د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان امنیتي او د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي دې یې ولولي

ګربت 04.03.2010 09:20

د افغانستان ټول ملت ته د لمر په شان څرګنده ده چې په هیواد کې د نا امنی اصلی لامل څه، دی د پاکستان بد نامه داره( ISI) په هیڅ شکل نه غواړی چې په دې هیواد کې سوله راشی او دا هیواد ودان شی، په پاکستان کې که سل ځله هم حکومتونه او چار واکی ادل بدل شی د آی اس آی پالیسی به په خپل ځای پاتې وی، اصلآ په پاکستان کې دوه موازی حکومتونه شتون لری چی یو یې ملکی حکومت دی او ددې هیواد د داخلی او بیرونی تګلارې په ټاکلو کې هیڅ واک نلری او بل یې د آی آس آی حکومت دی چې خورا پیاوړی او ددې هیواد لپاره داخلی او خارجی پالیسی ټاکی چې د افغانستان د روانې لوبی اصلی لوبغاړی هم ددې اداری چارواکی دی او متاسفانه چی امریکا او اروپا تر اوسه پورې پدې ندی توانیدلی چې دا اداره د افغانستان په شمول نورو هیوادونو کې د خپلو ورانکاره او تخریبی فعالیتونه څخه منع کړی،
امریکا چې په افغانستان کې د جنګ مشری کوی پدې ښه پوهیږی چې ستونزه چیرته ده او څنګه افغانستان ته سوله راتلای شی، د امریکا موخه په افغانستان کې دجنګ له دوام څخه چی هر څه وی وی به خو سوال دا پیدا کیږی چې مونږ بد بخته افغانانو او زمونږ هغو شمیر چارواکو ته څه کول پکار دی چې پردیو ته د افغانستان په مختلفو اداراتو کې په خدمت کولو لګیا دی چې یو لدې ادارو څخه دکار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د خارجی اتباعو شعبه ده دا هغه شعبه ده چې په افغانستان کې ټولو هغو خارجی اتباعو ته چې په حکومتی او غیر حکومتی انجی او ګانو او خصوصی شرکتونو او دفاترو کې کار کوی د کارکولو د جواز سند ورکوی،
اول خو سوال پیدا کیږی چې دا وزارت د ملت ته دا وښیی چې دښاغلی کرزی د اداری له پیل څخه تر اوسه پورې دوی څومره د کار کولو فرصتونه د افغانستان تحصیل یافته او مسلکی ځوانانو ته په داخل دهیواد کې برابر کړی او څومره مسلکی کارګرو ته یې په بهرنیو هیوادونو کې د کار کولو زمینه برابره کړې؟
دوهم داچې هغه بهرنیان چې د مسلکې او با تجربه کسانو تر نامه لاندې افغانستان ته را دا خلیږی او په ډیره آسانۍ سره د کار کولو جواز د کار او ټولنیزو چارو له وزارت څخه ترلاسه کوی آیا دا جواز دکومې لایحې او یا مقررې له مخې ورکول کیږی او که بی له کوم قید اوشرط څخه؟
زه باور لرم چې مقرره به حتمآ موجوده وی او س نو دا سوال پیدا کیږی چی ولې دا مقرره نه تطبیق کیږی؟ دا خو ټولو ته جوته ده چې په افغانستان کې یو شمیر حکومتی او غیر حکومتی ادارې یو شمیر تخنیکی بهرنیو ماهرینو ته په مختلفو اداری او تخنیکی برخو کې اړتیا لری چې له بده مرغه د دا ډول ظرفیتونو د نه شتون لامل په هیواد کې د څو لسیزو خپلمنځی جګړې دی که موږ و غواړو یا نه غواړو د اوس لپاره دا ډول ظرفیتونه نلرو خو دا په صراحت سره ویلی شم او هم ټولو ته ښه څرګنده ده چې په اداری برخو کې مونږ کافی با تجربه ظرفیتونه لرو چې باید په هیواد کې په ټولو حکومتی او غیر حکومتی ادارو موسساتو او شرکتونو کې استخدام شی چې پدې سره به له یوې خوا ډیری ځوانانو ته دکار زمینه برابره شی او له بله پلوه به له هغو خارجی اتباعو څخه چی اکثریت یې د جاسوسی او تخریبی فعالیتونو لپاره چې له همدی خصوصی ادارو او شرکتونه څخه دخپلو کړنو په موخه د مقر او سرپوښ په شکل کار اخلی مخنیوی وشی،

متاسفانه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په سلګونو داسی بهرنیانو ته د کار کولو جواز ورکړی او ورکوی یې چی له اداری پوستونو څخه نیولی بیا تر آشپز اوګارد پورې دې هیواد ته دکار په نوم را داخل شوی او را داخلیږی چی اکثریت یې د پاکستان د آی اس آی لوړ رتبه او ټیټ رتبه غړی دی او مخصوصا په مخابراتی شرکتونو کې چې اکثریت مطلق یې په اداری کارونو کې جلب شوی د زرهاوو ډالرو مادی امتیازاتو تر څنګ په ډیر ارامی او ډاډ سره خپلی جاسوسی دندې پر مخ وړی او په ډیر آسانی سره دیو دولتی اورګان څخه چې د خدای او ملت پر واړاندی مسولیت لری د کار کولو جواز تر لاسته کوی،
که زمونږ د هیواد ولسمشر او هغه امنیتی چارواکی چې واقعآ لدې خاورې او ملت لپاره د وفاداری، ساتنی او آبادی احساس لری، باید په فوری شکل په یو جدی اقدام لاس پورې کړی او د کار او ټولنیزو چارو د وزارت له اړوند چارواکو څخه پوښتنه وکړی چې د کو م قانون له مخې بهرنیانو ته مخصوصآ پاکستانیانو ته په خصوصی شرکتونو کې د کار کولو لپاره له لوړو پوستونو څخه نیولې بیا تر اشپز او ګارد پورې د کار کولو جوازونه ورکوی او پدې کار سره د آی اس آی له هغو اجنټانو څخه مخه ونیسی چې زمونږ هیواد ته په مختلفو څیرو کې تر مختلفو نومونو لاندې د کار په بهانه را داخلیږی او زمونږ د هیواد د تباهی او بربادی لپاره کار کوی.

په درناوی ‎‎‎‎‎‎