د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو د امراضو علاج انقلاب دی

احمد تمیم ړنګ 11.03.2010 22:12

نه یم بې غیرته واوره سر دې پریې ښه خلاص کړه
پورته  که  مې سر کړو نو  نړۍ  به  دړیوړې  کم
نن سبا پښتانه د ډیرو ستونزو سره مخامخ دي لکه جهالت، د روغتیا اسانتیاوې،غربت ، په مورنۍ ژبه د زدکړونه بې برخه کیدل،په دولت کې یې ګدون د نیشت په برابر او داسې نورې ستونځې دي چې پښتانه ورسره لاس او ګریوان دي.
که د نړۍ تاریخ ته وګورو نو د نړیوالو بربري ځواکونو د پښتنو په سیمو په څو څو وارې بریدکړی چه په پاې کې یې د پښتنو لخوا شرمناکه ماتې خوړلې، او دې بریدونو دې ته زمینه مساعده کړې چه پښتانه د تاریخ په لړ کې د دوی تر ټولو ستر دوښمنان وګرځوي، او هر یو یې په خپل وس سره دا کوښښ کړی چه پښتانه د ترقۍ او د پرمختګ څخه بې برخې پاتې کړي، او د افسوس سره دا باید وواېو چې د پښتنو دښمنان تر ډیره حده بریالې شوې هم دي چې د پښتنو په سیمه کښې د لسیزو لپاره اور بل کړي .نو ځکه دا سیمه ورځ په ورځ د جهالت غربت او د ناامنۍ په اور کې سوزیږي
ښاغلې الحاج فضل الله رشتين صېب خپل په یوه لیکنه کښې (د پا چا خان فلسفه) د عنوان تر لاندې د پاچا خان د یو څو خبرو ذکر کړی چې پاچا خان د نن نه ۲۴ کاله مخکې یوې لوې غونډې ته کړې و هغه لنډې او د فلسفې نه ډكې خبرې دا دي:
(په پښتنو كښې بغض او كينه ده . يو پښتون د بل پښتون دشمن دى . اتفاق نشته ، ته زما په خوشحالۍ خوشحاله نه يې او زه ستا په خوشحالۍ خوشحاله نه يم. ته زما خير نه غواړې او زه ستا خير نه غواړم . ته زما په بربادۍ خوشحاليږې او زه ستا په بربادۍ خوشحاليږم . زه تا وژنم او ته ما وژنې .
نن څه لږ ډير اميد پيدا شوى دى چې دا ستاسو مينه ، دا ستاسو محبت ، دا ستاسو جوش او دا ستاسو احساس وينم .
خو اى ورڼو پام وكړی . زه تاسو ته اپيل كوم . په مونږ باندې خداى فضل كړی دى . نن يې مونږ راويښ كړي يو ، مونږ ته يې نن يوه جذبه راكړې ده . په مونږ كښې يو احساس پيدا شوى دى . زما دا خبره په ياد لرئ . دا خلك په دې خوښ نه دي . د همدې د پاره زه تاسو ته وايم ، دلته چې مونږ څه كارونه كوو ، هغه د ملك او خلكو د پاره كوو . زمونږ شريك ملك دى . مونږ ټول د يو بابا اولادونه يو . مونږ ټول پښتانه يو . كوښښونه كيږي چې په مونږ كې اختلاف پيدا شي .
زما تاسو ته دا عرض دى چې اى وروڼو ! خپل دوست او دښمن وپيژنی ، ګټه او نقصان و پيژنی. كوشش وكړی چې څوك په مونږ كښې اختلاف پيدا نه كړي.
ما سره دا وعده وكړئ چې تاسې به كوشش كوی او خلك به پوهوی ، دا كوم احساس ، دا كومه جذبه چې په مونږ كښې پيدا شوې ده دا وساتۍ .
د كوم قوم چې د كرسۍ د پاره ، د اقتدار د پاره شوق پيدا شي ، نه په هغوي كښې اتفاق راځي او نه ترقي راځي.
نن وګوری مسلمانانو ته . اسلام خو ورورولي ده ، آبادي ده . زمونږ څه حال دى . تاسو اول د افغانستان خلكو ته وګوری . دا جنګ د امريكې جنګ دى په مينځ كښې پښتانه تباه كيږي . يو خوا پښتانه او بل خوا پښتانه . تاسو له ما سره وعده وكړی چې د پښتون د يووالي د پاره به كار كوی. )
چې دستار تړي هــــــزار دي
د دستار سړي په شمار دي

