د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په حزب اسلامي پسې خبرې حقیقت دی که درواغ ( دوهمه برخه )

عبد الودود 24.07.2010 15:24

ګرانو او درنو لوستونکو!

دمسلمانانو تر منځ سوله کول او سوله راوستل دهر بادرده او هوښیار مسلمان کار بلکې فریضه ده الله جل جلاله د خپل معجز کلام په څلورمه پاره او دآل عمران دسورې په یوسل او دریم آیت کې فرمایي: (وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا... ) او ټول دالله جل جلاله په رسۍ ټینګې منګولې سره ونېښلوۍ، او بې اتفاقي مه کوۍ ) او په لسمه پاره دانفال دسورې په ۴۶ آیت کې فرمایي: (وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَا تَنَازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ ) اودالله او دهغه درسول اطاعت وکړۍ، او یو له بل سره شخړې مه کوۍ، چې بیا ناکام شۍ، او باد مو ووزې، صبر کوۍ په رښتیا چې الله جل جلاله له صبر کوونکو سره دی، او په شپږ ویشتمه پاره دالحجرات سورې په لسم آیت کې فرمایي: ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ) بېشکه چې یوازې مومنان سره وروڼه دي، نو دخپلو دو جګړه کوونکو وروڼو تر منځ سوله وکوۍ، او له الله جل جلاله څخه ویرېږۍ، تر څو چې رحم درباندې وشي.

له دې پرته په ګڼو احادیثو کې داسلام ستر پیغمبر صلی الله علیه وسلم خپل امت یووالي او اتحاد ته رابللی دی، آن چې که چېرې دمسلمانانو لپاره دوه مشران ټاکل کېږي یو یې باید ووژل شي، تر څو مسلمانان یو موټی پاتې شي، امام مسلم په خپل صحیح کې درسول الله صلی الله علیه وسلم هغه حدیث را اخیستی دی چې فرمایی: (مَنْ أَتَاكُمْ وَأَمْرُكُمْ جَمِيعٌ عَلَى رَجُلٍ وَاحِدٍ يُرِيدُ أَنْ يَشُقَّ عَصَاكُمْ أَوْ يُفَرِّقَ جَمَاعَتَكُمْ فَاقْتُلُوهُ ) که څوک په داسې حال کې درته راغلل چې تاسو پر یو سړي باندې سره را ټول شوي وۍ ددې لپاره چې ستاسې یووالی مات کړي او ټولی مو ټوټې ټوټې کړي نو و یې وژنۍ ) پاتې دې نه وې چې دلته له ټولي نه دغه اوسني ټولي او ډلې نه دي مراد بلکې دټولو مسلمانانو یو ټولی ترېنه مراد دی، علمای کرام دحدیث شریف په شرح کې فرمایي چې که چېرېته ددې کس مخه پرته له وژلو په بل څه نه نیول کېده نو ویې وژنۍ، او که يې له وژلو پرته په نصیحت یا ډارولو یا کومه بله توګه مخه نیول کېده بیا یې وژل روا نه دي.

لنډه دا چې یووالی دمسلمانانو لپاره بلکې دهر قوم او ملت لپاره دملا دتیر په څېر دی، او همدا لامل دی چې نن دټول اسلامي امت دملا تېر مات دی، په خپل منځ کې یووالی نه لري، ددې پر ځای چې اوس يې یوه لویه واکمني درلودای تر پنځوسو زیات وړې وړې تش په نامه واکمنۍ لري چې ټول یې په یوډول او په بل ډول ددښمن تر اغېزې لاندې دي، هغه کار چې په یو موټی والی او یو بل ته په لاس ورکولو تر سر کېږي کله هم په یوازې ځان نشي تر سره کېدای، او ددې لپاره تر ټولو ښه او ښکاره دسترګو لېدلې بیلګه يې مونږ په خپل ګران هېواد کې وړاندې کولای شو، مونږ ولیدل چې د روسانو په وړاندې مجاهدينو یو مشر یوه تګلاره نه درلوده هماغه وو چې داسې کانې یې وکړي چې کېدای شي دانسانیت په تاریخ کې نه وي شوي، په خپلو منځو کې یې داسې څه وکړل چې نه په هغه وخت کې روسانو کړي وو او نه هم نن امریکایانو کړي دي، دا خو پرېږده چې دولس او هېواد خدمت وکړي، او لږ وروسته مو دا هم ولیدل چې کله اسلامي امارت راغی داسې تاریخي کارنامي یې وکړي چې ټوله نړۍ ورته حیرانه شوه، سره له دې چې هغوی ددښمن له هر رنګه بنديزونو سره لاس او ګرېوان وو، نه یې دتنظیمونو په څېر مسلکي کدرونه درلودل نه يې نور دهغوي په څېر امکانات درلودل خو بیا هم دیو امیر او یووالي له برکته یې دنړی تاریخ بدل کړ.

