د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زرداري صاحب په غلطه پته چاته ادرس مه ورکوه !

حبيب الله غمخور 31.12.2009 18:17

ټيټ مې مه بوله غورځنگ راباندې مه کړه
زه په دې افتادگۍ کې لوی گړنگ يم

پدې شپو او ورځوکښې چې ټوله دافغانستان دنوي کابينې په وړاندې ددې هيواددپارلمان پرېکړې ته لاري څاري ،په گاونډي هيواد پاکستان کي ئې  ددغه هيواد اوسني جمهوررئيس اصف علي زرداري دخانمې ميرمن بوټودوژلودتلين ورځوسره تصادف وکړ .

همدا ډول ددې ترڅنگ يوازي  دوې اونی وړاندي  ددسمبرپر ۱۶ ددغه هيواد دستري محکمې لخواعفوي  هغه فرمان لغوه کړ ل سو دکوم له مخې چي  دوه کاله پخواپه دغه ملک کې په اداري فساد او قتل تورن ((۸ زره )) سیاستمداران، بیروکراتان او سوداگر معاف شوي وو.

 د عفوی ددغه فرمان څخه چې د پرویز مشرف له خوا د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر په میاشت کې اعلان شو،دجمهور رئیس آصف علي زرداري په ګډون د هغه نږدې مشاروینو هم ګټه پورته کړه .

جمهور رئیس مشرف دغه اقدام د پخوانۍ صدراعظمې بینظېر بوټو سره د قدرت شریکولو په خاطر وکړ،دغه فرمان د میرمن بوټو لپاره ددې لاره هواره کړه چې د تبعید وروسته پاکستان ته راشي خو هغه دوې میاشتې وروسته په انتخاباتو کې دکمپاین پرمهال ووژل شوه .

د هغې دمرګ وروسته  زرداري د هغې د ګوند( د پاکستان د خلکودګوند) رئیس شو اوبيا د ۲۰۰۸ کال د فبروري انتخاباتوپه پايله کښي دجمهور رئيس په توگه وټاکل سو .

د سترې محکمې د قاضي القضات افتخار محمد چودري، دیادشوي فرمان د فسخ کولو پرمهال وویل ، دغه فرمان د پاکستان د اساسي قانون پر خلاف دی اوڅرگنده ئي کړه چي دستري محکمې ۱۷ کسيزهیئت دا پریکړه هم وکړه چې د یاد شوي فرمان په ترڅ کې ټولې تړل شوي دوسیې  بېرته  د سره پرانیستل شي . په دغو دوسیو کې یوه د جمهور رئیس زرداري په خلاف  دوسيه هم شته .

د پاکستان د فساد ضد ادارې  د دسمبر ۱۸ د کورنیو چارو د وزیر رحمن ملک د نیولو امر ورکړ . همدا ډول د سترې محکمې له پریکړې سره شاوخوا((۲۵۰))  پاکستاني  لوړ پوړي چارواکي بهر ته له سفرونو هم منع شوې دي ،چې په دغوکې د پاکستان دفاع وزیر احمد مختار هم شامل دی . د دفاع وزیر چې ټاکل شوې وه ددسمبرپر ۱۷  پنجشنبې په ورځ چین ته ولاړ شي له تګه راوګرځول شو.

د پاکستاني رسنیو په وینا د ۵۲ کسانو نومونه په هغه لست کې شامل دي چې بایدونیول شي په دغوکسانوکې  د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم شامل دی ،خو د جمهوري ریاست د دورې تر پایه یې دنیولوحکم نه شي صادریدای .

د سترې محکمې دغه پرېکړې وروسته  داسي اوازې خپرې سوې  چې ګواکي ددغه فیصلې په ترڅ کې به د جمهور رئیس زرداري  د نږدې سلاکارانو اوسیاسي ملګرو محاکمې ته  لاره هواره شي .

په عین حال کې د حکومت سیاسي مخالفینو سمدلاسه پر جمهور رئيس زرداري غږ وکړ چې د خپل مقام څخه دي استعفا وکړي .

پر جمهور رئيس زرداري باندې په ۹۰مه لسېزه کې کله چې میرمن یې د پاکستان د صدراعظمه وه، دغه تورونه ولګول شول خو زرداري هغه وخت دخپلې خانمې دموقف نه په استفادې سره ټولې سیاسي بللې او هیڅ یوې محکمې دی نه دی محکوم کړی.

