکستان ته د طالبانو د ملاتړ په خاطر خبرداری ورکړ او ویې ویل داسي نه شي کېدای چې په ظاهره د طالبانو پرضد خبرې کوي خو په پټه له هغوی سره مرسته کوي.همداراز وايي چي د پاکستان له لوري له هغو ډلو سره چې په تروریستي هلوځلو بوختې دي ، هرډول مرسته د زغملو نه ده.اود دا ډول ملاتړ او مرستې اسناد پخوا هم موجود وه.خو د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت د بریتانیا د صدراعظم د څرګندونو په ځواب کې وویل چې د بریتانیا صدراعظم باید له دې زړو اسنادو، چې تایید یې هم ممکن نه دی ، د حالاتو د تحمیلولو لپاره کار وانخلي.

لومړی خودديپلوماسی په ژبه دغه خبره چي ((د بریتانیا صدراعظم باید له دې زړو اسنادو،. . .))پخپله ددې ښکارندويه ده چي اسنادخو سته مگر زاړه دي .دالابله چي پدې ورستيوکي دغه زاړه اسناديوپه بل پسې

د(( ویکي لیکس)) ويب پاڼي له لارې نه يواز دطالبانو سره بلکي دنوروډلو اوتنظيموسره چي يوشمير ئي اوس په دولت کي غوښن ځاي لري اويوشمېر ئي لاتراوسه ددولتي قدرت لپاره جنگېږي  د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ملاتړاوپټو اړيکوپه سلهاو ود اسنادخپاره کړل . خوهغه پښتو متل دی وايي(( پز پرېکړې که شرم درلوداي بيابه ئي په ژوند دپزې نوم نه اخيستلاي .))

ددې ټولوسره جگړه اوافغان وژنه له دواړو لوروپه افغانستان کي  په خرپ روانه ده.

زه پدې باور يم چي زبرځواکونه معمولاداسي تبليغات يوازي دخلکو دذهنيتونودمصروف ساتلو لپاره  خپروي  چي کله په يوه اوکله بيا په بله بڼه رابرسېره کېږي .کنه ،نو کله چي يوماشوم پدې پوهېږي دافغانستان ويش ناشونی دی ،دوي هم پر پوهېږي .اوکه  دڅوشېبولپاره ددوي د خوښی په موخه داورسره ومنل سي نودوي ته به داپه زغرده څرگنده سي  چي ويش ئي نه يوازي نړۍ لړزوی بلکي دطراحانوسرونه به  داسي په درد را سي چي تداوي به  ئي يوازي دډيروپه کورنوکښي دخيتو ايستل وي .

په هند کې د امریکا پخوانی سفیر په عین حال کې وايي :« د دې مانا به دا نه وي چې امریکا کاملاً ووځي بلکې د دې پرځای به موږ په افغانستان کې د القاعده پراډو او دغه راز د طالبانو پرمشرانو د حملو لپاره له هوايي ځواک او خاصو ځواکونو(سپېشل فورس) څخه کار اخلو.موږ به دغه راز له نویو ټاکل شویو پولو پر اوښتونکو افغان طالبانو او همداراز د پاکستان د پولو په اوږدو کې د تروریستانو پر پناه ځایونو بریدونه کوو.»

که سړی ورته ووايي چي  اوس مو چا لاس نيولی ؟ځواب به ئي څه وي ؟ همدا اوس دپيلوټ لرونکو اوبې پيلوټه الوتکو پوسيله هوايي عمليات روان دي اودامريکالودرستيزاوددفاع وزير ئي دپايلو نه خوښ ښکاري ، اوبله داچي ولي له نوو پلونه؟ ولې له زړو پلونه دهغوي دله منځه وړلو لپاره اقدام نه کوی ؟

تر ټولوجالبه داده چي دالس کاله داسوال بې ځوابه پاته دی چي اياپه رښتياله دوي نه دغه کسان چي دوې ئې دساده گانودغولولپاره په مډياکي نومونه  اخلي له دوي نه بېدرکه سوي دي ؟؟؟ که په رښتيا ورک دي داپه ميليارډونوډالره ،ايرواوپونډولگښت لرونکي استخباراتي شبکې بايد سرله همدانن څخه منحل اوپرځاي ئي کاري اوگټوري ادارې جوړې سي .خو داسي نده ،هغه دچاخبره دوي ماران ندي چي خاوري  وخوري اوکه ماران هم وي  له غاره راوزي .نوځکه خلک دانه درسره مني او وايي چي  تاسوته ټول معلوم دي،خودخپلو سياسي  اونړيوالولوبولپار دنړی دعام ولس په سترگو کي خاوري شيندی چي گوياپه رښتيادرنه ورک دی . نه غواړی چي دادلهن سريال دير ژرپاي ته ورسېږي .

