کرکټي شعرونه: کرکټ کومه، بورد او باخت خو همیشه لري هره لوبه، او چا ویل چــی افغانان له چــانه کم دي
22.02.2010 12:12کرکټ کومه
له نورو لوبو نه رخصت اخلم کرکټ کومه
یو دانه بال او بل ښه بیټ اخلم کرکټ کومه
دواړه لورې ورته شپږ ویکټې لګي اشنا
ورته بنډل هم لوشن ټیپ اخلم کرکټ کومه
په یو بنیان هم ګوزاره کیږی دریشي که نه وي
له تاج ملوک علم سبق اخلم کرکټ کومه
یو ورور کیپربل به بالراو ته انپایرشه پلاره
ټیم برابردی د لوبې پیل اخلم کرکټ کومه
میدان که نه وي نو د کور حویلی لویه خوده
خیر دی مورکۍ نه اجازت اخلم کرکټ کومه
سیالۍ ته یې چې ناست زه خروټی بنده وم
له هریوه بال نه یې لذت اخلم کرکټ کومه
عزیزخان خروټی د غزنی له قره باغ څخه
بورد او باخت خو همیشه لري هره لوبه
چې باخت نه وي څه مزه لري هره لوبه
ده زحمته بیخي شاته بیا راحت وي
یو څه رعب او دبدبه لري هره لوبه
چي يوازې و میدان ته را شوه شوې
بیا ګټل نو څه قصه لري هره لوبه
چې همت او جرات دواړه ور سره وي
ګټل تل مدام هغه لري هره لوبه
ټول افغا ن به همیشه داسې تازه وي
د لوستونکو تبصره لري هره لوبه
خیر دئ بيا به بل میدان افغانان یوسي
افغا نمل امید پوره لری هره لوبه
نورالباری افغانمل
چی کوښښ اوزیار اوباسي اتلان دي
چا ویل چــی افغانان له چــانه کم دي
نړیوال جام دسرو زرو به زمونږ وي
هیوادوال مــوپه سجده الله ته خـم دي
جوادالله شیرزی له کونړ ولايت څخه
د کرکټ په اړه نور اشعار:
ژوندۍ دې وي تر تله : زموږ ملي لوبډله