ددې ټولو خبروسره ښاغلي زرداري  په يوه خبري کنفرانس کي وويل : ((له تورونونه وېرېږم ،پرځان د اداري فساد له لګيدلو تورونووېره نه لري ،هغه زياته کړه ،د ده په شان سړي ته چې يوولس کاله يې د زندان په خونو کې تېرې کړي،داسې تورونه کوم ارزښت نه لري او دى کولاى شي چې د دې تورونو سپيناوى وکړي  .))

خو د پاکستان د جمهوري ریاست یوه ویاند فرهت الله بابربياخبریالانو ته وویل چې جمهور رئيس زرداري به په هېڅ  حالت کې استفعا ونکړي،دهغه په وينادپاکستان جمهوررئيس دخپلې دورې تر پايه پوري قانوني مسؤنيت لري .

سره لدې چي ښاغلي زردادري وايي زه نه ډارېږم  ،دادی واضح څرگندېږي چي همدې دستري محکمې پرېکړي لار ځيني ورکه کړېده اواپلاتي وايي .

بلې پدې پوه يوچي دخانمې په وير به ويرجن  وي ،موږ دهر انسان په وير کي ځانونه شريک بولو،خودوير په بهانه چاته حق نشو ورکولاي چي موږته طعنه راکړي اوياخپلي خرابي زموږ په کورنيو ستنزوپټي کړي .

زه پدې پوهېږم چي دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت ولې ددغه ډول احساساتي اوبې مسوليته څرگندونوپه وړاندي چوپتيا غوره . دایې ډير ښه کاروکړ،دهرچاسره په مردارو اوبوکي دريدل ددولتي سياست دود نه دی ، دغه چوپتيا هم ددې روښانه بېلگه ده چي افغانستان دپاکستان سره دوستي ته ژمن دی .مگردهرډول ژمنتوب سره يوه ديپلوماتيکه اداره مسوليت لري چي په نړيواله ډگرکي دخپل هيواددمل گټوپرخلاف دسياسي حرکت په وړاندي غبرگون ښکاره کړي ،خوبيائي هم کورودان  حوصله ئي وکړه اوپدې حوصله ئي دافغانانو دروند توب څرگند کړ. اودبلې  خواموږ ټول پوهيږو اوپدې پوره خبريو چي زرداري صاحب  کومه سياسي څېره نده ځکه بايد په دولتي کچه دهغه دځينوخبروپه هکله له صبرنه کارواخلي . ددۀ لپاره  دايوچانس  ودخانمې تر مرگ وروسته ئې باز پر سرکښېناست اوپاچاسو، طبعأ داسي شاهان بايد پرتي ووايي .

مگرددولتي پاليسی پرته دهرهيواد ولسونه داحق لري دبهرنيانوپه وړاندي دخپل ځمکني تماميت ،ملي غرور ،دهرډول  مداخلې اودخالت پرخلاف غبرگون ښکاره کړي . زه نه غواړم له دې بې بندوباره خبروپه وړاندي له غبرگون  څخه سياسي مسله جوړکړم  ،خودادځان اوهر افغان مسوليت اوحق  بولم چي دبهرنيانو گاولي پر پښو ورسمې کړو او ورته ووايو خيريت دی صاحبه ؟

همدلته مي يو قصه راپيادسول وايي: يوڅوک په اوړي غرمه  دتوت تردختري لاندي  پروت وپر نس ئي مارتير سو،چيغه کړه ،دادبغل سړي سرپر راپورته کړ ،ول ياره خيريت دی چي چيغې وهې ؟هغه ورته وويل پر نس مي مارتير سو،نودپوښتنه ځني وکړ ه وئې خوړلې ،ويل نه ،نو ولي چيغې وهې ،وروره کي داځل ونه خوړم ويرېږم لاربه ئي داغه سي يوه ورځ به مي وخوري .)) چي کله جنرال مشرف له واکه وليدل موږ افغانانو  زرداري صاحب ته مبارکي وويل اودغه وخت موغوښتنه ځيني وکړه چي په دوستي اويوبل ته ددرناوی په فضاکي به دواړه  هيوادونه خوښ او ارام ژوند ولرو،ده دهوکړې سر وښوراوه ،غوله بده مرغه پر سرښورونه ئي تراوسه وفانده کړې  .