دبېلگې په توگه څه موده وړاندي يوله دغو ډيرو لوړکسانو څخه ورک وو،او امريکائي دهغه په هکله دمعلوماتو ورکولو پر سرڅو ميليونه  ډالره جايزه ايښې وه ،خو اوس هغه کس ډير عادي مطرح اونږدې ده چې په دولت کي لوړمقام ورته وسپارل سي ،داپدي معنا چي تاسو ته معلوم دي چي چيري اوڅنگه اړېکي ورسره ساتی! مگردامعلومه نسول اونه هم څوک خبرسول چي ددغه سړې دپيداکېدو اوله هغه سره  دبې شمېره مرکو ،اوبانډارو دجوړېدوپر سرداڅومليونې جايزه چاته ورکړه سول ؟ داچي دامريکا لوي درستيزمایک مولن  دروان کال دسرطان پر نهمه وايي : ((ملاعمر، رهبر طالبان ممكن است احتمالا بخشي از توافق سياسي در افغانستان باشد. وي اين توافق نامه سياسي را تنها راه برقراري صلح در افغانستان توصيف كرد. دفکراوڅېړنې وړده .

اوياداچي  آدميرال مايك مولن ديوې پوښتنې په ځواب کي وايي ((  امريكا در پاسخ به سوالي در مورد اينكه مقام‌هاي افغاني و پاكستاني در حال بررسي موضوع مذاكره صلح با ملاعمر، رهبر طالبان در افغانستان و رهبري شبكه حقاني هستند، گفت: يك راه‌حل سياسي، تنها راه‌حل در افغانستان است .))

اودروسې لخوادطالبانودمشرانوسره  دخبروپر پيل اندېښنه ښکارکوي  داپدې معناده چي دوي هم خبردي چي پروسه کومې خواته روانه ده اوله چاسره خبري کېږي .دخبروجريان دامعنالري اوددې ښکارندوي  ده چي امريکا ،پاکستان ،نړيوالي ټولنې اړونده ادارواوافغان دولت ته  دامعلومه ده چي ددولت دمخالفينو مشران  چيري اوسېږي  اودچاله لوري ورسره اړېکي نيسي .خوپه مقابل کي دعام ولس اونړيوالوپه سترگو کي خاوري شيندل کيږي چي گويادوي په خپلو مخالفينوپسې راغلي خو پيداکولاي ئي نسي .

 

ښاغلي سفير صاحب  دا هم وايي چې (( دا مسله به پاکستان خوابدی کړي.پاکستان د افغانستان له موقتي تجزیې سره مخالف دی او د اسلام اباد عکس العمل هم ساده خبره نه ده ځکه چې د پاکستان پوځ تمه لري چې له افغانستانه د امریکايی ځواکونو له وتلو وروسته به په خپله ستراتیژیک بری ترلاسه کړي ))

گوری پدې پوهېږي چي پاکستان دافغانستان له موقتي تجزيې سره مخالف دی ،خوپدې دي هم بايد پوه وي چي پاکستان دافغانستان له دايمي ويش سره هم مخالف دی .ځکه پاکستاني چارواکي پدې تر هرچا ښه پوهېږي که دانن افغانستان داسي وويشل سي لکه چي ددې ښالي عقل چي  کار کوي يوه اونۍ وروسته به دپاکستان په نامه  دمځکې دکرې پر مخ  کوم  هيواد وجودونلري .داچي ولي هوښياران پرې پوهېږي اودانوردې خداي پوه کړي ،اوس زمادليکنې موخه نده.

