د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سزا که ترحم

ډاکټر فضل الله ثاقب 14.03.2010 16:49

پوښتونکې: انډی له برطانېې څخه:
ځواب ورکوونکی: یوسف فاروقی
ژباړونکی: ډاکټر فیض الله (ثاقب)
سرچینه: www.islamonline.net

پوښتنه: دا چې الله پاک ډېر بخښونکی او مهربانه ده نو بیا ولې د هغه چا لاس پرېکوی چې غلا ېې کړې وی او هغه څوک سنګساروی چې په ناوړه جنسی اړیکو ېې لاس پورې کړی وی؟ سربېره پر دې دا چې د اخرت ورځ شته او الله پاک کولی شی چې نوموړی ګنهګاران د هغوی د ګناهونو یا ښېګڼو سره سم دوزخ یا جنت ته واستوی نو بیا ولی دا وحشی او ظالمانه سزاګانې پدې دنیا د انسانانو له خوا ورکول کېږی؟
ځواب:
سلامونه قبول کړی، له پوښتنې څخه مو مننه.
ستاسو پوښتنه دوه برخې لری.
لمړی دا چې ولې الله پاک پدې دنیا کې د ځنې جرمونو سزا ورکوی او اخرت ته ېې نه پرېږدی؟
دوهم دا چې ایا دا سزا ګانې ډېرې وحشیانه او ظالمانه ندی؟
مخکې تر دې چې ستاسې اصلی پوښتنې ته راشم په اسلامی نظام کې د جرم او سزا په اړه یوه لنډه سریزه ښایی ستاسو په ځواب کې مرسته وکړی.
د قران پاک او سنتو په بنسټ د اسلام سپېڅلی دین یواځې د بنده او د هغه د خالق ترمنځ د اړیکې وسیله نده بلکه د عقایدو، عباداتو، معاملو او اخلاقو په اړه اسلامی لارښودنې د انسان د شخصی کچې څخه وړاندې ځی او د ټولو کورنیو او ټولنیزو چارو په اړه انسان ته لارښوونه کوی پدې ډول د ټولنې ټولې چارې د اسلامی اصولو په بنسټ پرمخ بیایی. ځنې وخت دا لارښودنې د ځانګړو اصولو پر بنسټ په قران پاک کې ښودل شوی او ځنې وخت د ډېرو پراخو اصولو په شکل راځی چې په پراخ ډول په بېلابېلو وختو او بېلابېلو ځایو کې پلی کېږی. پدې ډول وییلی شو چې اسلام یواځې یو دین نه بلکه د ژوند بشپړه تګلاره ده. د اسلام د سپېڅلی دین په لمړیو وختو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په ژوند کې مسلمانانو خپلې ټولې چارې ددې دین سره سمې پر مخ بیولې. پدې بنسټ باید پدې خبره ټینګار وکړو چې د جرمونو اړوند شرعی سزاګانې باید په هغه ځایو کې پلې نشی چې د هغوی قانون په غیر اسلامی بنسټونو ولاړ وی او ان په هغه ټولنو کې چې اسلامی قانون پکې چلېږی هم باید دا سزاګانې د مناسبو مقاماتو له خوا پلې شی.