موږ دغه سر ښورونه جدي وبلل ،که څه هم دهمدې هيوداداستخباراتي اوپوځي شبکو لاسوهنه دپخواپشان په خرپ روانه وه ،بياموهم ويل خيردی ،چي کله  دزرداري صاحب پښې ټينگې سوي بيابه خپل دغه دقدرت ليونو او افغان دښمنه پاکستاني چارواکي پدې پوه کړي چي دافغانستان سره په دښمنۍ کښي دهرزبرځواک نانودي نغښتې ده ،نوددي لاپره چي موږ نابود نسو ښه به داوي چي ددوي په کورنيو چاروکي دلاس وهنو څخه لاس پر سرشو.

له به مرغه دزرداري صاحب دحاکميت دوام زموږ سره ددښمنې ددوام په شکل پر مخ درومي . دادی اوس خپله زرداري صاحب  هم لکه پرويزمشرف چي په خوله به ئي دافغانانوسره ددوستی اوښاغلي کرزی سره دورور گلوی سوگندخوړی اوشاته به ئي هغه څه کول چي دعطارپه دوکان کي نه پيداکېږي ورته کنوته ملاتړي  . نوددې لپاره چي زرداري صاحب  هم خپل دپخواني ولس واک ياټولواک پر قدموپښې کښېنږدي  اړينه مي وبلل چي دې ټکي ته ئې پام راواړوم  چي زرداري صاحب ستاسوترحاکميت لاندي دومره ناخوالي شته چي افغانستان به هيرکړی ، خوموږستاسودناخوالواوداچي نورځايونه خوپرېږده ان په هيوايي ميدانوکښي چي کله له مسافرنه پيسې نه وي اويانه غواړی دغه ستاسو سرحدارته رشوت ورکړي،نو ورته وايي پيسې نلرم ،داستاسو سرحدار ورته وايي  چي پسې نلري  نويوه خوله نسوارخوبه لرې ؟نو نصوار راکړه . دايوبېلگه وه زموږ په وطن کي وايي ((مشت نمونه اي خروار است .))

دادی زرداري صاحب  هم دو ورځې وړاندي  يوگل اوبوته لاهوکړي دخانمې دوير په محفل کي وايي : ((افغانستان نه اردو دارد ، نه پولیس و نه هم شاروالی .))

زه دغې څرگندونې  او درحیم الله یوسفزی لخوا ليکل سوې تبصيرې باندي چي  دويسا ويب پاڼې کي  ددسمبر پر ۲۹ خپره سول  يولنډاوځغلنده نظر کوم  .

ترټولو وړاندي غواړم  دزرداري صاحب ددغه بې مسوليته خبرې په اړه  له  ښاغلي نه پوښتنه وکړم ،کله چي موداخبره کول  چي په افغانستان کي هيڅ  نسته ،دڅه شی په استعمال نشه سوی واست ؟که نشه نه واست نوديوه داسي هيواد جمهوررئيس چي ((۶۲)) کاله دښه گانډي توب يوه عالامه هم نه شوسره  ښودلاي دکوموديپلوماتيکو اوصولوپر بنياد دغه ډول څرگندونې کوي ؟

ايا دديپلوماسی په ژبه دغه تاسو زموږ په کورنيوچاروکي بربنډه دخالت نه بولی؟

ايادديوه خپلواک  دولت  چي دټولو دولتي انستيتيوتونوڅښتن  دی،دټولوکورنيواوبهرنيو ستونزوسره چي تر ډيره بريده ستاسو ددوامداره زهرجنولاسوهنوپايلي دي بياهم  ترډيره حده تر تاسونه يو پاته سپکاوی  نه بولی؟

افغانستان ملي اردو،ملي پوليس اوملي امنيت اداره لري  دشمير له يادولونه ئې ځکه تېرېږم چي وسفزی صاحب سره یې کره شمېره سته .ددې ترڅنگ پارلمان  لرو ،که دغه پارلمان ته څوک په درغليو راغلي نوستاسو پارلماني ټاکنې هم له دغه بې بندوباری نه په امان کي ندي پاته ،عدلي ارگان سته ،هلته به ستونزي وي ،موږ ئي منو،خوله يوې خوادازموږ کورنۍ ستونزي دي که تاسو درواغ نه واياست اوپه رښتيازموږ دوستان ياست نوپه عمل ښې ئي ثابته کړي . چي کله موږ ددولت په کچه نغوښتنه وکړه بيازموږ سره ددې ستونزي په حل کي مرسته وکړی ،خودمرستي پر ځاي اوياترهغې دمخه ستاسوطعنې راته دمنلووړنه دي . زموږ مطبوعاتي  ازادی سره سره لدې چي موږ ترې سر ټکو،بياهم تاسو سيالی نشی ورسره کولاي .  