دغه افغانستان چي ديوه مرکزي دولت په شکل دلوي احمدشاه بابالخوا جوړ اوورستيو نسلونوته ميراث پاته سودتاريخ په اوږدوکي ډير ځله ووېشل سو.دغه اوسنی افغانستان  له ايراني يرغلگرو، تزاري روسې او انگريزانوسره تر دريو جگړووروسته په حقيقت کښې دهمدغوزبرځواکويعني  انگريزانو اوتزاي روسې  په خوښه اوموافقه په همدغه جغرافيايي بڼه په رسميت وپېژندل سو.پدغه جوړښت افغانستان ددوي  دگټوسره په ټکر کي نه برېښي ،داچي دډيورندپر کرښه تراوسه اختلاف سته دادانگريزانوسيمه ايزوگټوته نه يوازي داچي تاوان ندی رسولی بلکې گټورتمام سوی دي. روسانوهم له جنوبي تعرضاتوڅخه دافغانستان دشتون په پاله کښي ځان اوسيمه ايزي گټې ساتلي دي .پدې پوره باوري يم  چي دافغانستان له ويش سره به روسيه که هوښيار سياستوال ولري په هيڅ صورت موافقه نه وي. تاريخي لاسوندو داثابته کړې چي روسيه په هيڅ صورت دومره نږدې خپل رقيب نسي زغملاي .داخولاپرېرده چي د شمالي افغانستان په نامه دامريکادسفير صاحب په وړانديز  يوبل هيواد جوړشي اوهغه دامريکا تر مستقيم تسلط اوتاثير لاندي وي .

زپدې باوريم چي پدې تبلېغاتوخپل وخت ضايع نه کړو اساسي مسايلوته پام راواړوو.غربيان زموږ دولس په نبز او احساساتو ښه پوهېږي ،ځکه نوهغه ځاي گروي چي کاکوي ،خو موږ اوس بايد تربل هر وخت زيات هوښيار اوسوو .که غواړودنړۍ مشرانوته لارښودنې وکړو اودهغوي غلطۍ ور په گوته کړو ،فکر کوم ښه خبره داده چي دخپل ملک اوخپل ځان نيمگړتياوته پام راواړوو.

اوس په هيواد کي داسي حالت روان دی چي هيڅوک پرې نه پوهېږي ، چي يو گړۍ وروسته به څه کېږي . کله دبرياو اوکله دسختو تلفاتو اوکله بيا دخونړی دوبي اوياسخت ژمي خبري کوي . دغو ناڅرگندو تبليغاتو دافغان ولس عام خلک چي دجگړې له هرې بڼې اوپه هرنامه نه ستړې شوي غواړي دشپې که وږې هم اوسی خوپه ارامه سرکښېږدي ،دوي  وايي اوردي په دواړو پسې شي ،نه وطن جوړ سو اونه هم جگړه ودرېدله .يوڅه څرگند معلومېږي چي ددې ملک برخليک په پاکستان کي دپاکستاني چارواکو په خوښه ټاکل کېږي ،ځکه خو همدا ناورين کله په يوه اوکله په بل نامه روان وي .هغه چي دپټان دنامه په اوريدو په لږزه راتلل اوس همدې بې ځاي مغروراوناخبره پټان ته راتلونکې ټاکي .موږ ډيري نوري  برخليک جوړونکی ستونزي لرو دهغوي حل ته بايد پام راواړوو .

دوي وايي  امريکا يان افغانستان ويشي خودایې هيره ده چي  ځنې دقلم خاوندان اوسياستوال هم افغانستان ويشې اودې کارته ئې ملاتړلې ده  .

که څوک رانه خفه نسي اوحقيقت ته غاړه کښېږدي غواړم څرگنده کړم  دټولوبدمرغيو عامل موږ همدا يوشمېرباسيواده افغانان يو. که ئي ورانووهمدا موږ اوتاسوبه  يو اوکه ئي ابادوهم به همدا موږ اوتاسو اوسو . عام ولس دومره باغيرته اوباشهامته دی چي يوازي زموږ دباسيواده او خواخوږو اشارې ته گوري دوي هيڅ وخت څوک پر مذهبي ،ژبني اوقومي اړيکو نسي وېشلاي اونه ئي خاورورټوټه کولاي سي .  زه ئي ډير مثالونه لرم چي باسيوادو ملي ناورين جوړ کړی ولي  همدغو بې سيواده مشرانو اوعامو خلکوبه ئي مخه نيول اودهغه حرکت سر به ئي مخالفت کاوه .

له بدمرغه ديولړ ليکوالو په ليکنه کي داسي له تعصب نه ډک الفاظ استعماليږي چي هغه دچاخبره دجنگ پيلامه ئي بلل کېداي سي .

