د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا کابينه به د ولس ملاتړ څنګه تر لاسه کړي؟

حبيب الله غمخور 29.12.2009 21:56

پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی
نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه
هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده
ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه
ښی جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
ډلې ته دغلوخو وزیران  راباندې مه وایه
(‌ذ. حسن ) 

خلک وايي ، ولسمشر کرزي په تيرو اتوکلونو کې هم  د خلکو د هيلو خلاف د سياسي او مصلحتي معيارونو له مخې حکومتونه  جوړ ول  اوس هم پر هغه لار روان دی .

 

پدې ورځوکښي نه يوازي په پارلمان کې بلکه دنړۍ په هرگوټ کي دښاغلي کرزي دنوې وړاندي شوې کابينې په اړه تاوده بحثونه روان دي .

تر يوه مياشت زياته موده ښاغلي کرزي دپردې شاته دنوي کابينې پر سر له يوې خوادبهرنيانو اودبلې خواله هغوسره چې دده ئې د ولسمشری  په ټاکنوکښي مرسته کړې او له  هغه يوشمير جنگسالارواو تنظيمو د مشرانوسره چي ددولتي مقامونو دورکړې وعدې کړي وې چنه وهل روان وه . ددې ترڅنگ هغه وزيران چي بېکاره کېدل  هغوي هم دخپل لياقت اوپوهې پر بنيادنه وه وزيران سوي ،يوچا اوياکوم تنظيم معرفي کړې وه ،هغوي هم سره له دې چي خوابدي وه دنوو مقامونو غوښتنه درلوده . په حقيقت کي ديوه بې صلاحيته اوبې درايته مشر همدا حل وي .

په هر حال ښاغلی کرزی مجبورسوديوې نيمبنده کابينې نوم لړ  دليندی پر ۲۸ مه چي ددسمبرله ۲۹ سره برابره ده پارلمان ته وړاندي کړي . د نوې  کابينې  په نوم لړچي ۱۲ تنه ئي پخواني او۱۳ نوی کسان  دي چي دښاغلي فهيم پوسيله ولسي جرگي ته وروپېژندل سول  . په نوې وړاندې سوې کابينه کي ۱۱ وزيران پر خپل ځاي پاته دي يوازي وحیدالله شهرانی چي پخوادسوداگری وزير وزير اوس دکانواوصنايعو دوزيرپه توگه معرفي سوی اودانور ۱۳ کسان هم داسي کاغزپېچه نوي نه دي ،دوي دبن دکنفرانس راپدې خواپه مختليفو دوروکي څوک وزير ،څوک سلاکار اوڅوک بياپه بله دنده مصروف وو.يعنې که رښتيا ووايو دانوې کابېنه هم دهغوکسانوپه شتون تکميله سوې ده چي داکښتۍ ئي  په گډه دغرقيدوپه لورپرمخ بېولې ده اودافغانستان دولت ئي نه يوازي په ملي بلکي په نړيواله کچه  هم په دولتي فسادککړوهيوادباندي نړۍ وال شهرت ته ورساوه .

ديادولو وړده چي يو بل نوی وزارت هم وروسته ترهغه جوړ سوکله چي  د ښځو سراسري ټولنې اعلان وکړچي  نوې کابينه نه منو،اوپدې هکله ئي جدي نيوکې وکړې.

د دغې ټولنې مرستيالې آغلي  تورپېکۍ نوابي بي بي سي ته وويل : ((ولسمشر کرزي پر خپلو ژمنو عمل نه دى کړى. په نوې کابينه کې د يوې ښځې ټاکل د کرزي لخوا يوه سمبوليکه هڅه وبلله او زياته يې کړه چې يوازې يو وزارت د ټولو افغان مېرمنو استازيتوب نه شي کولی ،دا دی ښاغلي کرزي هم خپل تضاد د ښځو پروړاندې څرګند کړ، فکر کوم چې يو وزارت به سمبوليک شکل ولري،دا نه د افغانستان د ټولو ښځو ستونزې حلولی شي او نه يې استازيتوب کولی شي. ))

اوآغلې کوفي څرگنده کړه :((له ښاغلي ولسمشر نه په کابينه کې ګڼو ښځو ته د برخې ورکولو مننه کوم، افغان ښځو ته يې پر کړې ژمنې عمل وکړ، په ځانګړې توګه هغو ښځوته چې ښاغلي کرزي ته يې کمپاين کاوه، ښه به دا وای چې د ښځو چازو وزير يې هم يو نارينه ټاکلی وای، چې چارې يې لا ډېرې اغېزمنې شوې وای . ))

 اوددې تر څنگ دپردې شاته دنړيوالوله گوت نيونې سره مخامخ سودټولودولتي نورمونوخلاف ديوه بهرني مېلمه  د بلجیم له صدراعظم یوس لیتر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ددسمبرپر ۲۰ مه  ديوه وزارت دجوړيدو اعلان وکړ .

ځکه نوښاغلي کرزی دبهرنيانوله ډارنه چي په رښتيا سره په کابينه کي دښځو ونډه کمه ده سمدواره دبې سوادی سره دمبارزې ترنامه لاندي ديوبل وزارت دجوړېدو((ابتکار ؟))وکړ اوداوزارت  دښځوله ډاره  پر کابينه باندي ورزيات شو . ډيره جالبه اوددولتي گډوډيو بله بېلگه داهم ده چي تراوسه ددووزارتونوچي نوی تشکيل به ولري  نه وزيران معرفي سوی اونه ئې دولتي تشکيل دپارلمان لخواندی منل سوی .

