د ننګرهار ولايت والى صاحب ته پرانستى ليک
02.03.2010 08:49محترم والى صاحب ته السلام عليکم ورحمة الله وبرکاتۀ!
اولاً ستاسى صحت د لوى خداى څخه روغ او جوړ غوړام؛ او وروسته لاندى څو نقاطو ته ستاسې پام راګرځوم. قدرمنه! کله چې تاسې شپږ کاله وړاندى د ننګرهار والايت د قدرت په ګدۍ کيناستۍ نو که دى ياد وى تاسى هغه وخت د راديو او تلويزون له لياري د ننګرهار د خلکو سره وعدى وکړي او ومو ويل چې د اوبو بندونه، سرکونه، برقونه به جوړ کړم. د رشوت او زورزياتى مخه به نيسم په دغه وخت کى دحاضرينو څخه چا وويل چې شيرزي صاحب زنده باد. خو تا فورًا وويل چې نه! کله مو دا کارونه سرته وره سول بيا راته زنده باد چغه وکړۍ؟
خير تا ته به معلومات نه وي دسرکونو يو څه کار شويدى، کلينکونه او مکتبونه هم جوړ شويدى... خو بندونه او برقونه لا په خپل حال دي دسراج العمارت تعمير چې په هماغه نقشه جوړ شو دا ستاسى غوره کار ګنم او څه پارکونه هم جوړ شويدى چې ستاسې په نوم پارک د ليدلو ځاى دى. خو يوشى بايد ومني! چې د ځينو خلکو سره دى د (مور دميرى) سلوک غوره کړيدى. نه پوهيږو دا به ستا خوښه وي او که د ستاسې په اصطلاح د بين المللى دوستانو! هغه دا چې تاسې د نجم الجهاد فاميلى چې د ښار شپږمه ناحيه ده. ستاسې د کارى پلان څخه بلکل خارجه شويده ددې په مقابل کې تاسې چمتلې، شيخ مصرى، امان الله خان مينى ته تر جيح ورکړيده ټول مؤسيسات مو هماغې خواته سوق کړيدي. هلته د ترقۍ کارونه کيږي. مکتبونه او کلينکونه يې جوړيږي سرکونه ئې هواريږي.
حميدبابا وائي: ((نور په ټول جهان کراره کرارى وه – بر حميددغم مغل راوخاته)) يوازي نجم الجهاد د مشکلاتو سره مخ دى تاسې په چمتله کې شيخ مصرى کې د سره کونو، اوبو مکتونو انتظام وکړ. او دهغوۍ د جوړيدو _٢يا ٣- کاله کيږي خو نجم الجهاد چې په ١٣٧٥ کال کې تائسيس شويده تراو سه پورې يو سرک ئى هم نه دي پوخ او نه هوار شويدى. د (٨٠٠٠) اته رزه کورونو لپاره يواځى يوه لئيسه لري، بريښنائى مخکې ښه وه خو ستاسې په راتګ ورځ کې يو ساعت ته راښکته شوه چې هغه د اوبو کار هم پرې نه کيږي، يواځې يو کلينک لرى چې هغه هم کفايت نه کوى، د ليسى تعمير ئى د شاګردانو په پرتله د نيشت برابر دي. د فاملۍ مشرانو د خپل شکايت اوره ولو لپاره ستاسې حضورته د ملاقات درخواستونه ړذدړوکړل خو چا ورباندى غوږ ونه ګره ولو. همداسې (P.R.T) کسانو سره څو ځل ملاقاتونه وشول هغوى
وائى: ((تاسې زمونږ دوشمنان ياست دوشمنانو ته چا خدمت نه دى کړئ...)) شاعر وائى:
(( مبتلا د شکلى مخ په خال او خديم – که د عشق سل سند نوښايم هم رديم)) مونږه خو هغوى رد کړي يو او تاله پامه غور ځولې يو نو څه وکړو تاته دوعا وکړو چې الله (ج) دى د کابل پاچا کړه، او که هغوۍ ته ښيرا وکړو چې له دواړو څخه خلاص شو خو خير هيڅ بۀ نه وايو فقط تاسې نه غواړو چې ددغې فاملۍ په حيثه کې خپلې رويى ته تغير ورکړئ او د فاملۍ د خلکو اواز په سړه سينه واورئ دابۀ ددواړو په ګټه وي دا ځکه چې که تاسې توجه يوازى څو ځايونو ته وي او فاملۍ په همدغې حال پاته وي نو دابه يو تاريخې ظلم وي او خلک به ئى هم تر ډيره وخته شايد برداشت نشي کړائ نو هيله کوو چې ددې فاملۍ سرکونو، برق، اوبو، کلينکونو، او د مکتبونو په تائسيس کې او د لئسى په چارديوالۍ کې او هغه حقوقو ته چې نرو ساحو ته ورکول کيږي که دا هم ترې برخورداره کړئ دا به ستاسى مهرباني وي.
والسلام