يوشمير بهرمېشته افغانان ددې لپاره چي دعاموخلکوپر احساساتو سياسي سوداگري وکړي پداسي ليکنو اوويلو مصروف  دي چي خپلو خودلته په بهرکي ناست اول هلته ملک داورلمبوته په يوه اوبل نامه،يوه اوبل شعار ورټيل وهی .دافراطيت له سلطې دفاع کوي ،خودلته ئي په اروپايي هيوادو اوان په امريکاکښي دپناه غوښتلو په وخت کي پر هغوي نفرت ويلی اوهره ورځ دهغو په وړاندي چې دغو ښاغلو ته زيره ورکوي بيادخپلو دوستانوپر خلاف خبري کوي  اوکړنې ئي غندي .ولي کله چي ئې گوتي دتليفون تر غوږی ورسېږي اوکوم افغاني تلويزيون ئي اواز خپورکړی بيادموکراسي اوټولنيز عدالت ته ښکنځل کوی اودافراطيونوپلوی شي  . خوکه پوښتنه ځنې وشې چي ښاغلې دومره ئي پلوئ یې ولې نه ځې؟ ولاړسه هلته اوږه پراوږه ورسره ودېږه وايي والله زه خوځم مگر اولادونه مي نه راسره ځي . داکار نه خپله کوی اونه ئي کورنې غړي دغې ياهغې ډلې ته په وفاداری تربيه کړی  .دلته په ارواپاکي ناست  دي څه  چې ئي پر خوله ورځي  هغه بې مسوليته  وايي .

نوچي نه ته ځې اونه دي اولادونه ځی؟ ښه خبره داده چي دانورافغانان ئي دغه ډول دبي اتفاقی اورشېندلوته په گډه متوجه وي  اومخه ئي ونسي .

راځودې خبرې ته چي دپاکستاني ليکوال احمد رشيد دڅرگندونوسره چي چا اوچاله چاسره داونه منل چي افغانستان ووېشي  بياهم په ۱۹۹۲ کال چي کله دتنظيمونو پاچاهی په پيل  سوې  عملأ افغانستان تجزيه وو.دهرقوماندان تر ولکې لاندي سيموکي دهغوي قوانين چلېدل .حتا داټولوته معلومه چي پدغوکلونوکي په افغانستان کي ،ددوستم ،رباني په نامه جلا جلاپيسې چاپېدې ،دگلبدين دحاکميت په قلمروکي پاکستانی  کالداره ،دسياف په قلمروکي دسعودي ريال  اودايران ترحمايي لاندي تنظيمو دحاکميت په سيمه کي ايرانی  تومن   دسوداگری اوراکړه ورکړې  لپاره قانوني پيسي وې . اودهرو پيسو دچلښت سيمه ديوه تنظيم اوجنگسالارترولکې لاندي وه .

ديادولووړده چي تر اوسه پاکستان ته څرمه ولايتوکښي دافغانۍ پر ځاي پاکستانی کالداره او ايران ته څيرمه ولايتوکښي ايرانی تومن دراکړې ورکړې پيسه ده .

له دې ټولوځان واکيو اوپردوله بربنډولاس وهنوسره له نيکه مرغه يوه هم دخپلواکۍ اوله بهرنيو هيوادوسره درسمي اوديپلوماتيکو اړېکو دټينگېدوهڅه  ونکړ .دليل ئې داووچي هريوداچي په هر قوم پوري تړلی و پدې ښه پوهېده چي داډول حرکت ئي دافغانستان دعام ولس لپاره  داکه پښتون ،هزاره ،تاجک ،ازبک ،بلوڅ اويابل قوم وي دمنلو اوملاتړوړ نه دي .

همدا اوس هم نه پښتون ، تاجک ، هزاره ،ازبک اوترکمن اونه هم نوروقومونه په خپل منځ کي اختلاف لري ،دتاريخ په اوږدوکي يودبل سره په دوستی کښي ژوند کړی،گډې کورنۍ ئي جوړې کړي ،ودونه  ئې يودبل سره کړي دويني شراکتونه پيداسوي اوټول ځانونه يو وجوداو يو افغان بولي،خوله بدمرغه دغه يو شمېر باسيواده دي چي له بهرنيانوسره  داړېکو نېولواودهغوي دلوشلو لارورته معلومه ده اوهم تل پدې فکر کښي دي  چې څنگه يومقام تر لاسه کړي . دغه ډول کسان کله دقومي، دمذهبي اوژبني حقوقو اوکله لادسيمه ايزو حقوقو مسله مطرح کوي اوپدغو اختلافاتو کي ځان پټوي . داښاغلی چي په حقيقت کي به له دغو پدېدوسره هيڅ ډول تماس او اړېکي نلري ددروغجنې دفاع  پر ميدان ولاړوي .