نو اوس هم باید ټول په دې پوه شو چې زمونږ پرمختګ، هوسایي، ددین خدمت یوازې او یوازې په یووالي کې دی، هو هغه یووالی چې اسلام یې غواړي، هغه یووالی چې ځان ترېنه قربان شي، نه هغه یووالی چې له ځان نه قربان شي، هغه یو والی چې دځاني او تنظیمي ګټو لپاره نه وي، بلکې دمسلمانانو دګټو لپاره وي، ځکه اشخاص، افراد او ډلې ټپلې دوخت په تېرېدو سره له منځه ځي مګر مسلمانان به تر قیامته پورې وي، نه هغه یووالی چې دځاني ګټو او ځانګړو موخو لپاره کیېږي، او همدا لامل دی چې په افغانستان کې یو والی نه راځي هلته هر څوک یووالی ددې لپاره کوي چې خپلې شخصي او تنظیمي ګټې خوندي کړي، دیووالي تر نامه لاندې خپلو ځانګړو موخو ته ځان رسول غواړي، که يې خپلې شخصي ګټې په دې کې خوندي کېږي چې جګړه وکوي، بیا له خپل مسلمان ورور سره دخونړیو جکړو داور لمبې بلوي، او که یې ګټې په یووالي کې خوندې کېدای شي بیا له کفارو او کمونیستانو سره داسې یووالی کوي چې نه یې عقل او نه يې هم شرعیت مني، اوهمدا لامل دی چې پایلې يې بیا داسې څه راځي چې تر قیامته پورې دټولو لپاره یو پیغور جوړېږي.

اوس به دلته دحزب اسلامي دڅو رنګه پالیسۍ یو څو نمونې وړاندې کړو، او دا به وڅېړو چې آیا حزب په رښتیا هم له امارت سره یووالی غواړي او که دیووالي تر نامه لاندې خپلې ځانګړې موخې خوندي کول غواړي، ګورو چې دحزب مشر په ( پټې طوتیې او بربنډې څېرې ) کې دطالبانو د راټوکېدو په هکله دوه احتماله وړاندې کوي، او بیا دده په اند دا احتمال ځواکمن دی چې: (دا حركت له ابتدا نه د جنرال بابر په لاس جوړ شو، پلان ئې په اسلام آباد كي د انگلستان پخواني سفير وركړ، امريكائيان او سعوديان د بابر او د انگريزانو د گډو هڅو په نتيجه كي قانع كړي شول چي د دې پروژى سرپرستي او تمويل په غاړه واخلي... هغه كمونست افسران چي د كابل رژيم له نسكورېدو وروسته، پاكستان ته راكوز شول او هلته د سي آى اى او آى اس آى لخوا تنظيم او له طالبانو سره يو ځاى كړي شول، د طالبانو پيلوټان، ټانكستان، توپچى او ټول تختنيكي پرسونل له همدغو افسرانو نه جوړ شوى او د جگړو د سوق او ادارې واگي د دوى په لاس كي او د مجاهدينو په ضد د جگړو سخت ليوال دي، دوى دي چي طالبان د مجاهدينو په خلاف جگړو ته هڅوى ... د طالبانو حركت يوازي د جگړي د دوام په صورت كي خپل شته والى ساتلى شي هغه هم پدې شرط چي پدې جگړو كي ئې وړيا برياوى په برخه شي... او د طالبانو د استبدادى او ظالمانه سلطې ستونزى او كړاوونه به گالى او د يوې مجهولي راتلونكې په اميد به شپې ورځي سبا كوي.

