د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نـړۍ د پيـښـو تـر شـا شـار لاټـانـي لـوبـي ؟

هدايت الله هدايت 10.02.2010 12:56

ويکټور تورن  Victor Thorn د امريکا نامتو ژورناليست او د زياتو کتابو  او د هغه جملې څخه   « د سپټامبر په يولسمه کي د اسرائيلو نقش» نومي د مشهوره  کتاب ليکوال  ،  د  «امريکن فري پرس » د او ونيزي په  يوې  وروستئ  مقاله کي   ليکلي اووايي  چي آياد امريکا بې درکه پورونه به بالاخره  ددې هيواد   ډالر  کوټه کي   او که  دا چي،  د سرکوزي  د انفلونزا اپيډمي  به  د امريکا د حفظ الصحې  سيسټم   و ټولي  نړۍ  ته  ځان و غزوي؟

دغه ليکوال همدارنګه د ورستيو تروريستي حملو په اړه چي د امريکا په دننه کي د کورني عواملو لخوا تر سره سوې، وايي ،چي د نړۍ نخبګانو تل د تاريخ په اوږدو کي د بحرانو څخه د خلکو د بېرولو او په هغوی کي د وحشت د خپرولو  لپاره کار اخيستی دئ  تر څو په دې توګه وکولای سي د خپلي خوښي قوانين تصويب او پر هغوی باندي   هغه   ومني .

په نوموړې ليکنه کي د  "رام امانوئيل " ، هغه څو ک  چي د  امريکا د جمهور رئيس بارک اوباما د زړو يارانو څخه دئ  ديوې  خبري يادونه کوي چي په  کنايې  سره يې و هغه ته ويلي وه ؛ چي ګوره ياره  « هيڅکله اجازه مه ورکوه  يو جدي  بحران مفت در څخه تير سي » ، هغه ليکي،  د نوي نړۍ وال نظم را مينځته  کوونکو او د هغوی حاميانو په قطعي توګه دغه شاني لحظې د ځان د پاره لوی  غنيمت ګڼلي دي . داځکه  چي هغوی ته بحرانونه، د عمل او د جګړو په مانا دي؛ او  په هغه کي  بېدرکه ګټي  پرتې دي .  اوس څه دا بحران د يوې طبيعي حادثې د لاري  را  مينځته کيږي او که د يوې طرحه سوي اقتصادي ګډوډيو ، جګړو، ترور  او د نورو عواملو دلاسه ، او يا هم د هغه  بې ثباتيو له کبله چي  عمدتاً  بحرانونه د   کودتاګانو د لاسه  زېږي  .

دغه امريکايي ليکوال  دغه  خبره هم کوي چي  هرکله  « دغه شاني کنټرول سوي هرج ومرجونه» رامينځته کيږي، نو  پيښي او حوادث هم  په سحر آمېزه توګه د رسنيو لخوا  نادرسته  تر خلکو پوري رسيږي . همدارنګه هغه اضطراري وضعيت چي  عملي بڼه نيسي   د خلکو د ژوندانه  تحرک  په ټپه  دروي، ځکه نو داسي يو حالت راسي چي   خلک  په آساني سره د دولت و  هري پريکړي ته غاړه ايږدي او هغه مني  .

په دې  توګه کله چي ټوله پاملرنه او توجه د فاجعې و ظاهري تاوانو  ته  را کرځي او زموږ ټوله پام وهغه ته ر ا اوړي،  نو دا هغه وخت دئ چي مخکي له دې نه چي په دې پوه سو څه پېښه سوېده ، لا د وخته ددې حوادثو سازمان ورکوونکو خپل کار کړی او  زموږ د شخصي ګټو څخه يې پرېمانه سوء استفاده کړې وي . د غه شاني پيښي د قدرت   دخاوندانو د پاره داسي يو فرصت هم دئ چي لزوماً ويني هم  پکښې   تويدای سی  او په دې وسيله  هغوی  خپل حريفان ورباندي  له مينځه  وړي  .  

