د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محمدولي مینه ناک

محمدولي مینه ناک 12.05.2010 17:11

محمدولي مینه ناک 12.05.2010 13:49

د ترټولو لومړی دافغانستان ملي لوبډلې ته ښه راغلاست وایم الله دې وکړي چې، په راتلونکي داسې نورې لاسته راوړنې هم ولري: زما نظر ددې په اړه دادي :
تر ټولو لومړي باید دری لوبغاړي جوړي شي چې مونږ یو ګام نور هم ور نژدي شو د دایمي غړیتوب لپاره ځکه که مونږ associate membership ترلاسه کړو، مونږ به ډیر نور امتیازونه هم ولرو، زمونږ کرکټ بورډ او ملي لوبډله باید ملي فکر ولري د خپلو شخصي ګټو څخه دې تیر شي، او ملي ګټې دې په پام کې ونیسي؛ که چیرې مونږ دویمه درجه غړیتوب ترلاسه کړو نو حتمي کلنۍ بودجه هم اضافه کیږي، او ددې دریو لوبغاړو په جوړیدو سره به څومره ځوانان د لوبو ډګر ته مخه کوي او څومره بدبختیو څخه زمونږ افغان ځوانان وژغورل شي ،راځي لږ ددې ویجاړ هیواد لپاره فکر وکړو نه د خپلو شخصي ګټو لپاره، ددې کار په کولو سره به یو ځل بیا خپل ځانونه ټول هیواد ته وښایاست چې تاسو د خپل هیواد نوم دپاره لوبه کوی او کړې مو ده نه د خپلو شخصی ګټو دپاره او که چیرې د لوبغاړو ترمنخ وویشل شی نو څو کسانو ته به یې ګټه ورسیږی، نور افغان ځوانانو ته به هیڅ په لاس ورنشي. ۶ لکه ډالر دې په لوبغالو باندې ولګول شي او نور یو لک اویا زره دې د ټولو لوبغاړو تر منځ وویشل ترڅو هغوی هم وهڅول شي چې، په راتلونکي د هیواد لپاره ښې لوبې ترسره کړي. په پای کې درته وایم د خدای خاطر وکړي دا خپل ښه نوم بدنام نه کړي هیڅ وخت د شخصي ګټو په فکر کې نشي که چیرې نور ملت خبر شي چې په پیسو د ویش یې سره لانجه ده ډیر به زړه ماتي شي د هغوی د خوشحالیدو په خاطر هم هڅه وکړي چې، د لوبو میدانونه جوړ کړي. او بل کرکټ بورد باید دومر واک لوبغاړو ته ور نه کړي چې لوبغاړي پریکړه وکړي راځي لږ د نورو هیواد کرکټ بوردونه هم اوګورو چې هغوی په داسې حالاتو کې څه کوي؟ لوبغاړي باید د کرکټ بورد څخه سمه حساب واخلي او ورته ووايي چې دا پیسي مو په سم ځای ونه لګولې، نور لوبغاړي حق نه لري چې کرکټ بورد ته ووايي چې داپیسې مونږ ته رانیمې کړه، کرکټ بورد پریکړه باید د ملي ګټو په بنسټ نه د شخصی ګټو په بنسټ، په کرکټ بورډ کې باید ریښتنو نورو کسانو ته هم ځای ورکړل شي ترڅو هروخت سمې او پرځای پریکړې ومني او لوبغاړي یې باید سر په سترګو ومني.
په درنښت
محمدولي مینه ناک
کابل