د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو هم د خپلو اعمالو څخه د انکار او د خبرونو د تکذیب چل زده کړ

خالد لیکوال 10.08.2010 10:32

زما په نظر افغانان د طالبانو ورونو د تصدیق او تکذیب د پروپاګنډی اوریدلو ته ضرورت نه لري ، طالب لږ تر لږه پنځه کاله پر افغان اولس حاکم پاتی شوی او ټولو افغانانو ډیر ښه پیژندلی دی .

ټول افغانان د پوهې او تعلیم ، ښوونځی ، پوهنځي او پوهنتون سره د طالب ورور د بې سارې مینې او علاقې څخه خبر دی د طالب ورور لپاره نه یواځی ښوونځی او پوهنځی د زغم وړ نه دی او باید و سوځول شي بلکه په پخوا وخت کې هم که څوک ددې ښوونځیو او پوهنځیو په پولو تیر شوی وي باید سر ترې پرې شي .

د علم او پوهې سره د طالب ورور د لیونی مینی نتیجه دا وه چې چیرته به د روسانو د یرغل د زمانی پخوانی ماین هم و چاودید او مرګ ژوبله به یی رامنځ ته کړه نو سمدواره به قاری صاحب او یا هم مجاهد صاحب بریت تاوو کړل او هغه به یې د خپلو مجاهدینو شاهکاري وبلله .

خو اوس وضعیت لږ تغیر کړی دی (یوازی یو الله په یو حال دی ) او قاری صاحب د ځانمرګی بریدونو، بمونو، ماینونو او راکټی حملو د پایلو د څرګندیدو وروسته کله نا کله د خپلو کړنو څخه انکار هم کوي او د اسلامی امارت په اعلامیې سره د داسی واقعاتو د مسؤولت څخه په خپله ځان بری کوي .

د ټایمز په مجله کې د خپور شوي تصویر او د واقعې څخه د انکار په هکله مې د اسلامی امارت اعلامیه د ټول افغان ویب پاڼی پر مخ ولوسته. د اعلامیی په اخر کی قاري صاحب د افغانی رسنیو څخه داسې غوښتنه کړې (( له هغو افغاني رسنیوڅخه چې دامریکايي اسلام دښمنه مطبوعاتو په پیروي سره دهغوئ د دروغجنو خپرونو دترجمانانو په رول کې کارکوي داغوښتنه کوو چې دژورنالیزم درانه مسلک ته په درناوي سره باید ژورنالیستیکي مقررات تر اجنبي مصالحو قرباني نه کړي اونه له هغه څخه ناوړه استفاده وکړي )) .

خو له قاری صاحب څخه وروستی خبره پاته شویوه او نه یې وه لیکلې او هغه دا چې ( که د کومې رسنۍ چلوونکی دا کار وکړ د عائشي سره به یې ملګری کړو ) !!!