دغه امريکايي ليکوال مثال راوړي  او ليکي   چي  که تاسو د سپټمبر د يولسمي د هغي ناببره  عظيم شوک  خاطره  په ذهن کي را وګرځوی ،  په هغه وخت کي د دولتو مشرانو د ټولني  نوي سياستونه د يو سره په يوه نوي حساب سوي شکل کي تر اجراء لاندي راوستل . ددې پېښي څخه چي کومي د تمثيل صحنې جوړي  سوې نو دهغه څخه   بېدرکه ګټي هم  تر لاسه سوې ، هغه ليکي :  کله چي  پر موږ باندي ناببره « حمله» وسوه، متوجه سولو ، هغه  نړۍ چي موږ  تر دې دمخه د هغه په باره کي سوچ کاوه،    ددې  پسته موږ نور  هلته ژوند نه کوو،  دا ځکه چي دا  ټوله  داستان پر دابله خوا را واوښت . په دې مرحله کي  هغه کسانو چي  د واقعيتو د ځای پر ځای کېدو د پاره لاس په کار سوي وه ، نو د ماکياولي  شېوو پر سبک  باندي، موږ ته   د يوه خالي  يا نا ليکل سوی تخته سنګ په  سترګه  کتله  ، چي کولای سي هر هغه نوی  فکر او آيډيا چي   د هغوی په   ذهن کې  را ګرځي،  هغه هلته زموږ د پاره حک کړي .

دغه ګزارش زياتوي چي   د سپټامبر د يولسمي نه باد ( ددې نه ماسېوا  چي دغه پېښه ساختګي وه که واقعي ) د نوي قوانينو د تصويب د پاره    يو  نوی او کامل   چوکاټ را مينځته  سو .  په حقيقت کي د قدرت خاوندانو  تل د مصيبت او بلاوو  څخه  د  يوه  نوي  دښمن  و جوړېدو ته ضرورت  لاره، او په دې کار کي يې  د ځان د پاره د ګټو  ډيري نوري سوړي  ليدلې  . په همدې خاطر ده چي هغوی د خپلو خيالاتو او پلانو څخه د ملاتړ  لپاره  د خپلو رسنيو دلاري  د شديدو تبلیغاتي  کارنامو څخه ګټه پورته کوله او خلکو ته يې  په خپلوتبليغاتو کي  ويل : « نوڅه، که تاسو وطنپاله ياستئ او خپلواکي هم درباندي ګرانه  ده ، نو را ميدان ته سئ د خپل وطن او د استبدادي حکومتو پر ضد زموږ د جګړې څخه  دفاع وکړئ .»

 البته مخالفين هم بايد  و ځپل سي   او له مينځه ولاړ سي . له دې امله که تاسو هم  لکه نور کسان چي د ځان   اختيار خپل ګڼی ، او هر چا ته   لاس پر نامه   نه دريږئ ، نو هغه وخت ستاسو دغه مخالفت يا مخالفه عقيده، هغوی د وطنپالني يو ضد عمل  بولي ، درست هماغسي  لکه چي د سپټمبر د يولسمي  د« حقیقت پلټونکو » ډلي  وکړه .

د امريکا سیاستونه تل پر داسي خوا روان دي چي بايد د ځان دپاره دښمن جوړ کړي . مثلا د تيري پېړۍ په جريان کي امريکا تل د جګړې په حال کي وو او دښمن يې درلود؛ په لومړي سر کي د نازيانو څخه متنفره وو ، دهغه را وروسته  نوبت کمونيسټانو، کوريايانو او ويټناميانو  ته را  ورسېد او نن يې  هم دادئ  د افراطي اسلامه څخه نفرت  ، او په اسلامي هيوادو پسې يې  را اخيستې  ده، حال داچي که رشتيا وويل سي  نو همدغه  افراطي اسلام خو  مو ږ د شورويانو پرضد پر پښو ودراوه او  ښه په درځ مو د هغه  ملاتړ وکړ.

لکه څرنګه چي «د ټرور پر ضد جګړې» ( هغه عبارت چي د اسرائيلو د صدراعظم "بنيامين نتانياهو " لخوا ابداع سوېده) وښودله، د جګړې څخه چي دا  ټوله  اقتصادي بې درکه ګټي   تر لاسه سوي دي، نو دا خو دهغه بېري   له برکته وې چي په افغانستان او عراق کي  زموږ د يرغل په واسطه را مينځته سوې .

