د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

بدلنیزه(لنډه کیسه)

محمدالله ارین احمدزي 05.03.2010 06:59

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

ځينې کړنې داسې وي چې ډير ځله کولای شي یو کس وځوروي او ویې کړوي ځکه چې د انسان زړه هم هغه د چا خبره د غوښې دی نه ده تیږي.د دې سره سره چې په ډيرو ځایونو او ډيرو سیمو کې ډيرې ناخوالې شتون لري خو ځينې ناخوالې د ډيرو لپاره د منلو وړ نه وي.یوه ورځ چې د تل په څير مې په خپله کرونده کې کار کاوو او په خپل کار باندې لګیا ووم په خپل کار کې داسې ډوب تللی ووم چې هیڅ یوې خواته مې هم پام نه وو ځکه کوښښ مې دا وو چې د ټکندې غرمې د سختې ګرمي څخه وړاندې کار خلاص کړم او بیا کورته لاړ شم.په همدې سوچ کې ووم چې یو ځل مې د یوې ډيرې زورورې ژړا نارې تر غوږ شوې ها خوا دې مې وکتل خو څه شی مې وو نه لیدل چې داسې ښه ځير شوم نو د ژړا نارې د میرګل اکا د کور څخه وې او ښه چې ډاډه شوم چې نارې د میرګل کاکا د کور څخه اوریدل کیږي نو مې په منډه د ده د کور لوري ته حرکت وکړ او د ځانه سره مې ویل چې دا به داسې څه بده پيښه شوې وي چې د میرګل له کوره داسې نارې را پورته کیږي په بیړه مې ځان د میرګل کورته ورساوو او بې د دې څخه چې ور وټکوم په ډير تلوار سره مې دروازه پرانیستله او د دوی کور ته ور دننه شوم خو چې وو مې کتل میرګل او مشر زوی چې سیدو نومیده په یوه میرمن لګیا دي او وهي یې زه ور نیژدې شوم او پرې نارې مې کړې مه کوی دا ولې وهی او څوک ده څه یې کړي دي خو دې دواړو کسانو مې یوه هم په دې خبره سر وو نه ګرځاوو نو مې میرګل اکا د مټ څخه کلک ونیو او ورته مې وویل چې ولې یې وهې دا څوک ده او څه یې کړي دي چې زوی او پلار دواړه د دې خوارکی په وهلو او ډبولو پيل کړی دی میرګل هم چې د عصې څخه یې رنګ داسې شین شوی وولکه تل چې به شونډې په شنو نصوارو شنې وې وویل ستا یې څه چې هر څوک ده خو ما لږ څه په زور ورته وویل چې نور یې نه شې وهلای خو دا ځل ده هم لاړې تیرې کړې او راته یې وویل چې نږور مې ده د سیدو میرمن ده سیدو ته مې وویل چې ګوره څوک داسې نه کوي ستا اخر میرمن ده ته یې ولې وهې خو خدای شته سیدو هیڅ هم نه ویل او یوازې ولاړ وو او د خپلې میرمنې په وینو لړلي صورت ته یې په ځير ځير کتل او هیڅ یې هم نه ویل ما څو ځله سیدو وښوراوو چې ولې خو سیدو هیڅ هم نه ویل یوازې پلار یې ښکنځلې کولې او غوښتل یې چې بیا یې ووهي خو زه یې په مخ کې ولاړ ووم او نه مې پریښود چې وه یې وهي په سیدو به یې نارې کړې چې وهه یې ....... خو سیدو وروسته تر دې چې زه یې مخې ته ودریدم هیڅ هم نه کول او یوازې ولاړ وو د وهل شوې میرمنې ټول بدن زخم، زخم شوی وو او په خپلو وینو کې داسې ښه لمبېدلې وه او اوس یې د چیغو په ځای د ډيرو وهلو له امله یوازې کولای شول یو نری زګروی وکړي او بس سترګې یې و اسمان ته پاتې وې او په معصومه څيره یې ګرد پروت وو چې غم او پرخوني پکې له ورایه څرګنده وه بس یوازې سترګې یې په اسمان کې ګنډلې وې. ما ژر د میرګل میرمنې او د سیدو مورته وویل چې لږ یخې اوبو راوړي دې میرمنې ته یې ور کړي هغې زما په خبره هیڅ سر وو نه خوږاوو نو مې سیددو ته وویل چې ورشي او لږ یخې اوبو راوړي او خپلې میرمنې ته یې ورکړي سیدو مې خبره وومنله خو د خپلې مور د غبرګون سره مخ شو چې ورته ویل یې اوبو هم ورکوي.... پری.ده چې همداسې مړه شي او خدای مو ترې خلاص کړي خو سیدو خدای شته زما په شتون کې یوازې زما خبرې اوریدې اوبو یې راوړې او خپلې ټپي میرمنې ته یې ورکړې خو میرمنې یې د خپل میړه دې کړنې ته داسې ځير ځير کتل او کله نا کله به یې زما خواته هم په ډيره عاجزي سترګې را پورته کړې نو مې سیدو ته وویل چې ته یو کار وکړه دا میرمن مو ډيره وهلې ده لاړشه موټر راوله ترڅو روغتون ته یې بوځو خو سیدو په دې خبره باندې داسې نیولی غوندې شو.