د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طنز ; افغانستان اپريل فول شو

عبدالنافع همت 28.02.2010 12:43

واشنګټن : السلام عليکم
کابل : وعليکم السلام، ياره لکه چي عمر مو ډېر دی، همدا اوس مي ياد کړئ، هغه و چي تاسي ټليفون راوکړ. ښه څنګه ياست؟ دلته خو خير و خير يت دی، الحمدلله نن مو ستاسي د عسکرو په اړه کوم بد خبر نه دی اورېدلی.
واشنګټن : بد خبر شته خو تاسي ځان ناګاره اچوئ
کابل : قسم په خدای که درواغ درته وايو، موږ هر سهار تر خپل ملت تر مخه لومړی ستاسي د سلامتۍ خبر اخلو، نن بيخي خير و خيريت دی
واشنګټن : تاسي هم عجيبه خبري کوئ، په نن ورځ کي هم تاسي واياست چي خير وخيريت دی، لږ په مسئوليت زموږ پوښتني ته ځواب راکړئ، موږ ټوکي نه کوو، جدي موضوع ده
کابل : صاحب هيله کوو، تاسي خبره لږ واضح کړئ!
واشنګټن : ډېر د افسوس ځای دی چي په يوه مهمه پېښه موږ دلته خبر شولو او تاسي هلته نه ياست خبر.
کابل : تاسي خو موږ ته وواياست چي څه خبره ده؟ موږ خو په خپله ګناه هيڅ پوه نه شولو
واشنګټن : خبره دا ده چي نن سهار په اروزګان کي ( سبي ) ورک شوی دی؟
کابل : سبي څوک دی؟
واشنګټن : سبي د استراليايي ځواکونو يو ماين پال سپی دی
کابل : ځه بابا! ما چي ويل سړی ورک شوی دی، له سپي څخه مو هم دومره لويه کيسه جوړه کړه.
واشنګټن : ګوره پام کوه چي دا يوه جدي موضوع ده. که بله ورځ مو داسي خبره درڅخه واورېده، نو اسټراليا څه چي موږ هم له افغانستان څخه خپل عسکر باسو، موږ ته خپل يو سپی هم ډېر مهم دی.
کابل : نه نه، هسي يوه ټوکه مو وکړه، بيا دا سي خبره نه کوو، خو ګوره چي له افغانستان څخه عسکر و ونه باسئ، کنه زموږ نهه منه اوړه به يوه پتيره شي.
واشنګټن : تاسي ته به خپلي ملي ګټي ټوکي ښکاري، خو زموږ ګټي هيڅ وخت د ټوکو په ژبه مه مطرح کوئ، کنه بيا خو پوهېږې چي موږ څه کوو
کابل : زموږ ټوکه يوازي د سپي په اړه وه او هغه مي هم ځکه وکړه چي موږ او تاسي خو سره انډيوالان يو
واشنګټن : انډيوالي منډيوالي نشته، انډيوالي يوازي د ګټو وي او نن زموږ د ګټو خبره ده، ياني يو غربي سپی ورک شوی دی او دا ستاسي مسئوليت دی چي بايد ژر تر ژره يې پيدا او موږ ته وسپارئ
کابل : تاسي لطفاً يوه دقيقه تليفون په غوږ کي ولرئ چي موږ امنيتي ارګانونو ته حکم وکړو چي ستاسي د سپي لټون پيل کړي
واشينګټن : نه بابا موږ يوه دقيقه نه شو کتلای تر تليفون وروسته ورته وواياست
کابل : ښه سمه ده خو که اجازه وي يوه خبره کولای شو؟
واشنګټن : خبره مو وکړئ!
کابل : تاسي به مو په انډيوالانو کي ګڼئ يانه، خو پر موږ ډېر ګران ياست، ګوره يوه اوونۍ مخکي ستاسي ځواکونو په شينډنډ کي زموږ ګڼ شمېر ملکي خلک ووژل خو موږ ستاسي څخه په رسمي ډول يوه تشه ګيله هم و نه کړه.
