د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دپاکستاني چارواکو دا لورينه؟!

حبيب الله غمخور 04.02.2010 02:04

دروان کال دفبروري دمياشتي په لومړۍ  ورځ  مي  په تاند ويب پاڼه زماله نظره جالب اوحيرانوونکی خبر تر سترگو سو.

پدي خبر کي راغلي وه ((د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني وویل پاکستان چمتو دی چې د افغانستان امنیتي ځواکونه وروزي خو هغه په عین حال کې خبرداری ورکړ چې لا هم ډېرکلونه پکار دي چې افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیوځواکونو په ځای د امنیتي چارو د مسوولیت منلو جوګه کېږي .

جنرال کیاني په خپل مرکزي دفتر کې،خبریالانو ته وویل :«که موږد افغانستان له ملي اردو سره زیات سروکار ولرو،زموږ ترمنځ به هومره زیات ارتباط او تفاهم رامنځته شي .موږ د همکارۍ باب پرانستی دی ... چې د افغانستان، د امریکا د متحدو ایالتونو، ایساف او پاکستان د بري لپاره دی»

د پاکستان لوی درستیز وویل د ده په بارو د دې لپاره چې یوه داسې پیاوړې څلورلکه کسیزه افغان ملي اردو جوړه شي چې د امنیتي چارو مسولیونه په غاړه واخلي ، لږترلږه څلورکاله پکار دي .))

که يوڅوک دافغانستان اوپاکستان په لاجمنواو وينو ککړو اړيکو خبرنه وي  نود جنرال کیاني  دپورته په شکل کي خواخوږۍ له احساس نه ډکوخبروپه لوستلو به دلوستونکی  سره سمدواره فکر پيداسي چي دادی نږدې گانډی تيار دی دافغانستان اردو وروزي نوتردې بله ښه خبره چيري ده .داخولاپرېږده چي نړيوالوته به ارزانه تمام هم سي .

خوکه  يوبل څوک بيادافغانستا اوپاکستان تاريخي لانجو اوستونزوباندي خبر وي يادهغو قرباني وي دې وړانديز ته پام وکړي ،نوفکر به وکړي چي جنرال صاحب تاسو لکه چي دجنرال مشرف اويا نواز شریف پر قدمو پښې ايږدی ؟ له دښمنۍ څخه لاس نه اخلئ !

زه نه غواړم دلوستونکو وخت زموږ اوپاکستاني چارواکو دکړکېچنو اړېکو  اوتاريخي ستونزو په تکرار لوستلو ضايع کړم  .ځکه له هغه لومړۍ ورځې چي داهيوادله انگرېزي مورنه په هندوستان کي زېږېدلی اوبياتر نن ورځې پور ي له بدمرغه  زموږ اودوي تر منځ  دښو اړېکوبېلگه او داسي خواخوږۍ  نسوپيدا کولاي .

په افغانستان کي دټولوبدمرغيواونانندريو دراپيداکېدوچينه دهمدې پاکستاني چارواکواوددوي دبهرنيوملاتړودفترونه وه اوتراوسه ئي هم دا ارزښت له لاسه ندی ورکړی  .

دغوتاريخي شواهيدوته په کتوسره دجنرال صاحب کياني وړانديز دهر افغان ملي غرور راپاره وي  .

ايا افغانان دومره خوار اوزليل سول چي اوس پاکستان ورته ساتونکی ياوسله وال پوځ روزي ؟

وسله وال پوځ په حقيقت کي ديوه هيواد دولس ملي وياړاوغرور سمبول  دی ،ځکه خودعسکری مقدس خدمت دنړۍ په ټولو هيوادوکښي پر ځوانانو فرض اوددوي ملي دنده بلل کيږي .نوڅنگه کېداي سي چي په افغانستان کښي دي کوم چارواکي دا جرآت ځانته ورکړي اودپاکستان يابل گاونډی هيواد چي موږ له هغوي سره په دوه اړخيزه مناسباتو کي لانجې اوستونزي لرو داومني چي موږ ته اردو اوياپوليس راوروزي  ؟

