د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان کرکټ مسلکي روزونکو ته اړتيا لري ( د کرکټ د نړیوالې شورا روزونکې)

مرکه کوونکی الهام الحق 14.03.2010 13:25

     ډیلي هارډلي

د افغانستان د کرکټ په اړه د کرکټ د نړیوالې شورا د مشرانو روزونکو مدثر زمان، ډیلي هارډلي او راډنې مارچ ټول افغان ته ويلي دي چې که افغان کرکټ غواړي پرمختګ و وکړي نو پياوړو روزونکو ته اړتيا لري.

د کرکټ د نړیوالې شورا روزونکی ډیلي هارډلي وايي که چېرته افغان کرکټ لوبډله مسلکي  روزونکې ولري د نړۍ کرکټ سختو لوبډلو ته ماتې ورکولای شي.

ښاغلي هارډلي وویل په افغانستان کې له کبيرخان څخه پرته ټول روزونکي د آی یا لومړۍ سويي روزونکي دي، ملي لوبډله او د هغوی احتياطي لوبغاړې داسې روزونکو ته اړتيا لري چې لږ تر لږه د کرکټ د نړیوالو اکاډمیو څخه د ۳مې سويې زده کړې ولري. د کرکټ په نړیوالو معیارونو کې د آی یا لومړۍ سویې روزونکي د شپږو څخه تر دولسو کلنو لوبغاړو ته روزونه ورکولای شي.

نوموړو د افغانستان د کرکټ د کمزورتیا ټکي په ګوته کړل چې د نړیوال شل اوریزو لوبو له جام څخه مخکې اصلاح کولو ته ضرورت لري. 

هارډلي وايي چې د افغانستان د کرکټ په بالرانو کې ډېر ښه استعداد موجود دی او د بالنګ تجربه کارو  روزونکو ته اړتیا لیدل کیږي. 

راډنې مارچ هم د آی سي سي مشر روزونکی دی د افغان لوبغاړو ښه اخلاق يي وستایل، ښاغلی وايي البته زه د افغانستان د کرکټ په داخلي چارو کې لاسوهنه نه کوم خو د یادولو وړ يي بولم چې د افغانستان کرکټ د ماشومتوب د مرحلي څخه د ځوانۍ مرحلې ته ننوتونکی دی او پیاوړې او ویښې ادارې او په کرکت پوهوو خلکو ته ضرورت لري.

راډني مارچ بل مهم ټکي ته هم اشاره کوي، د افغانستان د ملي لوبډلې شاته باید د تکړه لوبغاړو بکپ جوړ شي او باید دا بکپ په نورو هیوادونو کې د کرکټ د کلبونو سره په مسلسل ډول ولوبول شي.

د شل اورونو نړیوال جام د غوراوۍ د سیالیو په اړه راډنې مارچ وايي چې افغانستان زړه راښوکونکي او حیرانونکي لوبې وکړې خو په لوبغاړو کې د ویکیټو ترمنځ په منډو کې همغږي نه و او د نورو لوبډلو په پرتله افغان توپ اچونکو اضافي نمرې ډیرې ورکړي. 

د کرکت د نړیوالي شورا د اکاډیمۍ بل روزونکی مدثر زمان هم په دې اصرار کوي چې په افغانستان کې د کرکټ ښه استعدادونه شته او د ښه پرمختګ لپاره يي مسلکي ادارې، تجربه کارو روزونکو او حکومتي ملاتړ ته اړتيا ده.