واشنګټن : دا په تاسي پوري اړه لري چي خپل خلک درباندي ګران دي کنه خو پر موږ خپل خلک څه چي خپل سپي هم ډېر راباندي ګران دي. ما مخکي هم درته وويل چي دا يو غربي سپی دی او غربي سپی خاوند لري. ددې کار پړه ستا سي پر غاړه ده
کابل : وبخښئ څنګه ؟
واشنګټن : ځکه چي تاسي په دې اتو کالو کي يوازي امنيت هم را نه وست، که تاسي سياسي کفايت او ظرفيت درلودای نو نن به زموږ يو باتجربه سپی نه ورکېده
کابل : نو په دې کي زموږ څه ګناه ده؟ امنيت خو نړيوالو تراهګرو خراب کړی دی
واشنګټن : نو تاسي خو هم يوازي نه ياست، نړيواله ټولنه اوږه پر اوږه درسره ولاړه ده، ان دا چي ارګ مو هم موږ نړيواله ټولنه ساتي
کابل : د يوې خبرې اجازه ده؟
واشنګټن : هو! خو په دې شرط چي تکراري خبره به نه وي
کابل : نه که مو خوا بدېږي نه يې کوو
واشنګټن : خبره مو وکړئ!
کابل : که په ټول ژوند کي د يوې خبري اجازه راکوئ نو موږ به ووايو چي نړيوالي ټولني هم په دې برخه کي خپلي ژمني چندان نه دي پوره کړي.
واشنګټن : کومي ژمني يې نه دي پوره کړې؟
کابل : مثلاً په دومره وخت کي به په افغانستان کي تراهګر وځپو، ستاسي اردو او پوليس به در جوړ کړو، اقتصاد به مو پياوړی کړو، افغانستان به له سره داسي ورغوو لکه جرمنی، دا به وکړو او ها به وکړو.
واشنګټن : پوهېږئ چي دغه وعدې په کوم تړون پوري اړه لري؟
کابل : ښکاره خبره ده چي د بن په تړون پوري اړه لري
واشنګټن : نه د بن په تړون پوري اړه نه لري، که ستاسي ياد وي نو موږ د بن له تړون څخه يوه مياشت مخکي درته وويل چي موږ په هر ډګر کي ستاسي سره ولاړ يو
کابل : هو زموږ يادي دي، نو بيا ولي اوس نه راسره درېږئ؟
واشنګټن : اې ساده ګانو! موږ دا منو چي ستاسي سره مو دغه وعدې کړې دي خو پوهېږئ چي هغه کومه نېټه وه؟
کابل : ياره نه مو ده ياد
واشنګټن : ستاسي يوه کمزوري دغه ده چي حافظه مو چندان کار نه کوي، موږ دغه خبره د اپريل د مياشتي پر لومړۍ نېټه درته کړې وه، تاسي خو په غرب کي اوسېدلي ياست او پوهېږئ چي د اپريل لومړۍ نېټه د درواغو نړيواله ورځ ده.
کابل : نو تاسي خو تر هغه وروسته هم خپلي ژمني نه کړې پوره
واشنګټن : زموږ ټولي ژمني په هماغه تړون پوري اړه لري چي د اپريل پر لوړۍ نېټه تر سره شوی و
کابل : اوف ! ياني موږ اپريل فول شولو؟
واشنګټن : نو ستاسي څه خيال دی؟ دا چي په دغه ورځ په ټوله نړۍ کي خلک درواغ وايي دومره مهمه نه ده، مهمه دا ده چي سړی په دغه ورځ ټوله نړۍ وغولوي. لکه څنګه چي امريکايان په نورو ډګرونو کي تر ټولو مخکي دي، دا دی په درواغو کي يې هم لومړی مقام وګاټه، دې ته نو اپريل فول وايي.
کابل : اوس تاسي خو سيالي وګټله، موږ به ملت ته څه ځواب ورکوو؟
واشنګټن : که په درواغو وي نو چل يې ډېر اسانه دی، خو که په رښتيا ويلو وي نو تاسي خپله يوه د حل لاره ورته پيدا کړئ!
کابل : په درواغو څنګه ملت ته ځواب ورکړو
واشنګټن : واه واه! عجيبه مو وکړه، داسي خبره کوئ، لکه تاسي چي خپل ملت ته هيڅکله درواغ نه وي ويلي.
کابل : درواغ، درواغ، اخير څونه درواغ لا نور ووايو؟
واشنګټن : ګورئ موږ او تاسي خو يو بل ښه سره پېژنو، موږ تاسي او تاسي خپل ملت ته درواغ واياست، داسي ښه غوښن او ښکرور درواغ .