د سزا فلسفه
ګناه او جرم په دوه ډلو وېشلی شو.
لمړی هغه جرم چې د الله پاک او د هغه د بنده تر منځ معامله ده او په نورو وګړو یا ټولنه باندې کومه اغېزه نلری.
دوهم هغه جرم ده چې په څرګند ډول په نورو وګړو یا ټولنه باندې اغېزه لری او همدا دوهم ډول جرم په لوېدیزه نړۍ کې جرم ګڼل کېږی. د نړی پر مخ هېڅ داسې هېواد نشته چې د جرم لپاره سزا ونلری. دا سزا ګانې د کوچنیو ګناهونو لپاره د جریمې څخه نیولې تر عمر بند او ان د ځنې لویو ګناهونو لپاره تر اعدام پورې رسېږی. د مجرم د سزا لپاره هر ملت خپلې خپلې طریقې لری او په بېلابېلو طریقو هغه وګړو ته سزا ورکوی چې سولې او امنیت ته ګواښ جوړوی. لوېدیځ فیلسوفان د سزا څو موخې ښیی چې د سزا په اړه د اسلام د سپېڅلی دین له لیدلوری سره تر څه کچې ورته والی لری. ګنهګار ته د سزا ورکولو څخه یوه یا څو لاندې موخې لاس ته راځی.
۱ - مجرم ته د هغه د جرم د دروندوالی کچه ښیی او پدې ډول هغه اصلاح کوی.
۲ – مجرم د نورو جرمونونو د کولو څخه منعه کوی او پدې ډول ټولنه د هغه د شر څخه ژغوری.
۳ – ددې سزا په ورکولو سره نور وګړی وېروی چې د دا ډول ناوړه کړنو څخه ځان وساتی تر څو لدې ډول سزا سره مخامخ نشی.
۴ ـ مظلوم ته دا حق ورکوی چې د هغه خلکو د کړنو ځواب ورکړی چې دوی ته ېې زیان رسولی ده.
تاسو پخپله پوښتنه کې په ځانګړی ډول دې ته ګوته نیولې چې کله غلا په یو چا ثابته شی نو د اسلام د سپېڅلی شریعت سره سم باید د هغه ښی لاس پرېک شی. دا سزا ځان ته خپل شرطونه لری او هغه وخت پلې کېږی چې نوموړی شرطونه پوره شی، د بېلګې په ډول غلا شوی مال باید د پام وړ ارزښت ولری، پداسې ځای کې نه وی ساتل شوی چې هرڅوک ېې ووینی او لاس رسی ورته ولری او همدارنګه نوموړی وګړی باید دا غلا د مطلق مجبوریت له کبله نه وی کړی. چې پدې صورت کې لمړۍ درې موخې ( د ګنهګار اصلاح، د نورو ګناهونو څخه د هغه راګرځول او د دې ډول ناوړه کړو وړو څخه د نورو وګړو وېرول) لاس ته راځی.
دا چې د اسلام سپېڅلی دین واده شوی سړی ته چې د خپلې مېرمنې سره دوکه کوی یا واده شوې ښځې ته چې د خپل خاوند سره دوکه کوی او له نورو وګړو سره ناوړه جنسی اړیکې ټینګوی، سزا ورکوی، دا عمل د اسلام د سپېڅلی دین څخه لویه سرغړونه او پدې بنسټ یوه لویه ګناه ده. ددې سزا څرګنده موخه همدا ده چې دا ډول خلک وویروی چې لدې ډول کړنو څخه ځان وساتی او پدې ډول د دې ناوړه کړنې د کچې په دروندوالی پوه او د واده سپېڅلتیا ته درناوی وکړی.

