زرداري :پښتنو ته خپله پېژندګلوي ورکول زما ګناه ګڼل کیږي
28.12.2009 06:22د پاکستان ولسمشر او دپاکستان پیپلز ګوند اصف علي زرداري ویلي دي چې پښتنو ته د هغوي نوم ورکول او د پښتونستان خلقو ته د هغوي خپله پېژندګلوي ورکول دهغه هغه جرم دی د کوم جرم چې د نړیوالې ټولنې نه نیولې د پاکستان په هر فورم مخالفت وکړی شو ـ
د بې نظیر بټو د دویم تلین په مناسبت د سند ایالت په نوډېرو کې سترې غونډې ته د وینا په مهال ښاغلي زرداري زیاته کړه چې "هغوي" ماته په دې خبره هم په قهر دي چې ولې زه د مېرمن بټو د وژنې پلټنې د ملل متحد څخه کوم ـ دپاکستان پارلیمان د ملل متحد نه ددغې وژنې د تحقیقاتو مطالبه کړې ده بل دا چې مېرمن بټو یوه نړیواله سیاستواله وه نو باید یو ایس ایچ نه بلکې نړیواله ټولنه ددغې پېښې پلټنې وکړې ـ
اصف زرداري د چا نوم وانه خیست خو په ټول تقریر کې د" هغوي "ضمیر وکاروه ـ نوموړي زیاته کړه چې هغوي یریږي چې که نړیواله اداره دغه پلټنې ترسره کړي نو د لوي راز څخه به پرده پورته کړي ـ
اصف زرداري وويل چې د "هغوي" او زموږ په اند کې توپير دا دی چې هغوی به موږ وژني او موږ به د جمهوريت د بقا خبرې کوو. زرداري خبرداری ورکړ چې ((له هغې ورځې وېره په کار ده چې موږ ټول شهيدان شو او د پاکستان د ژغورنې لپاره څوک هم پاتې نه شي.))
رپوټ: ظفرساپی او کمال الدين رنځور