د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دښځودنړيوال پيوستون په مناسبت دمبارکی پيغام

حبيب الله غمخور 06.03.2010 23:34

 نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ 

فرخنده بادخاطره فراموش ناشدني هشت مارچ ،روز همبستگي بين المللي زنان

 

دهيوادپياوړو قهرمانوخويند اوميندو!

تر هر څه وړاندي تاسوافغاني ښځواوپېغلو اوستاسو په وسيله دټولي نړۍ  تر ستم لاندې اوزوريدلو ښځو ته مارچ اتمې  داښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځې درارسېدوله امله  دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي  وړاندې کوو.

ستاسو اودنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو،جنسې  ستم او تبعيض،تېری اوظلم دپاي ته رسېدولپاره په عادلانه مبارزې په لار کښې دزياتو برياوغوښتنه کوو.

دښځودنړيوال پيوستون  ورځ نږ دې ((  ۱۵۳ )) کاله تاريخ لري ،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو ،سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني حقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی .

دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي چې دښځودنړيوال پيوستون د ورځې په نامه ياديږي په يوشمير هيوادو کې تر اوسه ددې ورځې دتجليل  دغونډو جوړولو په طرڅ کې ښځي ددولتي پوليسو لخوا وهل کيږي اوپه ځينو هيوادوکشي بياددې  ورځی په مناسبت دغونډو جوړول  کدغن  شوئ دی اوښځوته داحق نه ورکول کېږي چي ددې تاريخي اووياژلي ورځي يادپه خپل هيوادکي ژوندی وساتي .

په افغانستان  اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي  نمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقو نړيوال سازمانونه اوخيراندېښه ټولنې د ښځو سره د زور زياتي اوټولنيزتاوتريخوالي له امله ژوري اندېښنې څرگندوي .

له بده مرغه دنړيوالوزبرځواکونوترمنځ دنفوذدسيمودپراختياپه موخه دافغانستان په شمول دنړۍ په گوټ گوټ کښي جگړه روانه ده اوپدې جگړه کښي دمختليفوعيني  دلايلوله مخې تر هرچا ډير ښځه زورېږي ، ځکه هغه نه يوازي خپل دژوند دلاسه ورکوي بلکي  دملگرۍ اودزړه ټوټې (ماشومان )ئې هم ددې تورناورين قربانيان دي  .

له بدمرغه سږکال بيا هم زموږپه سوځېدلي اوکړېدلي هيوادکي ددي تاريخي ورځي يادپه ډيرو زړه بوږنونکواوغم لړلو شرايطوکي تر سره کېږي . زموږ خوندي اوميندي لاتراوسه  هم له اوښکونه په ډکو سروسترگوناستي اوديوې بلي غميزي  انتظار باسي .

داچي په  ښکلي هلمندکي کښي زموږ  پر ‌ېوزلوخويندو اوميندو څه تېرېږي اودچاله لاسه دخپلو کورونوڅخه پدې سره ژمې فراردي  له سړې نه دهرې خوشحالی  خبره له ياده باسي اودخوښۍ خبره ئي پر خوله نه راځي  . هيله منديم يوچي ددموکراسی اواسلامي اخوت د ټېکدارانوله منگولوزموږ ولس ژوندی پاته  اوخلاص شي .

دادی پسله اته کاله  پدې کوچنۍ هيواد کې نږدې ((۴۱)) هيوادونه تر ((۱۰۰)) زروزيات  پوځيان اوسېږي  اوپه ميليارډو ډالر ونه په يوه اوبل نامه مصرف سول ولې  دولت اونړيواله ټولنه ونه توانېدل زموږ ولس اوپه ځانگړې توگه افغاني ميرمنې اوپېغلې له دغونا خوالواوزورونو څخه نجات ومومي جگړه په خرپ دوام لري، زورونې  اوترټل پر خپل ځاي پات دي  . زموږ  په باور هغه کوم عادي اوسربېرن  تغيرات چي دهيواددلويوښارونوپه مرکزو نوکښي راغلې   دښځو اوزموږ دغوڅ اکثريت هيوادوالوپه ژوندکښي ئې زيات تاثير نه دی ښندلۍ ، کېداي سي  له هغونه يوازي په دولتي تبليغاتوکي  استفاده وسي نورئي دافغان ولس اودهغه جملې دښځو کوم درد نه دی دواکړی .