دکابينې دمعرفی  پروسې ته چي سړی گوري هغه دملانصرالدين  کلائي ورپيادسي چي څودروازي یي درلودې خويوې دروازې ئې دروازه نه درلوده ،ياهغه دخرجدال دخردځل داستان چي تر قامته به جوړنسي ،دده کابينه هم داسي ده . دبېلگې په توگه تر اوسه لاد د كليو او ښار د پراختيا وزير،بهرنيو چارو وزير دشهيدانو اومعلولينو وزير اوبيسوادی سره دمبارزې  وزيران  نه دي معرفي شوي .سربېره پر دې د دوو وزارتونو د بېلولو په هكله وړانديز شوى چې په هغې كې د كار او ټولنيزو چارو او شهيدانو اومعيوبينو وزارت پر دووسره ويشل كېږي، خو د ولسي جرګې غړيو ويلي چې دا يوازې د ملي شورا حق دى او بس .

داسي ويل کېږي چي کرزی صاحب ديوه ولايت والي ته زاری کوي چي دښار اوکورجوړلو وزارت مقام ومنې خو هغه ورته وايي امريکايان اونور بهرنيان تر تاسو ښه پېژنم په ولايت کي هم تر وزارت کمه گټه نلرم ،مننه يو بل څوک پرې خوشحاله کړه .

په لومړيو وختونو کښي بهرنيانوداسي خبرې کولې چي گويادوي به له کرزی نه ديوې سالمې کابينې دجوړېدوغوښتنه وکړي ،تر څودملت لپاره دمنلو وړ وي .

په ظاهر کي  د لویدیزو هيوادونو مشرانويوپه بل پسې  پرکرزی باندی فشار زیات کړی و چه دا ځلې  باید خپل حکومت درشوت خوری اوفسادنه پاک وي ،داسي يوه کابينه جوړه کړي چي ټولوته دمنلو وړوي اودا خبرداری   ئې ورکړی و چه،که په دولت کي لازم اصلاحات رانه ولی،نوخپلی مرستی به پری بندی کړی او نورعسکر به هم افغانستان ته ونه لیږی.

بياوروسته دغه شعار دځينو بهرنيو چارواکوپه خبروکي داسي تغير وخوړ چي موږبه دهغې کابينې سره مرسته وکړو کوم چي زموږلپاره دمنلو او باوروړوي ،پدې څرگندونوکي دملت ځاي ((موږ ته )) کليمې ونيوی . 

ددسمبر پر ۱۶ درويتر خبري اژانس يوخبر خپورکړچي په هغه کښي راغلي وه : ((واشنگتن ويلې ،دهغو وزارتخانوسره به مرسته ونه کړي دکوم چي وزير ئي داعتماد وړنه وي .))

خوتر هگه وروسته بيانيويارک ټايمز ددسمبرپر ۲۱ مه په خپله خپره سوې گڼه کي يوبل جالب خبر خپورکړ، هغوي  و ليکل : ((به نوشته روزنامه، هنگام ارزیابی ستراتیژی در قصر سفید این نگرانی وجود داشت که کرزی شخصی نیست تا بتواند، کشور ویران شده افغانستان را آباد کند، فساد اداری را از بین ببرد و مقامات بی کفایت و غیر موثر را از دولت خود دور بسازد.

با در نظر داشت این معیار ها، فهرست کابینه آقای کرزی امیدوار کننده نمی باشد.

د نیویارک تایمز ورځپاڼه زياتوي ، ملل متحد وسفارت امریکا در کابل در جواب به فهرست کابینه جدید، اعلامیه های تسکین کننده یی به نشر رسانده تا نشان داده باشند که گویا آنها در تصامیم سیاسی افغانستان مداخله نمی کنند.مقامات اداره اوباما گفته اند، ترکیب کابینه جدید تقریباً چیزی است که انتظار آن می رفت . )) داپدې معنا چي بارک اوباما ددې کابينې څخه خوښ نه دی ،که خبره داسي ده نوبيا ولي سمدواره په روښانه جملو کرزی ته نه ورفهموي چي دکابينې دغه ياهغه غړی ددوي لپاره دمنلو وړنه دی . داخبره اوس ځکه مهمه ده چي دوي پخوا اعلان کړی وو، دوي به له هغه وزارت سره مرسته وکړي کوم چي وزير ئي دوي ته داعتمادوړوي . نوکه دغه وزير صاحب ددوي داعتماد وړنه وي نوله دغه وزارت سره به بيا کوم بهرنۍ هيواد مرسته کوي ؟ اودا پداسي حال کي چي دپرېکړې وروستی خبره امريکا کوي  .

نیویارک تایمز دخپلې مقالي په وروستی برخه کښي ليکې : ((به طور عموم، انتخاب کرزی این واقعیت را منعکس می سازد که او یک رهبر ضعیف در یک حکومت ایتلافی می باشد. او تلاش دارد تا بسیاری گروپ ها به شمول ایالات متحده امریکا و حامیان سیاسی افغان را که او را در ماندن به قدرت و رسیدن قدرت کمک کرده، خوشنود بسازد.))

