د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانستان - ايرلينډ د درېمې، دويمې او لومړۍ ورځو حال

... 24.01.2010 16:12

درېمه ورځ:

افغانستان نن د ايرلينډ سره په څلور ورځنۍ لوبه کې په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې شو او په دې لوبه کې یې ۶ نمرې خپلې کړې. په دې ترتيب د افغانستان نمرې له ۲۳ څخه ۲۹ نمرو ته ورسېدې چې د نمرو په جدول کې یې د سکاټلينډ سره په سر کې مساوي کړ. د لوبې دويمه پاڼۍ کې لومړی نن ايرلينډ بيټنګ پيل کړ چې سبا به هم دوام لري. افغانستان دا مهال له ايرلينډ څخه په ۳۰ منډو مخکې دی ځکه چې ايرلينډ په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۵ او افغانستان ۴۷۴ منډې وکړې. په دويمه پاڼۍ کې ايرلينډ تر اوسه ۳۹ منډې کړي دي. ايرلينډ به سبا هم بيټنګ کوي او که افغانستان ته بيا د بيټنګ نوبت په لاس ورنه رغی نو لوبه به مساوي پاي ته رسي او هرې لوبډلې ته به ۳ نمرې ورکول کېږي چې د افغانستان نمرې به ۳۲ ته پورته کړي.

له بله پلوه د افغانستان نني مخکښۍ د ايرلينډ له خوا د څلورم ځل لپاره د انترکانتننتل لوبو د اتل کېدو خوبونه پای ته ورسول. ايرلينډ مخکې درې ځله (له ۲۰۰۵ کال راهيسې) ددې سيالۍ اتل شوی دی. د څلورم ځل لپاره د دې وياړ په لاس ته راوړلو کې پاتې راغی، خو افغانستان چانس لري چې د دې لوبو اتل شي. افغانستان د دې سياليو په ترڅ کې د سکاټلينډ، کينيا او کاناډا سره هم لوبې لري چې د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کې به په بېلابېلو لوبغالو کې کېږي.

دويمه پاڼۍ، د درېمې ورځې حال: 

د دې لوبه ژوندی حال په کرکټ یورپ ويبپاڼه په انګليسي ژبه خپرېږي چې کامينټري یا خبرې هم ورسره ليکل کېږي. دلته ټک ورکړﺉ.

هېواد

منډې

روان اور

سوځېدلي

ايرلينډ

۳۹

۱۴ ۰

 

 

 

 

په دې لوبه کې افغان لوبډله: نوروز منګل، محمد نبي عيسی خېل، کريم خان صادق، حميد حسن، اصغر ستانکزی، دولت احمدزی، سميع الله شينواری، محمد شهزاد محمدي، نور علي، شاپور ځدراڼ، او شبير نوري.

د دې لوبې اصول:

د دې لوبو اصول داسې دي چې هره لوبډله دوه وارې منډې جوړوي (يانې دوه پاڼۍ لوبه کوي). دواړه سره جمع کيږي او د هرچا چې زياتې وي نو هغه يې ګټي.

د بېلګې په توګه: که ايرلينډ په لومړی پاڼۍ کې ۱۵ منډې وکړي او افغانستان په لومړۍ کې ۲۰ وکړي. افغانستان د ۵ منډو برتري لري. ايرلينډ بيا منډې کوي. د بېلګې په توګه که يې په دوهمه پاڼۍ کې ۳۰ وکړي نو مانا دا چې د افغانستان د ۵ منډو قرض يې ورخلاص کړ او ۲۵ +۱ يې د بري لپاره هدفه وټاکه. افغانستان به بيا ۲۶ منډې کوي ترڅو بری تر لاسه کړي. خو دا چې افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې و نو ۶ پواينټونه یا نمرې اخلي. که په لومړۍ پاڼۍ کې هم مخکي وي او لوبه هم وګټي نو ټولې ۱۴ نمرې اخلي.

موخه مو دا ده چې د لومړۍ پاڼۍ دمنډو زياتوالی او کموالی پر دوهمه پاڼۍ تاثير اچوي خو مانا يې دا نه ده چې که يوه لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې د خپلې سيالې لوبډلې څخه وړاندې وي، هغې ګټلې ده. د دواړو پاڼيو (يا څلور ورځو) په پای کې به پته لګېږي چې لوبه چا ګټلې ده.

که لوبه مساوي اعلان شي هر ه لوبډله به ۳، ۳ نمرې اخلي. او که څوک په لومړۍ پاڼۍ کې مخکې و خو لوبه یې بايلوده، ۶ نمرې اخلي.

