په لرې پرتوسيموكې څه تيريږي؟
07.03.2010 14:55درنو لوستونکيو! زه ليکوال نه يم،غواړم د يوه افغان په توګه د خپل زړه درد وليکم هيله ده ټولو ګرامري او املايي تېروتنې راته وبخښئ.
زه دوردګوولايت دبندچك دولسوالي يواوسيدونكي يم اودوردګوولايت كه څه هم چي دمركزكابل په 25 كيلومتري كي پروت دي مګرداسي سيمي لري چي ډيري ليري دي چي دچك ولسوالي هم ليري اودغرونوپه مابين كي پرته يوه ولسوالي ده خلك يي زياتره مسافراوپه نوروولايتونوكي مزدوري كوي په نوموړي ولسوالي كي يوه دولسوالي په سطحه شفاخانه ده چي دشيرخاني دشفاخاني په نامه مشهوره ده چي دولسوالي ټول ناروغان نوموړي ولسوالي ته راوړل كيږي اوتريوي اندازي پوري يي علاج هم كيږي .
په مخكي وختوكي به كوم ولادي ناروغان چي نوموړي شفاخاني ته راوړل كيدل په سلو ولادي ناروغانوكي به دوه الي دري ناروغان داسي وو چي يابه يي مورمړه كيده ځكه دليري ساحونه به راوړل كيدل لاري خرابي دي په لاروبه ډيرځنډپري واته اويابه يي كوچني مړكيدي چي دانسبتاكمه فيصدي دموراوماشوم دمړيني لپاره ووخوغواړم چي ددي وحشي ځناوروځواكونوداوسنيوځناوري كړنوپه اړه دنوموړي شفاخاني حالات اودميندواوكوچنيانودمړيني په باره كي درته وليكم.
په اوس وخت كي ټول هيوادوال خبردي چي دوي په بعضوځايونوكي ياچاپي وهي چي خلك خوصوصاميندي اوماشومان دبي نهايت بيري سره مخامخ كوي اوياكله چي دوي په جنګ كي ښكيل شي نودبعضوموادوپه كارولوسره دميندواوماشومانودمرګ لوړه كچه ډيره لوړه شوي ده دچك ولسوالي په ليري پرتوسيموكي لكه سبكه ،عربان،گردن مجد، ګوډه ، بيكسمنداوددي په شان نوروسيموكي كله چي دوي دشپي په 12،1،2،3،4،5 بجوباندي دوي په كليوباندي چاپي وهي خلك يي خوصوصا ښځي اوماشومان يي دويري سره مخامخ كړي دي هرڅوك پدي كي وي چي اوس به بيادچاپه كورننه وځي اوڅوك به په ګوليوسوري سوري كوي مخكي مادرته وويلي چي دچك دولسوالي زياتره خلك مسافروي مګركله چي دوي چاپه ووهي دانه ګوري چي په دي كوركي څوك شته كه نه ورننه وځي ښځي ماشومان يوه اوبل طرف ته كشكوي باوروكړي چي ناڅاپه كورونوته ننه وځي حتي ښځه اوخاوندپه ځاي كي پراته وي دوي دروازه ورماته كړي اياداپه كوم قانون كي شته ايابشردوستي همدي ته وايي .
چي ددي ويري نه هغه ميندي چي دوي حامله وي ياخپل حمل ضايع كوي اويا كومه شديده ستونزه ورته پيداكوي چي دهغه سروي په اساس چي همداتازه ترسره شويده په همغه شفاخانه كي دموراوماشوم دمړيني كچه ډيره لوړشوي ده چي په هروسلوميندوكي 60تر70ميندي يامري اوياورته عمليات كيږي چي په پايله كي يي ياماشوم مړيامورمړه اوياماشوم او موردشديدوحالاتوسره مخامخ كيږي چي دهميشه لپاره دنوموړي مورحيات دخطرسره مخامخ وي هغه كه جوړه هم شي نوموړي مشكل ورسره مل وي.
كوم دي هغه ددوي ډاكتران اومتخصيصن چي دوي ته دامشوره وركړي چي داكارڅومره وحشتناك دي ايادي ميندواوماشومانوددوي ځوك وژلي دي ايا ددوي په تورلست كي دي كه څنګه يي دوي دمرګ ياچاړي قرباني كوي.
نودرنوهيوادوالواوس قضاوت تاسي ته پريږدم چي ايا دابشردوستي ده كه مردم كشي؟
ايادا دافغانانودارامولولپاره راغلي دي كه دوژلولپاره؟
ايادادفسق اوفحشا دزياتولولپاره راغلي دي كه ...؟
تاسودمركزپه شمول د بعضونورو ولايتونودمركزونونه خپرلري چي پكي كومي لوبي رواني دي؟
اياتاسوخبريږي كه نه چي په بعضوځايونوكي چي چاپي وهل كيږي اوياعمليات كيږي زمونږ دپتمنوخويندواوميندو سره چي تراوسه يي مخ بيګانه نه وي ليدلي ځه ورسره كيږي؟؟
دادامتحان ورځي دي چي الله راوستلي دي اوخپل بنده ګان پري ازميي چي كوم يوپه كومه اندازه خپل مسوليت اداكوي.
اي درنوهيوادوالواياپوهيږي چي همدااوس به په مارجه اونادعلي كي اياهمداسي حالت نه وي روان اياتاسوتراوسه كومه دعاددوي دپت دساتلولپاره كړي ده كه نه؟
ايا تاسودادعاكړي ده كه نه چي الله دداوحشتناك شين سترګي په خپل هرمقصد كي ناكام كړي؟
په والله چي مسوليت لرواوكه يي ادانه كړونوتاسوپوهيږي چي ددي مسوليت په مقابل كي به خپل رب ته څه جواب كوو؟
ياالله ته مسلمانان سره يوموټي ولري اوداتورسري اوماشومان موپه خپل امان كي وساتي امين ثم امين

