د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغانستان دژورنالستانو او خبريالا نو ملي اتحادیې ۲۵مه روزنیزه دوره پای ته ورسېده

زمه وال 03.12.2009 11:28

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

کابل: محمد الدين همدرد: فغانستان دژورنالستانو او خبريالا نو ملي اتحادې دخپلو مياشتنيو وركشا پونو په لړكې تيره ورځ ۲۵ دوره هم فارغ اوبري ليكونه پرې ووېشل.
تيره چهار شنبه چې د ۲۰۰۹ ميلادي كال د ديسمبر ۲ دوهمې او د ۱۳۸۸هجري لمريز كال دليندي دمياشتي له ۱۱ نېټې سره يي سمون درلود ، دافغانستان دژورنالستانو او خبر نګارانو ملي اتحادې دخپلو مياشتنيو وركشاپو نو په لړ كې ۲۵ دوره هم فارغ اوبري ليكونه پرې ووېشل. په دغه دوره كې له مختلفورسنيو څخه ۴۰ تنو ښځينه اونارينه خبريالا اوژورناليستانوګډون كړي وه چې دكابل پوهنتون ديوشمير هيواد پالو استا دانو له خوا يې دتدريس چارې پرمخ تللي،په دي يومياشتني كورس كې دژورناليزم داساساتو او مربوطه مسايلو په اړه د نوموړي كورس ګډون كوونكوته پوره لارښونې وشوي.
ديا دولووړ ده چې نوموړي اتحادې له تيرو اته كلونو راپه ديخوا څه باندي ۲۰۰۰ نارينه اوښځينه خبريالا اوژورناليستانو ته د ژورناليزم داساساتو په برخه كې د مسلكي اوبا تجربه استادانو لخوا زدكړې وركړل شوي، او ټولني ته يي وړاندي كړل. دتيري ورځي دبري ليكونودويش غونډي پر مهال د ذكرشوي اتحادي ريس ښاغلي ډاكتر عصمت الهي ،خبريالان اوژوناليستان په تقوا، بي طرفي ، عدل مكلف وګڼل زياته يې كړه چې ژوناليست د ټولني ترجمان اوپيغام رسونكې ده او په صداقت ، تقوا،ايمان داري سره بايد خپله دنده سرته ورسوي.ياده د وي چې نومړي لړي دوام لري.