ښاغلي کرزی لخوادکابينې تر اعلان وروسته پدې ورستيوکښي بهرنيانو اعلان وکړ چي ملي شوراته ددغونو مول سوو وزيرانوله جملې نه ئي نيمايي دغرب لپاره دمنلو وړدي . داچي دانور ولي نده اوڅه به کېږي ټوله بهرنۍ نړی چوپ ده .

خوبلې خواته بياددسمبرپر ۲۱ ريچارډ هولبروك د افغانستان او پاكستان په چارو كې د امريكا ځانګړى استازى وويل  :د ولسمشر كرزي له نوې وړانديز شوې كابينې سره كار كولاى شي . سړی حيران پاته سي هغه يک بام ودوهوا داستان دي .يوشمير ئي نيمه کابينه مني اوبل ئي بيا وايي ددي کابينې سره کار کولاي سي ،له بدمرغه بايد څرگنده کړم  چي  موږ نه پوهېږوچي ولي غربی نړۍ په سرکي امريکامعين اودقيق دريزنلري ؟ همېشه دافغانستان دمسائيلوپه اړوند نوساني اوغير متعادل سياست اودريز تعقيبوي ،چي تر ډيره بريده په افغانستان کي دغربي دسياست دناکامی يوله اساسي لاملوڅخه گڼل کېداي سي .

دبېلگې په توگه  همدانيويارك ټايمز ورځپاڼې د ريچارډ هولبروك له خولې ليكلي، چې د اوبو او برېښنا له وزير محمد اسماعيل د امريكايي چارواكي خوښ نه دي،ځكه هغوى يې جنګسالار بولي . بلې هغه دټولو خوښ نه دی په رښتيا يوجنگسالاراوپر ځان مين شخص دي ، هغه يو بهرپلو افسرو خوتاسو داوبواوبرېښنا وزير اودهرات امير ترې جوړکړ. د ورځپاڼې په وينا، په كابل كې د امريكا سفير ايكن بيري هم څو ورځې مخكې كانګرس ته په خپله وينا كې وويل، چې د پوهنې وزير فاروق وردګ، د كورنيو چارو وزير حنيف اتمر، دفاع وزير جنرال رحيم وردګ، د روغتيا وزير سيدامين فاطمي، د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال، د سوداګرى وزير وحيدالله شهراني او د كليو پراختيا وزير احسان ضياء داسې كسان دي، چې د اروپا او امريكا په سطح وزارتونه چلوي . دلته دسړي هغه  پښتومتل ورپه ياد سي وايي (( شوو ښه ده که پکه،وايي مه يوه وينې مه بله))

داچي ولس څه وايي دوي ئي پخواهم پروانه درلوده اوس هم دهغوي پر وړانديزونواوچيغو غوږ نه گروي  .

په پورته يادسووکسانوکي  داسي وزيران سته چي تر غولونکو خبرواودرغوجنوراپورونوهاخواپه بل څه اصلأ پوهېږي نه،نوکارنه څنگه وکړي ؟يوازي داکرزی صاحب دی چي کله ئي يوځاي اوکله ئي بي بل ځاي وزير  اويا سترسلاکاروزير مقررکړي ،عجيب اوغريب دنوموخلته له ځان سره گرځوي .

په لومړيو وختوکي دسيا سي څېړونکواوخپله دارگ په دهلېزوکي داسي ګونګوسې  وې چې كرزى به دا وار يوه داسې كاري  کابينه  جوړه کړي چې له يوې خوادافغان ولس اودبلې خوادبهرنيانو دقبول وړوي  .ډيروداهم ويل غواړي پدې دوره کي ځانته يوتاريخي نوم ترلاسه کړي . پدې کي هم پوهېږم چي دبېچاره کرزی شاوخوا داسي ښاماران اوچالبازان راټو دي چي ټوله ورځ يوازي دځان ساتلو اوخپلو شخصي گټوپه سطرنۍ لوبه اخته دي اوکله کله دغه لوبوته دخواروپښتنو په منځ کي دملي تحريک نوم ورکړي اويوحوچپي اوبدي ردې خبري دنورو(خپلو مخالفينو) په ادرس وکړي .ښاغلي کرزي ته هغوي دمشورې ورکولوعلم صلاحيت هم نلري اونه دهغه په فکر کښي دي په وطني لحاظ هغه دچاخبره دوطن پر ځاي په شلو اولښتيوکي ژوندکوي ،خپل کی ورته افغانستان ښکاري . خوددې زړه سوی سره داخپله دښاغلي کرزی ناه ده چي ولې ئي داسي بې وفا ښامارانوته په ارگ کي ځاي ورکړی اودهغوپه بې بنياده مشوروځيني کارونه سرته رسوي .

په هر حال ددغو ټولو سرچوک اودقدرت ددهلېزونوپر اوازو سربېره ښاغلي کرزی داځل  هم  داسي يوه کابينه اعلان  کړه چي نيمايي ئي دبهرنيانو لپاره دمنو وړده او دوه درې تنه ئي افغان ولس پدې اتوکلونوکښيد تير سو واکداروپه مله کي  يوڅه ښه بولي . خوپه کل کښي بايد په ډاگه  سي چي دې کابينې  هم دخلکو اميدونه له ناهيليو اوخاوروسره برابرکړه .

