د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دانش خپرندويه ټولنې ديوې لیسې له کتابتون سره د په سلګونو ټوکو کتابونو مرسته وکړه

فهيم عاطف 21.11.2009 07:09

دانش خپرندويه ټولنه چې دتېرو شاوخوا دوو لسيزو راهيسې د دکتاب خپرولو په ډګر کې وتلی نوم لري او د خپرندويه ټولنې ترڅنګ ديوې مرستندويه ټولنې بڼه هم لري دتل پشان يوارې بیا د هيواد په يوه لرې پرته سيمه کې د ځايي لېسې له کتابتون سره د په سلګونو ټوکه کتابونو مرسته وکړه.

د دانش خپرندويه ټولنې ادب پال او فرهنګپال مشر اسدالله دانش ساپي د پکتيکا ولايت د جانيخېلو ولسوالۍ  ديوتن قومي مشر محمود خان په لاس شاوخوا درې سوه ټوکه بېلابېل کتابونه د نوموړې لېسې ادارې ته ولېږل چې ديادې شوې لېسې زده کوونکي ترې ګټه پورته کړي.

قومي مشر محمود خان د دانش خپرندويه ټولنې دغه ډالۍ د سيمې د ځوانانو لپاره يوه ګټوره ډالۍ وبلله ،د نوموړي په وينا ددغې سيمې ځوانان د مالي ستونزو له لامله نشي کولی چې خپل د اړتيا وړ کتابونه په بيه راونيسي نو په دې سره به دهغوی ستونزې تر ډېره کچه حل شي.

ياده دې وي چې ښاغلي اسد الله دانش ساپي له دې وړاندې هم د هيواد په بېلابېلو برخو کې له ښوونځيو،ادبي ټولنو او نورو سره د په سلګونو کتابونو مرسته کړې.