د سياسي چارو  دغه کارپوهه  وايي چي دغه شاني  پيښي نبايد څوک حيران کړي، هغه ليکي : چي د امريکې  د کورنۍ جګړې په جريان کي  د شمال او جنوب نه د راتشيلد د کورنۍ مالي ملاتړ، نيژدې وو چي امريکا په دوو جلا هيوادو باندي  ووېشي .

ويکټور تورن وايي چي : په ۱۹۱۳ کال کي، د امريکا د قانون جوړلو مجلس،  « فډرال رزرو» جوړ کړ او د فډرال د مالياتي عايداتو ، د امريکا په تاريخ کي  تر ټولو بد جمهور رئيس ته اجازه ورکړه چي  د امريکا دي  و لومړۍ نړۍ والي جګړې ته را کښې باسي  .  دبانکو څخه د امريکا تل پاتي پورونه  دهمدې جګړې د لاسته راوړونو څخه وو . په ۱۹۲۹  کال کي  د اسهامو د بازار سقوط  و راکفلرانو(Rockefellers)، مورګانونو(Morgans) او ونډر بيلټانو(Vanderbilts)  ته اجازه ورکړه چي په ميلون هاوه ډالر په خپل جيب کي کي ، او دا  په داسي حال کي وو چي نور عام  خلک تر يوې لسيزي پوري د يوه عظیم اقتصادي رکود په منګلو کي لاس وپښې وهلې   .

دغه ليکوال ددې خبري يادونه کوي چي   د "وينستون چرچيل "  سره د امريکا ملګرتوب ددې باعث سو  چي جاپانيان د"پيرل هاربر "  پر دريايي اډه باندي حمله وکړي . هغه په دوهمه نړۍ واله جګړه کي د امريکې و لاسوهني ته هم اشاره کوي او ليکي : ددغه خرابيو،  بمباريو او د جګړې  په هغه  اوج کي وو چي پر هيروشیما او ناکازاکي باندي د اټم بمونه  و اورول سوه، نتيجه دا چي جاپاني وطنپاله  ملي ګرايان نابوده  او  د هغو  پرځای يې  د نړۍ   صنعت  ګر  او د کارخانو  خاوندان   را مخته کړه .

راوروسته کلونه  چي د امريکا په اقتصاد کي  د بېړنی پرمختګو او تر قۍ کلونه وه، زموږ د سي آی اې د سازمان شبکو او د هغوی مامورين  هم د نړۍ و هر کونج ته ځان  و غزاوه  او په خپل غير قانوني کردار سره به يې بر آلا  و نورو ته ضرر  رساوه  : په داسي حال کي چي په کال ۱۹۶۱ کي د امريکا جمهور رئيس  آيزنهاور خپله د جمهوري رياست دوره پای ته رسولې وه، نوموړي د يوې صنعتي ـ  نظامي  مجتمع د موجوديت په خاطر  د خطر ږغ رادپورته کړ؛ د آيزنهاور ددې ږغ د راپورته کېدو څخه څه کم درې کاله وروسته وو چي  جان کينډي د يوې کودتا  په ترڅ کي ترور او ووژل سو . جمهور رئيس جانسن هم  د اسرائيلو سره د امريکا  مرستي لا تر پخوا زياتي کړې او په خپل  دې کردار سره يې د ويټنام  په جګړه کي د امريکا ملا ور ماته کړه .

د ريچاړډ نکسن په دوران کي د واټرګېټ رسوايي هم  د جيمي کارټر و قدرت رسېدلو ته چي د ډېويډ راکفلر د درې اړخيزه کميسيون کانديد وو، لاره خلاصه کړه؛ تر ټولو مهمه خو لا دا چي د کارټر د ملي امنيت مشاور «بريژنسکي» چي هغه هم د راکفلر د درې اړخيزه کميسيون  سره تړاو درلود ، روسان يې وغولول او د هغوی پښې يې  د افغانستان و جګړې ته راکش او په نتيجه کي يې شوروي اتحاد شړوت و شپارلس کړ  .

د امريکن فري پرس د و يکټور تورن  په دغه ګزارش کي   وايي:  چي تاسو  يو ځل د ۱۹۸۴ کال حوادثو ته  نظر اندازي  وکړئ، همدا اوس هماغه « د خپلواکۍ د لاري مبارزين»  چي د امريکاپه مالي ملاتړ ، زموږ د سړې جګړې د دښمن سره وجنګېدل ،نن د روسانو لخوا زموږ پرضد د هغوی څخه ملاتړ کيږي .