داځل له ښاغلي کرزی نه  ولسي جرګې ته دداسې گډې وډې كابينه وړاندې كولو هيچا انتظار نه درلود .

خلک دومره نا اميده سول چي په ډاگه وايي : (( ازموده را ازمودن خطاست! كرزي په تېروكلونو كې هېڅ ونه كړل نو دوهم ځل به څه توره وكړي!))

زه پدې ورستيو کښي دښاغلي کرزی دنوې کابينې په اړوند دټولوافغان  خواخوږو اوپر ځاي گوتنيونکوسره دهم ږغی تر څنگ دافغانستان دپياړي ليکوال اوتکړه عالم  پروفيسر کابلی والا له وروستی ليکنې سره پوره موافق يم چي ليکې : ((ښاغلي کرزي دادی بیا دخپلې کاذبې ادارې بل مخ راواړاوه،بیا یې هغه څیرې چې په تیرواوو اتو کالو کې هیڅ هم ترسره نه کړل دملت اونړۍ په وړاندې په تورمخ سره ودرولې او داهیله لري چې ګواکي دوی به داځل خدمت وکړي ، خو په دې بیا نه پوهیږي چې داوطن همدغو یارانودنړیوالې بدنامۍ منګو لو ته وسپاره ، وایی داکابینه مسلکی ده، دخدای لپاره مسلک مسلک یادوﺉ ، دمسلک په مانا پوهیږۍ ، که هدف داوي چې دغله مسلک غلاده ، دقیمارباز مسلک قیماربازي داټول مسلکی خلک دي ، نوبیا زه او زما په شان بې مسلکوته وړنه ده چې په دغه باره کې خبره وکړو او که یې کوو نو بیا خو باید ووایو چې دښوونې او روزنې نوماندی وزیرددغې دندې لپاره چې نن سبا به په ټیټویا لوړوسترګو دغه څوکې دځان کړی ښوونه او روزنه چیرې لوستې ؟ دکورنیوچا رو ، داوبو اوبریښنا دسرحدونو دایوددغوددندو لپاره جوړدي ؟ ( زه ددغو خلکو له ښه سړیتوب او بد سړیتوب په باره کې نه غږیږم ) زه نه وایم تاسې ووایی چې دوی په دغو برخو کې دیوې ساده مقالې لیکوال دي ؟ په دوی کې یوداسې څوک شته چې دنړ ۍپه یوه څنډه کې چا ددوی په کمالاتو اوجمالاتو باندې یوکرښه لیکلې وي ؟ نوچې داسې نه وي نو بیا خو هماغه خبره ده چې غل هم مسلکی دي او غلاهم په یوه ځانګړې مسلکی تاکتیک سره کیږي ، چې ډیرو خو تراوسه کړې اوهغو چې پاتې دي اوس به ملا ورته وتړي ...))

درنو هيواد والو !

دنوې کابېنې له وړانديز نه معلومه سول چي دلته دبهرنيانو دعلاقي تر څنگ دښاغلي کرزی شخصي غوښتنه  اوديو شمير جنگسالارو،تنظيم سالارو،دهيروئينودپټو اوښکاره سوداگروعلاقه  هم تر ډيره بريده  په نظر کي نيول سوې ده .

دهمدې کابينې  په اړه د ولسي جرګې یوشمېرغړو دکابينې دمعرفی په ورځ وويل چې کرزي یو وار بیا ځینې پخوانۍ ناکامې شوې څېرې معرفي کړي او هغوي  چې نوي دي ،له جګړه مارو سره تړلي دي .کرزي پخوا سیدمخدوم رهین دوه ځلې ولسي جرګې ته د اعتماد رایې د ترلاسه کولو لپاره معرفي کړی وو خوولسي جرګې د اعتماد رایه نه وه ورکړې .

ډير داسي کسان شته چي د نومواخيستل ئي اړين دي خوداکارپدي خاطرنه کېږي چي تراوسه ئي لاداميد سترگې دپارلمان دخرد په لورکېږې دي .افغانان بياهم دټولوناخوالوسره له پارلمان څخه غوښتنه لري چي دخپل اقتدار په ورستيو مياشتو کي ښه نوم پرېږدي .يعني دښاغلي کرزي دکابينې هغه نوم اندي ومني کوم چي تر بدوبترنه دي .

ولې دښاغلي کرزي يوځل  بياکابينې ته دښاغلي سیدمخدوم رهین په راوستلو ټول افغانستان حيران کړ ،ځکه داهغه وزير وچي دافغان ولس په تيره بيا دپښتنو،پښتو ژبې اوپښتنودتاريخ اوتاريخي وياړنوسره په دښمنی کښي ترټولو افغان دښمنوڅېرو لوي شهرت لري .

دغه ښاغلي په هندوستان کي هم له پښتو،پښتنو اوپه لوي هندوستان کي دافغان ولس دتاريخي وياړنوسره خپلې دښمنۍ ته دوام ورکړ . په رښتيا سره په هندوستان کي دافغانستان سفارت  ديو شميرنوروافغاني  سفارتونو ديوه بهرني يا ايراني سفارت بڼه غوره کړې ده .

کرزی صاحب !