لومړۍ پاڼۍ، درېمه ورځ:

هېواد

منډې

روان اور

سوځېدلي

افغانستان

۴۷۴

۱۵۳ ۱۰

ايرلينډ

۴۰۵

۱۱۸

۱۰

سوځېدلي لوبغاړي: کريم صادق (۱۹)، نور علي نوري (۵۳)،کپتان نوروز منګل (۸۴)، شبير نوري (۸۵) او محمد شهزاد (۸۸)، اصغر ستانکزی (۳۹)، محمد نبي (۶۴)، سميع الله شينواری (۱۹)، دولت احمدزی (۷)، حميد حسن (۷)، شاهپور ځدراڼ »۲) منډې وکړې.       

لومړۍ پاڼۍ، دويمه ورځ:

د لومړۍ پاڼۍ دويمه ورځ پای ته ورسېده او افغانستان د درې لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۳ منډې کړې دي. ايرلينډ په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۰۵ منډې کړي دي. افغانستان  ته د ګټې لپاره ۱۴۲ منډې په ۷ ويکټو پاتې دي. افغانستان به پاتې ۷ ويکټې سبا ته لوبوي.

لومړۍ پاڼۍ کې کپتان نوروز منګل (۸۴) منډې وکړې. نوروز منګل ۱۶ څلوريزې ووهلې. شبير نوري د نن ورځې بل ستوری و. د نوروز سره یې د۱۰۴ منډو او شهزاد محمدي سره یې د ۸۲ منډو ملګرتيا وکړه او تراوسه یې (سره د دې چې نه دی سوځېدلی) ۴۴ منډې کړي دي. شهزاد محمدي هم لا نه دی سوځېدلی او ۶۰ منډې یې کړي دي.

نن تر ټولو لومړی کريم صادق په ۱۹ وسوځېد خو د نور علي ځدراڼ سره یې د ۷۲ منډو ملګرتيا وکړه او دنور علي نوري۵۳ ته یې لاره هواره کړه.

هېواد

منډې

روان اور

سوځېدلي

افغانستان

۲۶۳

۷۴ ۳

ايرلينډ

۴۰۵

۱۱۸

۱۰

ولاړ توپ وهونکي:   شبير نوري او محمد شهزاد
سوځېدلي لوبغاړي: کريم صادق (۱۹)، نور علي نوري (۵۳)،کپتان نوروز منګل

- شهزاد نيمه سليزه ووهله.

- محمد شهزاد راووت

- نوروز په ۸۴ منډو وسوځېدو. کيچ شو. نوروز او شبير د ۱۰۴ منډو ملګرتيا وکړه.

- له ۲۰ تر ۳۰ اورونو نور امکان هم شته چې نن وشي.

- د شبير درملنه وشوه. تاج ملوک راته وايي چې شبير کمبل او بستره له ځانه سره لوبغالي ته وړې ده او نوروز تېزه لوبه کوي.

- په ۴۷م اور کې شبير د ايرلينډ د یو لوبغاړي په ګوذار هغه وخت ولګېد چې شبير د یوې منډې کوښښ کاوه. شبير خوږ شوی دی او درملنه یې روانه ده. خو توپ له هغه وروسته چې په شبير ولګېد له لوبغالي ووت او څلور اضافي منډې شوې.

- په پرونې لوبه کې د ايرلينډ د لوبغاړي پورټفيلډ چې ۷۶ منډې یې کړې وې  انځور دلته وګورﺉ. په لومړۍ پاڼه یې د په سريلانکا کې د ملي لوبډلې د کيمپ په انځورونو کې هم ليدلای شﺉ.

- په پرونې لوبه کې د محمد نبي له خوا د لومړۍ ويکټې د اخيستو انځور دلته وګورﺉ. په لومړۍ پاڼه یې د په سريلانکا کې د ملي لوبډلې د کيمپ په انځورونو کې هم ليدلای شﺉ.

- خروټي صيب: ميرويس اشرف د کندز ولايت دی او په ۱۹۸۸ کال کې زېږېدلی دی. نن د ۲۱ کالو او ۲۰۶ ورځو (تقريبا ۷ مياشتو) دی. په ښي لاس بيټنګ کوي. او تېز ښي لاس توپ اچونکی دی. د انځور لپاره یې دلته ټک وکړه.

- په ۳۹ اور کې د چای وقفه شوه. ۲۰ دقيقې وروسته لوبه بېرته پيل کېږي.

- نبي خانه: همدا اوس راته تاج ملوک وويل چې حميد حسن، شاهپور ځدراڼ، او عبيدالله کنړی ښه شوي دي او نن بېخي روغ دي.

- نور علي کيچ وسوځېد.

- کريم صادق وسوځېد.

- نور علي ۵۰ منډې پوره کړې.

- اوس د غرمې ډوډۍ تفريح ده.

- کريم صادق او نور علي د افغانستان بيټنګ پيل کړ.