دټولو هيوادو ملي ساتونکی (وسله وال پوځ ) په خپل هيواد اوتر خپل ملي نظارت لاندي روزل کېږي ،موږ هم له دې نړيوالي سپېڅلې عنعنې څخه هيڅوک بايد بې برخې نه کړي . موږ داحق لرو دخپلو قوانينو په رڼاکي په خپل هيواد کي دننه خپل وسله وال پوځ ورزو.که کوم هيوادغواړي  زموږ سره  پدې برخه  کي مرسته  وکړي دامرسته ئي بايد تخنيکي اومالي  . ز دانه وايم چي موږ خپل وسله وال پوځ  ددې لپاره چي دپردو نوکر تربيه نسي په فولادي ديوالوکي روزو . نه داسي نه ده، دپردو له لاس وهنې يوهيواد هم په امان کي نه دی نوځکه موږ هم ترې په امان کي نسو پاته کېداي . کيداي سي موږ افغان ځوانان بهرته دعالي اومسلکي پوځي روزنې لپاره ولېږو،طعبې ده چي هغوي به بيا هم له همدې اړتيانه دخپلو موخولپاره استفاده وکړي .مگر پدې پيمانه اوکچه  به نه وي لکه پاکستان اويا ايران .

هر هغه څوک چي هلته  په پاکستان   کي ددوي دچارواکوتر نظارت لاندي روزل کېږي غوڅ اکثريت ئي ددوي دگټو ساتونکی وي .

زموږ لاتر اسه هيره  سوې نده چي ښاغلي نوازشريف  په افغانستان کي دخپلو لاسپوڅو واک تر رسولو وروسته  د لاهورپنډۍ  په يوه ميټينگ کي په لوړ اواز اوپاکستاني غرور اعلان وکړ اوڅرگنده ئې کړه چي ما وکولاي سول دافغانستان  سل کلن،دسيمي پياوړی اوروزل سوی اردودړي وړي کړم  .زه دادځان اوپاکستان وياړ بولم  . نودغوته چي دهمدي هیيواد وسله وال پوځ ړنگېدل وياړ اوتاريخي افتخار وو څنگه کېداي سي بيا همدې هيوادته چي همدا اوس هره شېبه په خپل ټول قوت افغانستان ته دنا اراميو،گډوډيو اوانسان وژنې لاملونه روزي ، په وسلوئې  سمبال رالېږي ،غواړي موږ ته وسله وال پوځ وروزي . تر دې خيراتي کاسې لاندي يوه بله دزهروډکه توره کاسه راته له ورايه ښکاري  .

رویټرز لیکي : ((پاکستان له ډېرو کلونوافغانستان ته د خپل ستراتیژیک عمق په سترګه کتل، یعنې که د جنګ په وخت هند د دغه هیواد ختیځې سیمې لاندې کړې ،د دې هیواد ځواکونه به ګاونډي افغانستان ته وتښتي اوهلته به د جګړې لپاره ځانونه بیا تنظیم کړي .خو د پاکستان لوی درستیز نن وویل چې هیواد یې یوازې یو دوست افغانستان غواړي .))

تاسو خپله وگورئ سياست اوسياسي گټې کله کله چارواکي دسپين سترگۍ له کرښې هم هاخواباسي ! جنرال صاحب وايي  موږ يوازي يودوست هيواد غواړو. داخبره په کوم منطق اودکومونيکو کارونو اوهڅوپه پايله کښي ومنو؟ وايي ((سل ئي مړه کړه دی ئې لابدي نه بولي)) تر دريو لسيزوزياتي مودي راپدې خواپه افغانستان کي  بل سوی اورته دپاکستاني چارواکولخواتېل  شيندل کېږي  ،البته نوروهيوادونو هم په خپل وار اودخپلو امکاناتو اوگټوپر بنياد زموږ په زورونه کي  برخه اخيستې خو دانوروهم له هغې خوا دپاکستاني چارواکوپوسيله پر موږ تيری کړی اويادتيري امکانات ئې برابرکړ ي دي .