خوكه د طالبانو د وړيا برياوو بهيرمتوقف شي، په څو جبهوكي له جدي ماتو سره مخامخ شي او د دوى مخالفين په يوه ډاډمن محور راغونډ شي او د بحران د حل عادلانه طرحه وړاندي كړي، ملت ته د هېواد د راتلونكې په هكله او د تېرو خونړيو پېښو د نه تكرار ډاډ وركړي، بې له شكه چي پدې صورت كي به طالبان ډېر ژر او سريع له منځه ځى، دا ځكه چي "دا كم عمره حركت" د پېښو او د نورو ډلو د اختلاف زيژنده ده چي د وړيا او مسلسل فتوحاتو په نتيجه كي ئې وده وكړه، نه تنظيمي سابقه لري، نه آزمويل شوي افراد او نه داسي متعهدين چي د دې حركت په شعارونو، اهدافو او تگلارو له زړه نه ټينگ باور ولري، داسي باور چي په هر صورت او هر راز شرائطو كي به د دې "حركت" مرام او قيادت ته مخلص او وفادار پاتې كېږي او لدې نه په شاكېدل د خپل ايمان او تعهد منافى وگڼى, هغه ډله چي د وړيا فتوحاتو په بستر وده وكړي او غړو ئې د ابتلاءاتو، ستونزو او كړاوونو لوړى ژوري نه وي ليدلې، له ماتو سره د مخامخ كېدو په وخت كي خپل شته والى نشي ساتلى، د جنگي فتوحاتو او برياوو بهير حتماً د پاى يوه نقطه لري، د پاى دا نقطه به د طالبانو لپاره ډېره خطرناكه ثابته شي, طالبان نه په جگړو د ټول هېواد د نيولو او د ټولو مخالفو ځواكونو د ځپلو توان لري او نه د هېواد د ادارې او د يوه صالح اسلامي نظام د قائمولو استعداد، فهم، بصيرت، تجربه او روزل شوى، امتحان شوى پرسونل. همدا اوس اوس او په واكمنۍ كي د لنډي مودې پاتې كېدو نه وروسته، د دوى په ليكو كي فساد، رشوت، د ملي شتمنيو تالان، په ولس ظلم او د هغوى په مال او عزت تېرى، د ناروا اميتازاتو په لاس ته راوړلو كي ناروا مسابقه، له قدرت او نفوذ نه د خپلوانو په گټه بيدريغه غلطه استفاده په خطرناك ډول پيل شوې او ورځ په ورځ تشديد كېږي.

د طالبانو دا حركت په اصل كي د هغه ډلي كاپى ده چي د جهاد په دوران كي تر ټولو ډلو ناكامه او وروسته پاتې وه، وسلې ئې خرڅېدلى، مالي امكانات ئې د چارواكو په لاس تالان كېدل، د څو محدودو كسانو ترمنځ وېشل كېدل، د اداري او مالي فساد په وجه د محدود شمېر مجاهدينو له اكمال نه عاجز وه، كمونستانو او بې دينه عناصرو د هغې په ليكو كي ژور نفوذ كړي وو… د طالبانو حركت په هيڅ صورت كي نشي كولى تردې ډلي غوره ډله جوړه كړي ).

او د همدې کتاب په یو بل ځای کې دا رنګه مهرباني کوي: ( كه دوى اسلام غوښتلى او د ولس د ژغورني او د بې امنيتي ختمول ئې هدف وى نو حتماً به ئې د حزب له صالح قومندانانو سره ملگرتيا كړې وه‏...له طالبانوسره توافق ممكن نه وو، دوى د حزب په خلاف صحنې ته راايستلى شوي وو، داسي گمان ئې كولو چي له حزب سره د توافق په نتيجه كي بهرنۍ مرستي ورباندي قطع كېږي )

دا خبرې جناب عالی وتلي سیاستمدار، دیو ملک صدر اعظم،هغه څوک چې پیروان یې دده ویل او لیکل دکاڼې کرښه بولي، دطالبانو داسلامی تحریک په اړه کړې دي، او اوس هم همدغه کتاب دده په وېب پاڼه ( شهادت ) کې پروت دی، نو که جناب عالي! اوس له طالبانو سره یو ځای کېدل غواړي، لومړی باید کم تر کمه خپلې دغه دکاڼي کرښې لږ وتراشي، له خپلو دغو څرګندونو څخه پېښېمانتیا وښيي، ځکه چې ټولې نړۍ طالبان وپېژندل چې آیا دوی په رښيتا هم داسي دي لکه جناب عالي چې خلکو ته ور پېژندلي دي او که نه حقیقت بل څه دی، دلته نور ډېرو تبصرو ته اړتیا نشته ځکه هر څوک که دغه دجناب عالي! ارزښتناکه لیکنه ولولي او بیا هغه څه ته نظر وکړي چې دسر په سترګو يې ولیدل او ویني یې نو په خورا آسانۍ سره کولای شي چې ددواړو په حقیقت پوه شي.