 _____________

لومړۍ ورځ

د افغانستان او ايرلينډ د څلور ورځنۍ لوبې د لومړۍ پاڼۍ لومړۍ ورځې له پای ته ورسېده. په لومړۍ ورځ د ايرلينډ ۷ کسان وسوځېدل او ۳۲۴ منډې یې وکړې. ايرلينډ ۹۸ اورونه لوبه وکړه. په لومړۍ ورځ سميع الله شينواري ۳، حميد حسن ۲، کريم صادق ۱، او محمد نبي ۱ ويکټه واخيسته.

سبا ته به لوبه له همدې ځايه پيل کېږي. د ايرلينډ پاتې ۳ ويکټې به لوبېږي او چې کله ټول ۱۰ ويکټې وسوځي، افغانستان به بيټنګ پيلوي.

لومړۍ پاڼۍ، لومړۍ ورځ:

هېواد

منډې

روان اور

سوځېدلي

ايرلينډ

۳۲۴

۹۸

 ۷

 افغانستان

 

 

 

 

د لومړۍ ورځې مخامخ حال:

- د نن ورځې لپاره لوبه پای ته ورسېده. لوبه به سبا ته له همدې ځايه پيل کېږي.

- اوم لوبغاړی (خطرناک وايټي) وسوځېد. د حميد حسن په توپ کريم صادق کيچ ونيوه.

- شپږم کس وسوځېد. کپتان نيل اوبراين د کريم خان صادق په توپ شهزاد کيچ کړ. نوموړي په ۶۶ منډو وسوځېد. تر اوسه د ايرلينډ تر ټولو ډېرې منډې پورټفيلډ کړي دي چې ۷۸ منډې دي.

- نوروز منګل پخپله توپ اچونې ته راغی.

- محمد نبي په ننۍ لوبه کې دا دی ۱۸م اور کوي.

- نيل اوبراين تر اوسه (۷۸م اور) ۴۱ منډې کړي دي. که زر ونه سوځي کار خرابوي.

- ۷۵ م اورکريم صادق کوي. دا یې نن درېم اور دی.

- په حميد حسن په ۷۴م اور کې څلوريزه ولګېده.

- زماي صيب: تاج ملوک وايي چې حميد حسن بد نه دی (۷۰٪ ښه دی)، خو شاهپور او کنړی لا ښه نه دي. دعا ورته کوﺉ.

- په حميد حسن  په ۷۰م اور کې څلوريزه ووهل شوه.

- اوس په سريلانکا کې مازديګر ۴ بجې دي. کېدای شي چې نن ۲۰ تر ۲۵ اوره نوره لوبه هم وشي. هيله ده چې تر هغې مخکې یې پاتې لوبغاړي هم وسوځوو.

- تاج ملوک راته پرون وويل چې عبيد کونړی جوړ نه دی او ځکه په ننۍ لوبه کې نشته. د دې هم امکان و چې حميد حسن او شاپور په ننۍ لوبه کې برخه وانخلي. حميد حسن دا څو ورځې ملاريا و. تاج وايي چې په سريلانکا کې د ملاريا غوماشي ډېر دي.

- تاج ملوک راته د ټيلي فون په ليکه وویل چې پنځم کس هم وسوځېد. د ويکټه هم سميع الله شينواري واخيسته. ال بي ډبليو یې کړ يانې پښه یې له ويکټو مخکې ايښې وه او توپ یې په پښه ايسار کړ.

 - درمند صيب: ستا یې ومنله. دولت احمدزی توپ اچونې ته راغی. نهم اور یې روان دی.

- کيون اوبراين او نيل اوبراين دواړه وروڼه دي. دواړه بيټنګ ته ولاړ دي.

- څلورم کس هم وسوځېد. شهزاد سټمپ کړ. اخري دوه ويکټې دواړه د سميع الله شينواري په توپونو واخيستل شوې.

- درېم کس هم وسوځېد. شهزاد یې کيچ ونيوه.

- حميد حسن دويمه ويکټه واخيسته. سميع شينواري کيچ ونيوه. د ايرلينډ کپتان په ۷۷ منډو وسوځېدو.

 - حميد حسن تر اوسه په ۷ اورونو کې ۹ نوبال کړي دي.

- په ۴۰م او او ۴۱م اورونو کې په محمد بني او شاپور درې څلوريزي ووهل شوې.

- تر اوسه د افغانستان ۷ لوبغاړو توپ اچولی دی. نن نور علي ځدراڼ هم توپ اچوي. دا کار مخکې نه و شوی.

- د ايرلينډ لوبغاړی د محمد نبي په توپ حميد حسن کيچ کړ. د ايرلينډ دې لوبغاړي (ويلسن) ۵۳ منډې وکړې.

- افغانستان نن پنجشنبه په سريلانکاکې د انټرکانټننټل لوبو په ترڅ کې د ايرلينډ سره څلور ورځنۍ لوبه پيلوي. لوبه پيل شوه.

ايرلينډ پچه وګټله او بيټڼګ کول یې غوره کړل.