د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

رڼا او نیمګړی امید

عتیق 09.03.2010 10:49

ژمی وو خو پیتاوی ګرم، د کلي اوزګار ځوانان او سپینږیري د جومات په چوتره ناست وو او وړو نجونو او هلکانو تر ګردو ډکو کوڅو کې لوبې کولې، چې ناڅاپا د الوتکو غږ شو. د کلي خلک سخت وویریدل چې الوتکې بمبار ونه کړي خو لږ څه وروسته دوی رناګ رنګ پاڼې ولیدي چې په هوا کې رپیږي. د دې په لیدو ټولو نجونو او هلکانو پسې منډه کړه، په شور او ځوږ کې چا یوه او چا څو پاڼې راونیولې. کلي کې له یوې کونډې، چې تر واده وړاندې په ښار کې اوسیده او مولا پرته هیچا لیک نشو لوستلی، نو پاڼې د کلي خلکو مولا ته وروړې، مولا له ځانه ورته وویل چې په پاڼو کې لیکل شوي چې ډیر ژر به جګړه پیل شي خو که څوک له کلي د تښتدیدو هڅه وکړي له الوتکو نه به په ډزو وویشتل شي او یو څو خبرې یې نورې هم ورسره یو ځای کړې. خلک ډیر اندیښمن شو او خپلو خپلو کورو ته په منډه لاړل، هر چا خپل ماشومان له کوڅو او پټیو راټول کړل او په کورو ننوتل. په کلي یوه عجیبه چوپتیا خپره شوه، کوڅو کې هیڅوک نه ښکاره کیدل او د کورو دننه په یوه بې سارې ویره کې هر څوک په دې غم کې وو چې څنګه خپل بچیان او ځانونه له راروانې بلا څخه وژغوري.

د کونډې زوی هم یوه پاڼه نیولې وه، چې په منډه له کورته رسیدو وروسته یې مور ته ورکړه. مور يې پاڼه ولوستله او له لوستلو وروسته یې پښې او لاس ورپیدل، خوله یې وچه شوه او غږ یې ورک شو. کونډه رڼا نومیده. میړه یې په یو ښوونځي کې ښوونکی وو چې پنځه کاله وړاندې د وسله والو له خوا د ولایت په مرکز کې د ښوونې پر جرم ووژل شو. رڼا ته دوه لوڼې: حامده او ساجده او یو زوی چې امید نومیده پاتې شو. امید د رڼا د ژوند یوازینی امید وو، ان چې له دې ویرې چې دی هم څوک د تعلیم یافته په جرم مړ نه کړي امید ته یې لیک او لوست نه ورښودل.

په دې چوپه چوپتیا کې ناڅاپه د کلي د جومات په لوډسپیکر کې مولا غاړې تازه کړې. مولا شیر علی نومیده، د دیرشو او څولیښتو کلو په منځ کې یې عمر وو، ښځه او ماشومان یې په پاکستان کې د کویټې په ښار کې اوسیدل او دی له جومات سره څیرمه په یوه کوټه کې له دوو ۱۵ او ۱۷ کلونو شاګردانو سره اوسیده. مولا له غاړې تازه کولو وروسته په ډیر لوړ اواز وویل چې د کلي شا او خوا پټیو کې غازیان د دفاع لپاره ځای پر ځای شوي، په تاسو کې هم چې څوک وسله لري او د جنګیدو غیرت لري له کورو دې راووځي او له دوی سره دې یو ځای شي، دوی ته اوبه او خواړه رسول پر تاسو فرض دي، که هر چا په دې کار کې ناغیړي وکړه له جګړې وروسته به ورسره کتل کیږي. بل دا چې له کلي څخه د تیښتې هڅه ونه کړئ، که نه نو په ډزو به مو ټټرونه سوری سوري شي. مولا له دې اعلان وروسته خپل ۱۷ کلن شاګرد ته، چې لاجمیر نومیده، وظیفه ورکړه چې باید د ده تر بیا راتګه پورې د ازان او امامت چارې پر مخ ویسي. مولا خپل ۱۵ کلن شاګرد سورګل، چې پر ده له ځانه هم ګران وو او د سرکي په نامه به یې یاداوو له ځان سره د موټرسایکل پر شا له کلي وویست.