زرداري صاحب !

 ښه يابده ښاروالي له ډير پخوالرو،ولي هغه وايي هلته ښاروالي نشته زه هم پرې پوه نشوم چي له دې خبرې اوگوتنيونې نه  ئي  موخه څه ده؟خوداسي فکرکوم کله چي  کابل  ته راغلی وهرومرودميلمستون  څخه په پټه وتلۍ وي ، غوښتل به  ئې په بازارکي کومه تحفه رانسي،نو ددوکاندارسره پرپر چنووهلونه دی جوړسوی هغه عقده ئې تراوسه په زړه کي پاته ده ،ځکه خوسرټکوي چي په افغانستان کي ښاروالي نسته .زرداري صاحب ښاروالي سته له گرانۍ څخه ئي سروټکوه ،که بل ځل کابل  ته راغلې دډالی درانيولو لپاره له  سفيرصاحب دې مرسته وغواړه اوهغه  ته ووايه چي سودادرته رانيسي هغه شناخته دوکانداران  لري اوهغه چي دپاکستان څخه دراپورونو دټولولپاره راغلي اوپه کابل کي ددوکاندارپه بڼه کاروبارکوي هغوي  هم ټول  ورمعلوم اوپېژنې هغه به سودا هرومرو ارزانه  درته واخلي .

داسي ډير څه شته چي موږ تر تاسو وړاندي يو خودليکنې داوږدېدوپه خاطر چي ژباړونکی مودليکنې  په ژباړه ستړی نشي تاسوته دټولوافغاني وړتياواوبرياوله يادونونه  ډډه کوم .

تاسو خپلو خلکوته ددې لپاره چي تاسو ومنې نورمثالونه ورکړی ،دهغوناخوالومثالونه ورکړي کوم چي تر تاسو څومياشتي وړاندي ددې هيواد حاکمانودغه ولس ته ډالی کړي دي  .دمړوپه هکله موږ ډير څه نه وايو خوتاسوکولا سی دخپلې خانمې دحاکميت دناخوالويادخپل خسرددواران  مثالونه ورکړي  .

افغانستان يو بيل هيواددي اوخپلې ستونزي لر ي . که هلته هوښيار خلک اوسې په هيڅ صورت پدې تاسو قناعت نسی ورکولاي چي په افغانستان کي ستونزي  شته ،ياتاسو ورته واياست هلته اردو،پوليس اوشاروالي نسته ، که زمادنه منی نوتاسوبه هم په همدې ستونزو اخته سی  ،هغه ډير ساده درته ويلاسي زمائي په افغانستان څه ته دلته مورته خدمت اوکاروکړه .

زرداي صاحب !

يوځل بيادافغان ولس ديوه بچی په توگه ستاسو پام دې ټکې ته را گرځوم ،له هغې ورځي  چې دلوي هندوستان خاوري ته  دتجارتي کمپنيوترنامه لاندي  داگريزانوپښه داخله سول ،له هغې  ورځي ئې دتجارت ترنام لاندي له يوې خواپه هندوستان کي آزادي بخښونکی جنبش ټکولوته مټې راونغښتل  اودبلې خوائي دهندو اومسلمان تر نامه لاندي خپلې ناوړي موخي سرته رسولې اودافغانستان سره ئي له خپلې دښمنۍ ته دوام ورکړ .

دوخت په تېرېدوسر ه دټولوتلاښونوسرۀ بياهم انگريزان مجبورسول دهندوستان آزادي ومني نوئي سمدواره دهندوستان اوپاکستان خبره راپورته کړه .تاسو څوورځې وړاندې دغه ټکې ته په خپلو خبروکي اشاره وکړه چي پاکستان داسلامي اساساتوپر بنياد جوړسوی دي .داسي نده ،خودابل بحث دی ،دايو سياسي تاريخي معامله وه چي داسلام په نامه وسول  ،کنه همدا اوس هم په هندوستان کي په مليونومسلمانان اوسي تر پاکستان ئي عزت زيات دی ،همدا ډول دنړۍ په زيات شمير هيوادو کي مسلمانان اونور گډژوند لري ،نوداټول هيوادونه بايد پر دوهيوادوبرخو ووېشل  سي ؟ نه داسي نده .