په ډيره بې شرمی کله پر پښتنو اوکله بياپربل قوم چي دده گټوته تاوان رسوي نارواتهمتونه لگوي .ددې لپاره چي ديووالي خبرې مطرح کړي دبېلتون په راوستوکي هغه دجهاني صاحب خبره(( شين زمری دی )) زه نه غواړم اوس  پردې مسله وږغېږم چي دهيوادپه تاريخي لاسوندونوکي لاسونه وهل کيږي تاريخي حقايق مسخه کيږي اودروغوته دتاريخي لاسوندونو نوم ورکول کيږي اويا ځني پښتانه هم دهيواد اوپښتنوددښمنوپر ژرنده اوبه سپروي ،په خپلو پوهانو اوعالمانوپسې داسي شرموونکي ليکنې کوي چي سړئ ورته حيران پاته سي .همدا دليل دی چي ممکن دامريکا پخواني سفير ته ئي داجرات ورکړی وي .

مگرکه دغو بېلتون غوښتونکوته داسي وويل سي چي صاحب ! راسه ټولوافغانانوته په يوه سترگه وگورو، راسي ټولوته انسان حقوقو ورکړو،راسی ټول له دغه لاس په گريوان بدمرغيونه وژغورو،راسي ټولوته دتعليم ،کار اوقانوني حقوقونه دبرابرې استفادې زمينه برابره کړو،که دغه اونور اړين کارونه وسي هيڅ نوع قومي ،مذهبي ،ژبني اوسيمه ايزي دفاع ته به اړتياپاته نسي اونه به  ديوه ملامت اوبل سلامت خبره  مطرح شي .

داچي ددوي شخص گټې پکښي نسته نو بيا همدا ښاغلي يو به ئي يوې اوبل به ئي بلې خواته کشوي .

ددې ملک اوسيمې دوېش درې نقشې پدې تېرو لسوکلونو کي خپرې سولې .هره يوه دتعمق اوجدي فکر وړده .

چې ولې دغه ډول نقشې  خپرېږي ؟ په بهرنيو ډله ايزو رسنيوکي له يوې خوا داقتصادي گلوباليزم اودولسونودپيوستون خبرې تر غوږوکېږي اودبلې خوادا افغانانوټاټوبې اونوروسيمودنوونقشوخپرول!!!! داولې اودکوموموخولپاره  ؟

ايا موږ بايد دنړيوال اسلامېزم مدافعين  اوسوو؟ اويامودڅوناخبرودکړنوپه بدل کښي پاکه خاوره دتوپونوپه گوليوکي سوځېدل ډاگ بدله سي؟

دافغان ولس پيا وړي بچی ښاغلي بينوا هغه وخت دا حس کړېوه چي يوه ورځ به دکوم نا خلفه په فکر کي دده دوطن دوېش او ټوټه کېدو خيال  ورگرځی ځکه له دافغانانو دکور دوېش په اړوند له وړاندي دافغان ولس عقيده اوباورپه خپل تلپاتي شعر کي داسي څرگند ه کړ ه.

څو چي دا ځمکه آسما ن وي

څوچي داجهان ودان وي

څوژوندپه دې جهان وي

څوچي پاته يوافغان وي

تل به دا افغانستان وي

وطن په ډيرو ستونزمنو اوبرخليک جوړوونکو شرايطوکي قرار لري ،پدې خاطر دټولو افغانانو اوپه چانگړېتوگه دقلم خاوندانو،پوهانو ،سياسي ډلو قومي مشرانو ديني عالمانو،مذهبي لارښوونکو ملي او اسلامی دنده بلل کيږي چي دافغانستان دراتلونکي په هکله فکر وکړي .

هوشيار ولسونه پر تيرو تجرينوباندي دنوي ټولني دجوړيدو په هکله فکر کوي نه تمامه ورځ دتير اوزاړه تاريخ پر ناخوالوتبصرې .موږ مکلفيت لرو ټول هر څوک چي پخوا وو اويااوس يو،خو افغانان يودخپل هيواد دپرمختگ لاري چاري بايد موږخپله ولټوو. دپردودخيرات له دسترخوان نه بايد راولټېږواوځان ته ديوه افغان په توگه تکان ورکړو.