په بل ځای کې په خپله یوه لیکنه کې چې سر لیک یې دی ( طالب ملامت دی !) داسې وایي: ( دا منم چي طالبانو ډېري غلطۍ وكړې، له ډېرو سره بې موجبه او د كوم شرعى مبرر نه پرته و جنګېدل، پرديو استعمال كړل او د جګړي د دوام باعث شول خو دا خبره هيڅ با ضميره او با عقله انسان نشي منلى چي طالبانو امريكايان‏ راوستل )

نو جناب حكمتيار! دجګړې داوږدېدو لامل تاسو وۍ او که طالبان؟ تاسو دولس دویاړلي تاریخ زرینې پاڼې تتې او پیکه کړي که طالبانو؟ بې موجبه او پرته له کوم شرعي مبرر نه تاسو جګړې وکولې که طالبانو؟ طالبان پردیو استعمال کړل که تاسو؟ طالبانو که جنګونه وکړل، ملت ته یې امن راوستلو، په داسې حال کې چې ستاسو دجګړو پر مهال نه دچا سر خوندي و نه یې مال، نه يې اولاد، نه يې آبرو او عزت، نه یې ژوند، طالبانو که جنګونه وکړل هېواد او ولس یې له ټوټې ټوټې کېدو څخه وژغورلو، په داسې حال کې چې ستاسو دجګړو له کبله ټوټي ټوټې شوی او په څو پادشاهیو ویشل شوی و، طالبانو که جګړې وکولې دظالمانو، پاټکیانو دله منځه وړلو لپاره یې وکړې، هغه ظالمان او پاټکیان چې ستاسو دجګړو زېږنده وو، بلکې ستاسو په ترخونو کې ننوتي او تاسو پالل!

نو آیا ددې خبرو په کولو سره یووالی را ځي او که ليرې والی؟ که حزب په رښتیا هم یووالی غواړي ددې خبرو کولو ته څه اړتیا ده؟

په بل ځای کې له سلیم صافي سره په یوه مرکه کې وايي: ( زه طالبان هم په هغو جگړو نه ملامتوم چي د دې خطرناك او وطن پلورونكي ائتلاف په ضد ئې كړې، د همدې لپاره موږ په دې دوران كي د طالبانو په ضد له څه كولو ډډه وكړه، دا په داسي حال كي چي طالبان د خپلو هغو مشرانو په تحريك چي اوس په كابل كي ناست دي، تر ټولو د مخه له حزب سره وجنگېدل، حتى د حزب په ضد ئې له همدې ائتلاف سره ملگرتيا كوله. كه طالبان له موږ سره نه وى جنگېدلي او له شا ئې پر موږ بريد نه وى كړى نو موږ د هغه لوى سازش د شنډولو توان درلود او شمالي ائتلاف مو عملاً له ماتې سره مخامخ كړى وو، د همدې لپاره شمالي ائتلاف د طالبانو مرسته وكړه )

په کابل کې دطالبانو ناست مشران څوک دي؟ که په رښتیا هم حزب له مسعود سره دطالبانو جګړه سمه بللای نو بیا يې ولې له طالبانو سره مرسته نه کوله؟ له طالبانو سره تاسو جګړه پیل کړه او که طالبانو پر تاسو برېدونه پیل کړل؟ طالبانو خو دیوې ایماني دندې په بنسټ په ټوپکیانو پسې را واخیسته ځکه هغوی دخلکو سر، مال او ناموس ټول لوټل،چې ستا قوماندانان هم پکې وو، که تا په رښتیا هم قدرت نه غوښتلای نو دطالبانو دغورځنګ ملاتړ به دې کړی وای، تا خو هغه دانګرېزانو کسان وبلل، دظاهر شاه کسان دې وبلل، په غزني او وردګو کې دې خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې ورسره وجنګېږۍ، بلکې مخې ته دې تازه دمه ځواکونه ور ولېږل، نو طالبان باید له هغه چا سره جنګېدلي وای چې د غلو، رهزنو، فاسقانو او ظالمانو ملاتړ یې کولو.

