د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دولسم ټولګي فارغينو لپاره خبرتيا

پوهنوال رسول باوري 18.02.2010 16:04

د افغانستان دکلتوري ميراثونو اوګرځندوی انستيتوت دنوي ١٣٨٩ لمريزکال لپاره محصلين مني.

د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري راجستر شوی او دپلوم يې د مافوق بکلوريا ( د څوارلسم ټولګۍ فارغ ) په توګه په رسمي توګه منل شویدی.
-- دا انستيتوت د لرغونپوهني ، توريزم او ادبياتو په څانګو کي محصلينو ته د دوو کلونو يا څلورو تحصيلي سمسترونو په اوږدوکي ښوونه او روزنه ورکوي .
-- د انستيتوت درسي پروګرام د لوړو زدکړو وزارت او د کابل پوهنتون له لوري بشپړ او ستندرد ګڼل شويدی. د دې انستيتوت فارغين کولای شي چي په اختصاصي ازموينه کي تر برياليتوب وروسته د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو پوهنځی دريم ټولګی ته شامل شي.
-- د انستيتوت د فارغينو لپاره د کار موندلو درې لوري مکلفيت لري . د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ، د ترانسپورت وزارت ، د هيواد دښارواليو ادارې. د دې تر څنګ د انستيتوت د محصلينو لپاره داسي کرکولم تنظيم شويدی چي تر فراغت وروسته به پر خپل ځان متکي او د خصوصي ادارو او موسسو د جوړولو او فعالولو توان ولري.
د دولسمو ټولګيو فارغين کولای شي چي د روان ١٣٨٨ لمريز کال د حوت مياشتي تر پنځلسمي نېټې انستيتوت ته د شموليت غوښتنليک وسپاري .
پته : خوشال مينه د برقي بسونو مخامخ د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت
تلفون شمېره : ٠٧٠٧٤٤٥٥٧٠
ايميل پته : bawary1@hotmail.com
بريښنا پاڼي : www.aicts.org.af, او يا www.salaamtolana.org