ددغودښمنيوپر بنيادله بده مرغه انگريزانو په افغانانوکي په مختليفونومونو خپل جاسوسان اوپلويان وروزل ،زموږ دهيوادتاريخ دداسي جاسوسانواوپلويانودکړنوپه اړوند ډيري قيصې لري  .دوي ددغه مېراث يوه برخه پسله هغه چي پاکستان ئي وزېږاوه  دپاکستان نووزېږېدلو واکدارانوته ورپرېښوده اودهمدې هيواد دڅار ادارو روزنه  ئي له هغه ورځي بياترنن پر غاړه واخيستل .

دهمدغوپټو اوښکاره اجنټانوپه مرسته تاسودا((۶۲ ))کاله خپله دښمني  له افغان ولس سره پرمخ بياياست .

له نېک مرغه ددې هم شاهد ياست چي افغان دتاريخ په اوږدوکي دبېگانه په وړاندي يومټی دی ،چې هر څومره بېچاره اوزورېدلی وي باهم ديرغل گرغاښونه ورباندي ماتولاي سي ،له دې درکه ډاډه او سی .کنه همدا دخپل کورکوڅې ته وروزه اوږغ کړه چي پټا ن  درغلی ،زه به وگورم چي ستاسونازولی په کوم غار ننوزی .

تاسوته ديوه داسي سړې په توگه چي ځان له پخوانيونه جلابولۍ اودهغوي پر کړونوانتقاد کوئ ،زموږمشوره  داده چي د ټولوگاونډيانودهغه جملې افغان ولس ته ددرناوی په سترگه وگورئ ،کنه خبره خرابېږي  .

زه نه غواړم  تر تاسو وړاندي دپاکستان دټولو دولتي چارواکو،ستاسودڅارگروادارو اوپوځ  ددښمنۍ تاريخ اوبېلگې پدې ليکنه کې درته راوسپړم ،که مو وخت درلود يوځل ئي خپله په خپله مورنۍ ژبه زمور اوستاسوداړېکوتاريخ ولولئ .مشوره مي داده چي که غواړی په خپل هيوادکي په امن کي پاته شی هرو مروئي ولولۍ اوکه پري عمل وکړئ نودتاريخ يوه ښه څيره اوتل اتی نوم به ولری .

اوس راځم دښاغلي يوسفزی صاحب تبصرې ته !

عرف دادی چي يوه ليکوال ته دقدرپه سترگه وکتل سی اودبلي خودليکوالی عرف هم دادی چي ليکوال دغه فرهنگی مقام پاک اوسپېحلی وساتي اوپخپلوليکنوکښي ډيرو ديپلوماتيکو باريکيوته متوجه وي .که کوم چاددموکراسی ،عقيدي او بيان دازادی اواناشيزم  ترمنځ توپر ونکړ ،هغه ليکوال په عامه توگه  دولس لپاره دقبول وړنه گرځي .

زه دانه وايم چي په بهرکي دې زموږ پر دولتي ناخوالوڅوک تبصرې  اوگوتنېونې نه کوي ،داديوه ليکوال اوفرهنگی سړي راسالت دی چي دبشريت سره دناخوالوپه اصلاح کولوکي مرسته وکړي  ،خوپدې بايدپوه وي چې څنگه اوچيري ئي وکړی .زماله دنيمگړي پوهي له مخې  ويلاي سم  چي ديوسفزی صاحب دغه تبصره پر موږ افغانانو ښه نه لگېږي ،دا ځکه چي دخپل هيواددرئيس جمهورتر بې مسوليته څرگندونووروسته ئې کړې ده .