د پاچا خان په دې پورتنېو خبرو یا خو مونږ پوی شوی نه یو او یا هم ځان پوهول نه غواړو نن پښتانه د هرې خوانه ګیر دی د جهالت توری تیری د خپل تر حد رسیدلی ، د غربت له وجه نه نن مونږ پښتانه خپل بچې خرڅولو ته تیار یو، خپل د بدن اعضاوی خرڅوو ، د بی اتفاقې لوی عذاب په مونږه راغلی، زمونږ په منځ کښې نن مینه او محبت اخلاص، ورور ولی له منځ نه تللی ، نن مونږ ټول یو بل ته غله یو، اصلی دښمنان مو هیر کړی او په وړو وړو خبرو یو بل وژنو او د یو بل په مړه کولو جنت ته تلل غواړو، پخوا چې د نړی هیوادونو مونږ ته په جیګو سترګو نشو کتلی وجه ېې زمونږ غیرت وه ولې نن د افسوس خبره ده چې زمونږ غیرت د پیسو په بدل کښی خرڅ شوی دی نن چی مونږ د پردیو په ساز ګډیګو تر ټولو غټه وجه دادې چې مونږ د خپلو ملې قایدینو لار پریښودلې د هغوی چی کوم مرامونه او مقاصد ول هغه مونږ شاته پریښودلې نو ځکه نن په نړۍ کښی د پښتانو پیژندنه یو جاهل، ترهګر او د یو وحشی ځناور په نامه کیږی،
نه ننګ شته نه غيرت، نه خاورې ته خدمت نن وګوره دنيا ته هر ملت سر په مراد شو
پښتون غريب برباد شو
ګوندي او عداوت، په مونږ کې شو عادت دوستي او شفقت په پښتو کې شو غايب
نفسونه شول غالب
نن نړیوال د امریکا په مشری د پښتنو وینه څکي هره ورځ زمونږ تنکي تنکي ځوانان وژني زمونږ پوهان او عالمان وژني ، نن زمونږ ګاونډیانو هم دا جرت پیدا کړو چی زمونږ په کورنۍ چارو کښی لاس وهنه وکړي او په دې لټه کې دي چې څنګه وکړي تر څو د افغانانو کلتور، ثقافت او ژبه د خپل کلتور ، ثقافت او د ژبې د اغزې لاندې راولي.
د دغو ټولو ستونځو نه د وتلو یواځنۍ لاره نن د یو انقلاب راوستل دي ، نن هر یو پښتون ته پکار دي چې په ځان کې بدلون راولې  د ډیرونه په لګو قناعت وکړي، لمړۍ ځان او بیا خپل بچې د خپل تاریخ نه خبر کړي،سیاست والو ته پکار دی چې د خپل قوم لپاره سیاست وکړي د پردیو د اغیز لاندې رانشي تر څو دا د بې اتفاقۍ اور مړ کړو، ځکه چې بې اتفاقي د ټولو امراضو مور بلل کیږې . نن په مونږ کې د علم کمښت  د دې سبب ګرزیدلی چې مونږ خپل دوست او د ښمن نه پیژنو نن مونږ ته د یو انقلاب ضرورت دی او هغه انقلاب د علم انقلاب دی ځکه چې تر یو حده پورې علم د داسې امراضو علاج کیدلی شي.
پاڅه ننګياليه ! نن دلبر او جانان وګټه
نوم د پښتون وګټه ناموس د افغان وګټه
ټول جهان حيران کړه د خپل ځان په تماشا
ای د احمد ځويه او بچيه د شېرشا!