لاجمیر د مازدیګز ازان وکړ خو لمانځه ته تر ۱۲ کسانو ډیر رانغلل. هغوی له لاجمیر څخه پوښتنه وکړه چې مولا صاحب څه شو، په ځواب کې یې ورته وویل چې هغه جبهې ته تللی او ډیر ژر به راوګرځي. د ماښام لمانځه ته یوازې ۵ کسان راغلل چې په هغه هم ټول تر ۶۰ کلو اوښتي وو. له دې سره د لاجمیر په زړه کې ویره خپره شوه او دا فکر وروغورځیده چې مولا له ده سره غلطي وکړه او دی یې په ډاګ پریښود. د ماخستن تر ازان رارسیدو پورې دې پایلې ته ورسیده چې دی باید دوه پښې خپلې او دوه پردۍ کړي او له کلي وتښتي. د ازان پر ځای یې غاړې تازه کړي او خپلې خبرې یې داسې پیل کړي: ګرانو کلیوالو وروڼو، مولا شیرعلي کویټې ته تښتیدلی او زه دلته یوازې پاتې شوی یم. ما په دې تیرو پنځو کلونو کې د مولا په کوټه کې ډیر ظلم ګاللی او ډیرې سترې کبیره ګناه رانه شوې، ما وبښی، نور زه هم ځم، خپل کار مو کوئ خپل به کوومه. له دې اعلان سره د کلي خلک هک پک شول، ځینې یې په منډه راووتل چې لاجمیر ترې ونه تښتي. خو لاجمیر له اعلان وړاندې موټرسایکل چلان کړی وو او تر اعلان وروسته یې سم لاسي پښه پرې واړه وله او په تیښتې بریالی شو.

کونډې رڼا خپل زوی او لوڼه هغې کوټې ته ننویستل چې خسر یې د روسانو په وخت کې د غوجلې لاندې د ځان او زامنو د پټیدو لپاره جوړه کړې وه. کوټې ته د هوا ننوتو لپاره د غوجلې په یو کونج کې سوری پریښودل شوی وو. د رڼا زوی او لوڼه نه ننوتې خو دې په زور ورننویستل.

د رڼا د کور په ۲۰۰ میترۍ کې یو لیونی اوسیده چې غلام جان نومیده. غلام جان ته له پلاره یو ملخی توپک پاتې وو، چې ده به تل ویل چې په همدې توپک به غزا کوي. غلام جان د مولا او لاجمیر کارونو سخت په غوسه کړ او خوب یې وتښتیده. خپل ملخي توپک ته یې مرمۍ تیره کړه او سوراوي کې شا اوخوا ګرځیده، چې په دې کې د چورلکې غږ شو، غلام جان سم لاسي د ملخي توپک خوله ور تاو کړه، ډز، ډز د چورلکې په لور یې ډزې وکړي.

څو دقیقې نه وې تیرې شوي چې د جیټ الوتکې غږ او له غږ سره درز شو او له درز سره د زلزلې په څیر ټول کلی ولړزید، د بم د راغورځیدو په ځای کې خو ټول کورونه داسې اوار شول چې لوټه یې هم روغه پاتې نه شوه ان تر ۵۰۰ میترو پورې باران ویلي دیوالونه ونړیدل.

په دې کې د کونډې رڼا غوجل هم ونړیده او د دوی د هوا لار یې بنده کړه، په کوټه کې دننه دې او بچیانو یې ډیرې کوکې او نارې وکړې خو نه چا اوریدې او نه یې څوک د ژغورلو وو. رڼا په یو لاس زوی او یو لاس دویمه لور ټینګ نیولي وو، په کوکو کې به یې په هر یو غږ کاوه، یو ساعت نه وو تیر شوی چې د رڼا د دویمې لور ساجدې ساه ودریده. یوه دقیقه نه وه تیره شوې چې د مشرې لور حامدې غږ یې ورک شو. رڼا د امید لاس پریښود چې مشره لور وټپوي که ساه په کې راپیدا شي خو هغې وروستۍ سلګۍ ووهله او ساه یې ورکه شوه. رڼا چې بیرته امید ته لاس اچاوه، د امید لاس او پښې ساړه وو او ساه یې دریدلې وه. د امید تر ساه ورکولو وروسته رڼا درې سلګۍ وکړې او سترګې یې پټې کړي.

د کلي خلکو دوی یوه اونۍ وروسته تر خاورو لاندې راوښکل او په زړه هدیره کې یې څلور واړه د معلم د قبر تر څنګ خښ کړل. د سړیو تر تلو وروسته دوه ښځې د رڼا قبر ته ورغلې یوې یې سر ته یو شین بوټی کیښود او بلې یې د قبر پر سر سپینه جنډه ودروله. په تلو کې یوې بلې ته وویل چې که دا ټول کلی له امیدو او رڼاګانو ډک شي رڼا به یې څه کوي. رڼا او د رڼا نمیګړی امید خو دواړه تر خاورو لاندې شول.