تاسو دظاهر شاه ددغې ډالی په وړاندي دخلکو په حساسيتونونه پوهېږۍ  ؟ پدې باوري يم چي ښه پوهېږۍ نو بياولي دا ملت ديوه ناقابله شخص په خاطر راپاروی ؟ اودنړيوالي ټولنې په وړاندي ئې  بيا نړيوالو حساسيتونو سره مخامخ کوی ؟

زموږ زورېدلۍ اوپرېشانه  ولس نه پوهېږي دغه هيوادچي دده دکانديدو تر شاولاړ ودی اودهغه دکانديدو وړانديز ئي تاسو ته کړی، هغوي په داټول افغانستان کي بل څوک نلري  ؟ او ولي تاسوديوه جموررئيس په توگه دهمدې پارلمان دپرېکړو خلاف بياهم هغه څوک چي ستاسواودمرحوم ظاهرشاه دټولوفشارونو سره په همدي پارلمان  ونشومنلاي داڅه معجزه وسول چي اوس ئي بياپه دوي منۍ .که پارلمان دغه ډول کسانوته چي يوځل جواب ورکوي  اوبيائي دکوم چاپه خاطر دوزيرپه توگه پر ولس وتپی ،داپارلمان به دولسي نفرت اوکلک  غبرگون سره مخامخ سي  .

که په رښتيا سره داکابينه دکورنيو اوبهرنيو ناوړه مصليحتونوزېږنده نه وي نودڅه لپاره داسي کسان چي په دا اته کاله ئي هغه دچاخبره ديوه غران کارنه دی کړی بياتاسو راوستل اوله هغوي نه دمسلکي اوپاکو کسانوپه نامه دفاع کوی ؟

که داستاسو خبره سمه وي نوبه دابله خبره درواغ وي چي افغانان اونړيواله ټوله وايي ((دافغانستان دولتي اداره دومره په فساد ککړه ده چي دپاکېدل ئي ناشونې دي .بايد داټوله دولتي اداره پاکه اوچړسي ،داسي کسان په دندو وگمارل سي چي پاکه سابقه ولري اوددولتي فساد تر څنگ په نوروجرمونو تورن نه وي  .))

تاسو ښاغلي کرزی هم دبهرنيانودگوتنيونې په خاطر دکابينې تر اعلان وړاندي داداري فساد سره دمبارزې تر نامه لاندي درې ورځنۍ کنفرانس جوړ کړ اوددې لپاره موزيات تبليغات وکړه ،خوگټه ئي بيله ستاسو لخوا نومول سوو وزيرانوبل چاته ونه رسېدل . اوس دوي په خپلو په اصطلاح کړنلاروکي وايي داداري فساد سره به ټينگه مبارزه وکړي اويا پدې لارکښي همدا اوس چي بيالاوزير شوی  ندی بيا د برياوراپورونه ورکوي  .چي له نيکه مرغه يوه ئي لاهم دولس لپاره دپخوانيو راپورونوپه شکل دمنلو وړندی.

ددسمبر پر ۲۰ مه حامدکرزي د خپلو نوماندو وزیرانودفاع وکړه او هغه تورنه یې بې اساسه وبلل چې ګنې غیرمسلکي او داسې کسان یې د وزیرانو په توګه معرفي کړي چې د اداري فساد په وړاندې د مبارزې وس او وړتیا نه لري .کرزي د خبریالانو دپوښتنو په ځواب کي  وویل ،چې ده کلکه اراده کړې چې له فساد سره جدي مبارزه وکړي او د ده ټول وزیران به د هرراز فساد په وړاندې افغان ملت ته ځواب ورکوونکي وي .

خوکرزی صاحب  دا له پامه غورځولې چي په تيره دوره کښي ددغو ناخوالوپه وړاندي  خپله اوکابېنه ئې مسوله وه ؟ اوکه دا مسوليت نوی  اوس ورپغاړه سوی دی ؟که پخوا هم جمهوررئيس اودولتي چارواکودامسوليت درلود ؟نوسرته رسولوخوئي افغانستان دهيروئيودسوداگری اوکاروبارغوندي بدنام کړ!!!!

دغه مسؤليت ته ستاسو ټول نوي اوزړو  وزير صاحبان اونورودولتي چارواکي چي دفسادرواج اودوام  اوياپر خلاف ئي مبارزه  په صلاحيتونوکي راتلاي سي ولې دغه ملي غميزي اودقانون پلې کېدوته پر خپل وخت  پام نه کاوه ؟ چي اوس به ئي وکړی! خداي خبر ،داوعدې يوازي داعتماد درايوترلاسه کولوادافغان ولس په سترگو کي دخاوروشيندلوپه موخه کېږي .