دجنرال  کياني  دخبرو په لاندي څوټکوکښي ددوي ناولۍ سياست اوکرغېړنې موخي له ورايه څرگندېږي  ،هغه وايي ((ستراتیژیک عمق د افغانستان پرکنټرولولو دلالت نه کوي. په افغانستان کې سوله ، ثبات او دوست حکومت زموږ ستراتیژیک عمق دی ځکه چې زموږ لوېدیځې پولې خوندي دي او مجبوره نه یو چې دواړه خواوې(پولې) وڅارو. ))

دافغانستان اوپاکستان تير تاريخ ته په پام کي نيولواويودبل پر خلاف ددشاوخوااوه لسيزو تبلېغاتو ،دپاکستاني لوري يوازي ددښمنيواوورانيودداستانوتر ليدو او اورېدو وروسته به کوم افغان افسر اوياسرباز حاضر شي دپاکستاني افسر قومانده ومني ؟ دبېلگې په توگه که مو همدا اوس پاکستان پر ارامه پرېږدي  اوله خپلو سياسي دښمنيو لاسو په سرشي په افغانستان کي به دبهرنيانو شتون ته يوه ورځ هم اړتياپاته نسي .

بلې امريکا اواروپايي نړۍ غواړي  له افغانستان څخه پښي سپکې کړي اودوتلو ابرومندانه لار ولټوي ،ځکه ئې  دلندن په کنفرانس کي پردې مسله هم زيات بحث وکړ چي افغان ځواکونه ژر ترژره وروزل شي او د خپل هیواد د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخلي څو دوی ته له دې هیواده د وتلو لار اواره شي .

 دلندن په کنفرانس موافقه وسول چي تر ۲۰۱۱ زکال پوري دافغانستان اردو شمير تر ۱۷۱ او۶۰۰ دملي پوليسو شمير تر ۱۳۴ پوري ورسوی .ترڅو وکولاي سي ددویي په وينا د۲۰۱۰ کال تر پايه پوري په نوبت يوپه بل پسې دافغانستان دولاياتوامنيتي مسوليت افغان وسله وال پوځ ته وسپارل سي .

په همدې موخه دفبروري پر څلرمه د ناټو د اتو ویشت غړیو هیوادونو د دفاع وزیران  د ترکیې په استانبول ښار کې جرګه کېږي چې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې لپاره افغانستان ته د زرګونو روزونکوپر لېږلو خبرې وکړي .

داچي دوي به څه پرېکړه کوي داددوي کاردی .

مگر زموږ غوښتنه  له ښاغلي کرزی نيولې اوبياتر وروستی بهرني چارواکي پوري  داده چي هغوي بايد وسله وال پوځ دافغانستان اوافغانانو سره دميني اومحبت په روحيه وروزي .داروپا پېښې دلته په افغانستان کي کول ،ناوړه پايلي لري .  دا اته کاله دارودودپياوړتيا اوروزنې په ډڼډوروموغوږونه کاڼه سول خو گټه مو ونه ليدل .هغه آش اوهغه کاسه  . زه نه وايم چي خداي مکړه ټول اردو خراب دی اوياپوليس خراب دي ،خوتراوسه دټولو شواهدوله مخي داراته دمنلو وړنده چي موږ افغانستان  ته وفادار  اردو لرو،بلکه تر اوسه لادوسله وال پوځ په ليکو کښي دپخوانيو اوپه بهرکي جوړسوو تنظيمو تاثيرات ډير دي چي دهمد تاثيراتوپر بنياد زموږ ظالم گاونډيان خپلي گټې ساتي اوپه اطمنان  زموږ پر پاکه خاوره دخپلو روزل سوو په مټ دانسان وژنې په موخه ورځني تېری ته دوام ورکوي  .پاکستان پښتانه وژني ،خودمړي پر سرولاړ جنرال صاحب بيادپښتنو سره دخواخوږئ اودهغوي له حق نه ددفاع خبري کوي . ايراني اخواندان  دخپلو اټومي موخولپاره غواړي دافغا نا نو دسرپه قيمت امريکا او اروپاته په افغانستان کي ستونزي پېښي کړي ،خودبلې خوادهيوادپه شمالي اوشمالي غربی سيموکي په ډاډ خپل کتابونه اوتبليغاتي پاڼې وېشي اوله يوشمير سياسي سوداگروسره دلږکيودحق د دفاع په نامه خپلې اړېکي تازه ساتي ،ان پردې بريالی سول چي افغانستان دفارسي ژبې هيوادپه نامه ونوموي  . چي ليکنه رانه اږده نسي په لاندي ټکوئي رانغاړم :