پدي ورستيو اونيوکښي ټوله نړۍ واله ټولنه په سرکي امريکايي چارواکي اوتي بوتي وايي ،څوک نه پوهېږي چي دوي څه کوي ؟اياپه رښتيا وارخطاسوی دي اولار ځيني ورکه ده ؟اوياکه دابله پاليسي اوتاکتيک دی چي موږ وسره بلد نه يو؟ زماپه لند نظر په دواړو حالاتوکي ئي بربادي ده  اودراتلونکو ناخوالو دپايلو ملامتي به پر غاړه اخلي .پدې ناڅرگندو شرايطوکښي پر موږ ده  چي دغو لاندي ټکوته جدي پام راواړه وو:

۱/ دگاونډيانوسره داړيکواودهغي دسياستونوپه وړاندي دعکس العمل ښودلومعين اودقيق دولتي سياست تراوسه وجود نلري  . زموږ گاونډيان په ټولودولتي ،ټولنيزو،اوفرهنگی اداروکي تر هرچازيات برلاسي دي .

۲/ بهرني زبرځواکان چي دالقاعدې اوطالبانودجرړوايستلو لپاره راغلي وه پدې لسو کلونوکي دميليارډونوډالروپه لگښت کوم بريانلري .اوس داسي وارخطاښکاري چي دپښې سپکولولپاره امکانات برابروي .نوکه دوی منډه اخلي زموږ اوستاسودهيوادراتونکې به څوک اوڅنگه ټاکي .پدې پروسه کي دروڼ اندو اوملي سپېڅلو شخصيتونو،سياسي ډلو اوگونډونو،ديني عالمانوچي يوازي دعلم لپاره کار کوي رول به څه وي .بيابه دکوم داستخباراتوجنرال دافغان دولت دولتي واگي له يوه نه بل ته لېږدوي ؟

۳/ بهرنيانودبن له کنفرانس نه نيولې داسي دولتي اداره اوحکومت حمايه کوي چي دملت لپاره دمنلووړ نه دي . دوي هم وايي چي په فساد کي غرق دي اوملت هم چېغې وهې  . داپروسه به ترکومه دوام ولري ؟

په هغه برخه کي چي بهرنيان ،اوددولت مخالفين ملامت دي پدې ټول پوهېږو اوبايد رسواسي .ولې هغه چي په ورځنيو چاروکي له فقيره تر سوداگره ،له دهقانه تر کښته گره ،له دوکانداره تر سوداگره ،له معلمه تر شاگرده ،له سرکاتبه تر مديره په يوه خبره عام ولس چيغې وهي  اودوي ئي پر چيغو خوند اخلي ددغوکرغېړنو لاسونو اوخداي ناترسومخه بايد څوک اوڅنگه ونيول سي ؟

که څوک خفه نسي ددولتي چارواکو غوڅ اکثريت له ملت نه بېگانه اوپر زورېدنه ئي خوند اخلي ،ټول ساديستان سوی دي  .

دادوي دي چي له لاسه ئي ملت غروته ختلی ،دادوي دي چي پاکستان ،ايران،اوبل هيوادپر موږ دبلې نوي پاچاهی خوبونه ويني .دادوي دی چي ملت له نړيوال سپکاوی سره مخامخ دي .

اوبل اخيره ډيره زورونکې ده چي ددوي په سرښورونه يوځل بيادملک واگې دپاکستاني جنرالانوتورولاسوته ورځي .

۴/ ددولت اومخالفينوئي  دواړويو شان ولې په مختليفو بڼو اومختليفو امکاناتودافغان ولس زورونې ته ملاتړلې ده .

۵/ همدا اوس قومي ،ژبني اومذهبی بي اتفاقي دباسوادوپه منځ کي چي د فیدرالي نظام ډول ئې هم غاړې ته اچولی پراختيامومي ،غواړي دخپلو شموغرضونواوبهرنيو دښمنانودگټوپه خاطر دغه اور بل کړي  .