 له بدمرغه  تر اوسه لاهم ددولتي مشرتابه دټولوقجيبو اوغريبو وعدوسره دبشردحقوقو نړيوال سازمان له افغانو ښځو اوماشومانو سره د زور زياتي له کبله ژوری  اندېښنې څرگندوي  . او اعلانوي چې د نوروکلونوپه پرتله د ښځوځان سو ځولو،وژنو او په زوره د هغوى د ودولوکچه لوړه شوې ده . روښانه ‌بېلگه ئي يوه اونۍ وړاندي  يو خداي ناترسه چي ځانته ئي ديني عالم وايه پر دوماشوموانجو باندي جنسی تيري په تورددايکنډي ولايت دامنيتي چارواکو لخواونيول دي . داسي پېښي نه يوازي په افغانستان بلکي دنړۍ په گوټ گوټ کښي بې شمېره دي خودچاترغوږنه رسېږي  .

درنو اوپتمنو اغلواوښاغلو!

دښځودنړيوال پيوستون  ورځ نږ دې (( ۱۵۲)) کاله تاريخ لري ،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو،سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني او رواحقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی .

دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي چې دښځودنړيوال پيوستون د ورځی په نامه ياديږي په يوشمير هيوادوکې دغونډو په جوړولوسره ددې ورځی ياد تازه ساتل کيږي اوپه ځينو هيوادوکښي لاتراوسه هم چي يويشتمه پېړۍ ده پدې پرهغوغونډو چي ددې تاريخي ورځي په وياړجوړېږي دپوليسواووسله ولوځواکونوپوسيله حملې کيږي ،له بده مرغه په يوشمير هيوادوکښي ددې ورځي د يادپه مناسبت دغونډي جوړول  کدغن  شوئ دی .

په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې ښځې  اوپېغلي  په زيات  شمير هيوادوکي  په لويه کچه د اقتصادي ،سياسي ،فرهنگی اواجتماعي  ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا کښي  اوس چي دادی يويشتم پيړۍ پيل سوې ښځه  لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری  انسانانو کي شمېرل کېږي ، اوکله ناکله هغې ته دحيوان په سترگه کتل کيږي .داچي هر ورځ په نړی کي ښځي داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي  مرستونشتوالي له امله خپل  اويا دماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې په کال کښي  تر يوميليون اوړی . همدا اوس دنړی  ۲۷ په سلوکې ښځې دخوراک هيڅ توکی نلري او((۵۰ ))په سلوکي يوازي  دژوند ددوام لپاره دومره خواړه پيداکولاي س چي ژونۍ پاته سي  .

په نړۍ کي  تر ((۶۰ ))په سلوکې زياتي ښځې دسوادله نعمته محرومي پاته سوې ،دتعصب اوجهالت په توروديو الو  کي شپې او ورځي سباکوی .

په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي . همدا اوس  په افغانستان ،عراق ،فلسطين ،يو شمېر افريقايي  اسيايي هيوادوکښي  هر ورځ  ميندي اودهغوي ماشومان  دجگړي داورپه لمبوکي سوځي .

په افغانستان کي پر جگړ ې سربېره هره ورځ يوشمير ښځی اوپېغلې کله کله ماشومې انجونې دمنځنيو پيړيودود اودستور په خپلووحشي منگلوکي رانغاړی  .

زموږ په هيواد کې دسونتي اوعنعنوي ټولنې ترنامه لاندي دبېځايه عنعنو اورواجونوڅخه په ناروا گټه اخيستنې سره افغانې ښځې د بل هر هيواد تر ښځودژوند له سياسي ، اجتماعې ، فرهنگې  حقوقواو آزاديوڅخه محرومې پاته شوی دي .په ټولنيز ژوند کښي دښځو مقام او رول ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل  کيږي . دمدنې حقوقو قانون په ظالمانه بڼه پلۍ کېږي ،متاسفانه تر ټولودردونکې داده چې په دولتي اوشخصی اداروکښي ښايسته ښځېنه کارمندانې دمختليفو ميتودونواورويشونوڅخه په استفادې سره ناوړه اونامشروع استفادي ته مجبورېږي .دې ناوړه دودپه اسيا اوافريقايي هيوادوکښي ديوه عادي معمول بڼه اختيارکړېده.