اوس ليدل کيږي چي  څرنګه د قدرت خاوندانو  د تاريخ په اوږدو کي  د نړۍ د پرمختياوو او بلواګانو څخه  ګټه پورته کړېده .  په کال  ۱۹۸۹ کي د برلين د دېوال نړېدل  ددې باعث سو چي په کال  ۱۹۹۳ کي د اروپا د اتحاديې و نوي تشکل ته  لاره خلاصه کړل سي؛  د ايران - کانټرا په ماجرا کي د امريکا رسوايي ددې باعث سوه چي په متحده ايالاتو کي  د مخدره موادو د قاچاقو شبکه پټه سي؛ د امريکا د « يو ايس لېبرټي» جنګي کښتۍ باندي  د اسرائيلو حمله ددې باعث سوه چي، نيژدې وو   دريمه  نړۍ واله جګړه    شروع سي .

ددې نه علاوه د نورو اقتصادي پرمختياوو څخه هم  کېدای سي  د هغه پيښو يادونه و سي چي د اسهامو په بازارو کي  تر سره سوې، او هغه  د ۱۹۷۳ لسيزي د نفتو د تحريم  ، د ۱۹۸۷ د« توري دوشنبې» د ډاټ کام د بحران او د مسکن د کوبيو د چاودېدلو له بابته، را مينځته سوي  وې . دا ټول  ددې باعث سوه  چي هغه چا چي په دې برخو کي سرمايه ګزاري کړېوه د خپلو سرمايو څخه په ميليارډو ډالر  د لاسه ورکړي؛  خو  برعکس  د وال سټريټ اصلي چلونکو او  بازيګرانو چي  د  صحنې تر شا  يې فعال کردار اداء کا وه ، د هغه څخه  په پېخر او  بېدرکه  ګټي جېب ته کړې .

د ورته پيښو څخه چي په دې ورستيو کي وليدل سوې نور  زياد مثالونه هم سته، لکه د« کاترينا» طوپان  چي بېوزله  خلک يې مجبوره کړل د خپل استوګنځيو څخه ووزي ، خو د ساختماني وسايلو  توليدونکو لکه « کې بي آر» درنې ګټي تر لاسه کړې؛ همداسي  کانه د سيرلانکا په سونامي کي هم وسوه چي د مايانو ساحلي سيمي  د تفريحي شرکتو لخوا غصب سوې .

ويکټور تورن د خپل ګزارش په ورستۍ برخه کي د نړۍ  د زياتو وقايعو و اصلي سازمان ورکونکو ته اشاره کوي ، ليکي: ددې خبري په پام کي نيولو سره چي  د نړۍ د صحي سازمان  ( WHO)، د نړۍ وال وجهي صندوق(IMF)،  د نړۍ وال بانک، دخارجي اړيکو شورا (CFR) او د بيلډر برګ Bilderberg  د ډلي نخبګان او د رسوخ خاوندان په خپلو پټو لاسو دد غه مصيبتو رهنمايي کوي ،  دلته د ايچ . ال  منکن  (H.L. Mencken)*  يو ه خبره ښه مناسبت لري  چي، وايي « د ډيپلو ماسي ټول کردار و دې هدف ته متوجه دئ چي خلک د يوه داسي دايمي تهديد څخه په بېره کي وساتل سي ،چي هغه  بلکل خيالي او د يوه سره درواغ دي.»   متأسفانه  لکه څنګه چي  موږ د سپټامبر په ۱۱ مه کي شاهدان وو، دغه شاني  کثافتونه  د زياتېدوپه حال  کي دي  .

راتلونکې بله پيښه به څه وي چي نړۍ واله ټولنه  د ګډوډۍ او پرېشانۍ سره مخامخ کړي  او  د نړۍ د بدلون او تغير د پاره  و سيلې  برابر کړي ؟


 * ايچ. ال  منکن  ، H.L. Mencken  يوجنجالي خبريال او طنز ليکونکئ دئ  چي  د امريکايي ژوند پر شېوې باندي ډير شديده انتقادونه کوي

.http://www.americanfreepress.ne