په سزا کې رحم
تاسو دا پوښتنه هم کړې ده چې پدې دنیا ګنهګار ته په سزا ورکولو کې ترحم چېرته ده او ښه به دا وی چې دا سزا پدې دنیا ورنکړل شی بلکه اخرت ته وساتل شی. په حقیقت کې دا سزا د ترحم ډېره په زړه پورې بېلګه ده، مونږ به هڅه وکړو چې پدې سزا کې نغښتی ترحم درته روښانه کړو. تر هرڅه د مخه باید ووایو چې که مجرم پرېښودل شی چې هرڅه ېې زړه غواړی هغه وکړی او سزا ورنکړل شی نو دا به د ټولنې په حق کې ظلم وی پدې ډول نوموړې سزا په ټولنه باندې رحم او زړه سوی ده. د یادونې وړ ده چې په سزا کې باید د ګنهګار حق ته هم بشپړ درناوی وشی ولې دا درناوی باید په دومره لوړه کچه نه وی چې د ټولنې یا ملت د ګټو څخه ډېر ارزښت ورکړل شی. دا چې د اخرت سزا ډېره درنده ده نو پدې دنیا سزا ورکول ان چې پخپله په ګنهګار باندې هم رحم او زړه سوی ده ځکه پدې سزا سره هغه د اخرت له سزا څخه خلاصون مومی.
یوه ورځ پیغمبر صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو څخه ژمنه اخیسته او ورڅخه ېې وپوښتل چې ایا تاسو دا ژمنه کوی چې نه به له الله پاک سره څوک شریک نیسۍ او نه به غلا یا زنا کوې؟ څوک چې پخپله دې ژمنه باندې وفا وکړی نو الله پاک به ورته ثواب ورکړی او څوک چې دا ناوړه اعمال وکړی او سزا ووینی نو دا سزا ېې د نوموړې ګناه کفاره ده. هر هغه څوک چې دا ناوړه اعمال وکړی او پټ ېې کړی نو الله پاک پوهېږی او نوموړی ګنهګار، که رضا ېې شوه ورته سزا ورکوی او که رضا ېې شوه ورته ېې بخښی. (البخاری).
د پورتنی حدیث شریف نه څرګندېږی چې کېدای شی الله پاک د خپل بې پایه رحمت له مخې د نوموړی ګنهګار هره ګناه وبخښی مګر له بلې خوا ېې که رضا نه شی ښایی چې د انصاف د غوښتنو سره سمه سزا ورته ورکړی. که چېرې پدې اړه پخپله ګنهګار ته خوښه ورکړل شی ښایی چې هغه هم د اخرت له درندې سزا څخه ددې دنیا سزا غوره کړی. هو کېداې شی الله پاک هغه چاته بخښنه وکړی چې پټ په پټه توبه وباسی ولې ددې لپاره باید سړی ډېر ډاډمن نه وی. اړونده مقامات زنا کوونکی وګړی نه تعقیبوی چې د هغوی ګناه ثابته کړی لدې کبله ډېر لږ پېښېږی چې څلور شاهدان دې پیدا شی چې دا عمل ېې پخپلو سترګو لیدلی وی او پدې ډول ثابته شی چې دا ناوړه عمل صورت نیولی لدې کبله پیغمبر صلی الله علیه وسلم او د اسلامی نظام وروستیو واکمنو او علماوو خلک دې ته هڅول چې د سزا د منلو په ځای پټ په پټه توبه وباسی .
پدې اړه تاریخ د مایز ابن ملک کیسه پدې ډول را اخلی.
نوموړی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته راغی او وې ویل چې هغه زنا کړې، پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خپلو صحابه کرامو څخه وپوښتل چې آیا هغه په هوښ کې ده که دماغ ېې له خپل واک څخه وتلی؟ بیا ېې وفرمایل چې ممکن هغه نوموړې ښځه یواځې ښکل کړې وی او زنا ېې نه وی کړی، مګر هغه همدا ټینګار کاوه چې نه هغه دا عمل په بشپړ ډول کړی او غواړی چې له نوموړې ګناه څخه ځان پاک کړی، وروسته لدې هغه سنګسار شو. د سزا وروسته پیغمبر صلی الله علیه وسلم د هغه په اړه وفرمایل چې نوموړې په داسې لویه کچه توبه ووېسته چې ښایی دا توبه د ټول قوم لپاره بسنه وکړی . (مسلم).