همدا رنګه دخبرین ورځپاڼي د خبریال شاهد عدنان دیوې پوښتنې په ځواب کې چې په دې ډول یې ترېنه کړېده وایی: ( ويل كېږ‏ي چي تاسو د خپلو وسلو د ګودامانو په ښودلو سره طالبانو ته وسلې برابرى كړې دي آيا دا رښتيا ده كه چيرى رښتيا وي نو تاسو په كوم نيت سره دغه تعاون كړي دى؟ آيا په راتلونكي كي به هم له هغوى سره مرسته كوي؟

ج: دا بې بنياده افواهات دي، موږ به له خپلو وسلو نه د تېري كوونكو په خلاف په خپله استفاده كوو. موږ له طالبانو نه دفاع نه كوو، له خپل دين، وطن او ولس نه دفاع كوو. موږ ټولو افغاني ډلو ته بلنه وركړې چي خپل اختلافات هيركړي، يوه بل ته د ورورى لاس وركړي او په ګډه له خپل هېواد نه دفاع وكړي )

آیا طالبان ولس نه دي؟ ددې هېواد اصیل بچیان نه دي؟ آیا دیو مسلمان په توګه دا په هر مسلمان باندې فرض نه ده چې دخپل مسلمان ورور څخه دکافر په وړاندې ننګه وکړي؟ خو دلته بیا یوه بله ځانګړې موخه پټه ده هغه دا چې طالبان له ولس نه بېل خلک دي، هغوی ددې جوګه نه دي چې دکافر په وړاندې ترېنه ننګه وشي؟ آیا په دا رنګه خبرو یووالی منځ ته راځي؟
نيژدې دوه میاشتي مخکې یې له الجزېرې تلوېزیون سره په یوه مرکه کې چې دشهادت ویب پاڼې لخوا په 30-05-2010 03:09 AM تاریخ خپره شويده دیوې پوښتنې په ځواب کې چې خبریال ترېنه داسې پیل کړېده وایی: (۳ – ځینې ستاسو ګوند ته د امریکایي اشغال په خلاف جنګیدونکو کوچنیو ګروپونو له ډلې شمیري، آیا تاسو دا تأثر منئ ؟ د څومره ځواک درلودونکي یاست؟ او له ایدیولوژیکي پلوه هغه کومې ځانګړنې دي چې تاسو له نوور وسله والو ډلو نه بیلوي؟

ځواب: له تا پرته تر نن پوري ما او هيڅ افغان له هيچا داسي خبره نه ده اورېدلې، دا خبره هغه څوك كولى شي چي يا د افغانستان له سياسي او نظامي وضعيت نه په بشپړه توگه بې خبره وي او يا ئې معلومات له داسي كړيو ترلاسه كړى وي چي پر حقايقو له اعتراف نه وېره لري!! ښايي تاسو به د ځينو خبري رسنيو تبليغاتو ته په پام سره دا قضاوت كوئ، دا رسنۍ عمداً په ټول افغانستان كي ترسره كېدونكي عمليات القاعده او طالبانو ته منسوبوي، د كابل رژيم هر مخالف د طالب په نامه يادوي، گمان ئې دا دئ چي افغان ولس او نړۍ وال د (القاعده) او (طالبان) له نامه سره حساسيت لري، نو هر مخالف بايد په همدې نامه ياد كړي، حقيقت دا دئ چي حزب اسلامي د افغانستان يوازنی ستر، افغانستان شمول او ځواكمن حزب دئ چي هم د روسانو په ضد پروني جهاد؛ هم له فكري پلوه د دې حزب له لوري پيل شوى وو او او هم له نظامي پلوه، هغه مهال د مجاهدينو او مهاجرينو نږدې اتيا په سلو كي له حزب اسلامي سره تړلي ول، په هغه جهاد كي ټولو گوندونو په گډه د حزب څلورمه برخه ونډه هم نه درلوده، اوسنى جهاد هم د حزب په لاس پيل شو، تر يو نيم كال پوري حزب په ميدان كي يوازي وو، نوري ډلي ډېر وروسته ميدان ته راووتلې، دا صحيح ده چي زموږ امكانات محدود دي، په خپلو ذاتي امكاناتو مو دا جهاد پيل كړى او تر ننه مو دوام وركړى، كه د امكاناتو ستونزه نه وي نو موږ په لسگونو زره با تجربه مجاهدين جنگ ته تيارولى شو. كه موږ د نورو په څېر له هر چا د مرستو ترلاسه كولو لار غوره كړې وى او د دې پروا مو نه كولى چي ځيني مرستندويان د خپلو ناولو غرضونو لپاره او په داسي حال كي مرسته كوي چي زموږ له هېواد، ولس او مذهب سره نه پخلا كېدونكې دښمني لري، نو نن به د حزب اسلامي نوم تر هري ډلي زيات په دغو خبري رسنيو كي تكرارېدو. زه په بشپړه توگه باور لرم چي كه د حزب متعهد مجاهدين له مقاومت نه لاس واخلي نو دا مقاومت به لنډه موده هم دوام ونشي كړى. د طالبانو په سلو كي تر اويا زيات مجاهدين هم د حزب غړي دي.
دا چي له نورو ډلو سره زموږ توپير په څه كي دئ بايد ووايم چي موږ د هېواد آزادي او خپلواكي، په آزاد او خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي منتخب اسلامي حكومت، د ژوند په ټولو برخو كي د شريعت بشپړ تنفيذ غواړو )
ګرانو لوستونکو! اوس قضاوت ستاسو په لاس، آیا په رښتیا هم دامریکایانو په وړاندې جهاد لومړی حزب پیل کړ؟ جناب! دغه ستا د ذاتي امکاناتو مانا څه ده؟ ذاتي امکانات دې له کومه کړل؟ دپولې او پټي څخه دې لاسته راوړي که له تجارت نه؟ او که په میراث درته پاتې شوي دي؟ او که دشهیدانو، کونډو، یتیمانو او خوار ولس حق دې دخپلو تنظیمي ګټو لپاره ساتلی او غلی کړی و؟

