د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نور محمد

نور محمد 12.05.2010 17:12

نور محمد 12.05.2010 11:53

ګرانو لوبغاړو ته سلامونه او نیکی هیلی او هم د ټول افغان کارکونکو ته!
زه یو ځل بیا افسوس کوم چی د کرکټ بورډ خلق په دی نه پوهیږی چی پیسی مونږ په څه ډول لاس ته راوړی دی، که هغه د اتصالات ، سپریم ګروپ او یا د اسیایی شورا څخه وی.
زما ګرانو هیوادوالو وروڼو زه باید تاسو ته په دی هکله پوره واضح معلومات درکړم، نوموړی پیسی نه د لوبغاړو حق کیږی او نه د لوبغاړو سره تللی خلق چی ماش هم لری او صرف د سفر د پیسو چور ته ناست دی هغه په دی دلیل چی
۱.  د اتصالاتو شرکت د افغانستان کرکټ سپانسر کړی دی نه د افغانستان یواځی د کرکټ ملی ټیم چی مونږ دا پیسی ټیم ته ورکوو هیڅکله داسی هم نده.
۲. د سپریم سپانسر هم د کرکټ بورډ سره د داخلی کرکټ د پرمختګ لپاره شوی دی نه دا چی پیسی دی لوبغاړی یا اداری په جیبونو کښی واچوی
۳. هغه پیسی چی داسیایی شورا څخه ورکړل شوی دی هغه د ټورنمنټ کښی د اشتراک فیس دی نه د شهزاده مسعود ، ایمل او داسی نورو اشتراک بلکه د افغانستان ملی ټیم اشتراک
ټول هغه اداری غړی چی په دی دوره کښی تللی وه لکه شهزاده مسعود، ایمل، تاج ملوک بی ځایه وه، ځکه چی کچیری تاسو ووایی چی تاج ملوک خو اسستنت کوچ ده نو ځه به بیا دا پوښتنه وکړم چی یو اسستنت کوچ د میچ نه صرف ۱۰ دقیقی مخکي رسیږی که د ټیم سره د تریننګ کیمپ د شروع نه وی.
بشیر، شهزاده مسعود، ایمل، تاج ملوک، کبیر خان، ډاکټر عظیم ملک، داود ، هیڅ حق نه لری چی یا د سپانسر پیسی واخلی او یا په ټورنمنټ کښی د اشتراک پیسی واخلی ځکه چی دوی ټول ماشونه لری د ۱۰۰۰ امریکایی دالرو څخه تر ۳۰۰۰ امریکایی دالرو پوری او که چیرته دوی دغه پیسی واخیستی نو مونږ به هیڅکله هم چپ پاتی نه شو ولی چور دی که څه چل دی خیر خو دی که نه، که نور څه ونه شو نو ولا اسیایی شورا خو پری خبره کړم چی هغوی دی شیانو ته ډیر جدی دی او کنی دوی دی ایمیل ورته وکړی چی دا پیسی د چا حق کیږی، هغوی به هم دا وایی چی صرف د افغانستان د کرکټ نه د اداری او نه د ټیم ؟

۴. لوبغاړی هم ماشونه لری او ددی نه علاوه دوی د کرکټ بورډ څخه daily allowance هم اخلی ، ددوی په سپانسرو کښی هیڅ کار نشته ځکه که دوی ووایی چی سپانسرشپ زمونږ په نوم راځی نو بیا تاسو دچا په نوم تر دی ځایه رارسیدلی یاست د افغانستان په نوم ، کچیرته افغانستان نه وی نو چا به تر اټکه هم نه وی بیولی، دوی هم چی وګوری چی په اداره کښی کمزوری کس ریس اجرایوی دی نو بی ځایه غوښتنی باید ونکړی.
خو بیا هم د لوبغاړو په ټورنمنټ کښی د اشتراک فیس حق کیږی چی ور یی کړی، صرف لوبغاړو ته نه اداری کسانو ته ، که هغه هر څومره وی.
او د سپانسرشپ روپی باید د داخلی کرکټ په پرمختګ مصرف شی، چی هغه هم د لوبغاړو ګټه ده او هم د افغانستان د کرکټ اینده په ګوته کوی لکه میدانونه پری جوړ شی، اکیډمیانی په هر ولایت کښی جوړی شی او په ۱۹، ۱۷، ۱۵ کلنو د ټیمونو لوبغاړو په روزنه باندی کار وشی چی د اینده لپاره یو ښه backup د ملی ټیم لپاره ولرو. او هم دغه شان یو A لوبډله جوړه شی چی د ولایاتو نه ښه لوبغاړی ، یا هغه لوبغاړی چی د ملی ټیم نه پاتی کیږی، او د ۱۹ کلنو لوبغاړی په کښی برخه واخلی، دوی ته هم سفرونه جوړ شی.
په ملی ټیم کښی که څوک ښه لوبه نه کوی A ټیم ته راشی او که په A ټیم کښی څوک ښه لوبه کوی نو ملی ټیم ته لاړ شی.
خبری ډیری دی چی باید څنګه نظام رامنځ ته شی خو ارمان چی اداره ډیره غیر مسلکی خلقو ته په لاس ورغلی ده چی لوبغاړی تری د سپانسر شپ پیسو غوښتنه هم کوی. کچیر داسی وی نو بیا به یو ملی ټیم ته ګورو او نور کرکټ به فلج وی.
او هغه وروڼه چی په کرکټ او اداره نه پوهیږی نو ځه له تاسو نه غوښتنه کوم چی فضول او بی ځایه تبصری مه ورکوی چی یاره ټولی روپی دی لوبغاړو ته ورکړی او داسی نور.
ګرانو لوبغاړو زه له تاسو نه بخښنه غواړم خو چی څنګه قانون وی ما هم هغسی تشریح او خپل نظر وړاند ی کړ نور چی ټول افغانستان درکړی لا کم دی. خو تاسو باید نه یواځی ځان ته فکر وکړی بلکه افغانستان ته هم وګوری.
ډیره مننه مدیر صاحب چی زما تبصره مو نشر کړه او ځه ددی جواب غواړم چی ایا کرکټ بورډ خلقو ته دا ورسیده او کنه.
او هغه دریم نمره هم صحی ده چی هر لوبغاړی ته ۵۰۰۰ امریکایی دالر ورکړی نه اداری کسانو ته.