د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مور د ورځې په مناسبت د دوستۍ فرهنگي ټولنې د مبارکۍ پيغام

حبيب الله غمخور 20.06.2010 20:57

 

دا مورده چي په يو لاس ځانگو اوبل جهان ځنگوي

وياړ په تا غيرتي  مور ې

 

روز پر میمنت مادر این نماد مهربانی و عطوفت  رابه تمام ما دران بزرګوار ورنجديده مهین درسراسر ی جهان تبر یک وتهنیت  ګفته ارزو ی صحت ،سلا متی وبهروزي به همه ما درا ن  عزیز را تمنا داریم .

درنو خويندو اوميندو!

تاسو اوستاسو په وسيله  ټولو افغانی ميندوته دنړۍ په هرگوټ کې چي ياست دموردورځي په مناسبت دزړه له کومي مبارکی ،نېکي هيلي اودرناوی وړاندې کوو،تاسوټولوباغيرته ميندوته دلوي څښتن له دربارنه دهوسا اوبسيا ژوندغوښتنه کوو.

زموږ په هيوادکې  دڅولسېزوراپدې دجوزا دمياشتي پر ۲۴  دموردورځې په مناسبت  غو نډي  جوړېږي ،مگر داي وخت هم راغلی کله چې تنظيمونه   اوبنسټپالې ډلي واک ته ورسېدلې دا ورځ چي مور ته ددرناوي دورځې په نامه ډالی سوې وه قدغن سوه لمانځل ئي گناه کبيرهاو منع  شول . هيچا دښځې دحق او آزادۍ ،دمور دمقام  اودرناوي خبره پرخوله نشوه راوړاي . رښتيا خودادي  چي ددغې ورځې لمانځنه له هغې لومړۍ ورځې بيا تر ننه پوري تشريفاتي بڼه درلوده .کله چې به هغه وخت هم چارواکو دښځو دحقوقواوهغوي ته په ټولنيز ژوندکې دنارينه سره دبرابراوفعال  گډون خبرې کولې،ښځي به حيراني پاته شوې چې دا چارواکي څه پرتي وايي ، په عمل کې ښځودرناوی نه پېژند اونه ئې احساس کړی دي .

اغلو!

که دبشري ټولنې تير تاريخ ته نظرواچووداسي ولس به ونه موندل شي چې مورته دقدراودرناوي په سترگه ونه گوري . مگر په رسمي اوعام ډول دا(( ۱۰۳))  کاله کېږي  دنړئ په ټولوهيوادونوکې  دموردورځی  په نامه دهغې دزحمتونو اوتلاښونو قدرداني کيږي کوم چې هغې د خپل ماشوم دلويولو اوروزلو په لارکې ګالي دي .

د۲۰۰۱ کال راپدې خواچې  په افغانستان کې دطالبانو رژيم نسکوراو ښاغلی کرزي ته دولتي واک  وسپارل شو،دښځودحق خبري  يوځل بيا ددولتي چارواکوپر خولې سوې،داسي ښودل کېږې چې گواکې ښځوته حق ورکول کيږي . مگر متاسفانه همدااوس  هم دنړيوالي ټولني اوزموږ پتمنو خونيدو اوميندو دغولوني لپاره هرچېرې اوهره ورځ دښځو دحقوقوددفاع،هغوی ته دهيواد په سياسي،اقتصادي،اجتماعي اوفرهنگي ژوند چاروکي  دفعال اوبرابرگډون خبري اوتبليغات کيږي،مگر په عمل کي بيا زموږ ميندي اوخويندي تر هر چازيات په ډيرو بدواوزړه بوږنوونکو  شرايطو کي  ژوند کوي . زموږله بېوزله ،مجبورواوکړېدلو ميندو څخه سوله  اوسوکاله  ژوندداقتصادي اوټولنيزو ستونزوسره يوځاي  ناامنیوله ځان سره وړېده  .

په تېرودرلسيزوکي داسي ورځ نه ده ماښام سوې چې د افغاني مور تر سترگودي اوښکي نه وي څڅېدلي  .