آیا په رښتیا هم ولس له طالبانو سره حساسیت لري؟ که يې لرلای نو بیا ولې طالبانو په ډېر کم وخت کې دهېواد زیاتره سیمې پرته له کوم ولسي مقاومته ونیولي؟ او همدا اوس هم که ولس له طالبانو سره حساسیت لرلای نو ولې دامریکایانو او یارانو په وړاندې یې دهغوی تر څنګ ودرېږي؟

دا کومې ډلې دي چې دمذهب او هېواد له دښمنانو څخه بي قیده او بې شرطه مرستې لاسته راوړي؟ طالبان که بل څوک؟ دروس سره دجهاد په وخت کې چې حزب اتیا په سلو کې و، او نور ټول تنظیمونه شل په سلو کې نو پوښتنه دلته ده چې په هغه وخت کې تاسو خپل ذاتي امکانات له کومه کول؟ امریکې خو به نه درکول؟ هغې امرېکې چې ستا په خبره دطالبانو حامي وه، په هغه وخت کې خو به ستا حامي نه وه؟ آیا په رښتیا هم همداسې ده چې که دحزب ټول ټال له پنځه سوو څخه نیولي بیا تر زرو جنګیالیو پورې له جهاد نه په شا شي نو جهاد به په ټپه ودرېږي؟ ځه توکل په الله ته خو دا بخت هم وآزمایه چې رښتیا اودروغ څرګند شي؟ او آيا په رښتیا هم دطالبانو اویا په سلو کې مجاهدین دحزب غړي دي؟ آیا ستاسو دتنظیم توپیر له نورو سره په رښتیا هم همدا دی چې یوازې تاسو اسلامي شریعت او اسلامي حکومت غواړۍ؟ ما په هغه مخکې لیکنه کې هم ویلي وو چې دروغ خو هسې هم بد دي خو بیا دیو مشر له خولې خورا بد دي، دحیرانتیا ځای دادی چې دا څه رنګه دومره لویو درواغو ویلو ته زړه ښه کوي؟ که یې وایې نو بیا یې دکوم ویاند یا کوم بل کس په خوله ووایه، یقین وکوه چې له تاسره خو خورا بې خونده ښکاري؟

په همدغه مرکه کې به دخبریال يوې بلې پوښتنې او دحکمتیار ځواب ته وګورو: (۸ - ستاسو استازي ادعا کوي چې تا سو کولی شئ نورو ډلې پدې قانع کړئ خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د مذاکراتو سره یو ځای شي، دا څنګه ممکنه ده؟ آیا پدې اړه د کوم ګروپ ژمنه له ځان سره لرئ؟ او ستاسو د نوي دریځ په اړه د هغوی غبرګون څه ډول دی؟ او له هغو افغاني ډلو سره به څه کوئ چې نه مني د معاملې په صورت کې خپله وسله پر ځمکه کیږدي؟

ځواب: دا يوازي زموږ د استازو خبره نه ده، دا د هر هغه چا خبره ده چي د افغانستان له وضعيت نه دقيق معلومات لري؛ د ټولو انگېرنه دا ده چي كه حزب اسلامي د بحران د حل په اړه له كومي طرحي سره توافق وكړي نو د مقاومت د ليكو اكثر جنگيالي به له دې طرحي سره توافق كوي، د ملت اكثريت به ئې ملا تړ كوي، پاتي محدودو كسانو ته به دا گرانه شي چي له دې طرحي سره تر اوږدې مودې مخالفت ته دوام وركړي )