دښځوپه مقابل کي زورزياتی ،دوسله والوکسانولخوا بې شمېره تجاوزونه ،په زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلو ورکول ،خرڅول ، وهل ،ټکول ،دټولو انساني او اسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجونې  (( ۷۰ ))  کلن  سړي ته په نکاح کول ،له ښوونځيونه دماشوموانجونورا گرځول ،دښونځيو سو ځېدل  اوښوونکو وژل ،دکارپه ځايوکه دښځوتوهين  اوتحقير نارواغوښتنې ، دجرم په مقابل کښي په بدۍ کي ورکول اويادتوکوپشان تبادله کول ، په تلويزيون کې دښځورا څرگنديدو  اوسندروويلوسره مخالفت اونوري نارواکړنې  دښځوپه وړاندي دبشري حقوقواوعدالت نه بربنډ تېرۍ بلل کيږي  .

موږ ددې ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پر ديني عالمانو،دقومونوپر مشرانو،پوهانو سياسي گوندونو، فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو،جرگواوهمدا ډول  دډله ايزو رسنيو له لاري خلکو ته تبليغ وکړي ترڅوخپلې لوڼې په کم عمر کې دچاپه نکاح نکړي اونه ئې په بديوکښي ورکړی .پرېږدي چي زموږ پېغلي اوانجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي،دهيوادپه سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه برابره اوفعاله  ونډه واخلي . اړونده ادارو اونړيوالو سازمانوڅخه په کلکه  غوښتنه کوو چي دښځوسره  ناروااوله انصاف نه ليري کړنوکړنوته دپاي ټکی کښېښودل  سي  .

هغه څوک چي په رښتيا دهيواد ودانولواوافغانانو دسوکالۍ ،سولي اوثبات سره علاقه لرې دبنسټپالواډيالوژي گانو،عقيدو اوښځو سره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکوکړنواونظرياتو پر ضد مبارزه يې  سپيڅلې ملي او اسلامي  دنده بلل کېږي .افغانه ښځه  بايد دمنځنيو پېړيوله تعصوبونواوخرافاتوله توروزندانونه راووزي اوديوې باشرفه، سپيڅلي، افغاني اومسلماني  په توگه دهيواد په بياودانولوکښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه  فعا له او برابره ونډو واخلي  . که په دولتي مقامونوکښي ښځې په کرو وگمارل سي په يقين سره به ددولتي فساداورشوتخوريو،ملي اوشخصی شتمنيودچوراوچپاول مخه  به تر ډيره بريده ونيول سي  .

موږپدې باوريو ي چي  په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلنددوام لري ،دهغوي پر انساني حقوقو تيري يوه معمولي  بڼه اختيارکړېده،په افغانستان کې دافغاني ښځودژوند زورونکی حالت خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي که دغه حالت ته ژوره اوجدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اونه جبرانېدونکي وي .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  افغان چاروکواو نړيوالو سازمانونوته په جدې بڼه  وړانديز کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت  ته په هر اړخيزې پاملرنې اوقانون پلي کېدوسره ه پاي ته ورسېږي  .

موږ يوځل بيا دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مباره کی په څرگندولوسره په افغانستان ، سيمه ا ونړی کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل ملاتړ اعلانوو،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو اونړيوالوبشري سازمانوڅخه غوښتنه کووچې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشوو نا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي .         

ددې ټکی په يادولوسره چي موږ ته په هېڅ صورت اوبهانه دخپل هيوادپه ښځينه  ټولنه کښي  غربی ناوړه ،شرمېدونکی اوله اخلاقي چوکاټ نه ليري کړنې ،ناستې پاستي  اولباس اغوستنې دمنلو وړندي اود له هغه  دودسره موافق نه يو، هيله  منديوچي يوه ورځ  زموږ  غيرتي خوندي اومندي دسوکاله ،بسيااوپتمن ژوندپه ترلاسه کېدوسره دخپل هيوادپه جوړونه اوسالمو ماشومانوپه روزنه کي دفعالې ونډې امکانات پيداکړي . ومن الله التوفيق

 

ددوستۍدفرهنگی ټولني دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې  په استازيتوب

حبيب الله غمخور