کنه ښاغلې کرزی صاحب!  تاسوپه خپله هغه ويناکي چي په همدې کنفرانس کي مو کوله څرگند کړه ،چي ځيني کسان په اخترونو اوعادي رخصتيوکي ډوبۍ ته ځي ،سره له دې چي يوازي ډوبۍ ته نه  ځې که هلته ځې نوموخه ئي استراحت نه بلکې سوداگريز کاروبار اوخپلو اړوندانوته دسرمايي انتقال دی . تاسوته څرگنده ده دا ښاغلي  نورواروپايي هيوادو ،امريکا ،کاناډا ،جاپا ن ،چين ،روسيې اوهندوستان ته هم سفرونه  کوي ،هلته په ميلو اوچړچو اخته وي  . تاسوهغه وخت چي دوي تله اوښه پرې خبر واست ولې موله دوي نه داپوښتنه نه کول  چي تاسو چيري ځی؟ اوپه کومو پيسو داسفرونه کوي؟چي اوس پدې هکله  دنړيوالو او عام افغان ولس دغولونو لپاره داتبليغات کوی ؟تاسو خبر ياست چي همدا اوس  هم دغه ستاسو نازولي چارواکي دغو سفرونوته دوام ورکوی .که داسي کسان نه وي درمعلوم موږته ستاسوتر وينا وروسته همدا ډول سفرونه رامعلوم دي . ولې دانه ورته واياست چي تاسو څه کوی؟ داځکه چي هغوي هم ستاسو اويا ستاسوداړوندانوځينوکاروته گوته نيولاي سی چي که  زه دا کوم نو دا ستاسو خپلوان خو بيا دا کوي ،ځکه خودواړې خواي بايد يوبل پر نارواکړنوسترې سره پټې کړئ .کنه ټول پري پوهېږي چي غواتوره اوشيد سپينې دي .

غواړم  دټولوهيوادوالو پام دې ټکي ته راوړوم چي  ددي نوي کابينې  جوړېدل دافغان ولس پر خلاف يوه دسيسه ده .هر هغه وزير چي دمستندو اسنادو اوپخواني کاري تجربې پر بنياد دولس لپاره دمنلو وړنه  وي دهغه منلوته بايدپه هيڅ صورت غاړه کښې نږدي اوله ټولوامکاناتونه په استفادي سره پر بهرنيانوفشار واچول سی چي دغه ډول کسان له کابينې څخه وايستل سي .

که يوڅوک ددې کابينې دمعرفی پروسه له حقوقي نظره وڅېړي نودابه له ورايه څرگنده سي چي داکارونه  څومره درغليو اووارخطائيوسره مل روان دی .

دبېلگې په توگه :

۲ / دکابينې دجوړېدوپه وخت کي يوه نيم مياشت دبهرنيانوتر څنگ له هغوسره دکابينې پر سردجوړجاړي مشورې اوچنې رواني وې کوم چي گټه ئي يوازي په دولتي فساد اوددې فسادنه په استفادي سره دهيروئينو او وسلوکاروباريانواوياهغوته  چي دنابادلپاره اوسله وال کسان  ساتي لکه همدا اوس ځيني واليان چي دملک جمهوررئيس پورته نسي ورته کولاي .

۲/ تر اعلان درې ورځي وړاندي دپارلمان دوکيلانوسره په ارگ کي په مختليفو بڼو ملاقاتونه  تنظيم سول ،اجندائې داوه چي دکرزي له خوانوم اندو وزيرانوڅخه ملاتړ وسې اوددې ملاتړ په مقابل کښي به بيا وکيلان نورامتيازونه تر لاسه کړي .

۳/ خپله دټاکل شوو وزيرانولخوامختليفي ليدنې کتنې ،يودوست مي له کابله په تليفون کښي راته وويل چي اوس بياديوزيات شمير وکيلانو غوالنگه سوه ،هر ورځ مېلمستياوي اوډالی ورکونې په خرپ روانې دي .  اودائي هم راته وويل چي دغه وکيلان بېچاره گان هم له دوي نه دخپلې رايي ورکونې په مقال کښي داغوښتنه لري چي په راتلونکو پارلماني ټاکنوکي له دوي سره مرسته وکړي .دغه مسله ښاغلي کرزی هم دخپلولېدنوپه وخت کښي دهر وکيل غوږ ته په کيناي سره  همدا مسله  رسولې ده . چي وروره که نن ز ه احتياج يم څومياشتي وروسته بياته راته احتياج يې .

۴/ دباختراژانس په خبري پاڼه کي  چي يودولتي اژانس دي  تبلې هرې پاڼې وړاندي ددغو نوم اندوو زيرانو بيوگرافي نشر سول .که ئي يوڅوک ولولې نوپدې به راسره قانع سی  چي ياخو داپاڼه يو نالوستی پرمخ بيايي اوياخوقصدأ ئي داسي گونگې بيوگرافی ليکلې چي دهيچاسرنه پرې خلاصېږي اوبې شمره پوښتنې لاجوابه پاتېږي .

۵/ دکرزي لومړي مرستيال جرگې ته د دغو وزيرانو د ورپېژندلو پر مهال د دولت د بنسټيزو تگلارو په اړه لنډې خبرې وکړي او په افغانستان کې يې د سولې د ټينگښت، د امنيتي ځواکونو د پياوړي کېدو، بشري حقونو ته پاملرنه ، د فساد اونشه يي توکو پر ضد مبارزه . . .  .

سره لدې چي دهغه خبرې ديوه دولتي پروگرام ترکچې ډېري راټيټې وې  اوپدې ټول پوهېږي چي خپله ددغو ملي دندوسرته رسولوسره چندا علاقه نلري ،خوبياهم اوس لومړی مرستيال دی .

سوال دادی  چي داد اساسي قانون  په کومه ماده کښي راغلي چي هروزيربايد خپله کړنلاره ولري اوهغه پارلمان ته وړاندي کړي  ؟ داپه حقيقت کښي پدې معناده چي که زموږ حکومت  ۲۵ وزيران ولري  ،پارلمان ته ۲۵ حکومتي کړنلارې وړاندي کېږي .

