د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږورځ ده کنه

ع صادق 08.03.2010 21:03

زمونږ ورځ ده کنه !! 17-12-1388

خاوند : او ښځې بيا دې څنګه په ځان ګوتې وهلي پلارکره ځې او که بيا چېرې واده دى او دپلو بوى درباندې لګېدلى ؟
ښځه : وى سړيه ته لا تراوسه نه يې خبرنن زمونږه ورځ ده کنه !
خاوند : ستاسې خو هره ورځ خپله ده ټول ګاونډيان مو دشور له لا سه تنګ دي .
ښځه : ستا خو ما سره دښمني ده هره خبره مې درباندې بده لګيږي .
خاوند :ښه نو ستا ورځ ! دڅه شي ورځ لږ خو ماهم پوې که کنه ؟
ښځه : ساده ځان پوې که دمارچ اتمه دښځو نړېواله ورځ ده ، غټه پټه ورځ دې له ياده وتلې ده .
خاوند : ښه ، ښه (ځان سره خبرې : په مونږه خو کارونو شپه او ورځ يوه يوه کړې او ددې لا دا ورځ هم په ياد ده .....
ښځه : دا څنګه ځان سره بنګېږې هه لکه چې بخيلي د رځي ؟
خاوند : نه ګرانې بخيلي نه راځي اول خو هماغه انګرېزانې او دايې ورځ چې ورته وزګارې وي ، ښه دا راته ووايه چې ورځ خو ستاسې ده نو روانه چېرته يې ؟
ښځه : په ښار کې لو يه غونډ ه ده خو هملته ځم کنه .
خاوند : ښه که ته لاړه شې دايو لښکر بچي به دې څه کوي دو ې خو به د يو بل غوښې وخوري !!
ښځه : نه سړيه دا پېغلې لو رګانې خوبه مې ځان سره ضرور بيا يم ځکه چې دوى هم حق لري چې ستر ګې يې وغړيږي او خپل حق وپېژني .
خاوند : ښِه ! ماوې چې دا څنګه دې ټول بچي لکه دشاتو مچۍ درپسې دي ؟
ښځه : او س لا ريشخندهم راباندې وهې خداى پاک به ستاسې ورځ هم راولي بيا به زه هم درباندې ملنډې وهم .
خاوند : مونږ مسکينانو ورځ له کومه کړه او نه ستاسې په شان وز ګاريو چې خپل وخت په هسې خبرو خراب کړو .
ښځه : بس ، بس مونږ درنه ځو چې ناوخته کيږي ته پوې شه او کوردې .
خاوند : ته صبر وکړه له کاره ستړى راغلى يم ډوډۍ راته تياره که .
ښځه : دا يې لا بله ماخو ډوډۍ هم نده پخه کړې ځکه چې اېله مې دې بچي پاکول او کالي مې ورته اوتو کول .
خاوند : ښه نو چې تا اوس په يوه مو زه کې دواړه پښې ننويستي دي دازه به څه کوم ؟
ښځه : دادومره وخت چې مونږ کور ساتويوه ورځ خو يې تاسې هم وساتۍ کنه .
خاوند : ښه ځه داسې به وکړو چې زه به هم درسره لاړشم دايوه لورکۍ خو به مې درسره واخلم .
ښځه : نه نه سړيه هلته نارينه نه پريږدي ، ته به هلته څه وکې ؟
خاوند : داکليوال به راپورې وخندوې وايې به چې مېرمنه يې يواځې ښار ته روانه ده .
ښځه : داسې ووايه چې خوشالي مې را باندې نه ده پېرزو ،زه نورصبر نشم کولى ، يوه ډوډۍ دې خوراک دى ددې ګاونډيانو نه يې وغواړه کنه چې راغلم بيا به يې ور کړم ؟
خاوند : او ښځې دخداى خاطر وکه او س را نه سوالګرمه جوړوه قرارې په خپل کور کښېنه .
ښځه : بس ،بس تاسې په مونږ اموخته يې نو ر درته صبرنشم کولى درنه لا ړم لورګانو را ځۍ را پسې .
خاوند : خبره واوره او ښځې تا ته وايم راوګرځه .

ليکوال : ع صادق