۶/ عملأهيواددبربادی په لور روان دي . امنيت خونسته په کلو اوبانډوکي چي دولت هيڅ وجودنلري هر ه شپه بېگناه خلک له کور ايستل کيږي اوپه شهادت رسېږ ي .بياپاټکونه جوړېږي .دهر بېچاره دکوردروازه ورټکول کيږي اوگوت څنډنه ورته کېږي چي کارته ولا نسي .له يوې خواورسره جنگېږي اودبلې خودځان ساتلوپه موخه رشوتونه ورکوي  اوپه وسلوئې سمبالوي .

۷/ بهرنيان هغه څه کوی چي موږ يوهم نه پرې پوهېږو چي ولي داسي کارونه کوي ؟بايد پوښتنه ځينې وکړو.

۸/ ددولت اوملت ترمنځ واټن مخ پر زياتېدودی .پدغه واټن کي زموږ بهرني دښمنان اوپه تېره گاونډيان بيا خپلې زالي جوړوي .

۹ / همدا اوس گاونډيان هيڅکه افغانستان نه ويشې ،مگرهريوپه خپله  دنظر وړسيمه کي دتاثير اواعتبار دزياېدولپاره کارکوي . دبهرنيو ځواکونودوتلونه وروسته دحاکميت خوبونه ويني اولاري چارې ئي لټوي  . راسی دغه ټکې ته متوجه سوچي ددغو تورواووکرغېړنو لاسونومخه څنگه ونيسو.

۱۰/ له بهرنيانونه جدي پوښتنه وسي ،ښاغلوتاسوچي پر خپل سر راغلاست اوس پر خپل سروزی ؟ ددې ملک ناخوالي چي ستاسو اوستاسو دمخالفينودکشماکش په پايله کي راوزېږېدلې داڅوک حلوي ؟

تاسوپه کوم حالت کي افغانستان پرېږدی؟

ددې ملک برخليک دچاپلاس ورکوی؟

اوداسي نوراړينې اوحياتي پوښتنې .

۱۱/ همدا پورته پوښتنې دملگروملتوله سازمان اوامنت شورانه وسي .اونړيوالوته مخ ورواړول سي چي داڅه تېرېږي اواوددې ۳۶ ميليونوانسانوسرنويشت څنگه ټاکل کيږي ؟

۱۲/ دومر ه ظلم چي پر افغان ولس روان دی اودومره چي دابېگناه افغانان دهرې خوا کړېږي دبشريت په تاريخ کي ئي څوک ساری نسې ښودلاي  . ددغې بلادمخنيوی لپاره بايد لاس پکارسواوپه هکله ئي فکر وسي .

۱۳/ داده نژدې  یوه لسیزه تېریږي  چې نړيوالي ټولنې د دموکراسيی ،ټولنيز عدالت اومرکزي حکومت په نوم ګډوډي ،له قانون اومرکزي حکومت له پرېکړونه سرغړونې ، ناوړه اوترستوني په فسادلړلې اداره، دقانون دپلې کېدوپر ځاي  بې عدالتي  اوخپل سري، د دولتي او شخصي ملکیتونو او شتمنیو بې  رحمانه غصب ، دسولې پر ځايدجگړې اوافغان وژنې دوام  ، دکوکنارو دکرکیلې اونشه يي توکوپټه اوښکاره سوداگري،

اونورې  داسې ستونځې چي ټول ولس ئي پرېشانه کړی دی .

۱۴/ دبياجوړونې ترنامه لاندي څو جنگسالارو اوله ښاغلي کرزی نيولې په ټولودولتي چارواکوپوري تړلوکسانوچادانجو اوچاله بهرنيانوسره پر لسم لاس قراردادونوپه پايله کي دملت سره دمرستي په نامه ټولې پيسې چوراوخپلو جېبوته واچولې ،ملت ته يوازي مرگ ژوبله اوکړاونه پاته سول .

۱۵/ پدې بايد دټولوښه سر خلاص وي چي دملت دښيرازی اوروښانه راتلونکې بېړۍ يوځل بيا ډوبېږي ،راسی سرله همدا اوسه  ئي په ټولود ډوبېدومخه ونيسو اوخپل ملت ته نجات ورکړو.

افغانستان د ټولو افغانانوگډ کوردی، د اخاوره دافغانانوملي هویت دی، افغانانو ته د خپلو پلرونو او نیکونو نه پاتې میراث دی . څوک چې ځان افغان بولي ديومټی افغانستان ساتل ئي ملي او اسلامي  دنده ده .

دپښتنوستر مشر وايي : راځی يوکېږو،گنه ورکېږو . ومن الله التوفيق