تبصره کونکی خپله وايي  : (( رئیس جمهور زرداری اشتباه کرد. )) نوچي تاسوپري پوهېږی اشتباه ېې ولي داسي پټوئ چي واياست ،((رفیق وی حامد کرزی در انتخابات اگست سال 2009م با وجود تقلب دوباره انتخاب شد)) پدې باندي يوازي ته اوس پوه سوې  يې ؟ اياپدې هکله مو بل وخت څه ندي ليکلې ؟ ته خپله په هغوي ځايوکي چي پوهېږئ خبره مودموږکانوتر غارواودهغوي تر غوږونه رسېږي دانه وايي چي زرداري ته چاداموقف ورکاوه؟دا دبېنظيري دمرگ برکت وچي دته دپاکستان دجمهوررئيس مقام ورسيد ،تاسوداندي ويلې چي پدې پروسه کي دبهرنيانواودهغه په سرکي دامريکايانو لاس و .اوداسي نوري ډېري خبري چي دهغوي تبصيرهم ددې روښانه بېلگه ده چي ښاغلي زرداري داستعداد اوملي شهرت په پايله کښي نه ،بلکې دخپلي خانمې ترمرگ وروسته چي تراوسه هم معلومه نده چا اوڅنگه مړکړه دخلکوداحساساتوپه پايله کښي ددې مقام څښتن سو.ځکه په همدې ورځ په خپله وايي ((مړه زه له داسي شيانوڅخه نه وېرېږم لس کاله مي زندان تيرکړی ))نوهغه لس کاله زندان خوبياهغه وخت تاسوغوندي کسانوبل ډول تبصرې کړي ،هغه موکوم سياسي افتخارنه دی بللۍ . زماداخبره دامعنا نلري چي زموږ په ټاکنو کي درغلی ندي سوي اويازه دکرزی صاحب سره په ټولوکارواودهغه دکړنو سره موافق يم ،خوپدې هکله مخالفت اوموافقه دافغان ولس حق بولم،پاکستانيانو ته چي دتاريخي ترخوتجريبوله مخې  ښه خبره ئې هم يوه پهلوداره ده اوددوستۍ لاس ئي هم په زهروککړوي   داحق نه وکوو چي موږته زموږ په کورنيو چاروکي لار ښودنه اوياگوت څنډنه وکړي .که موږ دومره له عقله خالي ذهنه سولوچي ستاسوچارواکوته مراجعه وکړو ،والله عالم  بياتاسوهغه مشورې راکړي چي تاسوئي غواړي .

تاسو په خپله تبصره کي  وړاندي ليکی ((... ، ایشان (حامدکرزی) شاید با شنیدن چنین اظهارات در مورد افغانستان ناراحت شوند.)) نوچي پدې پوهېږی په خپله لارښودنه کي مو ول زرداري صاحب ته لارښودنه نده کړې اوپدې مو نه دی پوه کړی  چي په غلط ادرس دروازې مه ټکوه اوتاسو داحق نلري چي خپلي ناخوالي دبل ملک په ستونزوپټې کړی اوياداچي دقلم په مټ پوه کړی واي چي زرداري صاحب ديپلوماسي اواوصول ئې يوڅه درناوی کوه .

يوسفزی صاحب وايي ،((بدون شک افغانستان از اپریل سال 1978م بدینسو از جنگی می رنجد که توسط قدرتهای بین المللی و منطقوی تحمیل شده و به تعقیب ان کودتای کمونیستی و بعدا تهاجم اتحاد جماهیر شوروی در دسامبر 1979م، ان کشور هنوز هم در جنگی قرار دارد . . . ))

تاسوديوه ليکوال په خاطر ولي حوادث په هغه بڼه نه څېړئ کوم چي دي ؟دافغان  ولس ته بدمرغي له هغې ورځې راپيل سوه چي له انگريزي موره پنجاپی مسلمان  وزېږد . دافغان ولس لپاره په ځانگړې توگه پښتنوبدبختي له هغې ورځې راپيل سوه چي انگريزانودپنجاپي پر صندوق قرآنکريم کښېښود اوپدې بڼۀ ئي يوشمير مسلمانان وغولوله اوخپل گوډاگې دولت ئي داسلام له سپېڅلې نامه څخه په نرواگټه اخيستلو دپاکستان په نامه جوړکړ.  زموږ لپاره جگړه اوپه ترينگلوشرايطوکي دژوند دوام له هغې ورځې راپيل سوچي دپښتنوپر غاړه دډيورنډ لعنتي چاړه تيره سول اودپښتون له تنې لاسونه  جلاسول  .داسي بېشمېره لاملونه شته چي دشتون گټي ئي پاکستان اودبدمرغي مزه ئي افغان ولس څکلې ده . په يوه خبره دا۶۲ کاله ستاسو چارواکوزموږ سره دښمنۍ ته دوام ورکړي اوزموږ په بدمرغی کښي ئي خپلي بېشرمانه گټې لټولې دي  .