داسې ورځ به نه وي تېره شوې چې څو ميندې دې پکې بورې نشي اودخپل زړه دټوټې اوياژونددملگرې زنې دې نه وي تړلې . له يوې خوا ئې مذهبي سوداگر داسلام ددفاع اودبلې خوابيا ددموکراسي ملاتړې دبمونو،ټوپکونواوځان وژونکو واسکټونوداستعمال په پايله کي  هره ورځ د لسګونو ميندوپر اوږودهغې دبچيانوجنازې له کوره دهديري په لور وزي .
حقيقت خو دادی سره لدې  چې ښځې زموږ دټولنې  پوره نيمايې جوړه وې دبهرنيوځواکو نو اونړيوا لوسازمانوپه شتون کې دهغوي حقه حقوق په يوه اوبل نامه ترپښو لاندي کيږي او نه هم دوي ته  دانسان په ستر گه کتل شوی. پد ې نوکلونوکي  داسي عملي گامونه ندي پورته  شوی چي دهغو په پايلوکي دې  دافغانی ښځو انساني اواسلامي حقوق  اوآزادي  تظمين شوې وي ،اويا دي هغوي دمنځنيو پيړيو،له دود اودستور،د جنگسالارواو زورمندانو دوحشي منگولو څخه  نجات موندلی وي  .

له بدمرغه دهيواد په گوټ گوټ کې زموږ زيات شمير ميندي اوخويندي ترجنسی ستم لاندي ددردونکو ستونزوسره يوځاي شپې اوورځی سبا کوي .

افغاني مېرمن دمختلفو تعصوبونو اوتبعيضونو پر اساس  په ټولنه کي دمساوې  حق  څخه محرومه پاته شوې. ښځه اوپيغله دتعليم،تحصيل اونارينه سره دگډ اوبرابرکاردحق او حتا دسرنويشت دټاکلو،خپلي ارادې اوعقيدي دبيانولوڅخه محرومې دي .

زموږ په هيوادکې دعنعنو اوعقيدونه  په ناوړه  گټه اخيستنې سره افغانې ښځې تر بل هر هيواد دژوند له ټولو سياسي ،اجتماعې ،فرهنگې آزاديو اوحقوقوڅخه محرومي پاته دي او په ټولنيز ژوند کښي دښځو ومقام او ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي .تر اوسه ښځه دڅلوروديوالو بندي او لکه غلام په بدوکې ورکول کيږي  جرم نارينه کوي مگر دجرم دجزادروند پېټۍ  دخواري او بيچاره ښځي ملا ورماته وي .

 زموږ غيرتی  ميندي له يوې خوا پدغو ربړېدونکو شرايطو کښي خپل ماشوم روزي  اودبلې خوا دهغوي لپاره دخوړو،جاموپيداکېدو اودرملنې مسوليت  پر غاړه لري .همدانن  په سلهاو زره افغاني ميرمنې دلوږې اوناروغۍ ،دملنې اوپرستاری ته دلاس رسی نه لرلوله امله دکړاونو اومرگونوسره لاس په گرېوان دي  .

همدا اوس چي هر لوری  دښځو اوميندو مقام ته ددرناوي خبري کيږي .اوسنۍ دولتی چارواکي چي  دخپلو لاسته راوړنو يوه لويه بېلگه دښځو دحقوقو اوآزاديوتظمين بولي  بياهم  دافغاني ښځوپه مقابل کي زورزياتی ،پر پېغلو او وړو انجونوبې شماره جنسی تېری ،دوسله والوکسانولخواپه زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلوورکول،له ښوونځيودماشوموانجونوراگرځول،دښځينه شاگردانو مسمومېدل  ، دکارپه ځاي کي دښځوتوهين اوله هغوي نه دناوړې استفادې غوښتنه ،زموږ غيرتی ميندواوخويندوژوند اوعزت له جدي گواښ سره مخامخ کړی دی .

داچي همداسږ کال  زموږپه هيواد کي  تر ((۱۰۰۰) زياتو خويندواوميندو دمختلفولاملو له مخی په ځان سوځونه لاس پوري کړی دا دښه برخورد اوانسانی  چلنديا هوسا ژوندبېلگه نده .

 

له نېکه مرغه دزورواکانو اودولتي چارواکوددغوغير عادلانه کړونواوتېريو په وړاندي  افغاني  مېرمني  چوپه خوله ندې ناستي ، دنړۍ دنورو ښځو په شان يې دخپل روا اوانسانې حق څخه ددفاع په خاطر ږغ اوچت کړی  او پدي لارکښي يې قربانۍ ورکړې . 