سوال دادی چي دغه په اصطلاح کړنلاره بايد پلې سي ؟اوکه يوازي دپارلمان دغړوداورېدولپاره ده؟ ددې نه داسي له ورايه څرگندېږي چي هر وزير په خپل وزارت کي پاچا اوخپله کړنلاره لري  .

که دغه  وړاندي سوې  کړنلاره پلې کېږي خو څوشيانوته اړتيا لري :

۱ : مالي امکانات

۲ : مادي امکانات

۳: روزل سوی پرسونل

۴: ترکومه ځاي چي زموږ دعادي بودجې تر ۶۰ په سلوکي زيات  اوانکشافي بودجه ټوله دبهرنيانولخواورکول کېږي .دوزير صاحبانو نوی کړنلاري  پلې کېدل عادي اوانکشافي بودجې ته اړتيالري ، داڅوک ورکوی ؟ځکه دغه وزير صاحبان خوددولت دکلنۍ بودجې نه منطقأنه دی  خبر .

تردې لا داډيره مهمه ده چي ددغه وزير صاحب دکړنلاي لپاره ه کلني بودجه کي داپروژې  په نظر کي نيول سوی دي اوکنه .که نيول سوي هم اودابودجه ياپروژه پارلمان ونه منې اويادنورولاملونولهمخې عملي نسي دا وزير صاحب به بيا خلکوته کوم جواب ولري ؟ چي دماشومانو کورکاڼۍ ځينې  جوړنسي ښه داده چي ددا ډول ولس غوونکو کړنو اوکړنلاروداعلامن څخه لاس واخلو.

دپورته خبروتر څنگ پوښتنه راپيدا کېږي چي دغه ښاغل وزي صاحب ته دامعلومه  ده چي دبهرنيانولپاره داعتمادوړدی اوکنه ؟ ځکه هغوي خوپه ډانگ پېلې ژبه ويلې ((موږ دهغه وزارت سره مرسته کوو چي وزير ئي زموږ داعتمادوړوي .)) داخبر دهغه هيواد استازی کوي چي دمرستي ورکولوپه هکله وروستی خبره هغوي کوي  .

۵/ داسي ويل کېږي چي يوشمي وزيران به نه دکاري بلکي دسياسي بزکشيواونوروملحوظاتوپر بنياد داعتماد رايه ترلاسه نکړي ،چي ډير کسان داشمير پوره نيمايي بولي . نوکه داسي شول دانوی داعتمادوړکسان  به له کومه سي؟اوغه دبهرنيانوداعتمادوړ کسان به پر کومو دندوگمارل کېږي؟

۶/ ښاغلي کرزی دزړې کابينې له هغوکسانوسره څه موده وړاندي وليدل کوم چي په نوې کابينه کي نه دي کانديد سوي،له هغوي سره په خبروکي تر مننې  وروسته څرگنده کړ ه چي تاسوبه هم  ددولت په نورومقامونو کښي دده په وينا ملت  دخدمت لپاره کارته دوام ورکوی . ددي تر څنگ داسي اواز ې هم تر دې ځايه رارسېدلي دي  چي يوشميربه ئي دسفيرانوپه توگه وټاکل سي .

بياهم دلته يوځل دا تکرار پوښتنه رامنځته کېږي ،ددغوپه گډون چي په نوي حکومت کي به بيا وزيران شي دغه پخواني به هم دکرزی صاحب په ويناددولت په نوروبرخوکښي ددۀ سره مرسته کوي  . داپدي معنا چي  داټول پاک ،سپېڅلې ،مسلکي ،اگاه اودپاکولاسونواودملت سره خواخوږی عالي  کدرونه دي .

نوچي داسي ده  نوداملامت څوک وو؟؟؟ دا دولت چي په فسادککړدولت په نړۍ واله کچه مشهورکړ ؟ هرومروداخوارملت ملامت دی ،تراوس موډير ندی رامروړلئ اوزورولی پدې راتلونکي  پنځه کلونوکښي به ئي تردې لاهم زيات په غم ککړ کړی .

داچي افغانانواوبهرنيانو ويل په افغانستان کي دولتي فساداوج ته رسېدلی، دلته رشوت ،بې عدالتي،دملي اوشخصي شتمنيو چور اوچپاول ،دولس بېځايه زورونه ،تهديد اوتېرۍ ،دنشه یې توکو کښت ،سوداگري اوترانسپورټ  اونوري په لسهاوو ناخوالي  قانوني بنه لري او دا ملت ئي ددغۀ پرېشانۍ ترکچې رارسولئ دی داټول درواغ اواتهام وو؟؟؟

ولي په کومو منطقوددې اټولو ناخوالوبارپر انجوگانواچول کېږي ،اياانجوگانودادولتي کاروبار هم پر مخ بېوه ؟ يودولت هلته ناکام اوله ولس نه بېگانه کيږې کله چي دوي پر ملت ته دناپوهانوحکم کوي،له بده مرغه زموږ دغه اوسنې چارواکي  دا عادت لري ځکه خودملت اودولت تر منځ  پراخ واټن راپيداسو .

دا دهمدې کرزی صاحب ته دمنلو اوښاغلودکار برکت دی چي ملت موغرونوته پورته سواو اوس مونوم ورباندي طالب کښېښود .ددوي ددولتي کارونوبرکت وچي ددولت اوملت تر منځ واټن دومره پراخ سوچي نږدې کېدل ئي سل کاله صادقانه،خواخوږي کار او زحمت ته اړتيالري  .