کابل : موږ خو تل ستاسي خوښي ته ګورو، ان دا چي درواغ مو هم تل ستاسي په خوښه ويلي دي، اوس هم ستاسي خوښه ده، ايا درواغ بيخي پرېږدو؟
واشنګټن : نه بابا، پرېږدئ يې مه، دومره وکړئ چي يو يې موږ ته مه واياست او بل د يوه رسمي فرمان له لاري د اپريل لومړۍ نېټه د درواغو ويلو لپاره رسمي ورځ اعلان کړئ
کابل : هغه متل دی چي وايي ورانه به يې کړې، جوړه به يې نه کړې. وېرېږم چي په بلا مو اخته نه کړئ
واشنګټن : وارخطا کېږئ مه، تاسي اوس هم ددې ډګر اتلان ياست، ستاسي د حکومت په اړه دا مقوله ډېره مشهوره ده چي وايي : که ستاسي ټولي غوړي وعدې راټولي کړل شي نو دومره غوړي ځني ايستل کېږي چي يوه فابريکه يې هم نه شي توليدولای.
کابل : ياره رښتيا هم چي خلک دغسي وايي، ښه اوس دا وواياست چي ددې کار ګټه به څه وي؟
واشنګټن : ګټه به يې دا وي چي که کومه مهمه ژمنه مو کوله نو په همدې ورځ به يې کوئ، مثلاً که د خپل کار کلنی راپور مو ورکاوه او يا مو خپله کومه نوې طرح اعلانول نو بايد د اپريل پر لومړۍ نېټه يې اعلان کړئ، بيا که مو خپلي ژمني پوره هم نه کړې نو ملت به ګيله نه درڅخه کوي.
کابل : خو...
واشنګټن : خو مه پکښي راباسئ، دا د نړيوالي ټولني امر دی، پوه شوئ؟
کابل : نه مطلب مي دا نه و چي ستاسي خبره نه منو، مطلب مو دا و چي په ګټو يې لږ پوه شو
واشنګټن : ياره تاسي خو په نيمه هيڅ نه پوهېږئ، هسي په موږ سپيني خبري کوئ. نه وينئ چي موږ د تراهګرۍ په نوم په افغانستان کي څنګه خپل نظامي حضور ته مشروعيت ورکړی دی؟ دغسي تاسي هم خپلو درواغو ته مشروعيت ورکړئ. نن داسي يو وخت دی چي بايد سړی د هر کار لپاره جواز ولري. تاسي ګورئ که نن ورځ که څوک غواړي چي په افغانستان کي خلک مړه او يا برمته کړي نو امنيتي کمپنۍ جوړوي، که غواړي چي غلا وکړي نو ( اينجوګاني) جوړوي. تاسي هم لومړی د درواغو لپاره يو د اوړو پزه جوړه کړئ او بيا يې نر غوندي واياست!
کابل : پر غبرګو سترګو دغسي به وکړو
واشنګټن : دا کار ډېر ژر تجربه کړئ، موږ باور لرو چي خامخا ښه نتيجه ورکوي، ښه نور مو وخت نه نيسو ، د خدای په امان
کابل : په مخه مو ښه، ډاډه اوسئ چي ستاسي سپی به هيڅکله ضايع نه شي، له ټليفون کولو څخه مو ډېره ډېره مننه .

سبا سهار له ارګ څخه يو فرمان صادر شو. په فرمان کي د اپريل لومړۍ نېټه چي د وري د مياشتي له دوولسمي نېټې سره سمون خوري د درواغو ويلو لپاره د رسمي ورځي په صفت اعلان شوه. په فرمان کي دا هم راغلي وه چي په دې ورځ کي دولتي چارواکي، سياسي ګوندونه، مدني ټولني او اينجوګاني د درواغو ويلو اجازه لري خو د ملت لپاره درواغ ويل ګناه ده. څه موده وروسته د حساب ورکولو ورځ د اپريل لومړۍ نېټه وټاکل شوه، دغه ډول په همدې ورځ د نوي منتخب دولت طرح هم اعلان شوه چي امنيت، له طالبانو سره خبري اتري، د تراهګرۍ پر وړاندي مبارزه، د کوکنارو کښت، بيا رغونه او د ملي اردو او پوليسو جوړول يې مهمې برخي وې.