په رښتیا هم دټولو! انګېرنه داده چې دافغانستان دستونزې حل له یوې طرحې سره دحزب تر توافق پورې تړاو لري؟ او که دوی په شا شي، لکه زیاتره یې چې لا له مخکې نه په شا شوي هم دي، نو ملت به ټول ور پسې شي، او محدود کسان به بیا ددې طرحې مخالفت تر اوږدې مودې پورې ونه کړای شي؟ څه فکر کوۍ چې آیا یووالی او وحدت په دارنګه بې بنسټه او ښکرورو درواغو باندې راتلای شي؟

ګورو چې حکمتیار له سلیم صافي سره په خپله یوه مرکه کې دطالبانو او امریکا داختلاف لامل چې دده په ګمان له اسامه نه راولاړ شو څه رنګه په ګوته کوي: ( د سعودي حكومت د ده تابعيت ختم كړ، مجبور شو په افغانستان كي پاتې شي، له افغانستان نه سودان ته ولاړ، امريكايانو د سودان حكومت مجبور كړ چي هغه وباسي، بېرته افغانستان ته راغى، حالت داسي راغى چي دى له طالبانو سره ملگرى شو، امريكايانو هغه وخت د طالبانو حمايت كولو او له دوى سره د اسامه په ملگرتيا ئې هم اعتراض نه درلود، خو وروسته له هغه چي په كينيا، نيروبي او يمن كي د القاعدې لخوا د امريكايانو په ضد عمليات ترسره شول، له طالبانو ئې وغوښتل چي اسامه ورتسليم كړي، د سعودي حكومت هم دا مطالبه وكړه، د طالبانو خارجه وزير رياض ته وغوښتلى شو، هلته ئې له سعودي چارواكو سره د اسامه د سپارلو ژمنه وكړه، په كابل كي ئې د علماوو په نامه شورى جوړه كړه او دې شورى هم له اسامه وغوښتل چي له افغانستان نه ووځي، د سعودي د استخباراتو مشر تركي الفيصل په خصوصي طيارې كي د دې لپاره كندهار ته ولاړ چي اسامه به لاس تړلى له ځان سره بيايي، پنځه ورځي په كندهار كي تم شو، خو طالبان د خاصو عواملو په وجه ونه توانېدل چي اسامه تركي الفيصل ته تسليم كړي، له طالبانو سره د واشنگټن او رياض اختلاف له دې نېټې وروسته راولاړ شو )

ګرانو لوستونکو! څه فکر کوۍ چې آیا له امریکې سره دطالبانو داختلاف لامل یوازې داسامه خبره وه، او که نه امریکې اصلا په افغانستان کې له یو سوچه اسلامي نظام سره مخالفت درلود او اسامه یې هسې یوه پلمه جوړه کړه؟

او دهمدې مرکې په بل ځای کې بیا دارنګه پوښتنه او خواب یې را ځي: ( 2. انجنير صاحب حكمتيار! په جگړو كي اكثراً د طالبانو نوم اخيستل كېږي، ستاسو حزب په كومو سيمو كي فعاليت كوي؟