دهمدې کابينوبرکت وو چي تر راغلو کورنيو دتښتېدلو شمير دهرې ورځې په تېرېدوسره زياتېږي  .

دهمدې مسلکي کابينې دنازولودکار برکت وچي ۸۵ ميليارده بهرني مرسته داسي ورکه سول چي څرک ئې نه لگېږي ،دادی دانورو مرستوته دخلکوپه خبره نوی جيبونه جوړېږي .

دهمدې  ناخبراوبې زړه سوی چارواکوبرکت وچي دارگ  دديوالو بغل ته دا اته کاله کډوال اوسی اوله بهرنه په خيراتي پيسو ژوند سباکوي ،ياخپل ماشومان پلوري  .

دهمدې په اصطلاح  پاکې او خواخوږي دولتي ادارې برکت وچي د ودنواودخوخښيوپر محفلونوموبمونه اورېږي .اودادهمدې مسولې  اداري برکت دی چي تر ۹ ميلنو افغان دلوږی په حالت کي شپې سباکوی اوتاسو دجمعې شپې په اروپااوان په  امريکا کښي تيروی .

داهمدا خواخوږې اداره ده چي هر دول فساد پکښي قانوني بڼه لري .اوبلاخره داهمدا له افغان ولس نه بېگانه دولتي چارواکي دي چي په برکته ئي مور اوماشوم  دعادي درملودنشتوالي له امله دواړه يوځاي ژوند دلاسه ورکو ي .داهمدا سپېڅلې چارواکي دي  چي دغرونو اوځنگلونوپه وطن کښي ماشومان سره لمر ته اوياتاندي يخنۍکي پرسپېروډاگونو درسونه وايي او تعمير درک نلري .خوبل لورته  دوي دلب تاپ کمپيوټر دويش راپورونه ورکوي  . دادهمدې خواخوږو چارواکو برکت دی چي هيوادمويوازي دخرڅلاو بازار گرځېدلی ،توليد درک نلري .اوداهغه مسلکي چارواکي دي چي درودونوپه هيوادکي دبل  دبرېښناپه طمع  په توروتياروکي دا زورېدلی ولس شپې سبا کوي . داهغه پر وطن اوملي گټومين چارواکي دي چي په بهرکي موسياسي نماينده گی دپرديوهيوادونودکلتوریي يرغل مرکزونه گرځېدلي .

داستاسوپه اصطلاح دملي پوځ جوړېدنه اوسمبالتياده چي دارگ ددروازې له کجگره څوک سرنسواي ښکاره کولاي . داهغه پر وطن مينه کابېنه وه چي دکورني سياست پايله دملالي پر قبردپردی ټانکونه ځغلوي اودهرې ورځې په تيرېدو موبهرنيانوته په زاريو خوله پرانيستي چي نور عسکر راولېږی اوداشته پوچځيان  مه باسي ،همداسي ده کنه ؟ که مو هير نه وي داتيره اونۍ مودبلجيم له لومي وزيرنه داغوښتنهدرلوده چي هالنډيان هم بايد ستاسو پشان نور عسکر راولېږي اوشته عسکر له افغانستان څخه ونه باسي .

داچي په بهرني سياست کي موپاکستاني جنرالان اوکرنيلان ددايراني اخوندانوسره يوځاي تر لاس نيولي هغه لوري  ته بيايي کوم چي ددوي خوښه ده ،ملت خاموش اوچوپ دي ستاسو دبهرني سياست دهوښياريو ننداره کوي . داستاسوچارواکي دی چي په رشتياويلوديوبېچاره ځوان سر پرېکېږي اونوم ورباندي دمطبوعاتو او عقيدې ازادي ايږ دئ  . خلک مودلوږي مري ،په خپل هيوادکي پوستی پته نلري تاسوورته دموبايل اوکمپيرټر زيري ورکوی  .

داستاسوملي سياست دی چي دبازارپه نوم  دهيوادټوله ملي شمتنی پر کورنيوداړمارواوبهرنيانو وپلورل سوې ،وطن خوموخرڅ کړ نږدې دی چي پر ولس ئي هم هرورځ سوداگري وکړی .

آخير له خدايه وډارسی ،وجدانوته سرټيټ کړی پدې ملت نورملنډي  مه وهئ ، تاسو ولې دي کاروته ملاتړلې اودملت په خوارېدو اوزورونه مو ولي زړه نه سړېږي ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

کرزی صاحب !

حقيقت خو دادي چي همدا اوس افغان ولس ددغې وړاندي سوې کابينې دهر غړي په هکله ځانگړي نظرونه اوسوالونه  لري ،چي په طبعې شکل يوشمير به له مختلفوتعصبونوڅخه سرچينه اخلي اوبې اساسه ادعاگاني به وي ، خوترډيره بريده دخلکو غوڅ اکثريت ددغوکسانونه  چي تاسوپرې نازېږی سرټکوي اودافغان ولس نه دهغوي  نه دملاتړ هيله مه کوی .

که ئي  له لويه سره راواخلواوسرگريوان ته ټيټ کړو نودابه راسره ومنۍ چي تاسواوستاسو پر دي پرسته ياران ملامت دي ،نه  دازورېدلی،بېچار اودپاک زړه خاوندملت . رب العالمين  دي پر دې ملت ورحمېږي .