د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تاج ملوک

تاج ملوک 13.05.2010 13:15

سلام دوستانو. زه د دې نور محمد ليکنې سره بالکل موافق نه يم ځکه چې نور محمد هغه څوک دی چې ځان هم نه ښيي چې څوک دی ځکه دی هر وخت بې مسوليته تبصرې کوي. که تکړه وي خپل نوم او موبايل نمبر دې وښي.

راځم دې ټولپوښتنې ته. د ټول سکواډ حق دی چې پيسې واخلي ځکه د سوپريم [شرکت] لوګو یا نښه لوبغاړو او روزونکو لګولې وه. دا موږ ته چې هم سپانشر راکړی دی د ادارې او تخنيکي خلکو حق په کې معلوم دی. تاسو د ۱۹ کالو لوبډله وليدله چې له نړيوال جام څخه راغله نو بورډ د برخه اخيستنې پيسې ورکړې نو اوس ولې [دې لوبغاړو ته] نه ورکول کېږي؟

د لوبغالو لپاره نو بيا حکومت څه کوي؟ دا خو د حکومت دنده ده چې لوبغالي جوړ کړي او هغه د کرکټ د نړيوالې او اسيايي شوراګانو روپۍ چې زيادتره یې د ګرونډ لپاره راځي بايد چې مصرف شي.

نور محمد وايي چې زه لس دقيقې مخکې ورسېدم. دا سمه ده خو دی بايد په ياد ولري چې هغه وخت چې تا کرکټ هم نه پېژانده او ما په چمن حضوري کې ټورنامنتونه کول. هغه دې هېر شول؟

د لوبغاړو د ژوند د سطحې د لوړولو لپاره همدا صحيح وخت دی چې خپل حق پرې وسپاري. اتصالات خپل اشتهارونه او سوپريم خپل نړيوال شهرت پرې تر لاسه کړ. هغه چا چې دا لوګو کارولي وي دا پيسې د هماغه حق دی. تاسو چې کله ملي لوبډله قهرمانه شي ځمکه او اسمان یو کړئ خو اوس چې لوبډلې ونه ګټله هغه خپل حق کې هم ورنه دفاع نه کوئ.