موږ يو اردو درلود اوپدې اردو اوياټوليزه توگه وسله وال پوځ  کښي مو روزلې افسران درلوده ،دهغوي په وړاندي  دورستيو سياسي تحولاتونه راوروسته داتبلېغات پيل سول چي داگوډاگيان اودروس نوکران دي .

خودزمانې لابراتوار داثابته کړه چي داسي نده دايواز دپاکستاني او ايراني استخباراتولخواجوړ سوی  تبلېغات دي تر څوزموږ وسله وال پوځ دپخوانيو افسرانو په وړاندي دسياسي تعصب له کړکۍ نه برخورد وسي اوموږ پردې بريالي نسو چي دنوازشريف ناځوان مردانه ارام په خوب اوخيال بدل کړو.

بلې ! هغه اردو کي به يوشمير افسرانو دسياسي گوندونوسره داړيکو پر بنياد له شوري نظام سره سمپتي درلوده .خوداسمپتي پدې معنا نه وه چي خپل هيواد اوملي گټې تر هغوي قربان کړي . که په رشتيا دوي دشورويانو نوکران وه نودغه نوکرانوته خوپه شورويانو ځاي ورنکړ  . په تاريخ کي داسي ډير شواهد سته چي زبرځواکو خپل کسان ساتلي دي دويتنام په جگړه کي دغرب پلويان يوه هم بې سرنويشته پاته نسو . پاکستاني چاروکي خو انگليستان خپل کور بولي  . ايران کي ورته حالات راغله اوعربي نړي کښي هم هر چاخپل پلوی دمشکلاتوپه وخت کي تر لاس نيولۍ اومرسته ئي ورسره کړېده.

خودافغانستان دهغه وخت دملي دفاع وزير چي دوي ورته دشورويانو لاس پوڅی وايه په هغه شوروی کښي مرۍ (غاړگۍ ) خرڅولې تر څوکورنۍ ته خواړه پيداکړي .اوس به راسو دغوښاغلوته چي دجهادپه نامه ئي دټولی نړۍ دغلامئ کړئ غاړي ته اچولې وه ،رښتيانۍ مجاهد شهيد سو خانمه ئي په کباړي بازار کي فقرکاوه اوتراوسه هم همداسي حالت لري ، خورهبران ئې دفشارخون په ناروغۍ اخته دي .داکابل دنگی ماڼۍ ،بې نقشې ښارگوټي ،ساختماني پروژې ،په ډوبۍ اونوروځايوکي  پانگي اچونې ،دتارياکو اوهېروئينو پټه اوښکاره سوداگري دهمدې ښاغلو کاروباردی کوم چي دوطنپرستۍ اوپاکۍ ډبره پر ټټر ټکوي .

داکوم منطق دي چي زموږ پياوړي پيلوټان  ،دالوتکو انجينران  ،ټانکستان ،اونورمسلکي کسان په اروپا،امريکا اونور هيوادوکي دکډوالی شپې او ورځې تيروي ؟اوموږ ته له امريکانه اويا اروپانه نازولې روزونکي راځي چي يوازي دڅښلوداوبو په بيه ئي يوه ټولۍ روزل کېږي .