له وحشت سره د سزا تړاو:
ستاسو د پوښتنې په وروستۍ برخه کې داسې ویل کېږی چې ستاسو په وینا په اسلامی قانون کې ټاکل شوې سزاګانې په نا متناسبه ډول وحشیانه دی. زه نامتناسبه کلمه ورته لدې کبله کاروم چې د لاس پرېکولو عمل د ګناه په مقایل کې ډېر کلک غبرګون ده. او یواځې د مرګ سزا به بس وی.
خو ایا دا سزا ډېره ناوړه ده؟ دا بحث ډېر ستونزمن ده ځکه بېلابېل خلک بېلابېلې طریقې او تګلارې لری. دا هم باید تل په یاد ولرو چې ځنې کارونه چې نن سبا ډېر ناوړه ګڼل کېږی، لسګونه کاله مخکې په همدې ټولنو کې د منلو وړ وه. ایا دا ویلی شو چې د یو غله یو لاس پرېکول ناوړه عمل ده خو د کلونو لپاره هغه په بند کې ساتل، د هغه ازادی ترې تروړل او د بندی کولو له لارې د هغه د ژوند ګڼ کلونه ترې اخیستل یو غوره عمل ده؟ که مونږ د بېلګې په ډول دا عمل قبول کړو چې بندی کول یو ښه عمل ده (لکه چې په متحده ایالاتو او ځنې نورو هېوادو کې د سزا په ډول ګنهګار ته ورکول کېږی) – نو ایا داسې څوک شته چې ووایی چې د برښنا د څوکی سزا یا د پېچکارۍ پوسیله د ګنهګار وژل یو غوره عمل ده او سنګسار ناوړه ده؟
په نوموړو دواړو حالاتو کې معقول دلیل همدا ده چې ګنهګار ووېرول شی تر څو لدې ډول ناوړه کارونو څخه ډډه وکړی. که د اسلام سپېڅلی تاریخ وڅېړو ښایی ومومو چې دا سزاګانې ډېرې لږ پلې شوی او ډېرې مثبتې پایلې ترې لاس ته راغلی دی.
د اسلام د سپېڅلی قانون له مخې سزاګانې په درې ډوله دی. لمړی ټاکل شوې سزاګانې، تعذیری سزاګانې یا هغه سزاګانې چې د قاضیانو په خوښّ ټاکل کېږی او د وژنې یا فزیکی تجاوز لپاره د قصاص یا غچ اخیستلو قانون.
لمړۍ ډله سزاګانو ته حدود وایی چې مانا ېې پولې یا سرحدونه دی. پدې خبره له پوهېدلو وروسته سړی دې پایلې ته رسېږی چې سزا ورکول د اسلام موخه نه بلکه موخې ته د رسېدلو وروستۍ وسیله ده. د اسلام د سپېڅلی قانون موخه دا ده چې داسې یوه ټولنه رامنځ ته کړی چې جرمونه پکې ډېر لږ وی او دهمدې موخې لپاره مجرم ته سزا ورکوی.
لکه چې پوهاند محمد قطب وایی: د اسلام سپېڅلی دین ټول هغه حالات له منځه وړی چې د ټولنې وګړی دې ته اړباسی چې په جرم لاس پورې کړی. دا دین هڅه کوی چې شتمنۍ برابرې د ټولنې په وګړو ووېشی .... همدارنګه دا د دولت دنده ده چې خپلو وګړو ته په زړه پورې کارونه پیدا کړی، او هغه خلک چې د کارکولو توان نلری هغوی ته د دولت د خزانې څخه مرسته ورکړی. د ټولو هغه حالاتو مخه نیسی چې وګړی غلا ته هڅوی، پدې ډول د جرم د مخنیوی لارې چارې له نژدې څاری او د سزا د پلی کولو مخکې هغه حالات له منځه وړی چې د ټولنې وګړی د جرم کولو ته مجبوروی. اسلام د جنسی اړتیا په کچه او لېوالتیا ښه پوهېږی خو هڅه کوی چې دا اړتیا د معقولو قانونی لارو چارو څخه پوره کړی او هغه نکاح ده. لدې کبله د اسلام سپېڅلی دین وګړی ژر نکاح کولو ته هڅوی او هغه خلکو ته د دولتی خزانې څخه د مرستې سپارښتنه کوی چې غواړی نکاح وکړی خو وسه ېې نلری.

د اسلام سبېڅلی دین له بلې خوا ټولنه له هغه وسوسو او حالاتو څخه پاکوی چې احساسات تحریکوی. او که نه نو د اسلام سپېڅلی دین هېڅکله دې ته لېواله نده چې وګړو ته هسې په هسې سزا ورکړی بلکه یواځې هغه وخت مجرم ته سزا ورکوی چې هغه د ټولنې عنعناتو ته سپکاوی کوی او داسې په ښکاره ناوړه جنسی عمل کوی چې ان څلور وګړی ېې په سترګو ووینی.
هیله ده چې ستاسو پوښتنه به ځواب شوې وی، زمونږ سره په اړیکه کې اوسۍ.