ځواب: صافي صاحب! د دښمن له لوري اكثراً دريو ډلو ته جگړي او بريدونه منسوب كېږي: لومړى د القاعدې نوم اخلي او بيا د طالبانو نوم او په پاى كي وايي د دولت نور مخالفين، افراطي ډلي او د القاعدې ملگري، د دې وجه كاملاً واضح ده، امريكايان غواړي وښيي چي دوى يوازي له دغو دوو ډلو سره په جگړو بوخت دي، نه له افغان ولس سره او نه د افغانانو له نورو ډلو سره!! خو تاسو ته معلومه ده چي اوس بهرني ځواكونه په دې اعتراف كوي چي هره مياشت په اوسط توگه شپږ سوه بريدونه پر دوى كېږي، يعني هره ورځ نږدې شل بريدونه، خو په مطبوعاتو كي هره ورځ دوه درې عمليات منعكس كېږي او دا القاعدې او طالبانو ته منسوبېږي، تاسو موږ ته ووايئ چي دا پاتې اولس عمليات څوك كوي او امريكايان ئې له چا گڼي؟ )
آیا په رښتیا هم حزب اسلامي هره ورځ ۱۷ او ۱۸ بريدونه کوي؟ دا دومره امکانات يې له کومه کړل؟ په هغه بل ځای کې خويې ویل چې زمونږ امکانات محدود او ذاتي دي! دا چې هره ورځ دومره برېدونه کوي، نو بیا به همدومره کسان هم ورته لري، او په هر ځای کې به یي لري، که په رښتیا هم کېسه همداسې وای حکمتیار صیب! باور وکوه چې اوس خو به دې نړۍ له ختيځ نه نیولې بیا تر لوېديځ او له شمال نه نیولې بیا تر جنوب پورې په نارو سورو ډکه کړې واي، لکه څنګه چې ددې دروس دجهاد پر مهال کول، دحزب اسلامي تبلیغات خو دنړۍ په کچه شهرت لري نو بیا دا اوس څه پرې وشول، چې یو په ېو يې تبلیغاتي او فرهنګي څانګې ګونګې شوي، او که څه شته نه چې خپاره يې کړي؟ که نه اوس خو وېب پاڼې هم پریمانه دي: شهاىت, عقاب, تنوير, دوستداران وطن او... هرې یوې ته چې ووایې خبرونه خپروي، او بل دا چې تاسو خپله وخت په وخت له تلویزیونونو او ورځپاڼو سره مرکې کوۍ، بیا ستاسو دمرکو په خپرولو ولې بندیزونه نه لګېږي او رسنۍ یې ټکې په ټکې خپروي... او یوه بله ډېره دپام وړ خبره دا ده چې دحزب اسلامي دشهادت په وېب پاڼه کې ددغه ورځنیو ۱۷ او ۱۸ عملیاتو څرک نه لګېږي، یوازې په دوه درې ورځو او کله هم په یوه هفته کې یو ځل چېرته دحزب اسلامي دمجاهدینو په نامه دځینو عملیاتو یادونه کېږي، او زیاتره عملیات نورو مجاهدینو ته منسوبیږي، نو اوس دغه نور مجاهدین طالبان دي او که کومه بله ډله ده چې یوازې حزب اسلامي يې پېژني او بل څوک نه دي پرې خبر؟ او که دشهادت ورځپاڼه او وېب پاڼه هم دحزب اسلامي دمجاهدینو عملیات او بریاوي پټوي او دخپرولو خپلواكي یې نه لري؟؟؟

اوس دا څه رنګه شونې ده چې مشر صیب امریکا دطالبانو حامي بولي، او کشران یې دیووالي او وحدت نارې سورې وهي! یووالی چې دزړه له کومي نه وي څه ګټه به ولري، اوبل دا چې تر څو مشر زړه سپین نه کړي، په خلکو ډول ډول ټاپې وهل پرې نه ږدي تر هغه پورې یووالی یو خوب دی، الله جل جلاله دې دده کشرانو ته دخپلو نېکو نیتونو اجر ورکړي، آرمان چې دوی دخپل مشر له کړو وړو او خبرو نه ناخبره نه وای.

زه ډېر حیران ودېته وم چې ډېر خلک ما شاء الله ښه مونځونه کوي، نفلي روژي نیسي نور اذکار به هم وایي، خو له دې ټولو سره سره درواغ هم وایي، نو چې نفلي مونځونو، روژو او ذکرونو ته يې سړی وګوري باید چې باید چې په درنه سترګه ورته وکتل شي، او چې درواغ یې وګوري نو دسړي زړه ترېنه تور شي، ګورم چې په النهایه فی غریب الاثر کې مې دحضرت عمر فاروق رضی الله تعالی عنه یوه وینا تر سترګو شوه چې فرمایلي یې دي: (لا تَنْظروا إلى صلاة أحدٍ ولا إِلى صيامِه ولكن انظُروا إلى وَرَعه إذا أشْفَى ) دچا لمانځه او روژې ته هم مه ګورۍ مګر تقوی ته يې په هغه وخت کې وګورۍ چې کله دنیا ته مخه اودنیا هم ده ته مخه کړي، دحضرت عمر رضی الله عنه له دغه وینا څخه داسې څرګندېږي چې اصلا تقوی او پرهېزګاري دا ده چې سړی په دنیوي معاملاتو کې رېښتونی وي دروغ ونه وايي، او په یو بل روایت کې خو یې بیا ښکاره ویلي چې دچا لمانځه او روژې ته مه ګورۍ بلکې وګورۍ چې په خبرو کې درواغ وایي او که نه؟

نو یوازې مونځ، روژه اوتش علم او پوه د تقوی تله نه ده، او په رښتیا هم چې خبره همداسې ده ځکه که مونږ او تاسو په خپل ورځني ژوند کې وګورو نو داسې خلک به مو خورا کم مخې ته راشي چې هغوی چل ول دوکه او فریب نه کوي، زیاتره کسان بیا په تېره ډېر سیاسي لېډران او مشران خو له دې پرته بل کار نه لري.