زموږ په عقيده يوازي جشنونه ،په پارلمان  اوڅو دولتي اداروکې په سمبوليکه بڼه ښځو ته دمحدوي ونډې ورکول اويادبهرنيانو دخوښی لپاره په لويو او وړغونډوکي دڅوښځورابلل  دهيواد دنيم نفوس هيڅ درد نشي دواکولای .زموږ د هيواد په اوسنيو شرايطو کې د ميندود اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستوزمنو شرايطو اوهغوکړاوونوته جدي پاملرنه اړينه مسله ده کوم  چې همدااوس افغانی مېرمنې  ورسره لاس اوگرېوان دي . دولتي چارواکي اوپه سرکي ښاغلی کرزی ملي او اسلامي مسوليت لري چې دافغانو ښځوله روا حقوقونه دقانون په مټ ساتنه وکړي . اوداسلام دپاک دين په رڼاکي دهغوي په وړاندي  دهر ډول  تبعيض ،تعصب ، جنسي ستم  اوتيري مخه ونيول شي .

همدا اوس افغاني ښځي  (( ۹۰ )) په سلو کې نالوستی دي ،لازمه داده چي په هيواد کي دښځو دنهضت دپر مختيا لپاره بيله کوم ډارنه غښتلي او کوټلي گامونه اوچت شي ،زموږ دهیواد ښځې دنړيوالو بشرې سازمانو،يونيسف ،يونسکو او ملگروملتوو ځانگړو پاملرنواو قانوني حمايو  ته دبل هر هيواد تر ښځو زياته  اړتيا لرې . جنگ جگړې له بې شمېره خويندونه دژوند ملگری اوياهغه څوک چي  ددې دژوند سرپرستي وکړي اخيستی  دولت مکلفيت لري ددغوکونډو ښځو لپاره دځانگړې اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز پروگرام په طرح کولوسره هر اړخيزه مرسته وکړي اوهغې ته دهغې دفيزکي توان او استعداد سره سم داوسېوځاي ته نږدې دکار شرايط برابر کړي .

په اساسي ،مدنی اوجزاقانون کې دبنيادې تغيراتوپه راوستو سره بايد د ښځو خرڅول ،دکوچنيو انجونو په نکاح کول، ښځه په ميراثي ډول  بي دهغي له خوښي نه تر لاسه کول ،په بديو کې دښځي او انجلۍ ورکول، پر ښځو فردي او يا ډله ايز جنسي تيرۍ ،دښځو جسمي ، رواني ازار،سنگسار، تيرباران،اعدام اوپه دورو وهل ، په زور اوجبر ښځه دنارينه سره په گډ ژوند مجبورول او داسي نوري  ناروا،او اسلامي اوانساني اخلاقوڅخه ليري کړنې  چي په هغو کښې   دښځوانساني کرامت  تر پښو لاندي کيږي منع اعلان اوپر خلاف ئي ددولتي اوشخصي ډله ايزورسنيو په مټ مبارزه وشي . 

ښځو ته دهيواد په ټولو دولتي او غير دولتي ادارو او مؤسسو کي دنارينه و سره دگډکارحق ، په مرکز او ولاياتوکي دمور اوماشوم دحمايې په منظور ځانگړي  ادارې  او په ټول افغانستان کي د امکان تر بريده وړکتونونه  اوماشومانو ته دشيدو ورکولو خوني جوړ ي سي .

هغه څوک چي په رښتيا دهيواد دودانېدواوافغانانو دسوکالۍ سره مينه او علاقه لري، دبنسټپالو اډيالوژي گانو، عقيدواو ښځوسره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډک برخوردونو،نظرياتواوکړنو پر ضد مبارزه ئې ملي ،اسلامي اوانساني دنده گڼل کيږي .

افغاناني ښځی بايد دمنځنيو پېړيو له بنسټپاله تعصوبونواوخرافاتوله منگولوڅخه نجات ومومي  اوديوې باشرفه،سپيڅلي ،افغاني او مسلماني مور په توگه دهيواد په بيا جوړونه کښي  دنارينه وو سره يوځاي اوږه په اوږه دفعا ل گډون  زمينه برابره شي  .افغانو پتمنو ښځو اوپېغلو ته  انساني، اخلاقي او اسلامي  حق او آزادۍ نه ورکول  ستر بشرې جرم او دبشر پرحقوقو بربنډ تيرۍ دی .         

پدې هيله چي دا ورځ ډير ژر راورسېږي ترڅو زموږ مېړنۍ اوغيرتي ميندې وخاندي اودژړار ځاي دخوښيو اوښېرازيو اوښکي توي کړي . دمور او خور درناوی اودهغې عزت ساتل دهر افغان ملي او اسلامي دنده بولو.

ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب لله غمخور