تاريخي حوادثو او جرياناتو دا ثابته کړې ده چي پاکستان ته يو پر مختللي او غښتلي افغانستان دمنلو وړ نه دۍ ،ځکه يې تل دلته دخپلو اجنټانواو نوکرانو پلاس هرڅه له خاوروسره برابرکړيدي . زه پخپله پدې باور يم چي په افغانستان کي دټولو بهرنيو لاسو هنواو افغان ولس دبدمرغيويو له عمده او بنسټيزو لاملونو څخه په 1893زکال دنوامبر په 12ورځ دډيورنډ دلعنتي اومنحوسي کرښې  لاسليک دی  .

ددغه تور سند په لاسليک سره انگريزانو وکولاي شول د پښتنوداغښتلي او باتور قوم پر دووبرخوووېشې، په افغانستان کي ديو غښتلي حکو مت دجوړېدو مخه نيسې او له بلي خوا ددې هيواد له بدنې څخه ديوه لويه ټوټه دپراخو ورشوگانو او دنگو غرولمنې جلاکړې .

تاسوهم دامنۍ چي موږ  ملي  پوليس ،اردواوامنيتي اداره لرو.داچي نيمگړتياپکښې دي لامل ئې دادی چي پاکستاني استخبارات يوه ورځ هم بېغمه ندي ناست اوتل غواړي زموږپه وسلوال پوځ کي رخنه وکړي اوهغه کسان چي په مختليفونومو ئي ستاسودچارواکوپه وينادسيمي ايزوژورومخولپاره روزلي  زموږ په هيوادکي دوسله وال غښتلې پوځ اوځواک دجوړېدوپروسه له ستونزوسره مخامخ کړي . څه موده وړاندي پرويزمشرف په لندن کي په يوه مرکه کښي  په ډاگه وويل چي دافغانستان په هره اداره او هر چيري اجنټان لري پدې هيله يوچي ددغواجنټانولاسون لنډاومخونه ئي تورسي  .

دافغانستان داپنځه دېرش كلنه روانه جګړه په ټولېزه ټوګه دپاكستان په كوربه توب دوام لري اودغه دپاکستان دنړيوا لوبادارانو پلاس بل سوی اورباندي همداپاکستاني چارواکي  تيل پاشي . په افغانستان کي دداودخان له حاکميت نه راپدې خوا كومې ډلې، ټپلې، اوتنظيمونه چې را منځته شوې ، په وسلو سمبال اوروزل  شوی دهمدې گران دوست اودومخې گانډي  د ښكاره لاسونو او څارگريوادارود كار اوكړومحصول دی .داپنځه دېرش کاله د(ISI) ادارې له خوا جگړه مارپه وسلوسمبالېږي،او دجګړې لپاره داسلام څخه ددفاع تر نامه لاندي افغانستان  ته رالېږ کېږي ،دا وسکټونه دپاکستان داستخباراتي شبکو خياطان گنډي .

يوسفز ی صاحب ! اوس خوحتا امريکا هم مجبوره سول ووايي چي دسيمه ايز اونړيوال فساد اوتروريزم مرکز پاکستان دي اوددغه هيوادوسلوال ځواک په هغه کې فعال سهم لري .دوي داهم وايي  اوپسله ۳۵ کاله ئي داومنل چي په افغانستان کي دټولو ناخوالودپېښېدولامل پاکستان دی اوسرچينه ئې دډيورنډدلعنتي کرښي هاخواده .اوداچي دنړی په گوټ گوټ کي دتروريستانولخواحملې سوي دټولوزېږېدوځاي اسلام آباد دی .

فکر کوم پر دغونړيوالواسنادو اودمشرانوپر څرگندونوسترگې نشي پټېداي ،اوداددې معنالري چي په افغانستان کي جگړه اوکورنۍ ناتار ستاسوداستخباراتي شبکولخوا دهغوي دکورنيو اوبهرنيو امرانوپه هدايت پيل سوی .هيله مند يم په افغانستان کي دتيروشپږولسيزوتاريخ ته مراجعه وکړی.