دکابل پښارکي بې شميره افسران  په ورځنيو غريبکاريو اخته دي تر څوکورنۍ وساتي،خوداښاغلي ئي پدې گناه نه جزبوي چي ته يووخت دبل رژيم مامور اويا افسروې ،خوله غربه بيا چړسوی  راغلي تر ټولومسلکي اوښاغلي وي!

په اروپاکي تر ۲۰۰ زيات پيلوټان اودالوتکوانجينران سته چي روزلوته اړتيانلري  يوازي څوامتحاني پروازونوته اړتيالري ترڅوبيرته له پروازونوسره عادت سي ،دغومسلکي کسانوته ښاغلي کرزي او دفاع وزارت هيڅ وخت بلنه ورنکړه .له سره نوي ځوانان امريکا يا اروپاته لېږي تر څو پيلوټ ،ټانکيست  اويابل کوم مسلکي افسر سي ،بل لورته روزل سوی بېکاره اوروزگاره گرځی .دغسې بېغوری اوله سياسي تعصب نه ډک برخورد دبشرپه تاريخ کي ساری اوبېلگه نلري لکه همدا اوس چي دپخوانيومسلکي  افغانانو په وړاندي روان دی . په پاکستان اوايران کي دجوړسوو تنظيمو او غربی نړۍ سره اړېکې دوطنپرسۍ معيارنسي کېداي . خير دی که پيسې دامريکايانو دي وطن زموږ اوستاسو دی  .

سر له دې چي پدې پوهېږم ولي دروزنکو دراتلو اويابهرته  دلېږلو ليوا ل زيات  دي ؟خوداله وطن  او افغانيت سره ستره جفاده .

ددي لپاره چي نور هم پرزړو زخمونومالگې سره ونه پاشو ،دافغانستان دولت اونړيواله ټولنه  په سرکي امريکا اوانگلستان  له پخوانيو افسرانوسره دهر ډول سياسي تعصب نه بايد لاس واخلي اوله هغوي نه دافغان وسله وال پوځ په روزلواوسمبالولوکي پراخه اوبې تعصبه استفاده وکړي .اوس هغه شوروي چي دوي ئي په اړېکو تورن وه نسته اواوسنۍ روسيه هم دهغه وخت درژيم سره مخالفه ده .پدې خاطر هيڅ دليل نسته چي له تعصب نه کار واخيستل سي  . که له پخوانيوافسرانو څخه استفاده وسي  داکاربه څو گټې ولري  .

۱/ دپخوانيو افسرانو غوڅ اکثريت وطن ته وفادار اومسلکي کسان دي .دوي به زموږ سربازان  په افغاني اوملي روحيه وروزي .

۲ / دروزنې پروسه به ډيره ارزانه تمامه سي  ،ځکه ښکلو کورونو لکسو موټرانو،اروپايي خوړو اوڅښاک ته اړتيا نلري  .

۳/ دغه افغاني افسران زموږ دټولنې دعنعناتو ،دود اودستور په نظر کي نيولوسره دپخوانيو مسلکي تجريبو په رڼا کي داپروسه بريالۍ پر مخ بېولاي سي . 

۴/ دملي وسله وال پوځ دروزنې ترنامه لاندي به له ډيرو مالي احسانوڅخه خلاص يواودبلې خوابه  په فساد دعادت سويواوککړودگټواوياپه بله اصطلاح دغلا مخه هم نيول سوې وي .

راسۍ گريوان ته سر ټيټ کړو اوخپلو ملي گټوته پام وکړو.په تعصب ،دښمنۍ اوپردوپه نوکرۍ کښي زموږ داسوځېدلۍ هيواد نورهم داورپه لمبوکي سوځي  ،کېداي سي داورلمبې لکه چي دگاونډيانوترلمنو ورسېدې ددغومتعصيبو اوځان خوښوونکو ښاغلو تر کورونو هم ورسېږي .

ملي اردو په ملي افسرانولخوا په ملي او افغاني روحيه روزل کېداي سي . ومن لله التوفيق