د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پيټر ګالبريت Peter Galbraith: كرزي د ډېرو نشو له لامله خپل اعصاب كمزوري كړي دي

مجيب الرحمان انګار،ذبيح شفق 07.04.2010 10:55

نيويارك: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانى استازي پيټر ګالبريت وايي، چې حامد كرزى د نشه يي موادو د ډېر استعمال له لامله خپل اعصاب كمزوري كړي او ښايي هغه په اروايي ناروغۍ اخته شوى وي.

نوموړي له يوې بهرنۍ تلويزيون شبكې سره د مركې پر مهال، كرزى يو غېر متوازن او زر احساساتي كېدونكى وباله او د امريكا د متحده ايالاتو له ولسمشر بارك وباما څخه يې وغوښتل، چې  په جنګ ځپلي افغانستان كې دې خپل نفوذ تر هغه مهال نه كموي، ترڅو كرزى ځان د دوى وفادار او ريښتنى خېر خوا ثابت نه كړي.

نوموړى وايي، چې كرزى يو  ژر احساساتي كېدونكى سړى دى، چې اوږدې او غوسې ناكې ويناوې او يو ډول خلاف توقع اكټونه كوي.

نوموړى د ځينو باوري سرچينو د رپورټ له مخې وايي، چې حامد كرزى په افغانستان كې د ستر او ګټور كاروبار (د كوكنارو كرلو) سره ډېره لېوالتيا لري، چې دا د پوډرو او نورو نېشه موادو د جوړولو لومړنۍ سرچينه ده.

نوموړي ويلي چې کرزی ډېر احساساتي او په عين حال کې ډېر ستومانه شوی هم دی. دی وايي چې ښايي  امريکا ته دکرزي سفر هم وځنډول شي.

د ګالبريټ په وينا افغان ولسمشر يو باوري همکار نه دی،نوموړي دا هم ويلي چې کرزي پر ډېری څوکيو په اداري فساد کې ککړ او نا اهله کسان ګومارلي او بايد د دغه ډول ټولو ټاکنو حساب ورسره وشي.

بايد وويل شي چې پيتر ګالبريټ يو له هغو کسانو څخه دی چې ويل کېږي لا له پخوايې له کرزي سره اختلافات لرل او دهغه له کارونو ناخوښی و.

څه موده وړاندې د تېرو ولسمشريزو ټولټاکنو په اړه داسې ويل شوي ول چې ګالبرټ غوښتل د افغانستان په جنوب او جنوب لويديځو ولايتونو كې د رایې وركونې يو نيم زر مركزونه وتړي او د حامد كرزي د بري مخنيوې وكړي.

داسې هم ويل کېده چې ګالبريټ له کای آيډه غوښتي ول چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د شويو درغليو له لامله دغه ټاکني ملغي اعلان کړي او د اشرف غني په مشرۍ يوه موقته اداره جوړه کړي.

بلخوا ولسمشر کرزي هم له ټاکنو وروسته په خپله يوه وينا کې ويلي ول چې ګالبريټ په ټاکنو کې ټګي برګي کړې او د ټاکنو خپلواک کميسيون مشر نجفي يې په مرګ ګواښلی.

بلاخره ګالبريټ په ټاکنو کې د ټګۍ برګۍ کولو په تور له دندې ګوښه شو