 بلې!داچي دافغانستان دهغه وخت اوزمان حکومتونه مجبورسوی له دوي نه مرسته وغواړي اوپدې پلمه دوي ته دا امکانات برابرسول چي  پر افغانستان  ئي راودانگل  پدې کي هم ستاسو ونډه کمه نه وه . خوکه تاريخي لاسوندونوته چي تاسوهم پرې خبرياست مراجعه وکړودغه افغان دښمنه حرکت ته هم دسړ جگړې دزورودوام په وختونوکي ستاسونړيوال ملاتړي ستاسوپوسيله پرافغانستان باندي شورويان دانگلوته وهڅول .هغه وخت هم تاسودافغان ولس په بدمرغيوکي دهر څه خاوندان سواست ،پوځ موعصري  اوپه مډرنې وسلې سمبال سو، ددې تر څنگ پاکستان ته بې حسابه پيسې پلاس ورغلې .دهمدې غيرتي افغان دسرپه قيمت چي پنجاپيان دافغان دنوم په اوېدودپټېدولپاره غارنسوپيداکولاي  پاکستان داټومي بم خاوندان سو . 

يوسفزی صاحب ستاسوبه په يادوي چي دزرداري صاحب نږدې دوست نوازشريف دافغانستان ملي اردو دړوړې کول دځان لپاره دپاکستان  په کچه ملي افتخاروباله اوپه ذاگه ئي خپل ولس ته وويل تاسوزمانه نور څه غواړي مادافغانستان سل کلن اوغښتلي اردو دړې وړې کړ .ددغه ډول دوستانوڅخه  به دکومومنطقوپر بيادبې غرضه اوبې پرې مرستي اميد وسي .داپاکستان دی  چي دافغانستان په نا امنه ساتلوكې یې ستره ونډه اخيستې ده .

داچي دورستيو ۳۵ کلونودناخوالوراوستلواوافغان ولس په زورونه کي ستاسودپاکستان ونډه څومره ده که داهره ورځ يوه ورځپاڼه راواړوی کچه به ئې درته معلومه سي .

اميدواريم چي که چيري رښتيا هم دزردار ي صاحب څرگندونې يوازي احساسات  وه له افغانانو او ښاغلي کرزی نه  تر ليدو وړاندي رسمي بخښنه اومعذرت وغواړي  .

غواړم په همدې بهانه دگران هيواد دټولوسياستوالو اوافغان ولس پام دې ټکي ته راواړوم چي په اوسني مسلط، سيمه ايز او نړېوال چاپيريال کي  تنها يو ځواکمن اودغښتلي مرکزي  حکومت لرونکی افغانستان کولای شي چي د خپل ژوند پايښت تضمين کړي اودگاونډيانوشومي ارزوگاني له خاوروسره خاوري کړي .

دې موخي ته د رسېدلولپاره  لومړنۍ شرط دملي گټودتامين اوستالولپاره  د دې هېواد دټولوخواخوږواوپر وطن مينوسياسوځواکونوترمنځ دپخوانيو خوابديوشاته پرېښودل ،يو والۍ ، يواوبل  ته درناوی اوملي تفاهم دی . په اوسنيوستونزمنواوله کږلېچونوډکي لاري نه دتېرېدوپه شرايطو کي د افغان  کارپوهانو، سياستوالو ،سياسي گوندونواوملي شخصتيونوديني عالمانوګډه دنده داده چي د خپلو ملي ګټو د ساتني لپاره دخپلو ټولو امکاناتونه په استفادې سره د هغودولتي اونړيوالوزبرځواکود پاليسيو اوکړنلارود پلي کېدو نه ملاتړ وکړي  کوم چي په پلي کېدوسره ئي زموږ له ټاټوبي نه  دجګړې داورلمو لمنه ټولېږي او هم خپلو سترو ملي ګټو ته ځانونه رسولاي سو. وطن مورده اودمورساتنه تر فرضولافرض ده !

په ټولونړيوالو اړيکو اومناسباتوکښي موږ اوتاسوته ديوه افغان په توگه خپلې ملي گټې بايد ترهرڅه دقدر وړ اودهغوي نه ددفاع په لاره کښي په يوه ږغ اويوه قوت مخ پر وړاندي حرکت وکړو. دايوفلسفي اصل دی چي وايي :قوت اوځواک په يووالي کښي پټ دی . دپښتنو بابا وايي راځی يوکېږوکنه ورکېږو.

 ومن الله التوفق