ما هم ډير سر پرې وو نه ګرځاوو ډير ژر مې ټلیفون د جیبه څخه را وو ویست او زمونږ د یو کلیوال سره چې موټر یې درلود اړیکې ونیولې او ورته مې وویل چې ژر راشي او دا خوراکی میرمن روغتون ته ورسوي. د موټر تر راتګ پورې هیڅ چا هم څه نه ویل میرګل اکا زما څخه په دې ډاریدو چې ګواکې زه په دولت کې کار کوم او داسې نه چې دولت ته خبر ورکړي او د دې عمل سزا راکړي او زه خدای شته یوازې پوهنتون ته تلم او د پنجشنبې په ورځ به کورته تلم خو خیر کلیوالو ته دا هرڅه داسې ښکاریدل لکه چې زه هم په دولت کې کار کوم.څو شیبې وروسته موټر را ورسید او سیدو ته مې وویل چې میرمن دې را جګه کړه ترڅو یې روغتون ته ورسوو سیدو زړه نا زړه شو خو پرې ټينګار وکړ چې که چیرې لاړ نه شي زه یې روغتون ته وړم او نور نو بیا به مو د هرڅه مسولیت خپل وي. پلار یې زوی ته وویل چې ورځه اوس ورسره لاړ شه............ همداسې مو وکړل زه د سیدو سره یو ځای په موټر کې کیناستم او د روغتون په خوا مو حرکت وکړ په لاره کې مې سیدو ته ډيرې مسلې وکړې چې ولې داسې کوې دا دې میرمن ده د دې بې له تا څخه بله هیله نشته خو سیدو هیڅ هم نه ویل یوازې سر یې ښوراوو خو ما ورته وویل چې ولې څه نه وایې دې خوارې میرمنې څه کړي دي چې دومره مو ووهله دسیدو موم شوې خولو خلاصه شوه او د یوه اوږد اسویلي وروسته یې خپلې خبرې داسې پيل کړې :ما مې خپله میرمن نه وهله خو د پلار لخوا دې ته اړ شوم چې د دوی سره یوځای یې ووهم ځکه چې تیره ورځ زما خور چې زما د میرمنې بدلنیزه ده د خپل خواښې او خسر لخوا وهل شوې وه او پلار مې ویل چې ده زما لور وهلې زه به هم د ده له لور سره ګورم د تیرې ورځې څخه یې څو ځلې دې کارته اړ ویستم خو ما وو نکړ نن یې راته ګواښ وکړ چې که چیرې خبله میرمن وو نه وهم د کړر څخه مو باسم ځکه چې زما لور ستاسو د لاسه داسې حال ته رسیدلې ده خو ما ډيرې زاری ورته وکړې او ورته مې وویل چې په دې کې زما د میرمنې څه قصور دی دې خو نه ده وهلې خو پلار مې ویل چې هر څنګه کیږي دا کار به کوي نو زه یې په زوره دې ته اړ ویستم ترڅو خپله میرمن د پلار سره په ګډه ووهم ................ دې سیدو دې کیسې مې ډير چرت خراب کړ او د ځانه سره مې ویل چې زمونږ په تولنه کې ولې دا بدې کړنې داسې روانې دي او دوام لري هوکې د سیدو خور هم رایاده شوه او د ځان سره مې پوښتنې کولې چې هغه به یې ولې وهلي وي؟څومره به یې وهلي وي؟ د څه لپاره به یې وهلي وي؟ د دې وهلو یې په هغو هلو څه؟.......... دې ته ورته ډيرې پوښتنې مې په ‌ذهن کې را ولاړې شوې وې او لا را ولاړیدې خو په ځواب یې نه پویهدم خو ځواب یې یوازې دا و چې د ټولنې د ناسمو کړنو له امله داسې کړنې تکراریږي.په همدې کیسه کې روغتون ته ورسیدو او ټپي او په ویینو کې لت پت شوې میرمن مو روغتون ته ور دننه کړه د روغتون د باندې په انتظار خونه کې مې سیدو ته ښې ډيرې مسلې وکولې چې څوک داسې نه کوي ځکه دا هرڅه د اسلام د دین او زمونږ د افغانیت سره به ټکر کې دي دا ستا میرمن ده په تا باندې حق لري چې ساتنه یې وکړې. دا چې ستا خور یې وهلې وه تاسو کولای شول د خپلې خور د وهلو پوښتنه مو کړې وای چې ولې یې وهلې ده او بیا مو کولای شول چې د هغه چا څخه یې کسات واخلی چاچې وهلي وي نه داچې کسات یې د دې خوارکی میرمنې څخه اخلی ځکه نه دې ورور اویا پلارته ویلي دي چې ستا خور ووهي او نه هم په خپله ورغلې ده او ستا خور یې وهلې ده.په همدې خبرو کې وو چې ډاکټر غږ وکړ دواړه ژر د ډاکتر لوري ته په منډه ورغلو او د ډاکټر څخه مو د ناروغ پوښتنه وکړه ډاکټر وویل چې ناروغ نور ښه دی خو په نس کې شته ماشوم یې د مور د وهلو او سختو ضربو له امله مړ شوی دی هو کې د سیدو سترګې له اوښکو ډکې شوې خو ما ورته ډاډګیرنه ورکړه چې(ګذشته ره صلوت) بیا مو فکر وي.ځکه اوس ژړا او انګولا هیڅ ګټه نه لري ځکه د دې ترڅنګ چې تاسو د خدای په یوه بنده ظلم وکړ د خدای د یوه بنده د وژل کیدو لامل هم شوی.په همدې سوچ کې مې سیدو ته وویل چې بیا داسې وو نکړي د خدای څخه دې بخښنې غوښتنه وکړي. او داسې کړنې چې تل زمونږ ټولنه ور سره لاس او ګریوان وي لاس په سر شي.