د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ضيالرحمن

ضيالرحمن 12.05.2010 16:10

ضيالرحمن 12.05.2010 13:42

ښاغلو او آغلو لوستونكو!

د افغانستان په كركټ كښي دا لومړي ځل ندي چي پر داسي موضوعاتو باندي دي مطبوعات نوي خبر سوي وي، هر كله چي د كركټ ټيم وطن ته د كاميابيو سره راستون سوي دي د كركټ بورډ او يا هم په تيرو وختو كښي د كركټ فدراسيون تر منځ دي ته ورته مشكلات پيدا شوي دي.

خو دلته سوال دادي چي ولي داسي مشكلات پيدا كيږي؟

كه موږ وګورو د افغانستان په كركټ كښي لوبغاړو د لوبي په ميدان كښي لاسته راوړني لري مګر دا هم بايد د پامه ونه غورځوو چي دغه ټول امكانات و دغو لوبغاړو ته د چا له لوري برابر سوي دي او څنگه برابر سوي دي، دلته لوبغاړي او په د كركټ په اداره كښي ځيني فاسد او په فساد ككړ خلګ لكه شهزاده مسعود، تاج ملوك، بشير ستانكزئي چي هميشه ئي دا هڅه ده چي په سفرونو كښي ولاړ سي او د راستنيدو سره سم په هغو مالي امكاناتو كښي ځان حقداره وبولي چي د ICC ، ACC، ملي تجارانو او د يو لړ نورو مخابراتي كمپنيو او بانكونو لخوا وركول كيږي برخه واخلي او خپل حق ئي وبولي.

زما په اند د كركټ بورډ و ظرفيتونو او امكاناتو ته په كتلو سره بايد داسي يو فيصله وكړو چي نه سيخ وسوځي او نه كباب كه د كركټ بورډ مشرتابه لوبغاړو خپل حق د نړيواولو قوانينو په ړنا كښي وركؤي دا به ډير ښه وي او پاته نوركسان چي د تيرو اتو كلو څخه ئي كركټ د خپلو شخصي عوائدو سرچينه ګرځولي ده (شهزاده مسعود او ډله + الله داد نوري او ډله) او حضرت عمر زاخيلوال چي د كركټ په الف او ب نه پوهيږي تر سياسي مصلحتونو تير سي او د افغانستان د كركټ په اړه فكر وكړي دا به ښه وي، مګر كه بيا هم لوبغاړي دي پر دي اسرار كوي چي ميم زر ما ټوله ئي زما نو بيا ويلاي سو چي دا لوبغاړي نه ملي قهرمانان دي او نه يي هم د كړيدلي او ربړيدلي ملت لپاره لوبي كړي دي بلكه مطلقاَ يي د يو پيسو لپاره لوبي كولي او افغان ملت په دوي باندي خطا وتلي وو لكه څنگه چي په سياسيو ليډرانو باندي خطا وتلي يو.

مونږ اوس په افغانستان كښي په پراخه پيمانه كركټران لرو او كه لوبغاړي پر خپل خره باندي سپاره وي نو د كركټ بورډ سره متبادل سته او كركټران پيدا كيدلاي سي مګر دا به ډيره ښه وي چي كركټران ځانونه آخر كركټران كړي او هغه خبره چي په افغاني كركټران باندي مشهوره دي (Street Players) څخه ځان ليري او ځانونه (Professional Cricketers) كړي.

شايد زما خبري تر يو حده ترخي وي، مګر لوبغاړي او ځيني هغه كسان چي پورته ئي نومونه ذكر سوي زما د نامه سره په ډيره ښه توګه آشنا دي او پوهيږي چي زه ولي او په دا شكل او په عام محضر كښي خبري كوم، مګر كه بيا هم فاسدو كسانو اداره پرينښودل او لوبغاړو ته د لوبغاړو حق او د كركټ بورډ ته د كركټ بورډ حق ونه رسيدي نو هغه خاموشه اكثريت چي د دواړو لورو د زياتيو څخه تر پوزي رسيدلي دي چوپ پاته نسي او حقائق به په عام محضر كښي وړاندي كوي

د لر او برپښتون او افغان كام د يو والي په هيله